• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل په تازه هوایي بریدونو کې ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۰۴ GMT+۱

الجزیرې ټلویزیوني شبکې ته روغتیايي سرچینو ویلي، چې د پنجشنبې له سهار راهیسې د اسراییل په تازه بمباریو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي. راپورونه ښيي، چې بریدونه لا هم دوام لري او د د مرګ ژوبلې شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د پنجشنبې په ورځ د غزې په جنوب خان یونس کې لږ تر لږه ۱۰ کسان د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي او اوه ماشومان ټپیان دي.

په رفع کې هم د برید پر مهال یو فلسطیني وګړی وژل شوی او څلور نور ملکیان ټپیان دي. په مرکزي غزه کې د اسراییل بې پېلوټه الوتکې ملکي وګړي په نښه کړي، چې ګڼ شمېر ټپیان د الاقصی روغتون ته لېږدول شوي دي.

په شمالي غزې کې هم د دغو بریدونو له امله په العطاطره سیمه کې دوه کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي چې د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر تدروس ادهانوم خبرداری ورکړی، چې د اسراییل لخوا د بشري مرستو د بندیدو له امله، د ناروغیو خپرېدا او د ملکي تلفاتو خطر زیات شوی.

هغه ویلي، چې له ۱۰ زرو زیات کسان بیړنۍ روغتیایي تخلیې ته اړتیا لري.

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستو ادارې (UNRWA) خبرداری ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې، دا د بشري مرستو تر ټولو اوږد بندیز دی، چې د غزې خلک‌ یې زغمي.

دغه اداره په خواله رسنیو کې ویډوګانې خپرې کړي، او د اوربند د بیا تمدید غوښتنه یې په کې کړې.

په یوه ویډیو کې ام خالد چې د غزې ښار د شجاعیه له سیمې ده وایي: «زما کورنۍ پنځه ځله اړه شوې چې خپل کور پرېږدي، اوس مو ژوند ډېر سخت دی او د خوړو لپاره کافي څه نه لرو.»

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې تر اوسه لږ تر لږه ۵۰،۸۸۶ کسان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي او ۱۱۵،۸۷۵ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د حکومتي رسنیو دفتر بیا دا شمېر زیات ښیي او وایي چې له ۶۱،۷۰۰ زیات کسان وژل شوي او زرګونه نور لا هم د ویجاړو ودانیو لاندې بند پاتې دي او احتمال شته چې وژل شوي وي.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس د بریدونو سره پیل شوه.

له هغه وخت راهیسې ۱،۱۳۹ اسراییلیان وژل شوي او له ۲۰۰زیات کسان یرغمل نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

جیونیوز: پاکستاني استخباراتو په کراچۍ کې پر «مسرور» پوځي ډګر د خونړي برید مخه نیولې

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۱

د پاکستان جیونیوز ټلويزیون ته د دغه هیواد استخباراتي سرچینو ویلي، چې د پاکستان استخباراتو د کراچۍ پر سټراټېژیکه پوځي هوايي اډه «مسرور» باندې د یوه لوی وسله‌وال برید پلان شنډ کړی دی.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د دغه برید اصلي طراح د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې یو مهم قوماندان دی، چې دا مهال په افغانستان کې مېشت او د دغې ډلې د ځانمرګو بریدګرو مشري کوي.

د راپور له مخې د برید په دغه پلان کې ۹ کسان شامل وو، چې پنځه یې «افغانان دي» او مشري یې د پاکستاني طالبانو یوه لوړ پوړي وسله وال کوله.

جیونیوز زیاتوي، دغه کسان په وروستیو کې په ناقانونه توګه له افغانستان څخه پاکستان ته تللي وو.

خبر زیاتوي، دغو وسله والو پلان درلود چې د «مسرور» اډې دننه شي، کنټرول یې ترلاسه کړي، الوتکو او تاسیساتو ته زیان ورسوي او هلته اوږدمهاله وسله‌ وال مقاومت وکړي.

د جیونیوز د خبر له مخې، دغو وسله والو غوښتل چې تر مرګه جګړه وکړي او تر ډېره ممکنه تاوانونه ورسوي.

خبر کې وړاندې راغلي، چې دغه برید د «ټي ټي پي» مشرانو تر مستقیم څار او شاوخوا ۱۳ میاشتو دقیق پلان‌ جوړونې وروسته عملي کېده.

د دغې ډلې غړي د اډې نږدې سیمو کې مېشت شوي وو او د موقعیت پراخ استخباراتي سروې یې هم کړې وه. خو د پاکستان استخباراتو د دوی ټول خوځښتونه څارلي دي.

د جیوزنیوز د راپور پر بنسټ کله چې دغه وسله وال د برید وروستۍ مرحلې ته نږدې شول، د هېواد په کچه یو پټ، چټک او همغږی عملیات پیل شول او مشکوک کسان د پاکستان له بېلابېلو سیمو ونیول شول.

یادو عملیاتو نه یوازې د هوايي اډې له برید مخنېوی کړی بلکې دا ادعا شوې، چې د پاکستاني طالبانو یوه داسې مهمه شبکه یې هم له منځه وړې، چې په پخوانیو بریدونو کې هم ښکېل وو.

په دغو بریدونو کې یو یې د ۲۰۲۴ نومبر هغه برید یاد شوی، چې د کراچۍ «سایټ» صنعتي سیمه کې د چینايي انجېنرانو پر موټر ترسره شوی و.

تر اوسه پورې خپله تحریک طالبانو پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.

جیونیوز د پاکستاني استخباراتي سرچینو په حواله ویلي، د «ټي ټي پي» نیول شوی قوماندان د کراچۍ د همدې پلان اصلي طراح ګڼل کېږي.

امنیتي سرچینې وايي، نوموړی د چاودېدونکو توکو (IED) جوړولو کې خورا مهارت لري.

هغه په دې برخه کې یې روزنه د افغانستان دننه ترلاسه کړې او پخوا یې له افغان طالبانو سره اوږه په اوږده د ناټو له ځواکونو سره جګړې کړې دي.

د یادې پاکستاني رسنۍ راپور زیاتوي، لومړنۍ پلټنې ښيي، چې د دغه برید تر شا د یو شمېر بهرنيو استخباراتي ادارو لاس هم و، چې د مالي او لوژستیکي مرستو له لارې یې دغې ترهګریزې شبکې ملاتړ کاوه، څو پاکستان بې ‌ثباته کړي.

د پاکستان امنیتي چارواکو یادونه کړې، چې ورته یو بل برید هم تېر کال د اکټوبر په میاشت کې شنډ شوی و، چې موخه یې په اسلام اباد کې د یوه مهم نړۍوال کنفرانس ګډوډول و.

امریکا بیا په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو بریدونه کړي

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۱

الجزیرې نن جمعه د وري ۲۲مه نیټه راپور ورکړی، چې امریکا په تېرو څو ساعتونو کې په یمن کې د حوثيانو تر واک لاندې په بیلابېلو سیمو بریدونه کړي. دغه بریدونه په صنعا او شاوخوا سیمو کې شوي. او تر اوسه پورې د دغو بریدونو د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

په وروستیو ورځو کې، د امریکا پوځ په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې خپل عملیات زیات کړي دي.

د حماس او اسراییل تر منځ د شخړې له پیل څه وخت وروسته، حوثیانو د فلسطین په ملاتړ په سره سمندرګي، باب المندب تنګي او د عدن خلیج کې پر نړیوالو کښتیو بریدونه پیل کړل، چې په سیمه کې یې سمندري امنیت له ګواښ سره مخ کړ.

د دغو بریدونو پراخوالی ان د هند سمندر ته هم غځېدلی و.

نوې څېړنه: د اوکراین په جګړه کې د روسیې پرمختګ ورو شوی

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۲:۲۲ GMT+۱

د الجزیزې خبري اژانس د یوه راپور له مخې، روسیې له اوکراین سره په روانه جګړه کې د خپلو سرتېرو شمېر ډېر کړی، خو یوې نوې څېړنې ښودلې چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې یې پرمختګ خورا ورو شوی دی.

د برېټانیا د دفاع وزارت او په امریکا کې د «جګړې مطالعاتو انسټېټیوټ» په نوم د یوه څېړنیز مرکز د راپور پر بنسټ، روسیې دتېرو درېیو میاشتو پرمهال په اوکراین کې د پخوا پرتله ډېرې کمې سیمې نیولې دي.

د بېلګې په ډول روسیې د روان کال د جنورۍ میاشتې په اوږدو کې د اوکراین۳۲۶ کیلومټره مربع خاوره نیولې وه، خو په مارچ کې یې بیا یوازې ۱۴۳ کیلومټره مربع خاوره نیولې وه.

د څېړنې له مخې، روسیې د جګړې په پیل کې شاوخوا ۱۵۰ زره سرتېري لرل، خو اوس ویل کېږي چې د اوکراین په خاوره کې له ۶۲۰ څخه ډېر سرتېري لري، خودغه لوی شمېر سرتېرو له روسیې سره د پخوا په څېر د پرمختګ په برخه کې مرسته نه ده کړې.

دې سره جوخت، د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی قوماندان الکساندر ادعا کړې چې روسیه هر کال له ۱۲۰ څخه تر ۱۳۰ پورې نوي سرتېري جګړې ته لېږي، خو بیا هم د دغو سرتېرو په روزنه او تجهیز کې له ستونزو سره مخ دي.

د اوکراین د ادعا پر بنسټ، روسیې تر اوسه پورې له دغه هېواد سره په جګړه کې له ۴۳۰ څخه ډېر سرتېري له لاسه ورکړي چې دا د جګړې په لومړیو دوو کلونو کې د روسیې د زیانونو څخه ډېر دي. دا ښيي چې هر کوچنی پرمختګ د روسیې لپاره په ډېره ګرانه بیه تمامېږي.

ډېپلوماټان: د واشنګټن او اروپا ترمنځ بې‌باورۍ پر ایران د پوځي اقدام امکان ډېر کړی

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۱

په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي هوکړې پر سر مذاکرات راتلونکې شنبه په عمان کې پېلېږي، د واشنګټن دا پرېکړه چې له خپلو اروپايي ملګرو، په ځانګړي ډول بریتانیا، فرانسه او جرمني سره یې همغږي نه ده کړې، له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

یو شمېر شنونکو او ډېپلوماټانو له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې خبرداری ورکړی، چې دا اقدام نه یوازې په مذاکراتو کې د واشنګټن دریځ کمزوری کوي، بلکې د تهران پر وړاندې د امریکا یا اسراییل د پوځي اقدام ګواښ لاډېروي.

د درېیو اروپايي ډېپلوماټانو په وینا، د امریکا حکومت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د مذاکراتو تر رسمي اعلانېدو څخه مخکې په عمان کې د راتلونکو مذاکراتو په تړاو اروپایي هېوادونو ته لازم معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې درې اروپايي هېوادونه، د ۲۰۱۵ د اټومي هوکړې د پاتې کېدو له امله یوازیني نړۍوال لوبغاړي دي چې کولای شي د بندیزونو د بېرته راوستلو میکانېزم چې «اسنپ‌بک» بلل کېږي، فعال کړي.

د امریکا د یهودانو د ملي امنیت انسټېټیوټ شنونکې، بلېز مېشل ټینګار کړی چې واشنګټن د تهران پر وړاندې د هر ډول ډېپلوماټیک حل د بریالیتوب لپاره له خپلو اروپایي ملګرو سره بشپړې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري.

مېشل خبرداری ورکړی چې د همغږۍ نشتوالی کولای شي پر تهران د لوېدیځ ګډ فشار له لاسه ورکړي او د مذاکراتو د ناکامۍ یا ان پوځي جګړې د رامنځته‌کېدو لپاره لار هواره کړي.

بل‌خوا ټرمپ تېره ورځ په سپینې ماڼۍ کې د خپلې وینا پرمهال، یو ځل بیا د «قوي فشار» سیاست ته اشاره او ګواښ یې کړی چې که له ایران سره راتلونکي مذاکرات بریالي نه‌شي، نو د پوځي اقدام انتخاب به د مېز پر سر وي.

نوموړي همدراز په ټینګار سره اعلان کړی چې اسراییل به د دغه پوځي اقدام «مشر» وي، یو داسې اقدام چې د واشنګټن او تل‌ابیب ترمنځ نږدې همغږي ښیي، خو ټرمپ بیا خپل اروپايي ملګري څنډې ته کړي دي.

هغه وویل: «اسراییل به له شک پرته په دې مساله کې ښکېل وي او د مشرۍ رول به ترسره کوي، خو هېڅوک زموږ مشري نه اخلي. موږ که هرڅه وغواړو، کولای یې شو چې ترسره یې کړو.»

په نیویارک کې سیاحتي چورلکه سیند ته لوېدلې ده

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۳۳ GMT+۱

د متحده ایالاتو نیویارک ښار لویر منهاټن ته نږدې د هډسن په سیند کې یو چورلکه لوېدلې ده. د راپورونو له مخې یاده پېښه مرګ ژوبله لري، خو تر اوسه د قربانیانو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. له دغه پېښې یوازې درې کسان ژوندي ژغورل شوي دي.

دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ ماسپښین رامنځته شوې او پېښو پر وړاندې د مبارزې ډلې په اوبو کې د ډوبې شوې چورلکې د قربانیانو په لټه کې دي.

اې بي سي نیوز د چارواکو له قوله په دغه چورلکه کې د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

ددغه پېښې په اړه د نیویارک استازې ګریس مینګ په ټولنیزو رسنیو لیکلي: "د هډسن سیند کې د چورلکې د غورځیدو په پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه ویره لري."

د دغې پېښې په تړاو، د فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي چې یوه بیل ۲۰۶ ډوله چورلکه د هډسن په سیند کې نسکوره او ډوبه شوې ده، خو په چورلکه کې د سپرو کسانو شمېر لا هم معلوم نه دی.

دغې ادارې ویلي چې د پېښې پلټنې رواني دي.

د نیویارک ښار د پولیسو یوه ویاند ویلي، چې د پولیسو کښتۍ په هډسن سیند کې د ژغورنې په موخه هڅې کوي، خو په دې اړه چې څومره کسان په کې سپاره وو، دقیق معلومات نشته.