• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پنجاب پولیس: له دغه ایالته تر ۹‌زره ډېر افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۰ GMT+۱

د پاکستان پنجاب ایالت پولیسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ایالت کې د بې اسناده افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او تر دې مهاله یې ۹۸۰۹ بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پنجاب د پولیسو مشر عثمان انور ویلي، د بې اسناده کډوالو د ستنولو لړۍ په ترڅ کې د دغه ایالت په ګڼو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۱۰۳۵۷ بې اسناده افغان کډوال نیولي او د لېږد مرکزونو ته یې سپارلي دي.

هغه زیاته کړې:« موږ لا له وړاندې د بې اسناده افغان کډوالو د لېږد په مرکزونو کې ۵۴۸ تنه نیول شوي کډوال لرو، چې ډیر ژر به افغانستان ته واستول شي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ایالت کې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر چټکتیا لپاره ۴۶ د لېږد مرکزونه جوړ شوي؛ تر څو نیول شوي افغان کډوال په کې د لنډې مودې لپاره وساتل شي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د بې اسناده کډوالو د پېژندګلوۍ لپاره د سپېشل برانچ، سي ټي ډي، امنيتي ادارو او استخباراتو ګډ کمېسیون جوړ شوی؛ تر څو افغان کډوال په نښه او خپل هېواد ته ستانه کړي.

بل خوا بیا طالبان وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۲۵۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د کندهار تخته پل ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د انځرګي پنډغالي د چارواکو له حوالې ویلي، چې د راستنو شویو کډوالو سره نغدي مرستې شوې او د لا ډیرو مرستو لپاره مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې چې د اپرېل په لومړۍ نېټه پیل شوی؛ تردې مهاله ۱۶۲۴۲ افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي، چې ۹۴۳۹ تنه یې په خپله خوښه او ۶۸۰۳ تنه یې په زور اېستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این اېچ سي ار او ای او اېم د معلوماتو له مخې، د مارچ له لومړۍ نیټې د اپریل تر پنځمې پورې شاوخوا ۱۹۳۳۴ افغان کډوال د تورخم، غلام خان، سپین بولدک، بادیني او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو د اېستلو پروګرام په‌ چټکۍ سره روان دی او هره ورځ سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړۍوال پروګرام: د امریکا بشري مرستو ځنډېدو اړمن افغانان له جدي ګواښ‌ سره مخ کړي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۰۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په يو راپور کې ويلي، چې د امريکا د بشردوستانه مرستو ځنډ د افغانستان د زيانمنو وګړو د خوراکي خونديتوب لپاره ستر ګواښ دی.

دغه اداره زياتوي، چې د لوږې کچه ورځ تر بلې زياتېږي او زيات شمېر هغه کسان چې له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي؛ بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

پاکستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې سلګونه زره مېشت افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي او په همدې لړ کې هره ورځ زرګونه کسان په جبري توګه له یاد هېواده اېستل کېږي.

تر دې پخوا هم د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې لوږه او د بې روزګارۍ ناورین به د دغو کډوالو په ورتګ سره لا پسې پراخ شي.

د خوړو نړۍوال سازمان وایي، په افغانستان کې نږدې پنځلس مېلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي.

همدا راز درې نیم مېلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي او د لوږې ناورین ورځ تر بلې ډېرېدونکی دی.

دغه سازمان خبر ورکړی، چې دوی یوازې شپږ مېلیونه افغانانو ته د خوړو رسولو وس لري او د بودجې د نشتوالي له کبله نشي کولای چې اته مېلیونه نورو افغانانو ته چې د لوږې ګواښ سره مخ دي مرستې ورسوي.

یاد سازمان همدا راز خبر ورکړی چې د روان ۲۰۲۵ کال تر اګسټ میاشتې پورې د افغانانو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۵۵۵ مېلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.

د امریکا د پراختیایي ادارې د مرستو ځنډېدو له کبله د افغانستان روغتیایي سکټور هم له جدي ننګوونو سره مخ دی، چې له کبله یې یو شمېر روغتونونه او روغتیايي پروژې هم تړل شوې دي.

اسټرالیا کې افغان سفیر: طالبانو د افراطي تفکر خپرولو سره هېواد نړۍوالې انزوا ته ټېل وهلی

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۱

اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي ویلي، چې طالبانو د یوه مشروع قانوني نظام له منځه وړلو، د اساسي قانون نقضولو او د افراطي تفکر په خپرولو سره هېواد د نړۍوالې انزوا، اقتصادي سقوط، پراخې بې‌کارۍ او بې‌‌وزلۍ لور ته ټېل وهلی دی.

د دغه سفارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د «جي ۷+ » هېوادونو د وزیرانو په شپږمه ناسته کې کړې دي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر په هېواد کې روان څو اړخیز ناروین ته په اشارې سره، طالبان د اوسني وضعیت د اصلي لامل په توګه په ګوته کړي دي.

وحیدالله ویسي وویل:« د طالبانو له‌‌خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې وضع شوي پراخ بندیزونه نه‌ یوازې د بشري حقونو روښانه نقض دی؛ بلکې د هېواد د دوامداره پرمختګ او ټولنیز ټیکاو پر وړاندې یو ستر خنډ هم بلل کېږي.»

نوموړي د بشري وضعیت د ژور ناورین، د نړۍوالو مرستو د کمښت او د خلکو د ژوند پر سختو شرایطو اندېښنه ښودلې.

هغه له نړۍوالې ټولنې د عادلانه، ټولګډونه او باعزته سولې، د عدالت تینګښت او د انساني کرامت د خوندیتوب لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده.

افغانستان د دغه نړۍوالې ډلې له بنسټ‌اېښودونکو هېوادونو شمېرل کېږي، چې په ۲۰۱۰ کال کې یې له شپږو نورو هېوادونو سره په ګډه د «جی۷+ »بنسټ کېښود.

اوس‌مهال د دغې ډلې غړي هېوادونه تر شلږ پورې رسېږي.

د دغې ډلې څلورمه ناسته په ۲۰۱۶میلادي کال کې د تېر جمهوري نظام په کوربه‌توب په کابل کې جوړه شوې وه.

د «جی۷+»بنسټیزه موخه دا ده، چې د جګړه‌ ځپلو هېوادونو ترمنځ د تجربو تبادله، د نړۍوالو مرستو همغږي، د سولې، ملي پخلاینې او بیا رغونې پروسو ته وده ورکړي.

همداراز دغه ډله د هغو هېوادونو ترمنځ د متقابلې زده‌کړې زمینه برابروي، چې له ورته ناورینونو سره مخامخ دي.

سره میاشت وايي، د زړه سوري په رنځ اخته د ۴۹ کوچنیانو درملنه یې پیل کړې

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشت ویلي، د زړه سوري په رنځ اخته ۴۹ماشومانو درملنه یې د هېواد په داخلي روغتونونو کې پیل کړې ده.

یادې ادارې د (وري ۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې د دغو ماشومانو مالي لګښت د دوی له لوري ورکول کېږي.

دغې ادارې دارنګه په پلازمېنه کابل کې شپږو بېلابېلو روغتونونو ته دغه ناروغان ور پېژندلي دي. افغاني سرې میاشتې تر دې مخکې هم د ورته ناروغانو د درملنې خبر ورکړی و.

لس ورځې وړاندې همدې اداری خبر ورکړی و، چې جرمني ته لېږل شوي هغه شل تنه کوچنیان تر درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي چې د سوځېدلو او هډوکو پر مکروبي ناروغیو اخته وو.

نیوکې دا دي، چې لا تر اوسه په هېواد کې د ځینو وړو، وړو ناروغیو درملنې لپاره هم کافي امکانات نشته او په دې برخه کې اړونده ادارو هغسې چې په کار ده لازم اقدامات نه دي کړي.

هم مهاله د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر بشري سازمانونو اندېښنه ښوولې، چې د افغانستان روغتیایي سکټور له جدي ناورین سره مخ دی او د بودجې د کمښت له کبله ورځ تر بلې ناروغان له کړاوونو سره مخ کېږي.

ویل کېږي، د امریکا د پراختیایي ادارې د لغوه کېدو له امله د افغانستان پر روغتیایي سکټور هم سخت فشارونه راغلي دي.

یو شمېر روغتیایي پروژې او روغتونونه چې پر دغه بودجې یې مالي ملاتړ کېدو تړل شوي او ناروغان د روغتیايي امکاناتو له کموالي سره مخ شوي دي.

اندېښنې دا دي‌، چې طالبان د دغه روان ناورین د کنټرول توان نه لري او یوازې د شعار تر کچې د پراخو روغتیایي امکاناتو دعوې کوي.

د ټرمپ تعرفې؛ تر یو مېلیارد ډالرو ډېر ارزښت لرونکي پاکستاني صادرات یې له ګواښ سره مخ کړي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د اقتصادي څېړنو دولتي موسسې (PIDE) خبرداری ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د پاکستاني صادراتي توکو پر وړاندې د تعرفو د زیاتولو وروستۍ پرېکړه به د دغه هېواد پر صادراتو ویجاړونکی اغېز وکړي.

دغه ګام د پاکستان د بېلابېلو صادراتو لپاره د ګواښ جدي زنګ بلل شوی.

د ډان ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې یاده اداره په یوه څېړنیز یادښت کې لیکي:« د پاکستان د سوداګرۍ دننه طوفان را روان دی.»

راپور زیاتوي، چې د امریکا له‌خوا وړاندیز شوې متقابله تعرفه به د پاکستان اقتصاد له بې‌ ثباتۍ، پراخې بې‌ کارۍ او د بهرنیو عوایدو له جدي کمښت سره مخ کړي.

د «امریکا له لوري د تعرفو یو اړخیز لوړېدل او د پاکستان پر صادراتو یې اغېز» تر عنوان لاندې څېړنه چې ډاکټر محمد ذېشان، ډاکټر شجاعت فاروق او ډاکټر عثمان قادري کړې ښيي؛ که د امریکا ۲۹ سلنه اضافي تعرفې عملي شي، د MFN (ملتونو ته د مساوي امتیاز) له مخې د اوسنۍ ۸.۶ سلنه تعرفې سره یوځای، ټولیزه تعرفه به ۳۷.۶ سلنې ته ورسېږي.

د دې په پایله کې شونې ده، چې امریکا ته د پاکستان صادرات له ۲۰ تر ۲۵ سلنه پورې راکم شي او دا به پاکستان ته په کال کې له ۱.۱ څخه نیولې ښايي تر ۱.۴ مېلیارد ډالرو پورې مالي زیان ورسوي. د نساجۍ (ټوکر، جامو) سکټور به تر ټولو زیات زیان وویني.

په ۲۰۲۴ مالي کال کې پاکستان امریکا ته د ۵.۳ مېلیارد ډالرو ارزښت لرونکي توکي صادر کړي او امریکا لا هم د پاکستان تر ټولو لوی انفرادي صادراتي بازار پاتې شوی.

د دغه صادراتو لویه برخه ټوکر او جامې جوړوي، چې تر دې وړاندې هم تر ۱۷ سلنه پورې تعرفو سره مخ وو.

د PIDE څېړنه خبرداری ورکوي، چې دغه اقتصادي ګواښ یوازې د نساجۍ سکټور پورې محدود نه دی؛ بلکې ستر شرکتونه لکه «نیشات مېلز» او «انټرلوپ» کېدای شي اړ شي، چې خپل تولید کم کړي چې دا کار د ۵۰۰ زره خلکو دندې له ګواښ سره مخ کوي.

همداراز، نور صادراتي توکي لکه څرمن، وریجې، جراحي وسایل او ورزشي توکي هم له دې ګواښه خوندي نه دي.

خو PIDE دا ناورین د سټراټېژیک بدلون لپاره یوه موقعه بولي.

یاده اداره وړاندیز کوي، چې پاکستان باید په لنډمهاله توګه له امریکا سره د لوړپوړو ډېپلوماټیکو اړیکو له لارې دغه موضوع حل کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو سوداګریزو اړیکو ساتنه وکړي.

د بېلګې په توګه امریکا په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۸۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت پنبه پاکستان ته صادره کړې، چې اوس تر ګواښ لاندې ده.

پاکستان کولای شي، چې د امریکا له‌خوا د واردېدونکو توکو لکه ماشینونو، سکریپ فلزاتو او تېلو پر وارداتي تعرفو د کمښت له لارې د خبرو اترو فضا برابره کړي.

همداراز د دې لپاره باید هڅه وشي، چې پاکستاني شرکتونه دې امریکايي توکي لکه پنبه او نخ ډېر وکاروي؛ څو د تعرفو د معافیت چانس ډېر شي.

په اوږدمهاله توګه PIDE ټینګار کوي، چې پاکستان باید د صادراتو توکي او بازارونه متنوع کړي. نوې سیمې لکه اروپايي ټولنه، چین، افریقا او منځني ختیځ چې په بېلابېلو برخو لکه؛ معلوماتي ټکنالوژي، حلال خواړه، پروسس شوي خوراکي توکي او ورزشي وسایلو کې د ودې لپاره ستر فرصتونه لري.

راپور دا هم وايي، چې باید د انرژۍ او ټرانسپورټ لګښتونه کم شي، مقررات ساده شي، نوښت او ټکنالوژي ته وده ورکړل شي.

همداراز له امریکا سره باید یوه هر اړخیزه سوداګریزه سټراټېژي جوړه شي، چې د ټکنالوژۍ، کرنې، انرژۍ او ارزښت لرونکو تولیداتو برخو کې ګډ کار یقیني کړي.

په نړۍواله کچه PIDE یادونه کوي، چې د امریکا وړاندیز شوې تعرفې د سوداګرۍ نړۍوال سازمان (WTO) د اجازې ورکړل شوې کچې ۳.۴ سلنې څخه زیاتې دي او دا کار کېدای شي له څو اړخیزو سوداګریزو قوانینو سرغړونه وي. که څه هم پاکستان کولای شي له WTO سره قانوني دعوه وکړي؛ خو محدودو مالي سرچینو یې دا کار ستونزمن کړی دی.

د‌ پاکستان دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې کارپوهان باور لري یاد هېواد تر دغو تعرفو دمخه هم ستر اقتصادي کړکېچ سره مخ و او نړۍوال پورونه هم پرې ډېر شوي دي.

نه یوازې له اقتصادي پلوه؛ بلکې په دغه هېواد کې د نا امنیو ډېرېدو او سیاسي کړکېچ د پراخېدو په تړاو هم څرګندونې شوې دي.

د امریکا افغان متحدین د کډوالۍ اړوند د ټرمپ د کابینې ارزوونکي راپور ته شېبې شماري

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۱
•
زیار خان یاد

د امریکا افغان متحدین چې د ټرمپ د کډوالۍ اړوند (د جنورۍ ۲۰مې نېتې) له فرمان څخه اغېزمن شوي؛ اوس شېبې شماري څو د درې میاشتني ضرب الاجل په بشپړېدو سره ټرمپ ته د ارزوونکې ډلې له‌خوا راپور وړاندې او دغه خنډول شوی بهیر بیا پیل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د بهرنیو چارو وزیر ته دنده سپارل شوې وه؛ څو د ۹۰ ورځو په اوږدو کې د کډوالۍ په تړاو تر څېړنو وروسته هغه ته یو هر اړخیز راپور وسپاري او بیا به یې پر بنسټ د کډوالۍ اړوند پروګرامونو په تړاو پر خپله نوې پرېکړه غور وکړي.

د ټرمپ د دغه پرېکړې له کبله نږدې ۲۰۰زره هغه افغانان چې په هېواد کې یې له امریکایي ادارو سره دندې کړې وې؛ د کډوالۍ اړوند پي ۱ او پي ۲ (P1,P2) کېسونه یې اغېزمن شول.

دغو افغانانو د ټرمپ د دغه پرېکړې خلاف دریځ ونیوه او په امریکا کې هم د کډوالو ځینو ملاتړو بنسټونو له سپینې مانۍ وغوښتل؛ څو افغانانو ته معافیت ورکړي.

د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو هم نیوکې وکړې، چې ټرمپ باید د امریکایي ماموریت د افغان متحدینو د ژوند خوندیتوب په موخه خپله شوې پرېکړې له سره و ارزوي او باید له ګواښ سره مخ دغه افغانان ژر تر ژره متحده ایالتونو ته ولېږدوي.

(د اپرېل میاشتې په ۲۰مه نېټه) د ټرمپ له لوري د کډوالۍ اړوند د درې میاشتني بندیز او ورته د راپور سپارلو موده هم مخ په پوره کېدو ده.

په پاکستان کې نږدې ۲۵زره افغانان چې دغه پروګرام ته منل شوي؛ په بې صبرۍ سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ته سترګې په لاره دي.

د دغو افغانانو غوښتنه ده، چې دوی ته باید معافیت ورکړل شي؛ ځکه په پاکستان کې د دایمي استوګنې چانس نه لري او په افغانستان کې یې د طالبانو له لوري ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د امریکا د بیا مېشتیدنې پروسې په تړاو د افغانانو سره ډول ډول نظرونه دي؛ ځیني هیله‌من دي، چې ښايي ټرمپ به د افغانانو لپاره ځانګړی معافیت اعلان کړي او ځیني بیا د کډوالو اړوند د هغه توند دریځ ته په کتو ډېر هیله‌من نه دي‌، چې ګوندې دغه پروسه به بیا له سره پیل شي.

عبدالبشیر (مستعار نوم) نږدې درې کاله کېږي، چې په پاکستان کې د امریکا د بیا مېشتیدنې پروسې لپاره په پاکستان کې مېشت دی.

هغه لومړی په اسلام اباد کې اوسېدو؛ خو د افغان کډوالو د نیول کېدو او اېستل کېدو اړوند د‌ پاکستان د تازه تګلارې له امله اړ شوی، څو د خېبر پښتونخوا ایالت پېښور ته کډه وکړي.

هغه وایي، له اقتصادي ستونزو سره سره له ډېرو کړاوونو سره مخ دی او هیله لري چې د ۹۰ورځو په پوره کېدو سره به د ټرمپ کابینه افغان کډوالو لپاره ټرمپ ته مثبت راپور وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه:« هلته ځیني امریکایان او د کانګرېس غړي زموږ ملاتړ کوي، الله مهربانه دی چې ټرمپ ته قناعت ورکړي او یو ښه زېری ترلاسه کړو».

د عبدالبشیر په څېر د زرګونه نورو افغانانو سترګې هم ټرمپ ته د سپارل کېدونکي راپور پر لور دي او په خورا بې صبرۍ ورته شېبې شماري.

د افغان اېواک په نوم یوه ټلواله هم هڅه کوی؛ څو د امریکا حکومت په دې قانع کړي چې خپل افغان متحدینو ته د بیا مېشتیدنې لړۍ پیل کړي.

په پاکستان کې د امریکا د افغان متحدینو له لوري د واټساپ بېلابېل ګروپونه جوړ شوي او هره ورځ پکې د بیا مېشتیدنې د بهیر اړوند زېري او له اندېښنو ډک خبرونه هم لاس په لاس کېږي. دغو ګروپونو کې د پاکستان دننه د دوی د ژوند د کړاوونو تر څنګ د پاکستاني پولیسو د اېستل کېدو عملیاتو په تړاو هم نهیلي کوونکي معلومات خپرېږي.

د متحده ایالتونو په سیاټل کې بیا یو فډارلي محکمې هم د ټرمپ د هغه پرېکړې مخالفت کړی، چې د افغانانو په ګډون یې د نړۍ په نورو هېوادونو د کډوالۍ پروګرام درولی دی.

دغه محکمې په یوې پرېکړه کې د متحده ایالتونو له حکومته غوښتي، چې ژر تر ژره دې د بیا مېشتېدنې بهیر پیل کړي.

په امریکا کې د پوهنتون استاد نجیب الله ازاد په یوه ویډیوي پېغام کې هیله‌مندي ښودلې، چې د بیا مېشتیدنې بهیر لپاره یو شمېر نادولتي بنسټونه د یاد هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې نوي تړونونه لاسلېکوي‌ او ډېر ژر به د افغانانو د لېږد بهیر پیل شي.

ازاد ویلي، چې د ټرمپ حکومت دغه تړونونه اوس خپل حکومت ته نږدې نادولتي موسساتو ته ورکوي او تر دې وروسته به دا بهیر په کراه کراره پیل شي.

په اسلام اباد کې د امریکایي ځواکونو پخوانیو ژباړونکو، د امریکا ادارو پخوانیو کارکوونکو او د دوی متحدینو په وار، وار اعتراضیه ناستې هم کړې دي.

په دغو ناستو کې د متحده ایالتونو څخه غوښتل شوي، چې ورسره دې په شویو ژمنو وفا وکړي او دوه دې په دغه سخت وخت کې یوازې نه پرېږدي.

دغو اعتراضیه غونډو کې اندېښنه څرګنده شوې وه، چې د ورپېښو ګواښونو له کبله اوس دوی نشي کولای چې بېرته خپل هېواد ته لاړ شي او که د پاکستان له لوري په جبري توګه واېستل شي؛ نو ښایي د طالبانو له مرګوني ګواښونو سره مخ شي.
بل لوري پاکستان د روانې اپرېل میاشتې تر وروستۍ نېتې لوېدیځو هېوادونو ته وخت ورکړی، چې د بیا مېشتیدنې قضیې لرونکي افغانان دې له دغه هېواده تر یادې مودې وباسي او که داسې نشي؛ نو ښايي دوی یې بېرته افغانستان ته ډېپورټ کړي.