• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخوانی امریکایي سرتېری: که افغان کډوال خپل هېواد ته واستول شي، نو وبه وژل شي

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱

د امریکا د پوځ پخوانی افسر وېل سلبر وايي، که ولسمشر ټرمپ افغان کډوال خپل هېواد ته واستوي؛ نو خامخا به ووژل شي. نوموړي له «دي بلواک» سره په مرکه کې ويلي، دغه کډوال هغه کسان دي چې په افغانستان کې يې له امريکايي او ناټو ځواکونو سره همکاري کړې ده.

د ټرمپ ادارې افغان کډوالو ته یو خبرداری استولی او ویلي یې دي، یوازې یوه اونۍ وخت لري چې له امریکا ووځي. ډېری یې هغه کسان دي، چې د امریکايي ځواکونو د مرستې لپاره یې هر څه له ګواښ سره مخ شوي دي.

ويل سلبر وويل:« له افغانستانه د وتلو پر مهال شاوخوا ۱۲۰زره افغانان لېږدول شوي او ډېر نور له هغه وروسته امريکا ته راغلي دي. ټول هغه کسان چې دلته راغلي د احتمالي اخراج سره مخ دي. که دوی افغانستان ته واستول شي؛ نو خامخا وژل کېږي. دوی به سل په سلو کې ووژل شي.»

د هغه په ​​وينا، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي، چې دغه هېواد راستنېدونکي افغان کډوال او پخواني سرتېري د طالبانو له لوري نيول شوي، ربړول شوي او ان وژل شوي دي.

څو ورځې وړاندې د امریکا حکومت له یو شمېر هغو افغان پناه‌غوښتونکو چې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته ورغلي غوښتي، چې په یوه اوونۍ کې باید له امریکا ووځي؛ که نه د قانوني اقداماتو له مخې به و اېستل شي.

دغه خبرداری د امریکا د کورني امنیت وزارت له لوري د رسمي برېښنالیکونو له لارې افغانانو ته استول شو دی.

بل خوا، په جلاوطنۍ کې د افغانستان جمهوري‌غوښتونکي ډیموکراتیک خوځښت (پي‌ډي‌اېم‌اې) له ۱۴ زرو څخه ډېرو افغانانو لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو د خوندیتوب وضعیت (ټي‌پي‌اېس) پر لغوه کېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

دغه خوځښت ټینګار کړی، چې یادو افغانانو د رسنیو، مدني ټولنو او متحده‌ایالاتو حکومت له پروګرامونو سره کار کړی او له همدې امله که هغوی افغانستان ته ستانه کړل شي؛ نو ژوند به یې له جدي ګواښ سره مخ شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو او قزاقستاني چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا بحثونه کړي‌ دي

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د قزاقستان او افغانستان د اړیکو پر پیاوړتیا څېړنیزه ناسته کړې ده.

د طالبانو د یاد وزارت له‌خوا په خپاره شوي ویډیویي پېغام کې ویل شوي، چې په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي، سوداګرۍ اوسیمه‌ییزو همکاریو د پراخېدو په هکله بحثونه شوي دي.

په دې ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو سربېره په کابل کې د قزاقستان سفارت ډېپلوماټانو او د یاد هېواد د سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز مشر جکین توکوموف هم ګډون کړی و.

نوموړي په دغه ناسته کې ټینګار کړی، چې قزاقستان چمتو دی؛ څو له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.

طالبانو په دې ناسته کې ویلي، چې له قزاقستان سره د ټرانزیټ او سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د پام وړ فرصتونه رامنځته شوي دي.

دوی دغه وضعیت د دوه اړخیزو اړیکو لپاره نوی فصل بللی دی.

طالبان داسې مهال له قزاقستان سره د اړیکو په پراختیا بحثونه کوي، چې دغې ډلې له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.

د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې یوازې تاجکستان دی، چې د طالبانو استازي یې په خپل هېواد کې نه دي منلي‌ او لا هم یاد هېواد د مخکني جمهوري نظام له ډېپلوماټانو سره خپل تعامل ته دوام ورکړی دی.

طالبان که څه هم هڅې کوي، چې له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي؛ خو د دغه ډلې سختدریځي چلند او په کور دننه ګڼ بندیزونه د دغو اړیکو په پراخېدو کې لوی خنډ دی.

طالبان د خپلو سختدریځو مفکورو له کبله د نړۍ له پامه غورځېدلي او ډېری هېوادونه ورسره نه یوازې دا چې رسمي اړیکې نه پالي؛ بلکې په بېلابېلو برخو کې ورسره له همکاریو هم ډډه کوي.

پخوانی افغان سفیر: د اسحاق ډار سفر د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو د رغولو یوه هڅه ده

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۱

په اسلام اباد کې د تېر جمهوري نظام وروستي سفير نجيب الله علي خېل کابل ته د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير سفر ته په اشارې سره ویلي، چې د اسحاق ډار سفر د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړيکو د رغولو یوه هڅه ده.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په تړاو سیمې خپل نوي تحرکات پېل کړي:«روسیې طالبان له تور نوملړه و اېستل او ایران هم فعاله دی. امریکا مسایل څاري؛ خو لومړیتوب یې نه دی.»

پخواني سفیر علي خېل ویلي، چې که په کور دننه او بهر متعادله لار خپله نشي؛ نو وضعیت به یو وار بیا د بې ثباتۍ او بهرنیو رقابتونو پر لور ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې سترې محکمې د تېرې پنجشنبې په ورځ د تړلو دروازو ترشا په یوه غونډه کې چې د طالبانو استازي هم په کې ګډون لاره؛ د مسکو له تور نوملړه د طالبانو له نوم اېستلو سره هوکړه وکړه.

بل خوا تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته د اړیکو بیا رغونې لپاره په یو ورځني سفر کابل ته رسېدلی و، ډار په کابل کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن اخوند، د هغه له مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدنې ترسره کړې وې.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې څه موده وړاندې ترینګلې شوې وې؛ خو اوس یو وار بیا دغه اړیکې فعالې شوې او دواړه لوري له یو بل سره د ښو اړیکو په لرلو ټینګار کوي.

له خیبر پښتونخوا تېره ورځ تر زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شول

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا حکومت د رسمي شمېرو له مخې، یوازې (د وري په ۳۰مه نېټه) یې ۱۴۳۴ تنه افغان کډوال په جبري توګه د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې راغلي، چې په دغو ۱۴۳۴ تنه کډوالو کې ۱۰۸۶ یې بې اسناده او ۳۴۸ تنه نور یې د اې سي سي کارت لرونکي افغان کډوال وو.

د پښتونخوا حکومت له‌خوا لېږل شوي معلومات ښیي، چې د کډوالو د جبري ستنولو لړۍ د دویم پړاو له پیل راهیسې تر دې دمه ۴۳۰۳۴ تنه چې ۲۵۱۴۲ یې د ACC کارت لرونکي او ۱۷۸۹۲ تنه یې بې اسناد افغان کډوال دي، د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د دغه ایالت د کورنیو او قبایلي چارو اداره وایي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې یې د تورخم او نورو لارو څخه شاوخوا ۵۱۴۹۵۹ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د روانې میاشتې په ۳۰مه نېټه ۱۷۵ تنه افغان بندیان چې د پاکستان په بندخونو کې وو؛ تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، دغه افغانان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر ۳ ورځو پورې په بند کې ساتل شوي وو.

په همدې حال کې د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري ډول ستنولو ته په اشارې سره ویلي، که افغانستان او پاکستان په راتلونکې کې د ښه ګاونډیتوب او اړیکو غوښتونکي وي؛ نو باید دغه اړیکې بشریت ته په متقابل درناوي پیل شي.

یاد سازمان په نړۍوالې ټولنې، نا دولتي موسسو او طالبانو غږ کړی، چې د راستنېدونکو کډوالو سره د خوندي سرپناه، بنسټیزو توکو او د عاید تولید په فرصتونو کې مرستې چمتو کړي.

اروپا کې وروستۍ افغان سفیره: طالبان نړۍوال مشروعیت نه لري او هېڅ امر یې نه منم

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۱۱ GMT+۱

د افغانستان له پرځېدلي جمهوري نظامه په اتریش کې پر دنده پاتې افغان سفیره منیژه باختري په نړۍ کې اوس د پخواني جمهوریت وروستۍ ښځینه استازې ده. هغې ویلي، طالبان نړۍوال مشروعیت نه لري او له همدې امله یې هغه هېڅ امر ته تسلیمېدونکې نه ده.

نوموړې له اېنډپېنډینټ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې اروپایي ټولنه باید طالبانو ته مشروعیت ورنکړي؛ ځکه د دغه ډلې په رسمیت پېژندل د افراطیت، ښځو ته د حقونو نه ورکولو او ظلم ته قانوني بڼه ورکول دي.

سره له دې چې طالبانو د هغې د منفکۍ حکم ورکړی؛ خو هغه د اتریش حکومت په تایید اوس هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.

منیژې باختري په مادرید کې د یوې مرکې پر مهال ویلي: «مقاومت یعنې د ظلم پر وړاندې درېدل، نه دا چې بېرته جګړې ته ور وګرځو».

هغې زیاته کړې: «زه له طالبانو امر نه ‌اخلم. زما مشروعیت د طالبانو پورې نه دی تړلی. هغوی نه دننه په افغانستان کې مشروع دي، نه بهر».

په داسې حال کې چې ګڼ شمېر هېوادونو د طالبانو استازي د افغانستان په سفارتونو کې منلي، اتریش لا هم خپل کلک دریځ ساتلی دی.

باختري وايي، که څه هم نړۍوالې ټولنې د طالبانو تېرې کړنې هېرې کړې وې؛ خو د تېرو څلورو کلونو ظلمونه کافي دي، چې نړۍ ته وښيي دغه ډله بشري حقونو ته هېڅ ډول درناوی نه لري.

له باختري ترڅنګ نګیره میرداد هم چې په پولنډ کې د افغانستان سفارت مرستیاله وه؛ خو اوس یاد سفارت تړل شوی، له هغو ښځو ده چې د ګواښونو سره، سره لا یې هم د طالبانو خلاف خپل دریځ ته دوام ورکړی دی.

د هغې په خبره، له دې وروسته چې کابل سقوط وکړ، مالي مرستې پرې بندې شوې او اړ شوه چې د خپلې ناروغې لور لپاره له نورو سفارتونو د مرستې غوښتنه وکړي.

میرداد د طالبانو د لومړۍ دورې (د ۹۰ لسیزې) خاطره داسې راژوندۍ کوي: «زه له کوچنیوالي پوهېدم؛ که طالبان راشي، موږ ښځې یا باید ووژل شو یا به د هغوی لاس ته ولوېږو.»

په اروپا کې ځینو هېوادونو له طالبانو سره د تعامل نښې څرګندې کړې دي او ‌مخکیني جمهوري نظام ډېپلوماتیک استازو دندې یې هم پای ته رسولې دي.

تازه څو اونۍ وړاندې ناروې هېواد هم په خپله خاوره کې افغان سفارت د طالبانو استازي ته سپارلی دی.

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په نږدې څلوېښتو هېوادونو کې یې خپلې استازولۍ فعالې کړې دي؛ خو لا هم دغه ډله د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه ده پېژندل شوې او لامل یې په افغانستان کې د دوی توند لارې کړنې بلل شوې دي.

اېم ټي اېن مخابراتي شرکت په افغانستان کې خپلې ونډې پر بل شرکت وپلورلې

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۱

اېم ټي اېن مخابراتي شرکت په رسمي ډول په افغانستان کې خپل فعالیت پای ته ورساوه او خپلې ونډې یې بل شرکت ته وسپارلې. له دې وروسته به اېم ۱ شرکت چې د اېم ټي اېن شرکت ونډې یې پېرلې، د «اټوما» په نوم خپل مخابراتي فعالیتونه پر مخ یوسي.

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر نجیب الله حقاني د اېم ټي اېن د فعالیت د پای په مراسمو کې وویل، چې د دغه شرکت ونډې د M1 ګروپ ته لېږدول شوې دي او له دې وروسته به د اټوما په نوم خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا، اېم ټي اېن پرېکړه کړې چې په افریقايي هېوادونو خپل تمرکز زیات کړي او د M1 ګروپ د مېلیونونو ډالرو په ارزښت د دغه شرکټ ونډې اخیستې دي.

اېم ټي اېن په بازار کې د ۴۰ سلنه ونډو په لرلو سره په افغانستان کې د مخابراتو تر ټولو لوی شرکت و.

دغه مخابراتي شرکت د ۱۴۰۱کال په لړم میاشت کې ویلي و، چې په افغانستان کې به د مالکیت او نوم په بدلولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دغه شرکت ویلي و، چې د شرکت ملکیت کې پلان شوی بدلون به د پېرودونکو پر خدمتونو اغېز ونکړي.

د طالبانو د مخابراتو وزیر اتوما شرکت ته سپارښتنه وکړه، چې پېرودونکو ته معیاري او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي، د جواز شرایط مراعات کړي او د پېرودونکو حقونه خوندي کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري له M1 ګروپ څخه د دغه سترې پانګونې له امله مننه کړې.

د اټوما اجراییوي مشر هاشم رمضان ژمنه کړې، چې شرکت به لوړ کیفیت او معیاري خدمتونه وړاندې کړي، خپلې زېربناوې به عصري کړي، په ټول هېواد کې به انټرنېټ او لوړ کیفیت غږ ته لاسرسی چمتو او خدمات به 4G ته لوړ کړي.

اېم ټي اېن مخابراتي شرکت له ۲۰۰۷ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کاوه او په ټول هېواد کې یې مېلیونونه پېرودونکي لرل.

له بلوه بلومبرګ بیا ویلي، چې دغه مخابراتي شرکت واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې له یو لړ پېچلتیاو سره مخ و.