هغه نیوکه وکړه چې د امن تړون سره د پېښور او کورمې سړک د رتګ او راتګ لپاره نه پرانیستل کېږي.
دی وايي، خلک حکومت ناهیلي شوي، ځکه به دوی سبا د رضاکار ځواک د استخدام کار پیل کړي ترڅو خلک له ګډوډۍ وژغورل شي او د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره د رضاکار ځواک له لارې ګامونه واخیستل شي.
په کورمه کې د سنیانو او شعیه ګانو ترمنځ شخړه له کلونو راهیسې د ځمکو او غرونو کې د ځنګلونو د وېش پر سر روانه ده؛ خو په دې وروستیو کې دا ناورین تر بل هر وخت ډېر خونړی شو.
اوسنی ناورین هغه مهال پیل شو، چې د پاړاچینار شیعه یانو کوزمه کورمه کې پر کاروان برید وکړ او د ماشومانو او ښځو په ګډون یې اتلس کسان ووژل.
په مقابل کې سنیانو د دوی پر کاروان برید وکړ او تر ۴۰ کسان یې ووژل او په ځواب کې شیعه یانو د بګن په نوم د سنیانو بازار وسوځاوه او د ماشومانو په ګډون یې ښځې او بوډاګان ووژل.
د راپورنو له مخې، په سیمه کې شیعه مذهبي د ایران هېواد له لوري ملاتړ کېږي او ان د وسلو مرستې هم ورسره کېږي، چې په بګن سوځولو کې یې هم ونډه درلوده.
محکمې ته ویل شوي، « موجود معلومات او شرایط د امریکا فدرالي محکمې د نیولو د حکم پلي کولو او د عبدالظاهر قدیر د بېرته لېږد او تسلیمۍ لپاره کافي دي، څو هغه له تورونو سره مخ شي».
همداراز، څارنوال وویل چې عبدالظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۱۴مه د قطر هوايي لیکې له لارې له کابل څخه نایروبي ته راغلی.
پلټونکي افسر زیاته کړې چې قدیر دایمي استوګنځای نه لري او د تېښتې خطر یې ډېر جدي دی.
همداراز ویل شوي چې ظاهر قدیر ممکن نه یوازې افغانستان ته، بلکې یوه داسې هېواد ته ولاړ شي چې له امریکا سره د تسلیمۍ تړون نه لري، چې دا به یې د بېرته راوستلو هڅې شنډې کړي.
محکمې ته دا هم ویل شوي چې که عبدالظاهر خوشی شي، دا به نه یوازې د هغه د تسلیمۍ بهیر ته زیان ورسوي، بلکې د هغه د همکارانو د موندلو هڅې به هم له خنډ سره مخ کړي، چې لا هم پټ دي.
په رپوټ کې راغلي، چې د عدالت، او د کینیا د نړیوالو ژمنو د بشپړتیا په خاطر، دا مهمه ده چې محکمه د امریکا د نیولو امر ومني او د عبدالظاهر قدیر د بېرته لېږد او تسلیمۍ امر صادر کړي چې په محکمه کې له تورونو سره مخ شي.