د ځان ثبتونې لپاره؛ جنوبي وزیرستان کې افغان کډوالو ته پنځه ورځنی مهلت ورکړل شوی

د جنوبي وزیرستان ولسوالۍ امنیه قوماندان ویلي چې د افغان کډوالو او غیر بومي اوسېدونکو د ثبت بهیر باید په راتلونکو پنځو ورځو کې بشپړ شي.

د جنوبي وزیرستان ولسوالۍ امنیه قوماندان ویلي چې د افغان کډوالو او غیر بومي اوسېدونکو د ثبت بهیر باید په راتلونکو پنځو ورځو کې بشپړ شي.
اصف بهادر د شنبې په ورځ ډان ورځپاڼې ته وویل چې دا اقدام یوازې د افغان کډوالو د پېژندنې لپاره نه، بلکې په سیمه کې د امن او نظم د خوندي ساتلو لپاره هم ډېر مهم دی.
نوموړي زیاته کړې، « غیر بومي اوسېدونکو او افغان کډوالو ته پنځه ورځې ورکړل شوی چې ځانونه ثبت کړي. دوی ته ویل شوي چې په دې موده کې اړوند پولیسو ته ورشي او ټول اړین اسناد وسپاري».
امنیه قوماندان خبرداری ورکړی چې که څوک د دې پنځه ورځني مهلت په پای کې هم ځان ثبت نه کړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
هغه زیاته کړې، « غیر راجستر شوي افغانان به ونیول شي او پر ضد به یې مناسب قانوني ګامونه پورته شي».
نوموړي ټینګار کړی، چې دا اقدام به نه یوازې د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي، بلکې د سیمهییزو خلکو لپاره به هم امنیت زیات کړي.

په روزګان کې سیمهییز طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولايت په خاص روزګان ولسوالۍ کې يو ۲۲کلن ځوان د کورنیو ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال روزګاني ځایي خبریالانو ته منلې، چې تېره شپه د خاص روزګان ولسوالۍ اړوند «نکریزو» سیمه کې یاده پېښه شوې ده.
بلال روزګاني خبریالانو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، وژل شوی ځوان د کورنیو ستونزو او اندېښنو له امله ځان په ډزو وژلی دی، چې د سختو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
نوموړي په دغه پیغام کې د دغه ځوان د نوم، کورنیو ستونزو او نه هم د پېښې د څېړنو په اړه څه ویلي دي.
بل خوا د روزکګن ولایت د مرکزي روغتون یو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته منلې، چې یاد روغتون ته تېره شپه ناوخته د طالبانو لهخوا د یوه ۲۲ ځوان جسد ور وړل شوی دی.
د دغه ډاکټر په وینا، نوموړی په سر لګېدلی و او په لاره کې یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې وه؛ خو هغه د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه وایي.
په افغانستان کې دا لومړۍ پېښه نه ده؛ بلکې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼې دې ته ورته پېښې شوې، چې لاملونه یې اقتصادي ستونزې، کورني جنجالونه او یا هم د خپلې خوښې نکاح سره د کورنیو اختلافونه بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښاري پرمختګ اداره وایي، کابل چې د هېواد د ښاري نفوسو له ډلې تر ۴۰ سلنې زیات خلک پکې مېشت دي له هرو پنځو کسانو څخه څلور یې په نامعیاري او بې نقشې کورونو کې اوسېږي.
دغه سازمان ویلي، چې په پلازمېنه کې کورونه په نارسمي توګه پرته له نقشې جوړ شوي او بسنتیزو خدمتونو ته پکې لاسرسی هم نشته.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، دغه نامعیاري کورونه د اقلیم د بدلونونو پر وړاندې زیان منونکي دي؛ ځکه چې د رسمي پلان او ښاري قوانینو له مخې نهدي جوړې شوي. په دغو زیان منونکو کورونو او سیمو کې ډېری هغه خلک اوسېږي، چې اقتصادي حالت یې خورا کړکېچن دی.
د دغه سازمان راپور کاږي؛ په دغه کورونو کې د پاکو اوبو سېسټم، برېښنا، د ککړو اوبو د بهېدو ځایونو او د ټرانسپورټ مناسبې لارې هم نشته. برسېره پر دې، د دغو سیمو د ځمکو قانوني مالکیت هم روښانه نه دی او ډېری خلک یې پرته له قانوني اسنادو هلته مېشت دي.
افغانستان د اقلیمي ناورینونو په لومړۍ کرښه کې دی.
په تېرو درېیو کلونو کې پرلپسې زلزلو، ویجاړونکو سېلابونو او سختو وچکالیو د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان له نړۍوالو تعاملاتو او مهمو ناستو څخه اېستل شوی چې دغه چاره د چاپېریالي ستونزو د زیاتېدو لامل شوې او د مېلیونونو خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
په افغانستان کې د ټولو ښارونو په منځ کې کابل له اقلیمي بدلونونو او د هوا له ککړتیا څخه ډېر اغېزمن شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت لا د ۱۳۹۹ کال په ژمي کې خبرداری ورکړی و، چې د کابل د ککړې هوا له امله هر کال نږدې پنځه زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
له بلې خوا د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هم د اوبو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې شاوخوا ۳۳ مېلیونه افغانان د پاکو اوبو له نشتوالي کړیږي.
په هېواد او په ځانګړې ډول کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو کمېدل د افغانستان د چاپېریال لپاره یو بل کړکېچن حالت بلل کېږي.

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي وايي، چې د فراه – ماهیرود د سړک په بشپړېدو سره به د ایران او نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پراخې شي. نوموړي دغه څرګندونې د ایران اقتصادي پلاوي په مشرۍ د دغه سړک له رغنیزو چارو څخه د لیدنې پرمهال کړې دي.
په کابل کې د ایران سفارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال تر پایه به د فراه – ماهیرود سرحدي سړک چارې بشپړې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سړک له بشړېدو سره به په شمالي خراسان ولایت کې د ختیځ - لوېدیځ اقتصادي دهلیز ظرفیت زیات او له ایران او نورو هېوادونو سره به د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شي.
یاد سړک ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ټرانزیي یوه مهمه لاره ده، چې د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو په پیاوړتیا کې ستره ونډه لري.
د دغه سړک د جوړولو چارې په تېر جمهوري نظام کې پیل شوې وې؛ خو د امنیتي ستونزو او نورو خنډونو له امله وځنډېدلې، چې اوسمهال یې چارې ۹۰سلنه بشپړې شوې دي.
د ښاغلي بیکدلي په وینا، تمه کېږي چې د دغه سړک چارې د روان کال تر پایه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک له لارې د بندر عباس او چابهار بندرونو څخه افغانستان او منځنۍ اسیا ته د مالونو لېږد ۴۰۰ کیلومتره لار لنډېږي، چې د سوداګرۍ لګښتونه کموي.
د یادولو وړ ده، چې د ماهیرود – فراه سړک د ماهیرود په ځانګړې اقتصادي سیمه کې پای ته رسېږي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ یوه مهمه برخه ده.
افغان پانګهوال هم په دې سیمه کې پر پانګونې بوخت دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا کې مرسته کوي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په فراه، نیمروز او بادغیس کې د بشري حقونو او نړۍوالو سازمانونو هغه څرګندونې غندلي، چې د دغه ډلې دا کړنې یې «ظالمانه» بللې دي. د طالبانو مشر وایي؛ که سر یې هم ځي، د خدای د حکمونو له پلي کېدو نه تېرېږي.
هغه دغه څرګندونې په کندهار د حاجیانو لپاره د ګومارل شویو ښوونکو سره په یوې جوړې شوې غونډه کې کړې دي.
ملا هبت الله د خپلې وینا پر مهال په ټینګار سره یادونه کړې، چې د شرعي حکمونو پلي کېدو پر سر هېڅ ډول معاملې ته چمتو نه دی او د «قصاص» په ګډون به ځیني نور اسلامي حکمونه په ښه شان سره پلي کړي.
نوموړي وویل:« پرون قصاص وشو، تاسو ولیدل چې نړۍ څومره اعتراضونه پر دې قصاص وکړل. ویل خلک یې مړه کړل، ظالمانه دی. وېره خپروي خلکو کې».
د طالبانو مشر وايي، د دوی د اسلامي شریعت د پرېکړو تطبیق اوس وېره او د بشري حقونو خلاف چاره بلل کېږي؛ خو دوی به بیا هم د دغو سزاوو په پلي کېدو کې د چا پروا ونکړي.
هغه زیاته کړې:« د شریعت حکم دا دی، چې د خدای حدود جاري کړ. حج به کوو، لمونځ به کوو او الله پاک د قصاص حکم کړی او پرې عمل کوو».
د طالبانو مشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو په ځانګړې توګه د بښنې نړۍوال سازمان په بادغیس او نیمرزو ولایتونو کې د دغه ډلې د «قصاص» وروستۍ علني سزاوې ظالمانه وبللې او غوښتنه یې وکړه، چې باید ژر تر ژره یې ودروي.
ملاهبت الله نړۍوالو ته په اشارې سره وویل:« کافران نه غواړي، چې د الله تعالی حکم پر ځمکه تطبیق شي. هرې زمانه کې فرعونیان موجود دي. په نن زمانه کې هم فرعونیان غواړي، چې په بنده ګانو د دوی حکمونه تطبیق شي».
د طالبانو مشر په څنګ زنې توګه هغه مسلو ته هم اشاره کړې، چې ګوندې که طالبان خپل بندیزونه او سختدریځې پرېکړې بندې کړي؛ نو نړۍ ورسره ممکن تعامل وکړي.
د هغه په وینا:« موږ د پیسو په مقابل کې په نړۍوالو خپله عقیده نه خرڅوو. موږ په دې خوښ یو، چې سرونه مو پرې شي؛ خو په دې نه یو خوښ، چې د خدای حکم راڅخه پاتې شي».
د طالبانو د مشر د دغه ډول څرګندونو خلاف د طالبانو دننه هم ژور اختلافات شته.
یو شمېر طالبان نیوکه کوي، چې د دوی مشر له نړۍ سره د تعامل لپاره هېڅ ډول تابیا نه لري او یوازې پر خپلې سختدریځې دیني مفکورې کلک ولاړ دی.
بل خوا د چارو کارپوهان هم بارو لري، چې د طالبانو مشر له نړۍ سره د تعامل ژبه او چلند نه لري.
ملاهبت الله په وار، وار په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې د هر ډول مادي امکاناتو په بدل کې له خپلې دیني عقیدې نشي تېرېدلی؛ ځکه هغه له ماشومتوبه له همدې عقیدې سره رالوی شوی دی.
هغه همدا راز زیاته کړې، چې پخوا ملایانو یوازې د فتوا ورکولو دنده لرله؛ خو اوس د دوی د نظام په تینګښت سره یې مسوولیتونه لا ډېر شوي دي.
نوموړي ویلي، اوس د ملایانو خبرې فتواوې نه؛ بلکې حکمونه دي او باید خپل حکمونه پر خلکو په زوره عملي کړي.
ملاهبت الله وویل:« پخوا ملایانو فتوا ورکوله، اوس یې خبرې حکم دی. که څوک یې نه مني په زور او جبر به پر پرې خپل حکمونه منو. که مو پرې ونه منل غاړه به مو بنده شي. پخوا مفتیان وئ، اوس قاضیان او امران یاست».
د طالبانو د مشر د وینا په ترڅ کې د ژړا ګانو او د تکبیر غږونه هم اورېدل کېدل.
د ناستې له منځه یوه کس غږ کړ، چې ان ملایان اوس هم چمتو دي د ده په امر ځانمرګي بریدونه وکړي.
د دغه ناپېژانده غږ لرونکي کس ملا هبت الله ته زیاته کړه، چې د نړۍ هېڅ ډول فشار ته باید تسلیم نشي.
د طالبانو مشر له ښوونکو څخه وغوښتل، چې د حج د مراسمو پر مهال باید افغانان د خپل مذهب پاللو ته متوجې کړي او پرېنږدي چې د نورو مذهبونو تر سیوري یا اغېزو لاندې راشي.
هغه سپارښتنه وکړه، چې باید د حج له مراسمو بهر هم خلک د طالبانو د نظام ملاتړ ته وهڅوي.
نوموړي دغه ښوونکو ته ډاډ ورکړ، چې له حج څخه د بېرته راستنېدو پر مهال به یې د «اسلامي نظام» د لا ټینګښت لپاره په نورو دندو هم وګوماري.
ملاهبت الله د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ، چې د ده ملاتړ له اسلامي شریعت څخه ملاتړ دی.
نوموړي دا هم وویل، چې کندهار ته له ده سره د لیدو په نیت راتلونکي خلک قوي روحیه ترلاسه کوي او دی چې وګوري روحیه یې لا پیاوړې کېږي.
د طالبانو پر مشر نیوکه ده، چې د خپل سختدریځي فکر او شخصي طبعیت مسایل هم د اسلامي شریعت پورې تړي او د نړۍ یو شمېر مشهورو دیني عالمانو یې بېلابېلې پرېکړې هم غندلې دي.
د ملا هبت الله له لوري د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار بندیزونه هم د اسلامي هېوادونو تر څنګ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو غندلي دي.
د طالبانو یو شمېر لوړ پوړو غړو په وار، وار رسنیزو ویناوو کې ملاهبت الله تورن کړی، چې پر افغانانو یې د خپلې شخصي سختدریخې مفکورې له مخې بندیزونه لګولي او له «اسلامي شریعت» سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
د طالبانو مشر هغه کسان چې د ده د پرېکړو پر ضد یې دریځ نیولی زنداني کړي، شکنجه کړي او ان وژلي هم دي.
ملا هبت الله یوازې تر کندهاره محدود پاتې دی او په کابل کې یې ان لا د ارګ دننه د افغانستان د واکمن په توګه خپله څوکۍ هم نه ده لیدلې.
هغه د بشري حقونو څخه د سرغړونې، د ښځو ضد فرمانونو، د بیان ازدۍ خلاف دریځ او ورته نورو فرمانونو له کبله تر سختو بندیزونو لاندې دی.
له بل پلوه د جرمونو نړۍوالې محکمې ته عریضه شوې، چې ملاهبت الله دې د نجونو او بشري حقونو ضد فرمانونو له کبله ونیول شي.
د ملاهبت الله د نهې عن المنکر قانون هم د ملګرو ملتونو له لوري د بشري حقونو ضد چاره بلل شوې، چې او ویل شوي چې افغانان یې د ژوند له سختو کړکېچونو او کړاوونو سره مخ کړي دي.

د ازبکستان د کرنې وزیر ابراهیم عبدالرحمانوف په تاشکند کې د طالب پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان سره د اوبو لګولو سیستم او د «کرنیزو چارو» په ښهوالي کې همکاري وکړي.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د کرنې وزیر په دغه ناسته کې پر دوه اړخیزو همکاریو او د ګډو پروژو پر عملي کولو ټینګار کړی دی.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تېره ورځ ویلي و، چې د دغه وزارت وزیر عطاالله عمري په مشرۍ یو پلاوی تاشکند ته تللی دی.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، ازبکستان د کرنې په برخه کې د افغان متخصصینو د مهارتونو د لوړوالي لپاره د دوی د روزنې چمتووالی ښودلی دی.
د ازبکستان د کرنې وزارت وايي، د طالبانو پلاوي په دغه ناسته کې له وړاندیزونو هرکلی کړی او هغه یې «هیله بښوونکي» بللي دي.
بل خوا د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ازبکستان ته د عطاالله عمري د سفر موخه د کرنې په برخه کې په همکارۍ سربېره «د اقلیم بدلون او امو سېندییزې حوزې اوبو پر سرچینو د هغې د اغېزو په اړه بحث او د نظریاتو تبادله ده.»
که څه هم ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو له دغې ډلې سره پراخې دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.
