• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان له پېښوره تر تورخمه نوې لویه لار جوړوي

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د لویو لارو د چارو ادارې له پېښور څخه تر تورخمه د نوې لویې لارې د جوړولو کار پیل کړی دی. دغه لویه لار به ۴۸کیلومتره اوږدوالی او د تګ راتګ څلور کرښې ولري.

د دغې لويې لارې د جوړولو موخه د پښتونخوا ایالت سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ ته د اسانتياوو برابرول دي.

د پاکستان د اقتصادي چارو ادارې د وېب‌‌پاڼې د راپور له مخې، د خیبر پاس د لویې لارې د جوړولو موخه له پېښور څخه تر تورخمه پورې د ۴۸کیلومترو په اوږدوالي څلور کرښو لرونکې لارې جوړول دي؛ ترڅو د پښتونخوا او د شاوخوا سیمو د اقتصادي ودې او پرمختګ لامل شي.

ویل کېږي، چې دغه پروژه په لومړي سر کې په ۲۰۱۷کال کې پیل شوې وه؛ خو د بېلابېلو لاملونه له امله یې چارې په ټپه درېدلې وې؛ خو اوس د دغې پروژې د داوطلبۍ په بهیر کې د سړک جوړولو لسو شرکتونو ګډون کړی و، چې یو یې غوره شوی دی.

د دغې پروژې لګښت ۳۸۵مېلیونه ډالر اټکل شوی، چې په کې د ۲۲پلونو او سړکونو، ۱۳۹پلچکونو او دوو لویو مقطعو جوړول شامل دي.

پاکستان او افغانستان د خیبر له لارې منځنۍ اسیا سره نښلول شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، دغه پروژه د منځنۍ اسیا د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو یوه برخه ده چې د پاکستان، افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او عربي سمندر ترمنځ لنډه لار برابروي.

دغه لار له پېړیو راهیسې د سوېلي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ مهمه برخه وه.

د پېښور او تورخم تر منځ په اوسنۍ لویه لار هره ورځ شاوخوا لس زره موټرې تګ راتګ کوي؛ خو ګڼه ګوڼه او سختو لارو د موټرو تګ راتګ ستونزمن کړی دی.

د پاکستان د لویو لارو د ادارې د سروې له مخې؛ د تورخم – پېښور اوسنۍ لار د زیاتو موټرو د تګ راتګ لپاره مناسبه نه ده.

دغه اداره وايي، د سوداګرۍ د حجم له ډېرېدو سره به د ورځې له ۱۰زرو څخه تر ۳۰زرو پورې د موټرو تګ راتګ کچه هم لوړه شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ وايي پښتونخوا کې یې د یو قومندان په کډون ۹ وسلوال ووژل

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، تېره شپه یې د دېره اسماعیل خان په تکواره سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیاتو کې د اورپکو د ځايي مشر شیرین په کډون یې ۹ وسلوال وژلي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر زیاتوي چې دا وسلوال له سختې جګړې وروسته وژل شوي. پوځ د خپلې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي

دا اداره په خپله اعلامیه کې وايي چې له وژل شویو وسلوالو یې وسلې هم لاسته راوړې دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د وسلوالو وژل شوی مشر شیرین په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو او د ځینو بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې لاس درلود.

وژل شوی قومندان د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۰مه د پاکستاني نظامي تورن حسنین اختر د وژلو مسوول هم و.

بې پولې ډاکټرانو له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړې ده

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۱۶ GMT+۱

بې پولې ډاکټرانو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو او د راستانه شویو کډوالو د روغتیایي حالت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په جبري توګه د افغانانو او په ځانګړې توګه د «ACC» کارت لرونکو اېستنه د اندېښنې وړ ده.

د دغه سازمان په وینا، د نورو وګړو ترڅنګ دغې چارې ښځې، ماشومان او معلولیت لرونکي خلک اغېزمن کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښځې او نجونې په افغانستان کې زده‌کړو، کار او عامه ژوند ته د لاسرسي په برخه کې له محدودیت سره مخ دي او دوی یې له سختو ګواښونو سره مخ کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سازمان له خپلو روغتیایي ټیمونو څخه د راستانه شویو کډوالو د روغتیایي حالت په اړه د اندېښنې وړ راپورونه ترلاسه کړي دي.

بل خوا څو ورځې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان خبردارې ورکړی، چې د افغانستان د روغتیايي سېسټم وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی که بېړنۍ مرستې برابرې نشي؛ نو تر جون میاشتې پورې به ۸۰سلنه هغه روغتیایي خدمتونه چې د دغه سازمان په مالي ملاتړ چمتو کېږي په ټپه ودرېږي.

یاد سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې دغه حالت به مېلیونونه افغانان له بسنټیزو روغتیايي خدمتونو بې ‌برخې کړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې پاکستان د ۲۰۲۳کال له اکتوبر میاشتې راهیسې له دغه هېواده څه باندې ۸۰۰زره کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

حماس پر اسراییلي ښارونو توغندیز بریدونه کړي دي

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۱۰ GMT+۱

په غزه کې حماس وسله‌والې ډلې ویلي، چې د اسراییلي پوځ د بريدونو په ځواب کې یې د دغه هېواد سوېلي ښارونه په توغندیو وېشتي دي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې؛ د اسراییل پوځ ویلي چې حماس ډلې شاوخوا لس توغندي توغولي دي؛ خو دوی په بریالیتوب سره شنډ کړي دي.

پر همدې مهال اسراییلي رسنیو په سوېلي ښار عسقلون د مخامخ برید خبر هم ورکړی دی.

د اسراییل د بېړنیو چوپړتیاوو ادارې ویلي، چې دوی د ټپي شویو درملنه کوي او کاري ټیمونه یې هغو سیمو ته په لار دي چې توغندي پرې لګېدلي دي.

د دغې ادارې له‌خوا په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري، چې د موټرو ښیښې ماتې شوې دي او په ښار کې ګډوډي روانه ده.

حماس وسله‌واله ډله په داسې حال کې پر اسرییل توغندیز برید کوي، چې پرون په غزه کې سیمه‌ییزو روغتیایي چارواکو اعلان وکړ چې د اسراییل په برید کې ۳۹ تنه وژل شوي دي.

له دغه توغندیز برید وروسته د اسراییل پوځ پر اېکس پاڼه د غزې تړانګې د مرکزي ښار دېرالبلاح اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودو امر کړی دی.

د اسراییل پوځ د خبرداري په اعلامیه کې راغلي:« دا تاسو لپاره له برید وړاندې وروستی خبرداری دی.»

ویل کېږي، چې د اسراییل لومړی وزیر نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې لپاره د واشنګټن په سفر دی او د دغه هېواد د دفاع وزیر له‌خوا ورته د توغندیز برید په اړه خبر ورکړل شوی دی.

د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې بنیامین نتنیاهو د حماس ډلې په وړاندې د اسراییل د سختو عملیاتو په تایید سره د پرېکنده ځواب امر کړی دی.

اسراییل د مارچ په ۱۹مه وویل، چې د دوی ځواکونو د غزې په مرکزي او سوېلي سیمو کې ځمکني عملیات بیا پیل کړل. دواړو لورو یو بل د اوربند په خبرو کې په خنډ اچولو تورن کړي دي.

فلسطيني چارواکي وايي، د جګړې له پيل راهيسې پر غزې د اسراييل په بريدونو کې تر پنځوس زرو زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

سارا اډمز: پاکستان کې د افغان کډوالو سره روان چلند د «اسلامي اصولو» خلاف دی

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۰۹ GMT+۱

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو (سي ای اې) ادارې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو سره روان چلند د اسلامي اصولو خلاف دی.

هغې پر اېکس پاڼه کاږلي:« زه یوه مسلمانه نه یم؛ خو فکر نه کوم، چې د افغان کډوالو سره روان چلند دې په اسلامي اصولو برابر وي.»

سارا اډمز زیاته کړې، دا یو غیرانساني عمل دی او که د پاکستان لپاره دا اړینه وي چې کډوال ستانه کړي؛ نو باید په عزت او د نړۍوالو قوانینو سره سم دې دغه چاره ترسره کړي.

مېزمن اډمز دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې تېره ورځ د «وایس پي کې» په نامه یوې رسنۍ د هغو افغان کډوالو په حواله خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت له‌خوا د جبري ستنولو پروګرام په لړ کې تورخم ته رسېدلي؛ خو د پاکستاني پولیسو له چلند څخه شکایت کوي او وايي، چې دوی یې په بې عزتۍ اړ کړي چې کډې بار کړي.

بل خوا بیا طالبانو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې باید افغان کډوال له دغه هېواده په زوره ستانه نه‌کړي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي:« موږ له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه ناستې کړې دي او لا هم ورسره په تماس کې یو. زموږ غوښتنه دا ده، چې دوی افغان کډوال باید په زوره ونه باسي؛ ځکه چې دغه جبري ستنول نه یوازې د نړۍوالو قوانینو خلاف دي، بلکې د اسلامي ارزښتونو او د ښه ګاونډیتوب اصولو خلاف دي.»

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف تازه ویلي:« کله چې ستاسو په کور کې کوم پناه غوښتونکی ستاسو کور ته زنده باد نه وایي او ستاسو بېرغ ته سپکاوی کوي او د هغوی خپلوان ستاسو د ساتونکو وینه تویوي؛ باید بېرته خپل وطن ته ستانه شي.»

پاکستان د افغان کډوالو په جبري توګه د اېستلو مودې له پای ته رسېدو راپه دې خوا د ۶ زره ۷۰۰ افغانانو په ګډون ۹ سوه ۴۴ کورنۍ افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړي دي.

په دغو کډوالو کې ۱۷۵۵ مېرمنې او له دوو زرو زیات ماشومان هم شامل دي.

په غزه کې د خبریالانو پر خېمه د اسراییل په برید کې یو خبریال وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان دي

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۰۹ GMT+۱

الجزیرې راپور ورکړی، چې د خان یونس په ناصر روغتون کې د خبریالانو پر خېمه د اسراییل په برید کې یو خبریال او یو بل فلسطینی ځوان وژل شوی دی. په دغه برید کې لږ تر لږه اوه خبریالان ټپیان شوي هم دي.

د فلسطیني خبریالانو ټولنې په خان یونس کې ناصر طبي کمپلېکس ته څېرمه د خبریالانو پر خېمه د اسراییل برید غندلی دی.

د فلسطین د خبریالانو ټولنې د خبریالانو په نښه کول جرم او له ټولو نړۍوالو قوانینو او کنوانسیونونه سرغړونه وبلله.

په دغه برید کې د احمد منصور په نوم یو خبریال سخت ټپي او سوځېدلی دی.

د راپور له مخې، د ټپي شوي یو بل خبریال حالت هم په نازک ښودل شوی دی.

یوه تازه څېړنه ښيي، چې د غزې جګړه د خبریالانو لپاره په تاریخ کې تر ټولو مرګونې او خونړۍ جګړه وه.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د غزې په جګړو کې له ۱۴۷ تر ۲۳۲ پورې خبریالان وژل شوي دي.

په براون پوهنتون پورې اړوند (د جګړو د لګښتونو) د نوې پروژې د راپور پر بنسټ چې بوستون ګلوب ورځپاڼې خپور کړی، ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د غزې په جګړو کې له ۱۴۷ تر ۲۳۲ پورې خبریالان وژل شوي دي.