سلمان او شاکر چې د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند له امله سخت ځورېدلي، وايي دا یې د ژوند تر ټولو بدې او سختې ورځې دي.
هغوی له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې وویل: «مونږ ډېر وډار شوو او ویل مو چې ښايي بیا هېڅکله له خپل مور او پلار سره ونه ګورو. دا مو د ژوند تر ټولو سختې او بدې ورځې وې.»
په پاکستان کې د بشري او ماشومانو حقونو یو شمېر فعالانو له افغان ماشومانو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو ناوړه چلند غندي او دا د هغوی له حقونو سرغرونه بولي.
دوی پر دې ټینګار کوي، چې په داسې شرایطو کې باید د ماشومانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وشي څو هغوی له کړاوونو او ځورونو څخه خوندي پاتې شي.
د یادونې ده، چې دا په پاکستان کې له افغان کډوالو ماشومانو د ناوړه چلند کومه نوې پېښه نه ده، بلکې ورهاخوا ګڼ شمېر ماشومان دي چې په دغه هېواد کې پر شاقه او سختو کارونو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان امنیتي ځوکونو د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې د روانې اپرېل میاشتې په سر کې د اېسيسي کارټلرونکو او نورو بېاسنادو افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي او تر دې دمه یې زرګونه افغان کډوال افغانستان ته ډيپورټ کړي دي.
په وروستیو کې پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې خپل دریځ سخت کړی او اعلان یې کړی چې له دغه هېواده به ټول هغه افغان کډوال وباسي چې اسناد نه لري او یا هم د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.
په دې کار سره پاکستان شپږ نړۍوال قوانین، اعلامیې او کنوانسیونونه نقض کوي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د یوه ګاونډي هېواد په توګه خپل مهم رول ته دوام ورکړي.
په دغه ګواښ کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د ښځو او نجونو د حقونو سیستماتیک تخریب، د بشري حقونو د نړۍوال قانون او د کډوالو د قانون څخه سرغړونه او د یونسیار سره د بېرته ستنولو مشورې نه کول شامل دي.
دا جبري ایستل نه یوازې بشري ناورین رامنځته کوي، بلکې دا هغه عمل دی چې د پاکستان له خوا د بېلابېلو نړۍوالو اصولو، اعلامیو، کنوانسیونونو او تړونونو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.
که څه هم پاکستان د ۱۹۵۱م کال د کډوالو د کنوانسیون غړی نه دی؛ خو د کډوالو پر وړاندې د چلند نړۍوال اصول د عرفي نړۍوال قانون (customary international law) له مخې په جبري ډول د کډوالو ایستل د نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی او دا اصول په ټولو دولتونو لازمي دي.
د دې کنوانسیون یو مهم اصل "non-refoulement" دی، چې له مخې یې هېڅ دولت نه شي کولای یو کډوال یا پناه غوښتونکی بېرته داسې ځای ته واستوي چې هلته یې ژوند یا ازادي له خطر سره مخ وي.
د افغان کډوالو په حالت کې، چې ډېری یې د طالبانو له وېرې افغانستان پرېښی، پاکستان که دوی بېرته افغانستان ته لېږي، نو دا عمل یې د "non-refoulement" اصل ښکاره نقض دی.
۲. د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه (UDHR - 1948)
د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه، چې پاکستان هم ورته ژمن دی، د انساني کرامت، ازادي او په امن کې د ژوند حق تضمینوي.
د دې اعلامیې د ۱۴مې مادې له مخې، هر انسان حق لري چې د ځورونې له امله پناه وغواړي او تر لاسه یې کړي.
همدا راز د ۹مې مادې له مخې، هېڅوک باید په زور و نه ایستل شي، بندي نه شي او نه هم له هېواده وشړل شي پرته له دې چې یوه عادلانه او قانوني پروسه عملي شي.
په زرګونو افغان کډوال، چې هېڅ قانوني بهیر ته نه دي وړاندې شوي، له پاکستانه ایستل کېږي. دا کار د اعلامیې د یادو مادو ښکاره سرغړونه ده.
۳. د ماشومانو د حقونو کنوانسیون (CRC - 1989)
پاکستان د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک کړی او له مخې یې دولتونه مکلف دي چې د ماشومانو حقونه او ګټې وساتي.
دا چې زرګونه افغان ماشومان له پاکستانه ایستل کېږي، له ښوونځیو، روغتیايي خدمتونو او نسبتاً ارامه چاپېریال څخه محرومیږي.
د یاد کنوانسیون د ۳یمې مادې چې د ماشوم غوره ګټې او حقونه تضمینوي او همدا راز د ۲۲مې مادې له مخې، چې د کډوالو ماشومانو حقوق خوندي کوي د پاکستان له خوا یې ښکاره سرغړونه ده.
۴. د شکنجې ضد کنوانسیون (CAT - 1984)
پاکستان دا کنوانسیون هم لاسلیک کړی. د دې کنوانسیون له مخې، هېڅ دولت نشي کولای یو څوک بېرته داسې هېواد ته واستوي چې هلته د شکنجې خطر وي.
افغانستان کې د طالبانو له خوا د نیول کېدو، شکنجې، یا سزا خطر لا هم موجود دی؛ نو د افغان کډوالو ایستل د دې کنوانسیون خلاف عمل دی او د نړۍوالو اصولو له مخې، سرغړونه بلل کیږي.
۵. د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) اصول او ژمنې
پاکستان د اسلامي همکاریو سازمان غړی دی او د دې سازمان اصول د مسلمانانو ترمنځ د مرستې، کرامت او یووالي روحیه تقویه کوي.
پاکستان هم په بار - بار ویلي، چې له افغانستان سره د یوه مسلمان ورور هېواد په توګه چلند ته ژمن دی؛ خو د افغان کډوالو سره دا ډول چلند د اسلامي ارزښتونو او د OIC د اصولو سره هم ټکر لري.
۶. د UNHCR سره دوه اړخیزې ژمنې
که څه هم پاکستان د کډوالو کنوانسیون غړی نه دی، خو له UNHCR سره یې همکاري کړې، پر وخت یې امکانات او مرستې تر لاسه کړې، د کډوالو د ثبت، محافظت او دوامداره حل لارو د موندلو لپاره یې فرعي اصولنامې لاسلیک کړې دي.
د افغان کډوالو جبري ایستل د دې ژمنو خلاف دی او د پاکستان نړۍوال اعتبار ته زیان رسوي.
په داسې حال کې چې د افغان کډوالو جبري ایستل نه یوازې یو بشري ناورین دی، بلکې پاکستان دا کار د څو مهمو نړۍوالو کنوانسیونونو، اعلامیو، او اصولو خلاف ترسره کوي.
دا عمل د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض دی او نه یوازې د افغانانو بلکې د پاکستان د نړۍوال اعتبار، انساني ارزښتونو او اسلامي اصولو خلاف هم دی.
نړۍواله ټولنه باید دا مساله جدي ونیسي او پاکستان باید د جبري ایستلو پر ځای د قانوني، انساني او همغږې حل لارې لټه وکړي.
د خېبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې تر اوسه ۵۵۶۸ بې اسناد او د ای سي سي کارت لرونکي افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د دوی معلومات ښيي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشت راهیسې د تورخم له لارې ټول ۴ لکه او ۸۸ زره او ۱۸۷ غیر قانوني افغان کډوال افغانستان ته استول شوي.
همدا ډول د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې له اسلام اباده ۱۶۰، له پنجاب او ګلګت بلتستان څخه ۴۲۲۷ افغان ای سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغان کډوال د تورخم په دروازه بېرته افغانستان ته لېږل شوي.
له تېرو څو میاشتو راهیسي په پاکستان کې د پولیسو له لورې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي دي.
تورخم ته د پاکستان له راولپېنډۍ ښاره کډه شوی افغان ځوان وايي، د ده د ښوونځي دورې ملګري د نښانې په توګه یوه مرغۍ ورته ډالۍ کړې وه چې له ځان سره یې افغانستان ته یوسي، خو په وینا یې پاکستاني سرحدي ځواکونو اجازه نه ده ورکړې.
د شاکرخان په نوم دا ځوان له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې وايي، چې دا مرغۍ یې ده ته د یوه پاکستاني ملګري لهخوا د ملګرتیا د نښانې او یادګار په توګه ډالۍ شوې ده.
هغه وویل: دا کوتره زما ملګري ماته ځکه راکړې وه، چې کله هم ورته وګورم، زموږ ملګرتیا به راته رایادېږي.
که دا ډالۍ له ځان سره وېنسم، نو داسې احساس به کوم لکه ما چې له خپلو ملګرو سره خپله ملګرتیا نه وي پوره کړې.»
په تورخم کې د افغانستان انټرنشنل-پښتو د سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونو یاد ځوان ته د سرحدي قوانينو له مخې دا اجازه نه ده ورکړې، چې دا ژوندۍ مرغۍ له ځان سره افغانستان ته یوسي.
د یادونې ده، چې پاکستان د روانې میاشتې په پیل سره د دغه هېواد په ګوټ-ګوټ کې د اېسيسي کارټلرونکو او نورو افغان کډوالو پر وړاندې عملیات پیل کړي او افغانستان ته یې لېږي.
سره له دې چې ګڼو بهرنیو بنسټونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو غبرګون ښودلی، خو دا هرڅه بېاغېزې دي او پاکستاني ځواکونه له خېبرپښتونخوا نیولې تر پنجابه د افغان کډوالو د نیولو په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن یو وار بیا د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي.
طالبانو د پاکستان له لورې په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروګرام غیر انساني بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
دغې ډلې له ملګرو ملتونو او نړۍوالو سازمانونو غوښتي، چې ددې انساني ناورین د مخنیوي په موخه لاس په کار شي.
د طالبانو ریاست الوزا په مشرۍ لوړپوړو طالب مشرانو د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو په اړه غونډه ترسره کړې او د پاکستان د حکومت دغه کړنه یې غیر اسلامي او غیر انساني یاده کړې.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپل اېکس کې لیکلي: «غونډې د افغان کډوالو سره د غیر اسلامي او غیر انساني چلند او د ټولو اصولو پر خلاف په زور سره اېستل په کلکو ټکو غندلی، دغه کړنه یې د ټولو اسلامي ارشاداتو او نړۍوالو اصولو او د ګاونډیتوب د حقوقو خلاف عمل وباله، همدرانګه د پاکستان له ولس، سیاسي ګوندونو، علماوو او بانفوذه شخصیتونو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو دوی هم په دې اړه خپل اسلامي او د ګاوندیتوب مسوولیت اداء کړي».
فطرت لیکلي، چې د غونډې ګډوالو وویل: «ټولو ته واضیح ده چې د افغانستان او پاکستان ولسونو له لسګونو کلونو راهیسې ښې اړیکې لرلې دي، موږ غواړو چې دغه دیني تاریخي او فرهنګي اړیکې همداسې دوامداره پاتې شي ، ځکه دا د دواړو هېوادونو او ولسونو اړتیا او ضرورت دی او دغه ډول ناسمې کړنې د دواړو هېوادونو په زیان دي.»
طالب چارواکو په دغه غونډه کې پر ملګرو ملتونو او نړۍوالو سازمانونو غږ وکړ، چې د دغه انساني ناورین په مخنیوي او د افغان کډوالو په با عزته توګه را ستنېدو کې خپل مسوولیت اداء کړي.
په ورته وخت کې د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو سازمان IOM په خپل اېکس لیکلي: «موږ د اپرېل په پنځمه نېټه له پاکستان څخه د اجباري راستنېدو په شمېر کې زیاتوالی ثبت کړی دی، وروسته له هغه چې د حکومت له خوا د افغانانو لپاره د وتلو یا له هېواد څخه د شړلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه.»
له دې سره، وروستۍ شمېرې ښيي چې تر اوسه ۱۱,۳۷۱ غير قانوني افغان کډوال له پاکستانه څخه اېستل شوي دي.
د راپورونو له مخې، يوازې نن ۳,۶۶۹ غير قانوني مېشت افغانان د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان تېره میاشت افغان ACC کارت لورونکو او بې اسناده افغانانو ته خبر ورکړی، چې له دغه هېواد څخه ووځي.
همدا ډول دغه هېواد پلان لري، چې درې مېلیونه افغان کډوال چې په پاکستان کې مېشت دي له خپلې خاورې وباسي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان او په تېره پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي دي.
۳۸ کلن عبدالرحمان د پاکستان په سوېل لوېدیځ کې له کویټې څخه د سپین بولدک له لارې له تېرېدو وروسته ای اېف پي ته وویل: "موږ بېرته ستنېدو ته اړ شوو. دوه ورځې وړاندې، کله چې دوی د کورونو پلټنه کوله زه ودرول شوم او د اسنادو غوښتنه یې وکړه."
هغه وویل: "هغوی ماته یو ساعت هم نه دی راکړی (د وتلو)، ما یوه غالۍ او خپل ټلیفون وپلورل چې دلته راشم، موږ خپل ټول شیان پرېښي دي."
د پاکستان حکومت ددې ترڅنګ له ۱.۳ مېلیون څخه زیاتو افغانانو ته چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR له خوا د راجسټریشن کارتونه لري هم ویل شوي چې له پلازمېنې اسلام اباد او ګاونډي ښار راولپنډۍ څخه ووځي.