• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستانه اېستل شوی کډوال: «کاش دا ورځ مو نه وای لیدلې»

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۲۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، چې د اپرېل له پیله تر دې دمه له پاکستانه تر ۲۴ زرو ډېر افغان کډوال وتلي دي.

پر کډوالو فشار دومره ډېر شوی، چې ډېری یې د پولیسو له‌خوا د نیول‌کېدو تر ګواښ مخکې له پاکستانه وځي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسلام‌اباد پلان لري څو له دغه هېواده ۸۰۰ زره افغان کډوال وباسي.

دا اقدام د کډالو د وتلو دویم پړاو په چوکاټ کې ترسره کېږي، چې له ۲۰۲۳څخه پیل شوی او تر اوسه پورې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال وتلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالې کمېشنرۍوايي، د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه پورې له پاکستانه ۲۴ زره او ۶۶۵ کسان وتلي، چې له دې جملې ۱۰ زره او ۷۴۱ کسان په جبري ډول اېستل شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ کې افغان کډوالو د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «خلک وايي چې پولیس د پلټنې لپاره راځي او له دې امله په ټولو ځایونو کې وېره خپره شوې ده.

نظام ګل چې افغانستان ته یې ستنېدو لپاره خپل وسایل تول کړي وایي: «د یو سړي لپاره چې کورنۍ لري، د دې څخه بدتر بل څه نه شته چې پولیس یې مېرمن له کوره باسي. ایا له دې څخه بل سپکاوی شته؟ کاش چې موږ یې وژلي وای او دا ورځ مو نه وای لیدلې.»

د راپورونو پر بنسټ، پر کډوالو فشار دومره ډېر شوی، چې ډېری یې په خپله خوښه له پاکستانه وتلو ته اړ شوي دي.

د لارۍ چلوونکي غلام حضرت وویل، چې هغه په ​​کراچۍ کې د پولیسو له څو ورځو ځورونې وروسته د چمن پولې ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه: «موږ اړ شوو چې خپل کور پرېږدو. هره ورځ یې ځورولو.»

همداراز، د خېبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې پولیس د جوماتونو د لاوډ سپیکرونو له لارې افغانانو ته اعلانونه کوي، چې له هېواده ووځي.

په پاکستان کې د افغانانو د پاتې‌کېدو موده پای ته رسېدلې او له دوی څخه غوښتنه کېږي، چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

نړۍوالو بنسټونو په وار-وار له پاکستاني دولت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي، خو دغه غوښتنې تر اوسه بې‌پایلې دي.

د یادونې ده، چې د روانې اوونۍ په پیل کې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د اسلام‌کلا له لارې هره ورځ څه باندې ۳ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته ستېږي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۰۱ GMT+۱

د هرات ولایت په اسلام‌کلا بندر کې طالب چارواکي وایي، چې هره ورځ شاوخوا ۳ زره او ۵۰۰ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته ستېږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسیده ګۍ په برخه کې د طالبانو عالي کمېسیون ویلي، چې د سې شنبې په ورځ ۱۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۹ تنو ته رسېږي، د هرات د اسلام‌کلا له لارې او د ۱۲۸۰ مساپرو په ګډون ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۹ تنو ته رسېږي، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې له ایران څخه راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې یو شمېر افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنیدو له امله خوښي څرګنده کړې.

دوی له نورو کډوالو هم غوښتي، چې بېرته هېواد ته ستانه شي.

دغو کډوالو له سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل هېواد کې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

تازه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر له افغان کډوالو سره د ایران او پاکستان کړنې ظالمانه بللي دي.

عبدالکبیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو ظالمانه کړنې دردوونکې او د اندېښنې وړ دي.

هغه زیاته کړې، چې افغانان «د دین او اسلامي خاورې د ساتلو لپاره کډوالۍ ته اړ شوي.»

بل خوا د کډوالو ستونزو ته د رسېدګۍ په برخه کې د طالبانو عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۳ تنه وو، د کندهار د سپین بولدک او ۷۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۰۰ تنه وو، د ننګرهار د تورخم له لارې له پاکستان څخه راستنې شوې دي.

یاد کمېسیون ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي یو شمېر کډوال یې په لنډمهالو مېشت غالو کې ځای پرځای کړي او یو شمېر یې خپلو اصلي مېنو ته لېږلي دي.

پر همدغه مهال د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په تورخم کې د عمري مېشت غالي د مسوول له قوله خبر ورکړی، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره ۱۲ ټاکل شویو کمېټو د خوراکي توکو، روغتیا، ټرانسپورټ، مخابراتو، ثبت، اسنادو او پوهاوي برخو کې خپل خدمات ۲۴ ساعته کړي دي.

اېکسپرېس ټریبیون د پاکستان د کډوالۍ ادارې د رسمي اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی، چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د دویم پړاو له پیله او په تېره یوه اوونۍ کې (د وري له ۱۲ تر ۱۹ ) ۱۱۳۷۱ افغان کډوال په جبري ډول اېستل شوي دي.

مولوي کبیر له افغان کډوالو سره د ایران او پاکستان کړنې ظالمانه وبللې

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وايي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو ظالمانه کړنې دردوونکې او د اندېښنې وړ دي. نوموړي د خپلي ډلې د پېښور له کونسل سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانان «د دین او اسلامي خاورې د ساتلو لپاره کډوالۍ ته اړ شوي.»

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوی عبدالکبیر د چار شنبې په ورځ په خپل دفتر کې له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو په پېښور کې د طالبانو له کونسل حافظ محب الله سره کتلي.

محب الله د کډوالو طالب وزیر ته د ستونزو د راپور ورکولو ترڅنګ له پاکستان څخه د کډوالو ایستلو لړۍ نامناسبه او دردوونکې بللې او زیاته کړې یې ده، چې افغان کډوال تر ډيورنډ کرښې د رسېدو لپاره له سختو مالي زیانونو سره هم مخ دي.

مولوي کبیر په دې ناسته کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند له اسلامي او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللی او زياته کړې یې ده چې «افغانان د دین او اسلامي خاورې ساتلو لپاره مهاجرت ته اړ شوي خو د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو ظالمانه کړنې دردوونکې او د اندېښنې وړ دي. »

هغه د اسلامي هېوادونو نومونه نه دي یاد کړي، خو ایران او پاکستان په دې وروستیو کې د افغانانو د شړلو څپه چټکه کړې ده.

کبير له ایران سره د کډوالو په برخه کې د پرمختګونو یادونه کړې او افغان کډوالو ته یې د مرستو پر جلب ټينګار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له تېرې یوې نیمې اونۍ راهیسې له دغه هېواده د بې اسناده او (اې سي سي) کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.

طالبان: له پاکستان نه خوشې شوي نږدې ۴۰ تنه افغان بندیان هېواد ته راستانه شول

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له پاکستان څخه خوشې شوي لږ تر لږه ۳۹ تنه افغان بندیان هېواد ته راستانه شول. د پاکستان حکومت دا مهال د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټګ کړی دی.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې (د وري میاشتې په ۱۹مه نېټه) دغه ۳۹ تنه افغان بندیان د پاکستان له بندخونو خوشې شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان له بېلابېلو سیمو نیول شوي وو او د پنځو ورځو څخه تر یوې میاشتې پورې په بند کې وو.

که څه هم په خبرپاڼه کې د دغه کډوالو د نیول کېدو لاملپه اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو دغه کسان ترډېره د اوسېدو قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان یې تر نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدولي دي.
د دغه وزارت له‌خوا په یوې بلې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار ولایت صفري نقطې او لنډمهالي پنډغالي څخه لیدنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له تېرې یوې نیمې اونۍ راهیسې له دغه هېواده د بې اسناده او (اې سي سي) کارت لرونکو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.
پر اېکس پاڼه په دغې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوي د کډوالو ستونزې له نږدې ولیدلې او اړوندو مسوولینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې، چې له پاکستان نه د جبري ستنېدونکو کډوالو لپاره اړین خدمتونه وړاندې کړي.

له بل پلوه د پښتونخوا په خیبر کې د کډوالو چارو سرچینو ویلي، چې تېره ورځ ۴۲۳۸ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل شول.

د سرچینې په خبره، د اپرېل له لومړۍ نیټې راهیسې ۱۵۶۰۹ بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي.

پاکستان په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۱۱ زره افغان کډوال په جبري توګه ستانه کړي دي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۲۰ GMT+۱

ایکسپریس ټریبیون د پاکستان د کډوالۍ ادارې د رسمي اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی، چې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو له پیله او په تېره یوه اوونۍ کې (د وري له ۱۲ تر ۱۹ ) ۱۱۳۷۱ افغان کډوال په جبري ډول ایستل شوي دي.

دغې پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي، چې په دې موده کې د پښتونخوا د لنډي کوتل په سیمه کې د کډوالو د ستنولو پنډغالي ته ۲۲۴۲ کډوال په خپله خوښه د ستنېدو لپاره ورغلي دي.

د راپور له مخې، له دغو کډوالو یې ډیری د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په تېره یوه اوونۍ کې نور ۱۴۲۷ افغان کډوال هم د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي او د ایستلو لپاره د تورخم ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۷ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې شاوخوا ۴۶۹،۱۵۹ افغان کډوال، چې ۷۰،۴۹۴ کورنۍ وې، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو جبر، توقیف او په جبري توګه ستنونه لا هم په شدت سره روانه ده، چې دا چاره د نړیوالو بشري حقونو سازمانو او د کډوالو بنسټونو له خوا د جدي غبرګون سره مخ شوې ده.

د یادولو وړه ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف افغان کډوالو ته په اشارې سره وویل، هر هغه پاکستانی چې د کډوالو د بېرته ستنولو مخالف وي، «زموږ له دښمنانو سره یو ځای دی.»

خواجه اصف زیاته کړه، «کله چې ستاسو په کور کې کوم پناه غوښتونکی ستاسو کور ته زنده باد نه وایي، او ستاسو بېرغ ته سپکاوی کوي او د هغوی خپلوان ستاسو د ساتونکو وینه تویوي؛ باید بېرته خپل وطن ته ستانه شي.»

له بلې خوا طالبانو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر دې ودروي او هغوی ته دې په خپله خوښه خپل هېواد ته د ستنېدو فرصت ورکړي.

د راولپېنډۍ په زندان کې د افغان ماشومانو د ژوند ترټولو بدې ورځې

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۱۰ GMT+۱

په داسې حال کې چې د ماشومانو نیول او ځورول د دوی له حقونو سړغړونه بلل کېږي، تورخم ته راغلي یو شمېر افغان ماشومان له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي او وايي، دوی پرته له کومې ګناه نیول شوي او ان تر زندان رسېدلي دي.

د شاکر او سلمان په نومونو افغان ماشومان چې په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای افغانستان ته ډيپورټ شوي، په خپلې مرکه کې زیاتوي چې دوی د پاکستان د راولپېڼدۍ پولیسو هغه مهال نیولي، چې د یوې روغتیايي ستونزې لپاره روغتون ته تلل.

ورته مهال، د یادو ماشومانو پلار سعید وایي چې مشر زوی یې په ګرمو اوبو سوځېدلی و او بل یې د هغه د درملنې لپاره روغتون ته ورسره لاړ، خو په وینا یې د پنجاب پولیسو د ده دواړه زامن ونیول.

سعید په دې تړاو وايي. «موږ یوازې روغتون ته روان وو، هېڅ کومه ناقانونه ستونزه مو نه درلوده، خو بیا هم زموږ ماشومان ونیول شول.»

سلمان او شاکر چې د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند له امله سخت ځورېدلي، وايي دا یې د ژوند تر ټولو بدې او سختې ورځې دي.

هغوی له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې وویل: «مونږ ډېر وډار شوو او ویل مو چې ښايي بیا هېڅکله له خپل مور او پلار سره ونه ګورو. دا مو د ژوند تر ټولو سختې او بدې ورځې وې.»

په پاکستان کې د بشري او ماشومانو حقونو یو شمېر فعالانو له افغان ماشومانو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو ناوړه چلند غندي او دا د هغوی له حقونو سرغرونه بولي.

دوی پر دې ټینګار کوي، چې په داسې شرایطو کې باید د ماشومانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وشي څو هغوی له کړاوونو او ځورونو څخه خوندي پاتې شي.

د یادونې ده، چې دا په پاکستان کې له افغان کډوالو ماشومانو د ناوړه چلند کومه نوې پېښه نه ده، بلکې ورهاخوا ګڼ شمېر ماشومان دي چې په دغه هېواد کې پر شاقه او سختو کارونو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان امنیتي ځوکونو د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې د روانې اپرېل میاشتې په سر کې د اې‌سي‌سي کارټ‌لرونکو او نورو بې‌اسنادو افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي او تر دې دمه یې زرګونه افغان کډوال افغانستان ته ډيپورټ کړي دي.