طالبانو او قزاقستاني چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا بحثونه کړي دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د قزاقستان او افغانستان د اړیکو پر پیاوړتیا څېړنیزه ناسته کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د قزاقستان او افغانستان د اړیکو پر پیاوړتیا څېړنیزه ناسته کړې ده.
د طالبانو د یاد وزارت لهخوا په خپاره شوي ویډیویي پېغام کې ویل شوي، چې په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي، سوداګرۍ اوسیمهییزو همکاریو د پراخېدو په هکله بحثونه شوي دي.
په دې ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو سربېره په کابل کې د قزاقستان سفارت ډېپلوماټانو او د یاد هېواد د سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز مشر جکین توکوموف هم ګډون کړی و.
نوموړي په دغه ناسته کې ټینګار کړی، چې قزاقستان چمتو دی؛ څو له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.
طالبانو په دې ناسته کې ویلي، چې له قزاقستان سره د ټرانزیټ او سیمهییز اتصال په برخه کې د پام وړ فرصتونه رامنځته شوي دي.
دوی دغه وضعیت د دوه اړخیزو اړیکو لپاره نوی فصل بللی دی.
طالبان داسې مهال له قزاقستان سره د اړیکو په پراختیا بحثونه کوي، چې دغې ډلې له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.
د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې یوازې تاجکستان دی، چې د طالبانو استازي یې په خپل هېواد کې نه دي منلي او لا هم یاد هېواد د مخکني جمهوري نظام له ډېپلوماټانو سره خپل تعامل ته دوام ورکړی دی.
طالبان که څه هم هڅې کوي، چې له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي؛ خو د دغه ډلې سختدریځي چلند او په کور دننه ګڼ بندیزونه د دغو اړیکو په پراخېدو کې لوی خنډ دی.
طالبان د خپلو سختدریځو مفکورو له کبله د نړۍ له پامه غورځېدلي او ډېری هېوادونه ورسره نه یوازې دا چې رسمي اړیکې نه پالي؛ بلکې په بېلابېلو برخو کې ورسره له همکاریو هم ډډه کوي.

په اسلام اباد کې د تېر جمهوري نظام وروستي سفير نجيب الله علي خېل کابل ته د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير سفر ته په اشارې سره ویلي، چې د اسحاق ډار سفر د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړيکو د رغولو یوه هڅه ده.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په تړاو سیمې خپل نوي تحرکات پېل کړي:«روسیې طالبان له تور نوملړه و اېستل او ایران هم فعاله دی. امریکا مسایل څاري؛ خو لومړیتوب یې نه دی.»
پخواني سفیر علي خېل ویلي، چې که په کور دننه او بهر متعادله لار خپله نشي؛ نو وضعیت به یو وار بیا د بې ثباتۍ او بهرنیو رقابتونو پر لور ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې سترې محکمې د تېرې پنجشنبې په ورځ د تړلو دروازو ترشا په یوه غونډه کې چې د طالبانو استازي هم په کې ګډون لاره؛ د مسکو له تور نوملړه د طالبانو له نوم اېستلو سره هوکړه وکړه.
بل خوا تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته د اړیکو بیا رغونې لپاره په یو ورځني سفر کابل ته رسېدلی و، ډار په کابل کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن اخوند، د هغه له مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدنې ترسره کړې وې.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې څه موده وړاندې ترینګلې شوې وې؛ خو اوس یو وار بیا دغه اړیکې فعالې شوې او دواړه لوري له یو بل سره د ښو اړیکو په لرلو ټینګار کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د رسمي شمېرو له مخې، یوازې (د وري په ۳۰مه نېټه) یې ۱۴۳۴ تنه افغان کډوال په جبري توګه د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.
خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې راغلي، چې په دغو ۱۴۳۴ تنه کډوالو کې ۱۰۸۶ یې بې اسناده او ۳۴۸ تنه نور یې د اې سي سي کارت لرونکي افغان کډوال وو.
د پښتونخوا حکومت لهخوا لېږل شوي معلومات ښیي، چې د کډوالو د جبري ستنولو لړۍ د دویم پړاو له پیل راهیسې تر دې دمه ۴۳۰۳۴ تنه چې ۲۵۱۴۲ یې د ACC کارت لرونکي او ۱۷۸۹۲ تنه یې بې اسناد افغان کډوال دي، د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.
د دغه ایالت د کورنیو او قبایلي چارو اداره وایي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې یې د تورخم او نورو لارو څخه شاوخوا ۵۱۴۹۵۹ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.
بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د روانې میاشتې په ۳۰مه نېټه ۱۷۵ تنه افغان بندیان چې د پاکستان په بندخونو کې وو؛ تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، دغه افغانان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر ۳ ورځو پورې په بند کې ساتل شوي وو.
په همدې حال کې د بېځایه شویو نړۍوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري ډول ستنولو ته په اشارې سره ویلي، که افغانستان او پاکستان په راتلونکې کې د ښه ګاونډیتوب او اړیکو غوښتونکي وي؛ نو باید دغه اړیکې بشریت ته په متقابل درناوي پیل شي.
یاد سازمان په نړۍوالې ټولنې، نا دولتي موسسو او طالبانو غږ کړی، چې د راستنېدونکو کډوالو سره د خوندي سرپناه، بنسټیزو توکو او د عاید تولید په فرصتونو کې مرستې چمتو کړي.

د افغانستان له پرځېدلي جمهوري نظامه په اتریش کې پر دنده پاتې افغان سفیره منیژه باختري په نړۍ کې اوس د پخواني جمهوریت وروستۍ ښځینه استازې ده. هغې ویلي، طالبان نړۍوال مشروعیت نه لري او له همدې امله یې هغه هېڅ امر ته تسلیمېدونکې نه ده.
نوموړې له اېنډپېنډینټ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې اروپایي ټولنه باید طالبانو ته مشروعیت ورنکړي؛ ځکه د دغه ډلې په رسمیت پېژندل د افراطیت، ښځو ته د حقونو نه ورکولو او ظلم ته قانوني بڼه ورکول دي.
سره له دې چې طالبانو د هغې د منفکۍ حکم ورکړی؛ خو هغه د اتریش حکومت په تایید اوس هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.
منیژې باختري په مادرید کې د یوې مرکې پر مهال ویلي: «مقاومت یعنې د ظلم پر وړاندې درېدل، نه دا چې بېرته جګړې ته ور وګرځو».
هغې زیاته کړې: «زه له طالبانو امر نه اخلم. زما مشروعیت د طالبانو پورې نه دی تړلی. هغوی نه دننه په افغانستان کې مشروع دي، نه بهر».
په داسې حال کې چې ګڼ شمېر هېوادونو د طالبانو استازي د افغانستان په سفارتونو کې منلي، اتریش لا هم خپل کلک دریځ ساتلی دی.
باختري وايي، که څه هم نړۍوالې ټولنې د طالبانو تېرې کړنې هېرې کړې وې؛ خو د تېرو څلورو کلونو ظلمونه کافي دي، چې نړۍ ته وښيي دغه ډله بشري حقونو ته هېڅ ډول درناوی نه لري.
له باختري ترڅنګ نګیره میرداد هم چې په پولنډ کې د افغانستان سفارت مرستیاله وه؛ خو اوس یاد سفارت تړل شوی، له هغو ښځو ده چې د ګواښونو سره، سره لا یې هم د طالبانو خلاف خپل دریځ ته دوام ورکړی دی.
د هغې په خبره، له دې وروسته چې کابل سقوط وکړ، مالي مرستې پرې بندې شوې او اړ شوه چې د خپلې ناروغې لور لپاره له نورو سفارتونو د مرستې غوښتنه وکړي.
میرداد د طالبانو د لومړۍ دورې (د ۹۰ لسیزې) خاطره داسې راژوندۍ کوي: «زه له کوچنیوالي پوهېدم؛ که طالبان راشي، موږ ښځې یا باید ووژل شو یا به د هغوی لاس ته ولوېږو.»
په اروپا کې ځینو هېوادونو له طالبانو سره د تعامل نښې څرګندې کړې دي او مخکیني جمهوري نظام ډېپلوماتیک استازو دندې یې هم پای ته رسولې دي.
تازه څو اونۍ وړاندې ناروې هېواد هم په خپله خاوره کې افغان سفارت د طالبانو استازي ته سپارلی دی.
که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په نږدې څلوېښتو هېوادونو کې یې خپلې استازولۍ فعالې کړې دي؛ خو لا هم دغه ډله د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه ده پېژندل شوې او لامل یې په افغانستان کې د دوی توند لارې کړنې بلل شوې دي.

اېم ټي اېن مخابراتي شرکت په رسمي ډول په افغانستان کې خپل فعالیت پای ته ورساوه او خپلې ونډې یې بل شرکت ته وسپارلې. له دې وروسته به اېم ۱ شرکت چې د اېم ټي اېن شرکت ونډې یې پېرلې، د «اټوما» په نوم خپل مخابراتي فعالیتونه پر مخ یوسي.
د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر نجیب الله حقاني د اېم ټي اېن د فعالیت د پای په مراسمو کې وویل، چې د دغه شرکت ونډې د M1 ګروپ ته لېږدول شوې دي او له دې وروسته به د اټوما په نوم خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا، اېم ټي اېن پرېکړه کړې چې په افریقايي هېوادونو خپل تمرکز زیات کړي او د M1 ګروپ د مېلیونونو ډالرو په ارزښت د دغه شرکټ ونډې اخیستې دي.
اېم ټي اېن په بازار کې د ۴۰ سلنه ونډو په لرلو سره په افغانستان کې د مخابراتو تر ټولو لوی شرکت و.
دغه مخابراتي شرکت د ۱۴۰۱کال په لړم میاشت کې ویلي و، چې په افغانستان کې به د مالکیت او نوم په بدلولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
دغه شرکت ویلي و، چې د شرکت ملکیت کې پلان شوی بدلون به د پېرودونکو پر خدمتونو اغېز ونکړي.
د طالبانو د مخابراتو وزیر اتوما شرکت ته سپارښتنه وکړه، چې پېرودونکو ته معیاري او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي، د جواز شرایط مراعات کړي او د پېرودونکو حقونه خوندي کړي.
په ورته وخت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري له M1 ګروپ څخه د دغه سترې پانګونې له امله مننه کړې.
د اټوما اجراییوي مشر هاشم رمضان ژمنه کړې، چې شرکت به لوړ کیفیت او معیاري خدمتونه وړاندې کړي، خپلې زېربناوې به عصري کړي، په ټول هېواد کې به انټرنېټ او لوړ کیفیت غږ ته لاسرسی چمتو او خدمات به 4G ته لوړ کړي.
اېم ټي اېن مخابراتي شرکت له ۲۰۰۷ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کاوه او په ټول هېواد کې یې مېلیونونه پېرودونکي لرل.
له بلوه بلومبرګ بیا ویلي، چې دغه مخابراتي شرکت واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې له یو لړ پېچلتیاو سره مخ و.

له پاکستانه په زوره اېستل کېدونکي افغان کډوال په تورخم ښارګوټي کې د جوړ شوي پنډغالي دننه د سرپناوو له نشتوالي او د لومړنیو خدمتونو له کموالي شکایتونه لري.
د بيبيسي انګریزي څانګې د راپور له مخې، ډېری اېستل شوي افغانان چې اوس د تورخم ښارګوټي په پنډغالي کې دي؛ له سختو شرایطو شکایت لري. د سختې ګرمۍ، دوړو او د مناسبو خېمو یا سرپناوو نه لرلو له امله د دوی ژوند لا نور هم سخت شوی دی.
ډېرې کورنۍ چې لرو پرتو ولایتونو او سیمو پورې تړاو لري اړ دي، چې په دغه پنډغالي کې د ډېرې مودې لپاره پاتې شي.
په تورخم کې د کډوالو اړوند د طالبانو د خدمتونو یو مسوول بخت جمال ګوهر بيبيسي ته ویلي: «موږ ډېرې ستونزې حل کړې دي؛ خو کله چې دومره زیات خلک یو ځل راشي، نو طبیعي ده چې یو لړ ستونزې رامنځته کېږي. دا خلک شاوخوا ۲۰ یا ۳۰ کاله مخکې له افغانستانه وتلي وو او اوس هېڅ هم نهلري. نه کور لري، نه شتمني. د ډېرو کورونه په جګړو کې وران شوي دي».
طالبان وایي، چې هرې بېرته ستنېدونکې کورنۍ ته له ۴۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ افغانیو پورې نغدي مرسته ورکول کېږي؛ خو منتقدین وايي چې دا پیسې د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو او د نوي ژوند پیل لپاره کافي نه دي او په ځانګړې توګه په داسې هېواد کې چې اقتصاد یې د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
په راپور کې راغلي، ډېری بېرته راستانه شوي کسان له دې شکایت لري چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو اجازه نه ده ورکړې چې خپل کورني وسایل له ځان سره یوسي.
د بشري حقونو سازمانونه دا موضوع یوه لویه ستونزه بولي؛ خو د پاکستان چارواکو ویلي، چې د افغانانو د شتمنیو د لېږد د مخنیوي کومه رسمي تګلاره نه لري.
د سړک تر غاړې سوځنده لمر ته ناست یوه افغان بيبيسي ته ویلي: «زما بچي چې هلته (پاکستان) کې پیدا شوي، راته وايي چې هماغلته باید پاتې شوی وی. هلته زموږ کور و؛ خو اوس زموږ د اوسېدو اجازه پای ته رسېدلې ده. موږ نور هلته نشو پاتې کېدی. نور بیا هېڅکله پاکستان ته نه ځو».
افغانستان چې د طالبانو په واکمنۍ کې وار دمخه له اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی، باورونه دا دي چې د دغو کډوالو په ستنېدو سره به د لوږې کچه لا پسې ډېره شي.
نیوکې دا دي، چې طالبان یوازې په شعاري ډول له ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو خبرې کوي او دغه ډله په لازمه توګه د مرستو توان نه لري.
طالبانو همدا راز د ملګرو ملتونو په ګډون له بېلابېلو مرستندویه سازمانونو غوښتي، چې له پاکستانه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره دې ورسره همکاري وکړي.
