امرالله صالح: طالبان اوس د امریکا لپاره «بې ارزښته ترهګر» دي

د مخکيني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د امریکا له لوري پر طالبانو د جایزې لغوه کول دا مانا لري، چې دغه ډله اوس په «بې ارزښته ترهګرو» کې شمېرل شوې ده.

د مخکيني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د امریکا له لوري پر طالبانو د جایزې لغوه کول دا مانا لري، چې دغه ډله اوس په «بې ارزښته ترهګرو» کې شمېرل شوې ده.
امرالله صالح د (وري ۲۲مه) د جمعې ورځ په خپله اېکس پاڼه دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ټامي برووس د هغو خبرو په دوام کړې، چې ګوندې طالبان به لا هم د ترهګرو په لېسټ کې وي او یوازې یې پرې جایزې لغوه کړې دي.
ښاغلي صالح زیاته کړې، چې طالبانو اوس خپل ارزښت له لاسه ورکړی او هغه لوړ ارزښت یې نه دی پاتې چې پر سرونو یې جایزې ایښودل کیدې.
د نوموړي په خبره، دا بدلون په اصطلاح او تګلارې کې د وضاحت تر څنګ تحلیل ته هم اړتیا لري.
امریکا نږدې درې اوونۍ مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ګډون د حقاني شبکې پر دوه نورو لوړو پوړو غړو د «عدالت لپاره د جایزو پروګرام» په لړ کې اعلان شوې لس میلیونه ډالري جایزې لغوه اعلان کړې.
طالبانو په پراخه توګه د امریکا د دغې پرېکړې هرکلی وکړ او ډول ډول خوشالۍ یې څرګندې کړې. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وار وار پر دې ټینګار وکړ، چې د ترهګرو په نوملړ کې د حقاني شبکې د لوړ پوړو غړو نومونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.


د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په بادغیس او نیمروز ولایتونو کې یې د (وري ۲۲مه) د جمعې په ورځ درې کسان د خلکو د سترګو په وړاندې «قصاص» کړل. پر طالبانو نیوکې کیږي، چې په عام محضر کې دا ډول سزاګانې بندې کړي، خو دوی یې د «شریعت» پلي کېدل بولي.
د طالبانو سترې محکمې په خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملا هبتالله په منظورۍ او د سترې محکمې د حکم په اساس یې د «قصاص» دغه سزاوې پلې کړې دي.
په بادغیس ولایت کې یو تن «قصاص» شوی کس سلیمان نومېده چې د تگاب علم ولسوالۍ اوسېدونکی و. طالبانو هغه د درې کسانو په وژنه تورن کړی و.
دویم کس چې طالبانو «قصاص» کړی حیدر نومېده او د دره بوم سیمې اوسېدونکی و. هغه هم د قتل په تور قصاص شوی دی.
همداراز، د طالبانو سترې محکمې په یوه جلا خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې عبدالقدیر نومې یو بل کس یې په نیمروز ولایت کې اعدام کړی دی.
نوموړی د نیمروز مرکز زرنج اوسېدونکی و او طالبانو د هغه په اړه هم د «قصاص حکم» پلي کېدو یادونه کړې ده.
په خبرپاڼو کې راغلي، چې د دغو کسانو د اعدام پر مهال عام خلک او د طالبانو یو شمېر چارواکي حاضر وو.
همدا راز زیاته شوې، چې د ملا هبتالله په لارښوونه د مقتولینو کورنیو څخه غوښتنه شوې چې پر قتل دغو تورنو کسانو ته بښنه وکړي، خو هغوی دغه ننواتې نه ده منلې او بالاخره د طالبانو مشر یې د «قصاص» امر کړی دی.
په هېواد کې د طالبانو له لوري د «قصاص» دا ډول نورې علني سزاګانې د پکتیا او فاریاب په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې پلې شوې دي.
د بشري حقونو یو شمېر نړۍوالو سازمانونو د طالبانو دغه ډول کړنې صحرایي محکمې بللي او پرې غږ یې کړی چې ژر تر ژره یې ودروي.
طالبان وایي، د اسلامي شریعت له مخې پر قاتلینو د «قصاص» سزاوې پلې کوي او په دې برخه کې هېڅ ډول فشارونو ته تسلیمیدونکي نه دي.
طالبان په ولایتونو کې د دغه ډول سخت سزاګانو پر مهال ولسي خلک د «قصاص» نندارو ته وربولي او موخه یې خلکو ته له دا ډول پېښو عبرت اخیستل ګڼي.
طالبان په دې باور دي، چې په دا ډول سختو سزاګانو سره په ټولنه کې د جرمنو کچه کمېږي، خو د بشري حقونو ملاتړ کوونکي بیا دا ډول سزاوې غېر انساني او ظالمانه بولي.
طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال هم ورته سزاوې پلې کړې او ان د غلا په تور یې د ننګرهار په ګډون د هېواد په ځینو ولایتونو کې له خلکو لاسونه هم پرې کړي وو.
د دغې ډلې په واکمنېدو نیوکې دا دي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سیمه ییز طالب قوماندانان په خپلسري توګه صحرایي محکمې لري او پرته له کوم قانوني بهیر خلکو ته سزاګانې ورکوي.

د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر براین مسټ ویلي، چې د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن لهخوا افغانستان ته استول شوي میلیونونه ډالره د طالبانو لاسته هم لوېدلي دي. هغه نیوکه کړې، چې بایډن له کومې مشخصې موخې پرته دغه پیسې لېږلې دي.
هغه د (وري ۲۲مه) پر خپلې اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او نیوکه یې کړې، چې بایډن پرته له رسمي اړیکو او په افغانستان کې د امریکا سفارت له نه موجودیت سره سره د امریکایانو د مالیې پیسې افغانستان ته استولې، چې د مسټ په خبره، بایډن باید داسې نه وی کړی.
نوموړي ویلي، بایډن په داسې حال کې یوازې پنځه میلیونه ډالره یوازې د زده کړو د ملاتړ په موخه لېږلي دي، چې طالبانو په ټول افغانستان کې پوهنتونونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي او ښځې یې هم د زده کړو لپاره له ورتګه منعه کړې دي.
ښآغلي مسټ زیاته کړې، چې طالبان د زده کړو هغه برخې تړي چې لوېدیځ ته منسوبې ګڼل کېږي، خو د اسلامي شریعت تدریس یې پر خلکو جبري کړی دی.
د هغه په وینا: «موږ د افغانانو لپاره هغو ښوونځیو ته د تګ پیسې ورکوو، چې طالبان یې اداره کوي او هلته بیا د طالبانو د تبلیغاتو تر مستقیم تاثیر لاندې راځي.»
نوموړي دا هم زیاته کړې، چې امریکا د مذهبي زغم او تحمل د پراخولو لپاره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې سلګونه زره ډالره لګولي دي.
هغه ویلي: «لسګونه میلیونه ډالره د نشه یي توکو د روږدو پر درملنې لګول شوي دي. خو موږ باید د دوی د اعتیاد درملنې ملاتړ وکړو؟ دا هېڅ معنا نه لري.»
تر دې مخکې ټرمپ هم ګواښ کړی و، چې پر طالبانو به د نغدو پیسو کڅوړې بندې کړي او دا ډله به نور هره اوونۍ نږدې څلوېښت میلیون ډالري کڅوړې ترلاسه نه کړي.
لا وار دمخه د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د امریکا له لوري افغانستان ته پر لېږل کیدونکو نغدي کڅوړو نیوکې کړي.
د محمد اشرف غني مرستیال امرالله صالح بیا لا دا هم ویلي وو، چې د دغو نغدي کڅوړو له کبله د طالبانو داخلي جوړښتونه قوي شوي او د ځینو ترهګرو ډلو لاسونو ته هم دغه پیسې لویدلې دي.
په امریکا کې پر حکومت یو شمېر څارونکو نادولتي موسسو هم د بایډن ادارې له لوري پر ترسره کیدونکو دغو نغدي مرستو څېړنې کړې وې او موندنو یې ښودلې وه، چې طالبانو د یو شمېر جعلي نادولتي موسسو په جوړولو سره د امریکا دغه نغدي کڅوړې لاسته راوړي دي.
طالبان هم د امریکا له لوري د نغدي کڅوړو د بندیدو پرېکړې ویرولي او دغه ډله یې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ کړې ده.

په بلخ کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په څلورو ولسوالیو کې یې د کرنیزو حاصلاتو د خوندیتوب په موخه د ملخانو د مخنېوی کمپاین پیل کړی او په لومړۍ څپه کې به زارۍ ولسوالۍ له دغه طبیعي ناورینه وژغورل شي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون ته په بلخ کې د طالبانو د کرنې ریاست چارواکو ویلي، چې دغه کمپاین یې د مرستندویه موسسو په همکارۍ پیل کړی، چې ډېر ژر به چمتال، شولګرې او چهارکېنت ولسوالیو ته هم وغځول شي.
د طالبانو د کرنې وزارت د بېړنیو ناورینونو د پروګرام امر حبیب ګل وایي، دغه کمپاین کې د به د بزګرانو د لا ښه حاصلاتو په موخه هغه ملخان له منځه یوسي چې فصلونو ته زیان اړوي.
په بلخ کې بزګران هم شکایتونه کوي، چې د ملخانو د زیاتوالي له کبله یې کرنیز حاصلاتو له زیان سره مخ کېږی او هغه شان چې په کار ده دوی له خپلو حاصلاتو څخه لازمه ګټه لاسته نه شي راوړلی.
دغو بزګرانو د ملخانو د مخنېوي په برخه کې د کمپاین ستاینه هم کړې ده.
د دغه کمپاین په لړ کې ملخان د ځانګړو ماشینونو او درملو پر مټ له منځه وړل کېږي.
تر دې دمخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې (FAO) خبر ورکړی و، چې د افغانستان پر شمالي ولایتونو د مراکشي ملخانو د یرغل لویه څپه ورغلې او د کروند ګرو حاصلات یې له جدي ګواښونو سره مخ کړي دي.
یاد سازمان ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې یې نږدې ۴۰،۸۷۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د مراکشي ملخانو له یرغله پاکه کړې وه، چې دغه هڅې د اقتصادي زیانونو کمولو او د افغانانو د خوړو د امنیت د تضمین لپاره ترسره شوې وې.
مراکشي ملخان د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې افغانستان ته ننوتي چې د هېواد شمالي او لوېدیځ ولایتونه یې ډېر زیانمن کړي دي.
مراکشي ملخان خاورین رنګ لري چې په ډله ییزه توګه مزل کوي. دغه ملخان په غنمو او جوارو سربېره د نورو کرنیزو توکو پانې او واړه بوټی خوري، چې له امله یې په چټکۍ سره شمېر هم زیاتېږي. وچ اقلیم او د بارانونو کموالی د دې ملخانو د خپریدو اصلي لاملونه ګڼل کېږی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې زرګونه هغه افغانان، چې لوېدیځو هېوادونو ته یې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه ورکړي، وايي که د اپرېل تر پایه (د غوايي تر ۱۰مې) له پاکستان څخه ونه وځي ښایي له دغه هېواده و ايستل شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري د پنجشنبې په ورځ دغه څرګندونې کړي دي.
که څه هم نوموړي د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست خو ویل کېږي، چې د امریکا لهخوا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د ځنډ له امله تر ۲۵ زره ډېر افغانان په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
سربېره پر امریکا ګڼ شمېر نور افغانان بیا د برېټانیا، جرمني، کاناډا او فرانسې په ګډون لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد په تمه د اسلام اباد تر څنګ د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مېشت دي.
د پاکستان ډان نیوز د راپور له مخې طلال چوهدري ویلي، چې د اپرېل ۳۰مه یعنې شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته، د دغو کډوالو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.
هغه ټینګار وکړ هر بهرنی، چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند کوي، بې له ځنډه به و ایستل شي.
نوموړي زیاته کړه، هغه افغانان چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (UNHCR) رسمي اسناد لري، کولای شي تر جون میاشتې پورې په پاکستان کې پاتې شي.
که څه هم یاد افغانان اکثره لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد لپاره په شرایطو برابر دي، خو د ځینو هېوادونو سیاسي فضا بدله شوې او د افغان کډوالو د لېږد بهیر یې نور هم ستونزمن کړی دی.
د ټرمپ تر واکمنیدو وروسته امریکا ته د دغه هېواد د پخوانیو افغان متحدینو د لېږد چارټر الوتنې هم ودرېدې. د نوي حکومت چارواکو ویلي، د بایډن ادارې پر مهال د دغو افغانانو د امنیتي ارزونو بهیر په سمه توګه نه و تر سره شوی.
د ټرمپ حکومت پلان لري، چې امریکا ته د افغانانو او ایرانیانو پر ننوتلو بندیز ولګوي. همداراز په جرمني کې هم د فریدریش مرتس په مشرۍ محافظهکار ګوندونه هڅه کوي، چې د افغانانو او نورو مسلمانو هېوادونو د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د ایستل کیدو وخت ټاکلی، خو د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو لهخوا د افغان کډوالو د لېږد چټکتیا نه تر سترګو کېږي.
لا هم د هغو افغانانو برخلیک چې امریکا ته د لېږد لپاره یې نومونه ثبت کړي، ناسم او مبهم پاتې دی.
د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته د لوېدیځو هېوادونو او په ځانګړې توګه د امریکا هغه افغان متحدین چې د دغو هېوادونو له پوځي او ادارو سره یې په افغانستان کې دندې ترسره کړې وې د طالبانو د ګواښونو له کبله پاکستان ته کډه شول.
اوس دپاکستان دغه تازه پرېکړې یې ژوند له نورو کړاوونو سره هم مخ کړی او وېره شته که لوېدیځ هېوادونه د دغو افغانانو د لېږد په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي، نو هېواد ته تر ایستل کیدو وروسته به له مرګوني پېښو سره مخ شي.
پاکستان کې د درېیمو هېوادونو په تمه مېشتو افغانانو کې د پخواني جمهوري نظام سرتېري، د بهرنیو ځواکونو ژباړونکي، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، ښځینه فعالانې او د نجونو د زده کړو د فعالانو تر څنګ د ټولنې بېلابېل قشرونه شامل دي.
طلال چوهدري دا هم وویل، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
د تېر اکټوبر له پیل راهیسې تر اوسه پورې شاوخوا ۸۵۰ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.
نوموړي وویل، دا مهال شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال پرته له قانوني اسنادو په پاکستان کې اوسېږي او ۱.۴ میلیونه نور بیا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري، خو هغو ته هم یوازې د جون میاشتې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شوې او له یادې نېټې وروسته به خپل هېواد ته ایستل کېږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، ترهګري لا هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی. اسلام اباد په ځلونو دغه دریځ نیولی، چې ګنې د «ټي ټي پي» په ګډون طالبانو د دوی ضد وسله والو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وويل: «موږ هڅه کړې چې له افغانستان سره اړيکې ښې کړو، خو تر ټولو لوی خنډ د امنيتي وضعيت خرابوالی او هغه پټنځايونه دي، چې ترهګر ترې د پاکستان په نا امنۍ کې ګټه اخلي.»
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان او افغانستان د ګډې همغږۍ کمېټې (JCC) د ناستې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړې. دغه کمېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو لپاره جوړه شوې، خو د ناستې دقيقه نېټه یې تر اوسه نه ده اعلان شوې. شفقت خان زياته کړه: «کله چې د غونډې تفصيلات وروستي شي، موږ به نور معلومات شريک کړو.»
د نوموړي په وينا، د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق تېره مياشت کابل ته تللی و او له طالب چارواکو سره يې د امنيت، سوداګرۍ او کډوالو په اړه بحثونه کړي.
ټاکل شوې وه، چې د اپرېل له نيمايي وړاندې د JCC ناسته وشي او داسې هم ویل شوي و، چې د افغانستان د سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي له اختر وروسته اسلاماباد ته سفر وکړي.
شفقت خان دغه سفر بريالی وباله او ويې ويل چې «د راتلونکو اقداماتو لپاره هوکړه رامنځته شوې ده.»
خو سره له دې لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی روان دی. محمد صادق تازه په يوه سيمينار کې خبرداری ورکړی، چې که طالبان د پاکستان د ترهګرۍ اړوند اندېښنو ته پام ونه کړي، نو «ټولې هوکړې به بې ګټې شي.»
د یاد هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند د دغو څرګندونو په اړه مستقيمه تبصره ونه کړه او ويې ويل، چې دی د دغې موضوع په اړه معلومات نه لری.
له هغه راهيسې چې طالبان يو ځل بيا پر افغانستان واکمن شوي، ترهګري د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو اصلي لامل ګرځېدلی.
پاکستان طالبان تورنوي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک په څېر ډلو ته یې د فعاليت زمينه برابره کړې، چې له امله یې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته بريدونه زيات شوي او د دواړو لوريو ډېپلوماټیکي هڅې هم اغېزمنې شوې دي.
په داسې حال کې چې پاکستان تمه درلوده طالبان به د سيمې د ثبات لپاره ګټور ثابت شي، خو د وسله والو د فعالیتونو زياتېدو دغه هیلې کمزورې کړي دي او د دواړو لوريو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکارۍ هم د دا ډول ناندریو تر اغېز لاندې راغلې دي.
پاکستان تور لګولي، چې د دوی ضد وسله والو ته نه یوازې دا چې طالبانو پناه ځایونه ورکړي، بلکې د ِ«ټي ټي پي» په څېر ډلو لاسنېوی یې هم کړی دی.
بلخوا طالبانو بیا د پاکستان دغه ډول ادعاوې په وار وار رد کړې او غږ یې پرېې کړی، چې د دوی د تورنولو پر ځای دې د خپل کور دننه خپلو امنیتي ناکامیو ته پام وکړي.
د ملګرو ملتونو په امنیتي راپور کې هم اندېښنه څرګنده شوې، چې د القاعده شبکې، پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په افغانستان کې د طالبانو تر سیورې لاندې خوندي پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.