امریکا: د جایزې د لرېکېدو سربېره «سراجالدین او طالبان» ترهګر دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس په یوه خبري کنفرانس کې دا نظر رد کړ چې ګوندې امریکا د سراجالدین حقاني د نیولو جایزې په لرېکېدو سره هغه او طالبانو ته امتیاز ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس په یوه خبري کنفرانس کې دا نظر رد کړ چې ګوندې امریکا د سراجالدین حقاني د نیولو جایزې په لرېکېدو سره هغه او طالبانو ته امتیاز ورکړی دی.
نوموړې د پنجشنبې په ورځ(د وري ۲۱مه) زیاته کړې، که څه هم نه یې غوښتل چې په کابل کې د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د محتوا په تړاو تبصره وکړي، خو د طالبانو او د حقاني شبکې د مشرانو په هکله د امریکا نظر نه دی بدل شوی.
بروس وویل: «دغه کسان او همداراز دغه ډله [طالبان] لا هم د [امریکا] د ترهګرو اشخاصو او ډلو په نوملړ کې دي، په دې هکله هېڅ بدلون نهدی رامنځته شوی. اصلي کیسه همدا ده.»
د کب په ۳۰مه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګډون یو امریکایی پلاوی کابل ته تللی و او د طالبانو په بند کې د متحدهایالاتو د بندیانو په تړاو یې د دغې ډلې له چارواکو سره خبرېاترې کړې وې، خو واشنګټن د دغه سفر په تړاو کره جزییات لا هم نه دي ورکړي.
له دې سفر وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته منلې وه چې د سراجالدین حقاني پر سر ټاکلې جایزه یې لغوه کړې، خو د ترهګرو نوملړ کې یې نوم لا هم شته.
امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه خبر له خپرېدو څو ورځې ورځې وروسته د دغه تحول په تړاو کوم عمومي غبرګون نه و ښودلی، خو افغانستان انټرنشنل ته یې په ځواب کې لیکلي و: «دا د متحدهایالاتو سیاست دی چې په دوامداره توګه د عدالت لپاره د جایزو پروګرام وارزوي او اصلاح یې کړي.»
نوموړي وزارت زیاته کړې وه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني او د حقاني شبکې د دوو نورو مشرانو نومونه یې د متحدهایالاتو تر څار لاندې کسانو له نوملړ څخه لرې کړې دي.


د عوامي نشنل ګوند عمومي منشي سردار حسین بابک له پاکستان د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو ته په غبرګون کې ویلي چې د افغان کډوالو سره روان ظلم د کابل او اسلام اباد په خوښه ترسره کېږي او دغه چارې ته متن په اسلام اباد کې لیکل شوی دی.
دغه ملتپال سیاستوال په جبري توګه د افغانانو اېستل ظالمانه چلند بولي او د پښتونخواه وزیر اعلی هغه څرګندونې تبلیغات ګڼي چې ګوند یې له خېبر پښتونخوا افغان کډوال په زوره نه باسي.
بابک افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې له افغان کډوالو سره روان ظلم د کابل او اسلام اباد شریک هدف دی چې متن ورته په اسلام اباد کې لیکل شوی.
نوموړي ویلي: «پکار خو داده چې د کابل حکومت یو لېست برابر کړي چې په کومو هېوادنو کې افغانان په مشکل کې دي، خو ښکاري دا چې دوی تماشه کوي، ددې ځای څخه (پاکستان) چې د شر کومه خبره کیږي، بیا هغه خبره پدې شکل کې د کابل نه هم کیږي، نو اندازه داده چې سکرپ د یو ځای نه دی، متن یو ځای کې لیکل شوی او خلکو ته ورکړل شوی چې د افغانانو ترمنځ کرښې راکاږي.»
بابک د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې پخوا افغان کډوالو ته هرکلی کېده او اوس په بې شرمۍ بېرته جبري ستنول کیږي وویل: «د افغان کډوالو هرکلی د شر لپاره وو، ډاکټر نجیب او ولي خان ورته چغې وهلې چې ولې خپل کور ورانوئ، ولې ځانونه بې کوره کوئ، په هغه وخت کې هم اسلام اباد دا کار د ورانۍ په موخه کوه، دا خلک یې دوکه کړل او دلته یې راوستل، اوه سیاسي جماعتونه یې ورته جوړ کړل، پاکستان ټول عمر په افغانستان کې شر لټولی، زموږ دریځ دادی چې پاکستان پنجاب دی او پنجاب پاکستان دی. ددې تاوانونو او ورانیو او بدامنۍ بدې پایلې پنجاب ته نه رسیږي بلکې پښتنو ته رسیږي.»
دغه سیاستوال د افغان کډوالو په اړه د خپل ګوند دریځ روښانه کړ او وې ویل: «د عموامي نشنل پارټۍ دریځ دادی چې په کومه طریقه چې د افغان کډوالو اېستل پېل شوي دا غېرې انساني دي، که موږ ماضي ته لاړ شو نو دا خلک د شر لپاره رواستل شوي وو، د خیر لپاره یې نه وو راوستي، نن چې یې په کومه طریقه اوباسي نو دا عمل یې هم د شر لپاره شروع کړی، څلور نسله دلته افغان کډوال پېدا شوي، دلته یې ژوند دی کاروبارونه یې دي، دلته یې ریشتې دي، یوه وینه ده او اوس چې ورسره څه روان دي دا ظلم دی.»
د پاکستان حکومت د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو لوی لامل په پاکستان کې نا امني په ګوته کړې خو سردار حسین بابک دا یوازې تور ګڼي او وایي که افغانان ترهګر وي نو د افغانستان نورو ګاونډي هېوادونه ولې دا شکایت نه کوه.
نوموړی زیاتوي: «زما نظر دادی چې که افغان کډوال ترهګر وي نو ولې ایران ته نه ځي، چین ته ولې نه ځي، مسکو ته ولې نه ځي او پنجاب ته ولې نه ځي؟ دا تورونه دي او دا افغانیت سره دوښمني ده، سوچ وکړئ، کوم حکومت چې اوس په افغانستان کې دی، د دوی له راتګ سره یې چغې وهلې چې د غلامۍ زنځيرونه یې وشکول، که په افغانستان هرڅوک واکمن وي، اشرف غني، کرزۍ او که ملا صیب، اسلام اباد د افغانیت دوښمن دی.»
بابک وایي که اسلام اباد د افغانیت دوښمن نه وای نو ولې په ډيورنډ فرضي کرښه ټرانزیټ لارې بندې دي، نوموړی زیاتوي: «دا لارې ولې بندې دي، ددې لارو د بندښت له امله په لکونو افغانان بې کاره دي، ددې لارو بندولو اسلام اباد ته ګټه څه ده.»
د عوامي نشنل ګوند دغه منشي له افغانستان څخه د ګڼ شمېر افغانانو کډوال کېدو په تړاو وویل: «دا پوښتنه باید د کابل له واکمنانو وشي او ورته وویل شي چې خپل ملت پخلا کړه، دوی له تاسو خپه دي، پاکستان او نورو هېوادونو ته ستا له امله تللي او کېسونه یې جمعه کړي، ددې هر څه ذمه واري د کابل حکومت په غاړه ده.»
نوموړي د طالبانو په حکومت غړ وکړ چې باید لاس پکار شي، کومه رویه چې د افغانانو سره روانه ده، دوی باید د مدعیانو په توګه له هېوادنو سره خبرې وکړ.
بابک د افغان کډوالو سره د روان ظلم په اړه د خېبر پښتونخوا حکومت ملامت کړ او عامو خلکو ته یې وویل:« له ظلم لاس واخلۍ، دا ظلم دی چې د مجبوره افغان کډوالو د لس زره روپو شی په زر روپۍ غواړئ، پدې وخت کې ټولو پښتنو افغانانو نه هیله کوو چې د افغانیت رشته وپالي.»
یاده دې وي چې د پاکستان حکومت له تېرو درې میاشتو راهیسې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره کړي، سلګونه زره افغانان چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مېشت وو نیول شوي او جبري بېرته ستانه کړل شوي، زیات شمېر افغانان لا هم د پاکستاني پولیسو په بند کې د جبري ستنولو په انتظار دي.
که څه د پاکستان دغه کړنه په کور دننه او په نړۍواله کچه له سخت غبرګون سره مخ شوې خو لا هم د دوی په دریځ کې بدلون نه لیدل کیږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په کابل کې د بریتانیا شارژدافیر رابرټ چترټن ډېکسن د سیمې، په ځانګړې توګه د افغانستان وضعیت په تړاو خبرېاترې کړې دي.
حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۱مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې په کتنه کې د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا، د باور فضا پر رامنځتهکېدو او د همکاریو پر دوام هم خبرې شوې دي.
همداراز پخواني ولسمشرحامد کرزي د افغانستان له خلکو سره د بریتانیا د اوږدمهالو مرستو، انساني همکاریو او همدردۍ مننه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې نړۍواله همکاري، په ځانګړې توګه د بریتانیا ملاتړ، کولی شي د افغانانو ژوند ښه کړي او د ثبات او پرمختګ لور ته یې یوسي.
کرزي د بریتانیا د همکاریو د لا دوام هیلهمندي ښودلې او ویلي دي چې د نړۍوالو هېوادونو همکاري د افغانستان د سولې، ثبات، او بشري وضعیت د ښهوالي لپاره حیاتي ارزښت لري.

له کندوز څخه دوو سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې نن ماخوستن شا او خوا اته بجې د کندوز د دویمې امنیتي حوزې اړوند په هلال کوڅه کې د طالبانو پر ګزمه چاودنه شوې ده.
یاده سرچینه زیاتوي، چې د چاودنې موخه د طالبانو ګزمه وه؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې دقیق معلومات نشته.
یوې بلې سرچینې وویل چې سیمه د طالبانو له خوا کلابنده شوې ده.
طالبانو د دغې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
تر اوسه د دغې پېښې پړه د طالبانو کومې وسله والې مخالفې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د وروستي جمهوري نظام پخواني ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان دا مهال له ګاونډيو هېوادونو څخه د خپلو سلګونو زرو اېستل شویو وګړو د باعزته منلو او خوندي کولو له ازمېښت سره مخ دی.
هغه زیاتوي، چې له پاکستان او ایران څخه په زوره د افغان کډوال اېستل زړه دردونکی او د ټولو قوانینو خلاف اقدام دی.
محمد اشرف غني د خپلو پاډکاسټونو د لړۍ په دوام د پنجشنبې په ورځ په یوه پاډکاسټ کې وویل، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه افغان کډوال په داسي مهال اېستل کيږي، چې افغانستان په خپله د مشروعیت له بحران، اقتصادي رکود او د خلکو د ځای پر ځای کولو لپاره د مالي سرچینو له نشتوالي سره مخ دی.
نوموړي زياته کړې: «ما په بیا- بیا ویلي، چې افغان کډوال باید راستانه شي ځکه د هغوی نور پاتې کیدل د افغانستان د ملي واکمنۍ د نیمګړتیا په مانا ده، خو نه په دا ډول ناسنجېدلې او له نړۍوالو قوانینو نه په مخالفه بڼه.»
د هغه په وینا، دا مهال شاوخوا ۸ میلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې کډوال دي او د کډوالو په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه ټکان ورکوونکي دي.
پخواني ولسمشر د پاکستان پر سیاستوالو نیوکه کړې، چې له یوې خوا له فلسطین سره پر ظلم خواخوږي څرګندوي او له بلې خوا افغان کډوال په جبري توګه باسي.
هغه پاکستان او ایران له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ یاد کړ او زیاته يې کړه، چې د دوی د اسعارو ارزښت ورځ تر بلې کميږي او بيې لوړيږي.
هغه زیاته کړه، چې د ایران د اقتصاد ۴ سلنه بار د افغان کډوالو پر اوږو پروت دی.
هغه دا هم وویل، چې په پاکستان کې افغان کډوالو سوداګرو د پاکستاني شریکانو په مرسته نږدې ۲۰ میلیارډه ډالرو پانګونه کړې.
ښاغلی غني وایي: «د هغو ملکیتونو او پانګې لومړنی اټکل چې دوی په پاکستان کې کړی وو ۲۰ میلیارد ډالرو ته نږدې وو؛ خو مهمه خبره دا وه چې د دې ملکیتونو ډېری برخه د دوی په نومونو نه وه. دا د پاکستاني شریکانو په نوم وه، ځکه شرایط د دوی لپاره ستونزمن وو.»
اشرف غني زیاتوي چې د پاکستان حقوقي نظام لا هم د استعماري دورې له قوانینو څخه سرچینه اخلي، او تر اوسه یې خپل ملي نظام نه دی رامنځته کړی.
هغه وایي:«د پاکستان قوانین، له بده مرغه، د بریتانیې د واکمنۍ له وخته پاتې دي. تر نن پورې دغه هېواد خپل نظام نه دی اصلاح کړی. د هغوی حقوقي چوکاټ لا هم د یو استعماري نظام انځور وړاندې کوي، دا یوازې زما نظر نه دی، بلکې د هغوی د حقوقپوهانو، لیکوالانو او څېړونکو بحثونه او مقالې هم ورته اشاره کوي. د پاکستان چلند له خېبرپښتونخوا او بلوچستان سره هم د استعماري برخورد بڼه لري، او دا خبره د تاریخي اسنادو له مخې هم تاییدېږي.»
نوموړي پر ملګرو ملتونو هم نیوکه کړې، چې د یوې موثرې طرحې په وړاندې کولو کې پاتې راغلي.
هغه دا هم وویل چې افغانستان اوس مهال د سومالیا په کتار کې دی او یوې پایدارې سولې ته چې د ده هیله وه نه دی رسیدلی. «افغانستان ته د نړۍوالې ټولنې مینه او پام بې حده لږ دی. له بده مرغه هغه پایداره او ابرومنده سوله چي زموږ ارزوو وه هغې ته ونه رسېدو.»
یاده دی وي، چې له پاکستان او ایران څخه هره ورځ سلګونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنول کېږي، چې په یادو هېوادونو کې یې شتمنۍ او وسایل ترې پاتې دي.

سرچینو ويلي، چې سعودي عربستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر پر مهال، د دغه هیواد هیڅ لوړ پوړی چارواکي لیدو ته ورسره حاضر شوی نه دی. سرچینې وايي په ریاض کې د طالبانو د سفارت له ډېرو هڅو سره، سعودي چارواکو د متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوي ته زیات پام ونه کړ.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې په ډیرې هیلې سره سعودي عربستان ته سفر وکړ او تمه يې لرله، چې د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا به یې رسمي هرکلی وشي.
دغو سرچینو ویلي، چې سعودي چارواکو طالب پلاوي ته په بشپړه توګه پام نه دی کړی او امیر خان متقي په سعودي عربستان کې د څو ورځو لپاره د پاتې کیدو سره سره ونه توانید، چې رسمي یا سیاسي لیدنې وکړي.
د سرچینو په وینا که څه هم د طالب پلاوي د سفر د مذهبي برخې لکه د مسجد الحرام څخه د لېدنې لپاره مناسب ترتیبات نیول شوي وو؛ خو په ډیپلوماټیکه کچه هیڅ تعامل نه و شوی.
دوی دا اقدام د ریاض له خوا د طالبانو په وړاندې د «سړې او محتاطې پالیسۍ» ساتل یاد کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا سفر «د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام» وباله او ویې ویل چې «د سعودي چارواکو له خوا وزیر ته تود هرکلی او غوره پروتوکول د دې هېواد د نیکمرغۍ او ښو اړیکو ښکارندوی دی.»
امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه د مارچ له ۲۳مې د اپریل تر ۱۰مې پورې د عمرې د مراسمو د ترسره کولو لپاره د سفر اجازه ترلاسه کړې وه.
متقي او یو شمېر نور طالب چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دي او یوازې د همدې شورا له ځانګړې اجازې سره بهر ته سفر کولی شي.