محکمې ته ویل شوي، « موجود معلومات او شرایط د امریکا فدرالي محکمې د نیولو د حکم پلي کولو او د عبدالظاهر قدیر د بېرته لېږد او تسلیمۍ لپاره کافي دي، څو هغه له تورونو سره مخ شي».
همداراز، څارنوال وویل چې عبدالظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۱۴مه د قطر هوايي لیکې له لارې له کابل څخه نایروبي ته راغلی.
پلټونکي افسر زیاته کړې چې قدیر دایمي استوګنځای نه لري او د تېښتې خطر یې ډېر جدي دی.
همداراز ویل شوي چې ظاهر قدیر ممکن نه یوازې افغانستان ته، بلکې یوه داسې هېواد ته ولاړ شي چې له امریکا سره د تسلیمۍ تړون نه لري، چې دا به یې د بېرته راوستلو هڅې شنډې کړي.
محکمې ته دا هم ویل شوي چې که عبدالظاهر خوشی شي، دا به نه یوازې د هغه د تسلیمۍ بهیر ته زیان ورسوي، بلکې د هغه د همکارانو د موندلو هڅې به هم له خنډ سره مخ کړي، چې لا هم پټ دي.
په رپوټ کې راغلي، چې د عدالت، او د کینیا د نړیوالو ژمنو د بشپړتیا په خاطر، دا مهمه ده چې محکمه د امریکا د نیولو امر ومني او د عبدالظاهر قدیر د بېرته لېږد او تسلیمۍ امر صادر کړي چې په محکمه کې له تورونو سره مخ شي.
د طالبانو د دفاع وزیر او د امنیتی او تصفیوي کمېسون مشر دا مشوره د طالبانو د مشر ملا هبت الله د طرزالعمل سره په ټکر کې ده.
منفور او نامطلوب چوکاټ ډېر پراخ دی او دا وېره موجوده ده، چې په دې کې طالبان هڅه وکړی، د تېر جمهوري نظام مامورین او منسوبین له دندو تنقیص کړي.
د خپل مشر له حکم سره ټکر
د طالبانو مشر ملا هبت الله له نظامي ارګانونو د شل سلنې تشکیل د تنقیص د حکم د تطبیق په طرح کې لیکل شوي و، چې په دې تنقیص کې دې د اجیرانو او ساتونکو بستونو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د ملا هبت الله په طرح کې همدراز ویل شوي و چې له دې تشکیل څوک تنقصیږي او کورونو ته رخصتیږي ، که «مجاهد وي، که همکار وي یا د شهید له ورثه وو وي یا بعدالفتح وي، دوی ټولو ته باید له بدیل امتیاز څخه ۵ زره افغانۍ په کور ورکړل شي».
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو اړوند وسله والو غږونه لاس په لاس کېږي چې د تنقیص په دغه بهیر کې له دندو ایستل شوي، ډېر ناراضه دي او نیوکه یې همداده چې قرباني هم ساتونکي ورکوي او بېرته له دندو هم ساتونکي زیات تنقیص کېږي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله په داسې حال کې دا پرېکړه کوي، چې له افغانستان سره د امریکا مرستې درول شوې دي او وخت ناوخته دولتي کارکوونکي د معاشونو د ځنډ او خنډ په اړه شکایتونه کوي.
داسې ښکاري چې پاکستان دې ته متوجه شوی چې د اقتصادي بېثباتۍ دوام به یوازې د نورو سیمهییزو شریکانو، لکه ایران، ازبکستان، چین او قزاقستان نفوذ ته لاره اواره کړي. طالب چارواکي وایي، د پاکستان لهخوا د وروستیو پیغامونو له مخې داسې برېښي چې له امنیتي ګیلو سره سره اوس سوداګرۍ ته لومړیتوب ورکول کېږي.
یاده سرچینه وايي، « داسې ښکاري چې پاکستان قانع شوی وي، چې باید شته امنیتي ستونزو ته له پام پرته، تجارت او ترانزیت ته وده ورکړل شي. دا ښایي هغه درک وي، چې اقتصاد پخپله د ثبات لپاره لاره اوارولی شي».
افغانستان او پاکستان شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره د ډیورنډ ګډه کرښه لري، چې بیا بیا د امنیتي پېښو او سرحدي شخړو شاهده ده.
د تورخم او چمن په څېر مهم سرحدي بندرونه په وار وار تړل شوي، چې سوداګرۍ ته یې درانده زیانونه اړولي دي. افغان تجاران او موټر چلوونکي تل له ځنډونو، سختو تلاشیو او د تورخم او چمن لارو له ناڅاپي بندیدو شکایت کوي.
که څه هم پاکستان د افغانستان لپاره یو مهم سوداګریز او ترانزیټي شریک پاتې شوی، خو دا اړیکه له کلونو راهیسې د ډیپلوماټیکو ترینګلتیاوو له امله زیانمنه شوې. په وروستیو کلونو کې کړکېچ هله زیات شو، چې اسلاماباد پر طالبانو تور ولګاوه، چې دټي تي پي غړي یې په خپله خاوره کې ځای پر ځای کړي دي.
پاکستان پر طالبانو ټینګار کړی، چې د ټي ټي پي پر وړاندې عملي اقدامات وکړي، خو د طالبانو مشرتابه دا تورونه ردوي او وايي، د دغې ډلې پر ضد اقدام د داخلي مسایلو او مذهبي اړیکو له امله اسان نه دی.
دواړو خواوو په ناستو کې پر یوه ګډ امنیتي -استخباراتي کمیسیون یا کمېټې جوړولو پرېکړه کړې
ګډ امنیتي -استخباراتي کمیسیون
طالبانو د تېر په څېر یوځل بیا د ټي ټي پي په تړاو، چې د اسلام اباد تر ټولو ستره اندېښنه ګڼل کیږي، پر تفاهم او تدریجي حل لارو ټینګار کړی.
دې خبرو ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دواړو خواوو د سیاسي چینل د پرانېستلو تر څنګ د یوه ګډ امنیتي- استخباراتي کمیسیون پر جوړولو هوکړه کړې، چې په ترکیب کې به یې د ای ایس ای او د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست استازي، د دواړو هېوادونو دکورنیو چارو وزارتونو امنيتي چارواکي او په کابل کې د پاکستان سفیر یا نظامي اتشه شامل وي.
سرچینه وايي، ټاکل شوې ددغو پرېکړو د تعقیب لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ددې ډلې له مشر مولوي هبت الله اخوندزاده او نورو اړوندو ادارو سره تر سلامشورو وروسته په نږدې وخت کې پاکستان ته سفر وکړي او د ګډ کمیسیون د غړو په تشخیص، کاري پروسیجرونو او نورو اړوند مسایلو نهايي پرېکړې وشي.
د ډار د سفر پر مهال، بحثونه پر دې هم متمرکز وو چې څنګه تجارتي میکانیزمونه بیا فعال شي، د پولې تګ راتګ اسانه شي او د ګمرکي همکاریو څرنګوالی پراخ شي.
افغان او پاکستاني سوداګر له کلونو راهیسې دا غوښتنه کوي چې تجارت دې له سیاست څخه بېل شي او د لا ښې زیربنا پر جوړېدو دې تمرکز وشي.
ددې خبرو په پایله کې د افغانستان په اړه لوړپوړې دوهاړخیزې ناستې، درې اړخیز او څو اړخیز ډیپلوماټیک مېکانیزمونه او فارمټونه هم بېرته پیلیږي، چې د پاکستان او طالبانو د اړیکو د ترینګلتیا له امله یې په ناستو کې ځنډ راغلی و.
په دې فارمټونو کې د ګاونډیو هېوادونو جمع روسیې فارمټ، د پاکستان-چین-افغانستان، افغانستان، پاکستان-ازبکستان او افغانستان، پاکستان-ایران ناستې شاملې دي.
شنونکي وایي، دغه سفر او هوکړې ښایي د پاکستان د داخلي اقتصادي ستونزو انعکاس هم وي. پاکستان چې له لوړ انفلاسیون، نړیوالو فشارونو او صادراتو کې له کسر سره مخ دی، ښايي له افغانستان سره عادي اقتصادي اړیکې یو ارزان، خو ګټور هدف وګڼي.
خو ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي. پاکستان غواړي چې ترهګرۍ ضد ګډ میکانیزمونه رامنځته شي او د تګ راتګ د کنټرول سخت معیارونه وضع شي، په داسې حال کې چې طالبان دې کار ته د سیاسي او امنیتي نفوذ په سترګه ګوري.