• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا او پاکستان په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو په اړه خبرې کړي

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د ټلیفوني خبرو پر مهال په افغانستان کې له ناټو او امریکايي ځواکونو د پاتې شویو پوځي وسلو او تجهیزاتو د موضوع د حل په اړه خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، دواړو سیالانو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییز امنیت او اقتصادي همکاریو په اړه هم خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دغه هېواد کې د کانونو او سوداکرۍ په برخه کې د امریکا د لېوالتیا څرګندونه کړې.

په دغه ټلیفوني اړیکه کې اسحاق ډار ویلي: «پاکستان غواړي چې له امریکا سره خپلې ګډې هڅې لا نورې پیاوړې کړي،» او زیاته کړې یې ده، چې دغه هېواد ژمن دی له امریکا سره د سوداګرۍ، پانګونې او ترهګرۍ مخنیوي په برخو کې همکاریو ته دوام ورکړي.

ویل کېږي، چې دواړو سیالانو په دې هوکړه کړې، چې د افغانستان د مسایلو په اړه به په ګده هڅې وکړي او د امریکا – پاکستان تر منځ د اقتصادي همکاریو لپاره به یوه وړ لاره غوره کړي.

‏د یادولو وړ ده، چې طالبانو ته پاتې امریکایي وسلې او تجهیزات په متحده ایالاتو کې یو له جنجالي موضوعاتو څخه ده.

ولسمشر ټرمپ په وار، وار نیوکه کړې، چې جوبایډن په غیر مسوولانه توګه له افغانستان څخه خپل ځواکونه و اېستل او د امریکایي وسلو تر څنګ یې پرېمانه تجهیزات طالبانو ته په میدان پرېښودل.

د ټرمپ له لوري په افغانستان کې د‌ پاتې شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو لپاره یو استازی هم ګومارلی شوی او په وار وار یې ګوت څنډنه کې چې له طالبانو به خپلې ټولې پاتې شوې وسلې او تجهیزات بېرته اخلي.

په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو او پوځي تجهیزات د بېرته غوښتنې په تړاو د امریکا څرګندونو ته په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او پوځي تجهیزات د طالبانو ملکیت دی او په هېڅ صورت به یې امریکا ته ونه سپاري؛ ان که د پوځي جګړې په بیه هم تمام شي.

له بلې خوا څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شفقت علي خان په افغانستان کې د پرمختللو امریکايي وسلو شتون ته په اشاره وویل: «له امریکایی ځواکونو پاتې وسلې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو په ګډون د ترهګرو سازمانونو له‌خوا په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کیږي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د ازبکستان ولسمشر: افغانستان باید هېر نه شي

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۰۳ GMT+۱

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په سیمه کې د افغانستان د اهمیت په یادولو سره، په نړیوال ډګر کې د دغه هېواد د انزوا د مخنیوي غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې «افغانستان باید هېر نه شي.»

میرضیایف تېره ورځ په تاشکند کې د بین الپارلماني ټولنې په ۱۵۰مه غونډه کې وویل، «موږ باید خپل ګاونډی افغانستان هیر نه کړو. زما په اند، د دغه هېواد د انزوا د مخنيوی، له اوسنيو چارواکو (طالبانو) سره د رغنده اړيکو ټينګول او افغانستان ته د منځنۍ اسيا د سيمې د يوې برخې په سترګه کتل، ډېر اهميت لري.»

ولسمشر میرضیایف، په ټوله نړۍ کې د روانو شخړو له امله په پراخ ګواښ باندې ټینګار وکړ، او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول کړکیچونه، نړیوال او سیمه ییز سوله او امنیت له خطر سره مخامخ کوي.

هغه د ډیپلوماتیکو لارو د شخړو د حل په برخه کې د ازبکستان د ژمنې یادونه کړې او ویې ويل، چې حکومت یې د شخړو د هواري د اصلي وسیلې په توګه د سوله ییزو خبرو اترو کلکه ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د ازبکستان جمهور رییس د پاکستان د مشرانو جرګې له مشریوسف رضا ګیلاني سره په کتنه کې د افغانستان له لارې د ترمز – پېښور د اورګاډي د پټلۍ د پروژې د عملي کېدو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

د ازبکستان د ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانسپورټ د پروژو د ګړندي کولو، د افغانستان د ټرانسپورټ دهلېز پراختیا، د بین الافغاني همکاریو او بشري تبادلې د پیاوړتیا په ګډون پر مهمو موضوعاتو تمرکز شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ۲۰۲۱کال د فبرورۍ په میاشت کې د ترمز-مزارشریف-کابل-پیښور اورګاډي پټلۍ د جوړولو لپاره د سړک نقشه لاسلیک کړې، چې د سیمه ییز اتصال او د افغانستان د اقتصادي ظرفیت د ګټې اخیستنې لپاره یو مهم ګام دی.

ظاهر اغبر: امریکا ته زما د سفر بلنه تر ډېپلوماتیک اقدام لوړه ده

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۵۵ GMT+۱

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې غړي ټېم بورچېټ له‌خوا دغه هېواد ته د رسمي سفر د بلنې په ځواب کې د مننې ترڅنک ویلي، چې دا بلنه تر ډېپلوماټیک اقدام لوړ ده او ستاینه یې کوي.

نوموړي دغه لیک د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې خپور کړی او دا یې د افغانانو د وضعیت د ښه درک او د دغه هېواد د راتلونکي لپاره د انساني ژمنې څرګندونه بللې ده.

په دغه لیک راغلي، چې په افغانستان کې د بنسټیزو ازادیوځپلو او د ټولنیزې او فکري فضا محدودولو، دغه هېواد د نړۍوالې ټولنې لپاره د انساني ارزښتونو پر وړاندې پر یوې جدي ازموینې بدل شوی دی.

هغه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د جمهوري نظام پرځېدو او د طالبانو واکمنېدو ته په اشارې ټینګار کړی، چې دغه تحول نه یوازې د هېواد پر سیاسي جوړښت اغېزه کړې، بلکې د خلکو د یوې لویې برخې، په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو هیلې یې هم زیانمنې کړې دي.

اغبر د افغانستان د اوسني کړکېچ ته د حل موندلو لپاره له سیاسي څېرو او ملي څېرو سره روانو مشورو ته اشاره کړې او اعلان یې کړی، چې د بورچېټ د بلنې موضوع به په مناسب وخت کې و ارزول شي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر دا څرګندونې وروسته تر هغې، چې تېره چهارشنبه د امریکا د استازو جرګې غړي ټېم بورچېټ هغه ته د امریکا لپاره د رسمي سفر بلنه ورکړې وه.

د کورني تاوتریخوالي قرباني قدریه د طالبانو له خوا کورنۍ ته له سپارلو وروسته سخته وهل شوې

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۴۹ GMT+۱

باخبرو سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په بغلان ولایت کې د کورني تاوتریخوالي قرباني قدریه تر هغه وروسته چې د طالبانو له خوا د هغې کورنۍ ته سپارل شوې وه، سخته وهل شوې ده. د سرچینو په وینا، په دې وهلو کې د قدریې مخ ته جدي زیان رسېدلی دی.

طالبانو د شنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) قدریه له بند څخه خوشې او خپل پلار ته یې وسپارله. د هغې مخکې خبرداری ورکړی و، چې که پلار ته یې وسپارل شي، ژوند به یې له ګواښ سره مخ شي او ښايي ووژل شي.

د قدریه له وضعیت څخه باخبره سرچینې وايي، چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو یو پلاوی د دغه ولایت د علماو شورا له غړو سره د قدریه د پلار کور ته تللی و، څو د قدریه وضعیت وګوري، خو د قدريه پلار کور ته د دغه پلاوي له ننوتلو سره مخالفت وکړ او یاد پلاوی بیا په زور کور ته دننه شو.

ظاهراً د طالبانو استازو قدریه په بد حالت کې وموندله.

یوې سرچینې ویلي، چې کله طالبانو له هغې د مخ د ټپونو په اړه وپوښتل، قدریه ځواب ورکړ چې پلار، مېړه او ورور یې وهلې ده.

خو د هغې پلار ادعا وکړه، چې لور یې ناروغه وه او ځان یې خپله وهلی دی.

٢٨ کلنې قدريه له دې مخکې د بغلان د کیله ګي له زندان څخه په يوه ويډيو کې، چې افغانستان انټرنشنل ته استول شوې وه، ويلي و، چې طالبان پلان لري چې هغه خوشې او پلار ته يې وسپاري.

په دې ویډیو کې هغې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی چې پلار به یې له خوشې کېدو وروسته ووژني.

امریکايي سرچینې روېټرز ته: له افغانستان سره د امریکا پاتې مرستې به هم بندې شي

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۳۵ GMT+۱

رویټرز د دوشنبې په ورځ د شپږو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت په پام کې لري څو افغانستان او یمن ته د دې هېواد د پاتې نورو یا ټولو مرستو استول ودروي.

په یوسایډ کې د بشردوستانه چارو پخوانۍ مشرې سارا چارلس او همدارنګه ځینو نورو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې دا کمښت د هغه پراخ پلان یوه برخه ده چې روانه اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې (USAID) له‌خوا عملي شوی، چې له مخې یې له لسګونو هېوادونو سره مرستې راکمې شوې دي.

رویټرز لیکلي، چې په دې پرېکړه کې د نړۍوالو ادارو لکه د خوړو نړۍوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د نفوذ وجهي صندوق او یو شمېر غیر دولتي سازمانونو د مالي ملاتړ ځنډول شامل دي.

دا اقدام د ټرمپ د ادارې د پراخې تګلارې یوه برخه ده، چې د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې د فعالیتونو د کمولو یا له منځه وړلو او د بهرنیو مرستو د بیا کتنې برخه ده.

سرچینې خبرداری ورکړی، چې د مرستو بندول به په دواړو هېوادونو کې د پراخې لوږې، غیر قانوني کډوالۍ او د افراطیت د ودې لامل شي.

په افغانستان کې دا پرېکړه څه باندې ۲۳ مېلیونه خلکو لپاره حیاتي مرستو ته د لاسرسي ګواښ رامنځته کوي او په یمن کې نږدې ۱۹ مېلیون خلک بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

شنونکي او پخواني چارواکي دا عمل د ټولنې د ډېرو زیان منونکو طبقو لپاره ناورین بولي.

یاده دې وي، چې ملګري ملتونه له افغانستان سره د نړۍوالو بشري مرستو د دوام غوښتونکي دي.

د دغه سازمان په وینا، له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو بندول به په دغه هېواد کې د قحطۍ او لوږې لامل شي.

له خېبر پښتونخوا څخه د دوشنبې په ورځ ۵ زره او ۳۹۲ افغان کډوال په جبري توګه شړل شوي

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا له ستر ښار پېښور څخه افغانستان ته د (ACC) کارت لورونکو افغان کډوالو ترڅنګ د بې اسناده کډوالو د جبري بېرته ستنولو لړۍ هم روانه ده. پاکستاني چارواکي وایي، چې د دوشنبې په ورځ یې له ۵ زرو زیات کډوال شړلي دي.

دوی دغه راز ویلي، چې د تورخم له لارې د دوشنبې په ورځ له پېښوره ۲۳۵۵ د ACC کارت لرونکي افغان کډوال او ۳۰۴۲ بې اسنادو کډوال په جبريتوګه اېستل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې تر اوسه ۵۵۶۸ بې اسناد او د ای سي سي کارت لرونکي افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د دوی معلومات ښيي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشت راهیسې د تورخم له لارې ټول ۴ لکه او ۸۸ زره او ۱۸۷ غیر قانوني افغان کډوال افغانستان ته استول شوي.

همدا ډول د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې له اسلام اباده ۱۶۰، له پنجاب او ګلګت بلتستان څخه ۴۲۲۷ افغان ای سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغان کډوال د تورخم په دروازه بېرته افغانستان ته لېږل شوي.

له تېرو څو میاشتو راهیسي په پاکستان کې د پولیسو له لورې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي دي.

د دوی په کورونو چاپې اچول کېږي او کور په کور د افغانانو تالاشۍ روانې دي.

ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو د پاکستان دغه اقدام په سختو ټکو غندلی دی او دا یې انساني ناورین بللی دی.

تر اوسه ګڼ شمېر افغانان نیول شوي او په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

همدا ډول ګڼ شمېر داسې افغانان هم شته، چې تر اوسه د پولیسو له لورې د افغان کډوالو لپاره په ځانګړو شویو کمپونو کې د بېرته سنتېدو په موخه شېبې شماري.