ياکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د نادرا دفتر او پاسپورټ چارواکو د ارشد خان شناختي کارت او پاسپورټ لغوه کړل.
تر دې څو کاله وړاندې هم نادرا ویلي و، چې ارشدخان افغان دی.
ارشد خان هغه کس دی، چې په ۱۷ کلنۍ کې یې د اسلام اباد په یوه بازار کې د «چای پلورلو» عکس په خواله رسنیو کې خپور شو او له هغه وروسته مشهور شو. د نادرا او پاسپورټ چارواکي وایي، چې د ارشد خان شناختي کارت او پاسپورټ یې له دوی سره د اسنادو نه شریکولو له امله لغوه کړي دي. ارشد خان هم د خپل شناختي کارت او پاسپورټ د لغوه کېدو له امله د وکیل عمر اعجاز ګېلاني له لارې د لاهور سترې محکمې ته شکایت کړی دی.
له بل پلوه د لاهور سترې محکمې د ارشد خان د شناختي کارت او پاسپورټ لغوه کېدو په اړه له نادرا او کډوالۍ څانګې راپور غوښتی دی. تر دې څو کاله وړاندې هم داسې اوازې خپرې شوې، چې ګوندې ارشد خان افغان وګړی دی. د اسلام اباد په یکشنبې بازار کې چای پلورونکي ارشد خان هغه مهال شهرت ترلاسه کړ؛ کله چې یوه مېرمنه د هغه له نیلي سترګو متاثره شوه او د هغه عکس یې په خواله رسنیو کې خپور کړ.
ارشد هغه مهال په خواله رسنیو کې د خپلو نیلي سترګو او شخصیت له امله شهرت ترلاسه کړ او د همدې شهرت له امله هغه پاکستاني ډرامو او فلمونو ته لاره وموندله. هغه مهال جیونیوز راپور ورکړی و، چې د نادرا د معلوماتو له مخې ارشد خان د پاکستان شناختي کارت نه لري او هغه افغان دی. د راپور له مخې، ارشد خان هغه مهال ان د افغان کډوالۍ کارت هم نه لاره او په ناقانونه توګه یې په پاکستان کې ژوند کاوه. د نادرا چارواکو هغه مهال ویلي و، چې ارشد خان د افغانستان له کندهار ولایت څخه دی او پلار یې باز محمد دوه ځله واده کړی دی. د جیونیوز د دغه پخواني راپور له مخې، هغه مهال ارشد خان د جعلي اسنادو پر بنسټ د موسی خېل په نوم د پاکستان شناختي کارت او پاسپورټ ترلاسه کړ؛ خو وروسته څرګنده شوه، چې هغه افغان دی. ارشد خان هغه مهال د افغان تابعیت په اړه راپورونه رد کړي وو او ویلي یې و، چې هغه د پاکستان له مردان څخه دی او پلار یې په سرګودها کې زېږېدلی دی.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له پاکستان څخه خوشې شوي لږ تر لږه ۳۹ تنه افغان بندیان هېواد ته راستانه شول.
د پاکستان حکومت دا مهال د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټګ کړی دی.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې (د وري میاشتې په ۱۹مه نېټه) دغه ۳۹ تنه افغان بندیان د پاکستان له بندخونو خوشې شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان له بېلابېلو سیمو نیول شوي وو او د پنځو ورځو څخه تر یوې میاشتې پورې په بند کې وو.
که څه هم په خبرپاڼه کې د دغه کډوالو د نیول کېدو لاملپه اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو دغه کسان ترډېره د اوسېدو قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان یې تر نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدولي دي. د دغه وزارت لهخوا په یوې بلې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار ولایت صفري نقطې او لنډمهالي پنډغالي څخه لیدنه وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له تېرې یوې نیمې اونۍ راهیسې له دغه هېواده د بې اسناده او (اې سي سي) کارت لرونکو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده. پر اېکس پاڼه په دغې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوي د کډوالو ستونزې له نږدې ولیدلې او اړوندو مسوولینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې، چې له پاکستان نه د جبري ستنېدونکو کډوالو لپاره اړین خدمتونه وړاندې کړي.
له بل پلوه د پښتونخوا په خیبر کې د کډوالو چارو سرچینو ویلي، چې تېره ورځ ۴۲۳۸ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل شول.
د راپور له مخې، له دغو کډوالو یې ډیری د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په تېره یوه اوونۍ کې نور ۱۴۲۷ افغان کډوال هم د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي او د ایستلو لپاره د تورخم ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۷ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې شاوخوا ۴۶۹،۱۵۹ افغان کډوال، چې ۷۰،۴۹۴ کورنۍ وې، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو جبر، توقیف او په جبري توګه ستنونه لا هم په شدت سره روانه ده، چې دا چاره د نړیوالو بشري حقونو سازمانو او د کډوالو بنسټونو له خوا د جدي غبرګون سره مخ شوې ده.
په وروستیو کې پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې خپل دریځ سخت کړی او اعلان یې کړی چې له دغه هېواده به ټول هغه افغان کډوال وباسي چې اسناد نه لري او یا هم د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.
په دې کار سره پاکستان شپږ نړۍوال قوانین، اعلامیې او کنوانسیونونه نقض کوي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د یوه ګاونډي هېواد په توګه خپل مهم رول ته دوام ورکړي.
په دغه ګواښ کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د ښځو او نجونو د حقونو سیستماتیک تخریب، د بشري حقونو د نړۍوال قانون او د کډوالو د قانون څخه سرغړونه او د یونسیار سره د بېرته ستنولو مشورې نه کول شامل دي.
دا جبري ایستل نه یوازې بشري ناورین رامنځته کوي، بلکې دا هغه عمل دی چې د پاکستان له خوا د بېلابېلو نړۍوالو اصولو، اعلامیو، کنوانسیونونو او تړونونو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.
که څه هم پاکستان د ۱۹۵۱م کال د کډوالو د کنوانسیون غړی نه دی؛ خو د کډوالو پر وړاندې د چلند نړۍوال اصول د عرفي نړۍوال قانون (customary international law) له مخې په جبري ډول د کډوالو ایستل د نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی او دا اصول په ټولو دولتونو لازمي دي.
د دې کنوانسیون یو مهم اصل "non-refoulement" دی، چې له مخې یې هېڅ دولت نه شي کولای یو کډوال یا پناه غوښتونکی بېرته داسې ځای ته واستوي چې هلته یې ژوند یا ازادي له خطر سره مخ وي.
د افغان کډوالو په حالت کې، چې ډېری یې د طالبانو له وېرې افغانستان پرېښی، پاکستان که دوی بېرته افغانستان ته لېږي، نو دا عمل یې د "non-refoulement" اصل ښکاره نقض دی.
۲. د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه (UDHR - 1948)
د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه، چې پاکستان هم ورته ژمن دی، د انساني کرامت، ازادي او په امن کې د ژوند حق تضمینوي.
د دې اعلامیې د ۱۴مې مادې له مخې، هر انسان حق لري چې د ځورونې له امله پناه وغواړي او تر لاسه یې کړي.
همدا راز د ۹مې مادې له مخې، هېڅوک باید په زور و نه ایستل شي، بندي نه شي او نه هم له هېواده وشړل شي پرته له دې چې یوه عادلانه او قانوني پروسه عملي شي.
په زرګونو افغان کډوال، چې هېڅ قانوني بهیر ته نه دي وړاندې شوي، له پاکستانه ایستل کېږي. دا کار د اعلامیې د یادو مادو ښکاره سرغړونه ده.
۳. د ماشومانو د حقونو کنوانسیون (CRC - 1989)
پاکستان د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک کړی او له مخې یې دولتونه مکلف دي چې د ماشومانو حقونه او ګټې وساتي.
دا چې زرګونه افغان ماشومان له پاکستانه ایستل کېږي، له ښوونځیو، روغتیايي خدمتونو او نسبتاً ارامه چاپېریال څخه محرومیږي.
د یاد کنوانسیون د ۳یمې مادې چې د ماشوم غوره ګټې او حقونه تضمینوي او همدا راز د ۲۲مې مادې له مخې، چې د کډوالو ماشومانو حقوق خوندي کوي د پاکستان له خوا یې ښکاره سرغړونه ده.
۴. د شکنجې ضد کنوانسیون (CAT - 1984)
پاکستان دا کنوانسیون هم لاسلیک کړی. د دې کنوانسیون له مخې، هېڅ دولت نشي کولای یو څوک بېرته داسې هېواد ته واستوي چې هلته د شکنجې خطر وي.
افغانستان کې د طالبانو له خوا د نیول کېدو، شکنجې، یا سزا خطر لا هم موجود دی؛ نو د افغان کډوالو ایستل د دې کنوانسیون خلاف عمل دی او د نړۍوالو اصولو له مخې، سرغړونه بلل کیږي.
۵. د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) اصول او ژمنې
پاکستان د اسلامي همکاریو سازمان غړی دی او د دې سازمان اصول د مسلمانانو ترمنځ د مرستې، کرامت او یووالي روحیه تقویه کوي.
پاکستان هم په بار - بار ویلي، چې له افغانستان سره د یوه مسلمان ورور هېواد په توګه چلند ته ژمن دی؛ خو د افغان کډوالو سره دا ډول چلند د اسلامي ارزښتونو او د OIC د اصولو سره هم ټکر لري.
۶. د UNHCR سره دوه اړخیزې ژمنې
که څه هم پاکستان د کډوالو کنوانسیون غړی نه دی، خو له UNHCR سره یې همکاري کړې، پر وخت یې امکانات او مرستې تر لاسه کړې، د کډوالو د ثبت، محافظت او دوامداره حل لارو د موندلو لپاره یې فرعي اصولنامې لاسلیک کړې دي.
د افغان کډوالو جبري ایستل د دې ژمنو خلاف دی او د پاکستان نړۍوال اعتبار ته زیان رسوي.
په داسې حال کې چې د افغان کډوالو جبري ایستل نه یوازې یو بشري ناورین دی، بلکې پاکستان دا کار د څو مهمو نړۍوالو کنوانسیونونو، اعلامیو، او اصولو خلاف ترسره کوي.
دا عمل د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض دی او نه یوازې د افغانانو بلکې د پاکستان د نړۍوال اعتبار، انساني ارزښتونو او اسلامي اصولو خلاف هم دی.
نړۍواله ټولنه باید دا مساله جدي ونیسي او پاکستان باید د جبري ایستلو پر ځای د قانوني، انساني او همغږې حل لارې لټه وکړي.