پښتین: هېڅ پښتون د پاکستان له جبره په امان کې نهدی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پيټياېم مشر منظوراحمد پښتین له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو ته په غبرګون کې وايي، چې هېڅ پښتون د دغه هېواد د دولت له جبره په امان کې نه دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پيټياېم مشر منظوراحمد پښتین له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو ته په غبرګون کې وايي، چې هېڅ پښتون د دغه هېواد د دولت له جبره په امان کې نه دی.
نوموړي د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د خپلې فېسبوکپاڼې له لارې په یوه ویډيويي پیغام کې زیاته کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له افغان کډوالو سره د پاکستاني دولت د سیاست پر ضد په یو شمېر هېوادونو کې د اعتراض غږ پورته کوي.
پښتین همداراز په خېبرپښتونخوا کې پر ملکیانو د پاکستاني پوځ وروستیو بریدونو ته په اشارې وايي، چې د دغه هېواد دولت ورځ تر بلې د پښتنو د غږ اورېدو پر ځای د هغوی ځورونې او تکلیف ته زور ورکوي.
منظور پر ټولو پښتنو غږ کړی، چې د یوه واحد ملت په توګه دې د پاکستاني دولت روان جبر ظلم ته ځواب ورکړي. هغه وايي: «پر ځای د دې چې یو بل ته خبرې وکړو، دغه ظلم ته دې ځواب وویل شي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین له پاکستانه د افغانانو پر اېستلو دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پاکستاني پولیسو د روانې اپرېل میاشتې په پیل سره په دغه هېواد کې د اېسيسي کارټلرونکو کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي دي.
له دې مخکې د بښنې نړۍوال سازمان په خپله اېکسپاڼه لیکلي، پاکستان د ناقانونه بهرنیانو په نوم د اته لکو ډېرو افغانانو اېستلو دویم پړاو پیل کړیچې افغانستان ته په ستنېدو له ګواښ سره مخ کېږي.
نوموړي سازمان زیاته کړې، چې دا اته لکه افغانان له جنسې ځورونې، له قضا پرته اعدامونو، خپلسرې نیونې او شکنجې په څېر له جدي ګواښونو سره مخ دي.


طالبانو د پاکستان له لورې په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروګرام غیر انساني بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی. دغې ډلې له ملګرو ملتونو او نړۍوالو سازمانونو غوښتي، چې ددې انساني ناورین د مخنیوي په موخه لاس په کار شي.
د طالبانو ریاست الوزا په مشرۍ لوړپوړو طالب مشرانو د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو په اړه غونډه ترسره کړې او د پاکستان د حکومت دغه کړنه یې غیر اسلامي او غیر انساني یاده کړې.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپل اېکس کې لیکلي: «غونډې د افغان کډوالو سره د غیر اسلامي او غیر انساني چلند او د ټولو اصولو پر خلاف په زور سره اېستل په کلکو ټکو غندلی، دغه کړنه یې د ټولو اسلامي ارشاداتو او نړۍوالو اصولو او د ګاونډیتوب د حقوقو خلاف عمل وباله، همدرانګه د پاکستان له ولس، سیاسي ګوندونو، علماوو او بانفوذه شخصیتونو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو دوی هم په دې اړه خپل اسلامي او د ګاوندیتوب مسوولیت اداء کړي».
فطرت لیکلي، چې د غونډې ګډوالو وویل: «ټولو ته واضیح ده چې د افغانستان او پاکستان ولسونو له لسګونو کلونو راهیسې ښې اړیکې لرلې دي، موږ غواړو چې دغه دیني تاریخي او فرهنګي اړیکې همداسې دوامداره پاتې شي ، ځکه دا د دواړو هېوادونو او ولسونو اړتیا او ضرورت دی او دغه ډول ناسمې کړنې د دواړو هېوادونو په زیان دي.»
طالب چارواکو په دغه غونډه کې پر ملګرو ملتونو او نړۍوالو سازمانونو غږ وکړ، چې د دغه انساني ناورین په مخنیوي او د افغان کډوالو په با عزته توګه را ستنېدو کې خپل مسوولیت اداء کړي.
په ورته وخت کې د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو سازمان IOM په خپل اېکس لیکلي: «موږ د اپرېل په پنځمه نېټه له پاکستان څخه د اجباري راستنېدو په شمېر کې زیاتوالی ثبت کړی دی، وروسته له هغه چې د حکومت له خوا د افغانانو لپاره د وتلو یا له هېواد څخه د شړلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه.»
له دې سره، وروستۍ شمېرې ښيي چې تر اوسه ۱۱,۳۷۱ غير قانوني افغان کډوال له پاکستانه څخه اېستل شوي دي.
د راپورونو له مخې، يوازې نن ۳,۶۶۹ غير قانوني مېشت افغانان د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان تېره میاشت افغان ACC کارت لورونکو او بې اسناده افغانانو ته خبر ورکړی، چې له دغه هېواد څخه ووځي.
همدا ډول دغه هېواد پلان لري، چې درې مېلیونه افغان کډوال چې په پاکستان کې مېشت دي له خپلې خاورې وباسي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان او په تېره پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي دي.
زیات شمېر افغانان نیول شوي او په جبري توګه بېرته افغانستان ته شړل شوي او همدا ډول سلګونه نور افغانان چې د پولیسو له لورې نیول شوي، د دوی په کمپونو کې د جبري بېرته ستنولو پروسې ته په تمه دي.

ملګرو ملتونو او طالب چارواکو ویلي، چې پر افغان کډوالو د پاکستان دومداره فشار په دې وروستیو ورځو کې زرګونه افغانان اړ کړي چې په ډیورنډ کرښه افغانستان ته واوړي.
پاکستان تېره میاشت شاوخوا اته لکه افغانانو ته چې (ACC) کارتونه لري، خبرداری ورکړی چې دغه هېواد پرېږدي، کنه په جبري توګه به وشړل شي.
اوسمهال دوه تجارتي لویې لارې تورخم او سپین بولدک د جبري بېرته ستنو شویو افغانانو شاهدې دي، چې افغانستان د اوښتو لپاره په کتارونو کې ولاړ دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال سازمان (IOM) د دوشنبې په ورځ د ټولنیزو رسنیو په پلیټ فارم اېکس کې لیکلي: "په تېرو دوو ورځو کې، ۸۰۲۵ بې اسناده او د ACC اسناد لرونکي افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي."
ای او اېم د جبري ستنو شویو افغانانو لپاره د چمتوالي یادونه کړې.
طالب چارواکو هم ویلي، چې زرګونه کسان له پولې اوښتي، خو د IOM د راپور په پرتله کم ښودل شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ای اېف پي ته وویل، چې د اپرېل د میاشتې له پیل راهیسې له ۶۰۰۰څخه تر ۷۰۰۰ پورې افغانان راستانه شوي دي او ویلي یې دي، چې «شاید یو مېلیون نور افغانان بېرته راستانه شي.»
هغه وويل: "موږ پر پاکستاني چارواکو غږ کوو، چې افغانان په زوره و نه باسي، د دواړو هېوادونو تر منځ بايد يو مناسب ميکانيزم وي او بايد په عزت سره بېرته راستانه شي."
د پرله پسې شخړو څخه تېښته
ملګري ملتونه وايي، نږدې درې مېلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي، چې ډېری یې په خپل هېواد کې له پرله پسې جګړو او په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د طالبانو له واک ته د رسېدو وروسته دغه هېواد ته کډوال شوي دي.
۳۸ کلن عبدالرحمان د پاکستان په سوېل لوېدیځ کې له کویټې څخه د سپین بولدک له لارې له تېرېدو وروسته ای اېف پي ته وویل: "موږ بېرته ستنېدو ته اړ شوو. دوه ورځې وړاندې، کله چې دوی د کورونو پلټنه کوله زه ودرول شوم او د اسنادو غوښتنه یې وکړه."
هغه وویل: "هغوی ماته یو ساعت هم نه دی راکړی (د وتلو)، ما یوه غالۍ او خپل ټلیفون وپلورل چې دلته راشم، موږ خپل ټول شیان پرېښي دي."
د پاکستان حکومت ددې ترڅنګ له ۱.۳ مېلیون څخه زیاتو افغانانو ته چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR له خوا د راجسټریشن کارتونه لري هم ویل شوي چې له پلازمېنې اسلام اباد او ګاونډي ښار راولپنډۍ څخه ووځي.
د بشري حقونو د څار سازمان د هغو "ناوړه تکتیکونو" په اړه چې پر افغانانو د فشار راوړلو لپاره کارول کېږي او جبري خپل هېواد ته ستانه کړل کېږي، په سختو ټکو غندلی دی.
دغې ادارې ویلي، چې د پاکستان دا کړنه به افغانان له سختو شرایطو سره مخ کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي.
اسلام اباد د کابل واکمنان په خپله خاوره کې د پاکستان وسله والو ته په خوندي ځایونو ورکولو تورن کړي، خو دا تورونه د طالبانو حکومت رد کړي.

د پاکستان اوسنی پلان چې میلیونونه افغان کډوال وباسي، یو پراخ، خطرناک، شدیداً سیاسي او غیرمسوولانه اقدام دی. له بلې خوا، د طالبانو د رژیم غبرګون هم خواشینوونکی او د منلو وړ نه دی.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د حضور تاریخ له تضادونو ډک دی. له یوې خوا، کوربه ټولنو په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلک د شفقت او مېلمهپالنې ښکلي بېلګې وړاندې کړې دي؛ خو له بلې خوا، د پاکستان دولتي ادارو او پوځ دا موضوع بیا-بیا د خپلو ناکامو امنیتي او بهرنۍ پالیسۍ وسیله ګرځولې او ترې یې سیاسي استفاده کړې ده.
د پاکستان حکومت وروستي اقدامات د افغان کډوالو پر وړاندې د بېمسوولیتۍ او ناپوهۍ یو نوی او خطرناک حد ښيي.
د نړۍوالو بشري حقونو مدافع بنسټونه، د کډوالو ملاتړي سازمانونه او د ملګرو ملتونو ادارې پر پاکستان څو وارې غږ کړی چې دا بشري فاجعه دې نه پېښوي.
له دې امله چې د کډوالو بېرته ستنېدل له جدي خطرونو سره مل دي او احتمال شته چې د سیاسي تعقیب سره مخ شي، د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې: "سملاسي دې د جبري داخلي بېځايهکولو، ایستنې، نیونې، جبري ایستنې، ګواښونو او نورو فشارونو مخه ونیسي او د نه ایستلو اصل (non-refoulement) دې رعایت کړي، چې یو مطلق او نهماتېدونکی اصل دی."
دغه راز، د پاکستان د خلکو، مدني ټولنو مشرانو او سیاسي څېرو ورته غوښتنې هم تر اوسه له پامه غورځول شوې دي.
هغه دلایل چې د پاکستان سیاستوال د دې ظالمانه اقدام د توجیه لپاره وړاندې کوي، بېاساسه او نادرست دي.

افغان کډوال د پاکستان د مزمنو ستونزو؛ لکه ناامنۍ، اقتصادي بحران، د حکومتولۍ ضعف، جوړښتي تبعیض او ولسي ناخوښۍ اصلي علت نه دي.
دغه کډوال د خپل زحمت، محدودو منابعو او په نورو هېوادونو کې د خپلو خپلوانو د مرستو پر مټ، نه یواځې دا چې د پاکستان پر اوږو بار نه دي، بلکې له دې هېواده یې زیات څه اخیستي نه دي؛ بلکې ورکړي یې دي.
حقیقت دا دی چې د پاکستان د دې وروستي اقدام تر شا اصلي انګېزه، د اسلاماباد سیاسي سرخوردګي ده؛ یوه داسې هڅه ده چې پر طالبانو فشار راوړي تر څو د پاکستان امنیتي غوښتنې ومني.
پاکستان له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې طالبانو ته پناه او ملاتړ یې ورکړی او د افغانستان، متحده ایالاتو او له ۴۰ زیاتو هېوادونو د ایتلاف غوښتنې یې له پامه وغورځولې دي.
د ترهګرۍ ضد نړیوالې مبارزې دا پړاو، د پاکستان له لوري له پراخې دوکې او نه عملي کېدونکو ژمنو سره مل و.؛ خو نن طالبان یا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د کنټرول اراده نه لري، یا یې وس نه لري او دې کې هم شک نشته چې تحریک طالبان پاکستان د اوسنۍ ناامنۍ یوه مسوول برخه ده.
په دې هم شک نشته چې طالبانو ته د قدرت د بېرته راګرځولو مرسته یو تاریخي اشتباه وه چې پاکستان یې مرتکب شو او اوس دواړه هېوادونه باید د هغې غمیزې پایلې وزغمي؛ خو دا باور چې طالبان به یوازې د افغان کډوالو د خراب وضعیت او ایستنې له امله خپل سیاسي مسیر بدل کړي او د اسلاماباد امنیتي غوښتنې ومني، یوه بله ستره محاسباتي تېروتنه ده.
دغه ټوله کیسه په داسې حال کې روانه ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو تمه کېږي، حال دا چې میلیونونه افغانان له خپلو کورونو شړل کېږي، له سپکوونکو چلندونو سره مخ دي، او دا یوه نه هېریدونکې تجربه ده چې هم افغانستان او هم نړۍواله ټولنه یې ژوره اغېزمنه کړې ده.
د شک ځای نه شته چې د طالبانو مشرتابه د میلیونونو بېګناه افغانانو د دردناکې وضعې مسوولان دي، هماغسې چې د افغانستان دننه د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخې سرغړونې او سیستماتیکو سرکوبونو مسووله ډله ګڼل کېږي.
دا سرغړونې د وروستیو پراخو مهاجرتونو اصلي علت دی او همدا وجه ده چې افغانان نه غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
یوازې هغه وخت به کډوال په رضاکارانه، مصونه او دوامداره توګه خپلو کورونو ته ستانه شي، چې په افغانستان کې یو مشروع، مسوول او قانونپاله حکومت رامنځته شي چې د خپل ولس او نړۍوالې ټولنې پر وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي.
د دې بدلون ترلاسه کول د یوه بینالافغاني سیاسي تفاهم له لارې نه یواځې د افغانستان او پاکستان لپاره، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ د ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی په دغه هېواد کې د طالبانو د حکومت او اسلام اباد د اړیکو خنډ پاکستاني طالبان بولي. محمد صادق د پوښتنې په ډول زیاتوي، «هغوی (طالبان) خو به د سپتمبر یوولسمې پېښې ته منتظر نه وي؟ چې بیا بهرنیان پوځي مداخله وکړي او افغانان یې بیه ور کړي.»
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمې پېښه کې د امریکا پر سوداګریزو بریدونو او پنټګان د الوتکو برید وشو او پړه یې پر القاعده واچول شوه.
هغه مهال د طالبانو حکومت د القاعده بنسټګر اسامه بن لادن امریکا ته ونه سپاره چې له امله یې پر افغانستان یرغل وشو او د طالبانو حکومت وپرځېد.
د طالبانو بیا واکمنېدو پسې پاکستان پر دې ډله تور لګوي چې د دوی د حکومت ضد وسلوالو ته یې پنا ور کړې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم د ورته خبرې په کولو سره وايي: «ټي ټي پي د افغانستان او پاکستان د اړیکو خنډ د او باید حل لار یې وموندل شي. افغانستان باید په دې برخه کې زموږ سره کار وکړي. که دوی څه نه کوي، بیا هره معامله ختم بوله. هیڅ به ونه شي.»
محمد صادق په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وینا کې زیاتوي «د ترهګرۍ له منځه وړل د خلکو وژل یا پاکستان ته سپارل نه، بلکې د دوی کنټرول دی.»
د نوموړي په خبره، افغانستان له ۴۴ زرو پورې کلي لري چې طالبان یې کنټرولوي او د دوی له ځواکونو پرته څوک د وسلې ګرځولو اجازه نه لري، خو پاکستاني طالبان په ښکاره وسلې ګرځوي او څوک یې مخه نه نیسي.
هغه خپله وینا کې پوښتي: «اخر به څه پېښ شي، دا خلک به څه وکړي؟ دوی (طالبان) د سپټمبر ۱۱ حالت ته منتظر دي، چې بیا پېښ شي، بیا به بهرنیان یو څه وکړي او بیا به یې افغانان د ریښتونې دفاع لپاره بیه ور کړي؟ ځکه دلته سختې پوښتنې شته، دا موږ ته سختې پوښتنې دي، د افغانستان لپاره هم سخته پوښتنه ده.»
طالبانو د پاکستان د ورته تورونو په ځواب کې تل ویلي چې د افغانستان له خاورې هیچا ته ګواښ نشته او نه یې پرضد کارېږي.
دوی پر پاکستان هم تور لګوي چې د افغانستان پرضد یې په خپله خاوره کې داعش ته پنا ور کړې ده او په بلوچستان کې یې ورته روزنځي جوړ کړي دي.
د جمهوریت په وخت کې ورته تور پر پاکستان لګېده چې طالبان د کابل پرضد ملاتړوي، خو پاکستان پخوا او اوس دا تورونه ردوي.

د پاکستان د لویو لارو د چارو ادارې له پېښور څخه تر تورخمه د نوې لویې لارې د جوړولو کار پیل کړی دی. دغه لویه لار به ۴۸کیلومتره اوږدوالی او د تګ راتګ څلور کرښې ولري.
د دغې لويې لارې د جوړولو موخه د پښتونخوا ایالت سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ ته د اسانتياوو برابرول دي.
د پاکستان د اقتصادي چارو ادارې د وېبپاڼې د راپور له مخې، د خیبر پاس د لویې لارې د جوړولو موخه له پېښور څخه تر تورخمه پورې د ۴۸کیلومترو په اوږدوالي څلور کرښو لرونکې لارې جوړول دي؛ ترڅو د پښتونخوا او د شاوخوا سیمو د اقتصادي ودې او پرمختګ لامل شي.
ویل کېږي، چې دغه پروژه په لومړي سر کې په ۲۰۱۷کال کې پیل شوې وه؛ خو د بېلابېلو لاملونه له امله یې چارې په ټپه درېدلې وې؛ خو اوس د دغې پروژې د داوطلبۍ په بهیر کې د سړک جوړولو لسو شرکتونو ګډون کړی و، چې یو یې غوره شوی دی.
د دغې پروژې لګښت ۳۸۵مېلیونه ډالر اټکل شوی، چې په کې د ۲۲پلونو او سړکونو، ۱۳۹پلچکونو او دوو لویو مقطعو جوړول شامل دي.
پاکستان او افغانستان د خیبر له لارې منځنۍ اسیا سره نښلول شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، دغه پروژه د منځنۍ اسیا د سیمهییزو اقتصادي همکاریو یوه برخه ده چې د پاکستان، افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او عربي سمندر ترمنځ لنډه لار برابروي.
دغه لار له پېړیو راهیسې د سوېلي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ مهمه برخه وه.
د پېښور او تورخم تر منځ په اوسنۍ لویه لار هره ورځ شاوخوا لس زره موټرې تګ راتګ کوي؛ خو ګڼه ګوڼه او سختو لارو د موټرو تګ راتګ ستونزمن کړی دی.
د پاکستان د لویو لارو د ادارې د سروې له مخې؛ د تورخم – پېښور اوسنۍ لار د زیاتو موټرو د تګ راتګ لپاره مناسبه نه ده.
دغه اداره وايي، د سوداګرۍ د حجم له ډېرېدو سره به د ورځې له ۱۰زرو څخه تر ۳۰زرو پورې د موټرو تګ راتګ کچه هم لوړه شي.