نتنیاهو: اسراییلي پوځ به پر حماس ډلې فشارونه لا زیات کړي

رویټرز خبري اژانس د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له حوالې راپور ورکړی، چې پوځ ته یې امر کړی؛ ترڅو پر حماس ډلې فشارونه زیات کړي.

رویټرز خبري اژانس د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له حوالې راپور ورکړی، چې پوځ ته یې امر کړی؛ ترڅو پر حماس ډلې فشارونه زیات کړي.
حماس ډلې تر دې مخکې د یو بل لنډمهالي اوربند لپاره د اسراییل وړاندیز رد کړی و او پر ځای یې د ټولو اسراییلي یرغمل شویو د خلاصون په بدل کې د غزې د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې غوښتنه کړې وه.
نتنیاهو د شنبې په ماښام په یوه ټلویزیوني وینا کې دغه حکم ته اشاره وکړه او ویې ویل:« که څه هم جګړه درنه بیه لري؛ خو موږ بریا ته د رسېدو لپاره له جګړې پرته بله چاره نه لرو.»
نتنیاهو دغه څرګندونې په روم کې د امریکايي او ایراني چارواکو تر دویمې نامستقیمې ناستې وروسته کړې دي.
په دغه غونډه کې دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د اټومي هوکړې لپاره به یو احتمالي چوکاټ جوړ کړي.
د خبرو منځګړي عمان ویلي، د خبرو اترو موخه یوې داسې هوکړې ته رسېدل وو چې له مخې به یې ایران په بشپړه توګه له اتومي وسلو پاک او د سولهییزې اټومي انرژۍ د پراختیا حق به خوندي وي.
نتنیاهو په خپله ټلویزیوني وینا کې دغو خبرو اترو ته په اشارې سره د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره پر خپلې ژمنې یو وار بیا ټینګار وکړ.

پاکستانۍ رسنۍ اې ار وای (ARY) راپور ورکړی، چې چین د پاکستان لهخوا د خرو د نسل زیاتولو لپاره مساعد چاپېریال ته په کتو، چمتو دی چې هلته د خرو فارمونه جوړ کړي.
د چین یو لوړپوړي پلاوي د شنبې په ورځ د پاکستان د قامي خوراکي امنیت او څېړنې له وزیر رانا تنویر حسین سره ولیدل او په پاکستان کې د خرو د فارمونو په جوړولو کې یې ژوره لېوالتیا څرګنده کړه. د چین د خرو د صنعت مرستیال مشر ژاو في د چینايي پلاوي مشري کوله.
د راپور له مخې، د پاکستان یاد فدرالي وزیر د چین له دغې هڅې هرکلی وکړ او له چین سره د پاکستان پر پیاوړو اړیکو یې ټینګار وکړ.
هغه وویل، د خرو فارمونه به د قانوني تقاضاوو تر پوره کېدو وروسته، د یو منظم تړون له لارې جوړېږي.
رانا تنویر زیاته کړه، دغه تړون به دا تضمین کړي چې د پاکستان د خرو ځايي نسل اغېزمن نشي. د نوموړي په خبره، د چین خرو صنعت ته به اجازه ورکړل شي چې د ګوادر بندر کې فارمونه جوړ کړي. هلته د خرو د حلالېدو تر څنګ ورته صادراتي اسانتیاوې هم برابرې شي؛ څو د ګوادر بندر له لارې چین ته د خرو غوښه ولېږدول شي.
د چارواکو په وینا، دغه اقدام به د پاکستان صادرات زیات کړي او له چین سره سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. دا پروژه به د نوي اقتصادي فرصتونو او د کار زمینه برابره کړي.
یاده دې وي، چې تېر کال د اکټوبر په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هم په یوه ناسته کې چین ته د خرو د غوښې د صادراتو لپاره د قرنطین پر پروټوکول هوکړه شوې وه.
چین چې شاوخوا ۵.۹ مېلیونه خره لري، د خرو د غوښې او پوستکي د زیاتېدونکي اړتیا له امله د نورو هېوادونو وارداتو ته مخه کړې ده.
د خرو پوستکی په چین کې په پراخه کچه د «ای جیاو» په نامه دودیزې درملنې لپاره کارول کېږي.
دغه درمل چې د چینایي دودیز طب یوه برخه ده، د وینې د جریان د ستونزو، بېخوبۍ او وچ ټوخي د درملنې لپاره کارېږي.
کارپوهان اټکل کوي، چې د دغه درملو اړتیاوو پوره کولو لپاره هر کال په ټوله نړۍ کې مېلیونونه خره وژل کېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکرایین کې د درېشو ساعتونو لپاره د ایسټر یو اړخیز اوربند اعلان کړ او خپلو ځواکونو ته یې امر وکړ، چې د ماښام په شپږو بجو جګړه پای ته ورسوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا وړاندیز شوي اوربند ته په شک سره غبرګون وښود او هغه یې د "انساني ژوند سره په لوبې" تورن کړ.
زېلېنسکي د اوربند د وړاندېز د منلو په اړه څه نه دي ویلي، خو په اېکس یې لیکلي "زموږ په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د ایسټر او د انساني ژوند په اړه د پوتین ریښتینی چلند څرګندوي،"
پوتین په کرملین کې د خپل پوځي مشر ویلري ګیراسیموف سره په خبرو کې وویل: "د بشردوستانه ملحوظاتو پراساس، روسیه د ایسټر اوربند اعلانوي. زه د دې مودې لپاره د ټولو نظامي فعالیتونو د بندولو امر کوم."
پوتین زیاته کړه: "موږ فکر کوو چې اوکراین به زموږ مثال تعقیب کړي. په ورته وخت کې، زموږ سرتېري باید د اوربند د احتمالي سرغړونو او د دوښمن له خوا د هر ډول تېري کوونکو اقداماتو د مخنیوي لپاره چمتو وي."
د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د "ځانګړو پوځي عملیاتو" په سیمه کې یې ټولو ډلو قوماندانانو ته د اوربند په اړه لارښوونه کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، روسي ځواکونه به اوربند ته غاړه کېږدي، په دې شرط چې اوکراین یې "متقابل درناوی" وکړي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ وویل، چې اوکراین د ایسټر د اوربند د اعلان په اړه د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین باور نه شي کولی او زیاته یې کړه، چې کییف د دېرش ورځني اوربند د مراعات لپاره پر خپل اصلي تړون ولاړ دی.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها په خپل اېکس لیکلي: "د اوکراین دریځ روښانه او ثابت دی: د مارچ په ۱۱ په جده کې موږ په غیر مشروط ډول د ۳۰ ورځو لپاره د بشپړ لنډمهاله اوربند لپاره د متحده ایالاتو وړاندیز سره موافقه وکړه."

د غزې روغتیایي چارواکو د شنبې په ورځ وویل، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسراییلي بریدونو له امله تر ۹۰ ډېر کسان وژل شوي دي. اسراییلي پوځیانو د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په موخه د حماس پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.
د روغتیایي کارکوونکو په وینا، اسراییل د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې په هغه ځایونو بریدونه کړي، چې عامو خلکو پکې پنا اخیستې وه.
د دوی په وینا، په وژل شویو کې ښځې او ماشومات هم شامل دي.
په دغه سیمه کې جګړه هغه مهال پیل شوه، چې د حماس په مشرۍ وسله والو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د اسراییل پر سوېلي سیمو برید وکړ، چې پکې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړل.
ډېری یرغمل شوي کسان د اوربند یا نورو تړونونو له مخې خوشي شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل بریدونو بیا له هغه وخت راهیسې تر ۵۱ زرو ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د دوی په وینا، جګړې د غزې پراخې برخې او د خوراکي توکو د تولید زیاتره ظرفیتونه ویجاړ کړي دي.
دغو جګړو شاوخوا ۹۰ سلنه خلک بې ځایه کړي، په سلګونه زره خلک په خیمو او هغه ودانیو کې ژوند کوي، چې د اسراییلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ویجاړې شوي دي.

د ایران دولتي ټلویزیون وايي، د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وشوه، چې د اټومي خبرو بل پړاو به راتلونکې اونۍ پیل کړي. د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د دویم پړاو خبرې نن د ایټالیا په پلازمېنه روم کې وشوې.
د ایران د دولتي تلویزیون د راپور له مخې، ایران او امریکا نن د اټومي خبرو دویم پړاو د عمان په مځګړیتوب په روم کې پای ته ورساوه.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دویم پړاو خبرو پای ته رسیدو وروسته وویل، چې دواړو لوريو هوکړه وکړه، چې راتلونکې اونۍ به بل پړاو خبرې پیل کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، د متخصصینو له غونډې وروسته به هغه او د امریکا استازی د راتلونکې شنبې په ورځ په عمان کې بیا سره وګوري چې د متخصصینو د کار پایلې وارزوي.
ښاغلي عراقچي د خبرو فضا "رغنده" وبلله او ویې ویل چې دوی د خبرو "د یو لړ اصولو او اهدافو" په اړه ښه پوهاوي ته رسیدلي دي.
نوموړي وویل، چې له امریکايي پلاوي سره یې مذاکراتو څلور ساعته دوام درلود.
د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي خبرو لومړی پړاو یوه اونۍ مخکې د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوی و او دواړو لوریو هغه مذاکرات «مثبت» بللي و.

ایران او امریکا نن د ایټالیا پلازمېنه روم کې د خپلو اوږدمهالو اختلافاتو د حل لپاره دویم پړاو اټومي خبرې پیلوي. دا خبرې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه ګواښ په سیوري کې دي، چې ویلې یې دي، که ډیپلوماسي ناکام شي، ښايي پوځي اقدام وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ استازی سټیو ویټکاف به دا خبرې د عماني منځګړو له لارې پنامخ یا په غیرمستقیم ډول وکړي.
یوه اونۍ مخکې هم دواړو لوریو په د عمان پلازمېنه مسقط کې لومړۍ دوره مذاکرات وکړل او هغه مذاکرات یې «مثبت» بللي و.
رویټرز په روم کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو په اړه خپل راپور کې ویلي، تهران هڅه کوي چې د یوې ژر تر ژره هوکړې هیلي کمې کړي. خو یو شمېر ایراني چارواکي په دې باور دي چې پر دوی به بندیزونه ژر لرې شي.
بل خوا بیا د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي له امریکا سره د مذاکراتو په اړه ویلي:« نه ډیر هیلمن یم او نه هم ناهیلی.»
پر همدغه مهال ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي:« زه ساده ډول غواړم چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. هغوی نشي کولی اټومي وسله ولري. زه غواړم ایران ستر، باثباته او بریالی وي.»
ټرمپ په ۲۰۱۸ کې د خپلې لومړۍ دورې پر مهال له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون لغوه کړ او پر تهران یې سخت بندیزونه ولګول.
ټرمپ پهجنوري میاشت کې سپینې ماڼۍ ته په بیا ستنېدو سره پر ایران د خپلو سختو فشارونو کمپاین پیل کړی دی.
واشنګټن غواړي چې ایران باید د لوړې کچې یورانیمو غني کولو تولید ودروي، ځکه امریکا په دې باور ده، چې د ایران دا هڅه د اټومي وسلي جوړولو لپاره ده.
ایران بیا وايي، چې د دوی اټومي پروګرام یوازې سوله ییز اهداف لري، خو چمتو دی چې د بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې یو شمېر محدودیتونه ومني، خو داسې قوي ضمانتونه غواړي، چې امریکا بیا د ۲۰۱۸ کال په څیر له تړون په شا نه شي.
د راپورونو له مخې، ایران له ۲۰۱۹ کال راهیسې له ۲۰۱۵ کال تړون سرغړونې پیل کړې او د سوله ییزې انرژۍ اړتیاوو له حد یې ډیر یورانیم غني کړي دي.
یو لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې ایران به هیڅکله د یورانیمو غني کول بند نه کړي او د ۲۰۱۵ کال تړون لاندې کچې ته د غني شویو یورانیمو زېرمه هم نه راټیټوي.
ایران د خپلو دفاعي وړتییاوو لکه توغندیو په اړه خبرو ته هم چمتو نه دي.
سره له دې چې تهران او واشنګټن اوس د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي ده، خو لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ژور اختلاف شته.
سټیو ویټکاف او عباس عراقچي د تېرې اونۍ د خبرو په پای کې لنډه لیدنه درلوده، خو دواړو هېوادونو له ۲۰۱۵ کال راهیسې مستقمي خبرې نه دي کړې او ایران ویلي، چې د روم دا خبرې هم د عماني منځګړو له لارې غیر مستقیمي کیږي.
پر همدغه مهال روسیې چې د ۲۰۱۵ تړون غړې ده، وړاندیز کړی چي «چمتو ده مرسته وکړي، منځګړتوب او هر هغه رول لوبوي، چې د ایران او امریکا ترمنځ ګټور تمام شي.»
