• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د پولیو ضد واکسین دویم کلنی پړاو پیل شو

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۲۰ GMT+۱

پاکستان د افغانستان په څېر نن له پولیو د نږدې ۴۵ میلیون ماشومانو د خوندیتوب لپاره دویم کلنی کمپاین پیل کړ، چې تر یوې اونۍ به روان وي. په دا مهال د پاکستان د روغتیا وزیر وايي، د پولیو له منځه وړلو کې افغانستان تر پاکستان مخکې کېږي او ښايي دغه هدف ته تر اسلام اباد مخکې ورسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، افغانستان او ګاونډی پاکستان یې په نړۍ کې یواځني هېوادونه دي چې لا هم پکې ماشومان پولیو کېږي.

د پاکستان د روغتیا وزیر مصطفا کمال پرون کراچۍ کې د طبي څېړنو شپږم نړیوال کانفرانس کې هیله وښوده چې دواړه هېوادونه په یو وخت پولیو له منځه یوسي.

پاکستان له تېرې جنورۍ راهیسې په پولیو د شپږو ماشومانو د اخته کېدو خبره کړې د.

تېر کال په دغه هېواد کې ۷۴ کسان پرې اخته شوي و، خو له ۲۰۲۱ کال یواځې یوه پېښه درج شوې وه.

د پاکستان روغتیا وزیر مصطفا کمال له میندو پلرونو غوښتي چې کور په کور ګرځېدونکو روغتیايي کارمنانو سره مرسته وکړي.

پاکستان کې روغتیايي کارمنان له بریدونو سره مخ کېږي او توندلاري ادعا کوي چې واکسین د مسلمانو ماشومانو د شنډولو لپاره د غرب یوه هڅه ده.

له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې تر دوو سوو ډېر هغه کارمنان او پولیس وژل شوي چې د پولیو مخنیوي کې یې مرسته کوله.

افغانستان کې واکسین

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وایي، چې د دغه کمپاین په لړ کې به ۱۱.۶ مېلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هم نن دوشنبهد ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شو.

روان زېږدیز کال په افغانستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده؛ خو تېرکال بیا په افغانستان کې د پولیو ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د طالبانو واکمنېدو پسې په افغانستان کې د پولیو پېښې زیاتې شوې او هم دې ډلې د کور په کور کمپاین پر ځای جومات په جومات کمپاین غوره کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ډان ورځپانه:امریکا افغانستان کې نوې لوبه پیل کړې چې د پاکستان او ایران امنیت به اغېزمن کړي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د پاکستان ډاڼ ورځپانې په یوه مقاله کې ویلي، د نړۍوالو سیالیو یا «لویې لوبې» تمرکز اوس پر افغانستان نه؛ بلکې په ایران او پاکستان راڅرخي. مقاله زیاتوي، که څه هم افغانستان د اوږدې مودې لپاره د نړۍوالو قدرتونو د سیالیو مرکز پاتې شوی؛ خو اوس امریکا نوې لوبه پیل کړې ده.

د مقالې له مخې، ټرمپ غواړي چې به افغانستان کې د خپل هېواد نفوذ بېرته را ژوندی کړي او د دې کار لپاره د بګرام پوځي اډې بیا ترلاسه کول یې تر ټولو مهم ماموریت دی.

ډان کاږي، چې کابل ته د زلمي خلیلزاد تر مشرۍ لاندې د امریکایي پلاوي سفر که څه هم په ښکاره د بندیانو د خوشې کېدو مسله شاربله؛ خو د پردې ترشاه د امریکا او طالبانو ترمنځ د ژورو خبرو پیل و.

یادې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکي، ښایي طالبان د بګرام اډه بېرته امریکا ته وسپاري او په بدل کې به یې واشنګټن د طالبانو د نړۍوالې انزوا کمولو ته غاړه کېږدي او ان د هغو پرمختللو وسلو د کنټرول اجازه ورکړي چې امریکا په ۲۰۲۱ کې تر وتو وروسته په افغانستان کې پرېښې وې.

د مقالې له مخې، د دغو وسلو د ترمیم او ساتنې لپاره د امریکا پر مرستې هم بحث شوی چې دا چاره کولای شي د طالبانو پوځي ځواک نور هم پیاوړی کړي.

مقاله زیاتوي، چې امریکا غواړي له نرمو وسیلو لکه مرستو، پانګونې او ډېپلوماسۍ کار واخلي؛ څو بېرته افغانستان ته داخل شي. دا چاره به امریکا ته دا توان ورکړي، چې پر ایران او پاکستان نوي فشارونه راولي.

د ورځپاڼې تحلیل وړاندې کاږي، که امریکا بېرته بګرام ته ورشي؛ نو د پاکستان د اټومي وسلو د امنیت په اړه به د امریکا پخوانۍ اندېښنې یو ځل بیا راپورته شي.

که څه هم پاکستاني چارواکو دغه اندېښنې رد کړې دي؛ خو د امریکا له لوري د بګرام د بېرته غوښتلو وخت خورا معناداره بلل شوی دی.

د مقالې په پای کې راغلي، سره له دې چې چین، روسیه، هند، ایران او پاکستان له طالبانو سره نارسمي اړیکې لري؛ خو د طالبانو حکومت لا هم د نړۍوالې مشروعیت له اړخه له کړکېچ سره مخ دی.

ورځپاڼه ټینګار کوي، چې د «لویې لوبې» نوی پړاو پیل شوی او دغه لوبه ښایي د ایران او پاکستان لپاره ژور امنیتي بدلونونه راولي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د دیني مدرسو لپاره سل مېلیونه پاکستانۍ کلدارې بودجه ځانګړې کړه

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۸ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشر بېرستر سیف ویلي،‌ چې ایالتي حکومت د دیني مدرسو لپاره ورکول کېدونکې دېرش مېلیونه روپۍ اوس ۱۰۰ مېلیونو ته زیاتې کړې دي.

نوموړی وایي، دغه پرېکړه د سر وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ په یوې غونډه کې شوې ده.

د هغه په وینا، د دیني مدرسو زده‌کوونکي د پاکستان لویه پانګه ده او حکومت هڅه کوي چې هغوی ته د دیني زده‌کړو تر څنګ د عصري زده‌کړو اسانتیا هم برابره کړي.

بېرسټر سیف زیاته کړه:« دیني او عصري زده‌کړې د وخت یوه مهمه اړتیا ده. موږ غواړو، چې زده‌کوونکي د دیني زده‌کړو تر څنګ د اوسني وخت اړتیاوو ته هم چمتو کړو».

د هغه په خبره، د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت د ښوونځیو تر څنګ دیني مدرسو ته هم خپله پاملرنه ډېره کړې ده.

له دې سره هم‌مهاله په خېبر پښتونخوا کې د دیني مدرسو او عالمانو پر وړاندې امنیتي ننګوونې هم خورا ډېر شوې دي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې د اکوړه خټک دیني مدرسې دننه د یوه ځانمرګي برید له کبله د یادې مدرسې مشر مولانا حامد الحق او د هغه ځیني زده‌کوونکي ووژل شول.

د خېبر پښتونخوا او پاکستان دننه پر ځینو مدرسو تورونه دي، چې سختدریځي او افراطي کسان روزي.

پر افغانستان واکمن طالبان چې د خپلو افراطي مفکورو له کبله یې له ښځو سربېره د ټولنې په بېلابېلو برخو کې سخت بندیزونه لګولي‌ هم له دغو مدرسو فارغ شوي دي.

پاکستان پرون له زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې، پرون ( د وري ۳۱مه) ۱۴۷۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دغه ادارې خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې ویلي، چې په دغه کډوالو کې ۴۶۲ یې د ACC کارت لرونکي او ۱۰۰۸ تنه یې ناقانونه افغان کډوال وو.

په معلوماتو کې راغلي، چې تر دې مهاله یې د تورخم له لارې ۴۳۴۹۶ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي چې له ډلې یې ۱۹۸۲ له اسلام اباده، ۱۶۶۲۴ تنه له پنجاب ایالت، ۱۰۱۹ تنه له کشمیر او ۴۶ تنه افغان کډوال له سند او ګلګېت بلتستان څخه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ۱۱۵ تنه افغانان چې د پاکستان حکومت له‌خوا نیول شوي وو؛ تر خوشې کېدو وروسته د سپين بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

هاخوا بیا د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزارت له حوالې خبر ورکړی دی، چې تېره ورځ د (وري ۳۱مه) نېټه ۱۹۰ کورنۍ د تورخم، ۱۹۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او همدا راز په تېرو پنځو ورځو کې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۴۳۹ا و د هرات د اسلام کلا له لارې ۵۳کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.

پاکستان د «جعلي شناختي کارټ» لرونکو افغانانو پر ضد جدي اقدامات پیل کړي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۱۱ GMT+۱

پاکستاني چارواکو هغه افغان کډوال تر جدي څېړنو لاندې راوستي، چې د پاکستان د پېژندپاڼې (CNIC) جعلي اسناد یې ترلاسه کړي دي. د راپورونو له مخې، د پېښور ښار له ۱۵ سیمه‌ییزو شوراګانو اسناد غوښتل شوي؛ څو څرګنده شي چې افغان کډوالو ته څنګه پاکستاني شناختي کارټونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ چارواکي وایي چې دغه څېړنې پراخې شوې دي او هغه پاکستاني وګړي هم تر پوښتنو لاندې راغلي، چې افغانان یې د خپلو کورنیو د غړو په توګه ثبت کړي دي.

راپور زیاتوي، چې دا مهال د پېښور په بېلابېلو سیمو لکه خیبر بازار، ګنج، نمک منډوي، جناح پارک روډ، دېر کالوني، زرګراباد، پیپل منډوي، حیات‌ اباد او افغان کالونۍ کې د مېشتو یا کارکوونکو افغانانو نوملړونه چمتو کېږي او ډېر ژر به پرې قانوني اقدامات وشي.

سرچینې وايي، د سیمه‌ییزو شوراګانو یا (یونین کونسلو) ګڼ منشيان څېړنو ته بلل شوي او د ځینو دولتي کارکوونکو اسناد هم تر کتنې لاندې دي.

دغه اقدامات داسې مهال پیل شوي، چې د پاکستان حکومت (د اپرېل ۳۰مه) د هغو بهرنیو وګړو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې چې قانوني اسناد نه لري او یا هم ویزه یې ختمه شوې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ناقانونه مېشتو کډوالو د اېستلو عملیات به لا چټک شي.

د پاکستان کورنیو چارو په برخه کې د دولت وزیر طلال چوهدري ویلي، چې پاکستان لسګونه کاله د افغانانو کوربه‌توب کړی؛ خو اوس د قانون پلي کېدو وخت راغلی دی.

هغه زیاته کړې: «موږ نور په ناقانونه توګه د پاتې کېدو اجازه نه شو ورکولای او له دې وروسته به سخت اقدامات کېږي».

دغه څرګندونې داسې مهال شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د سفر پر مهال له طالب چارواکو سره د افغان کډوالو د با عزته ستنېدو اړوند خبرې هم کړې دي.

طلال چوهدري وايي، له اپرېل میاشتې راهیسې تر اوسه شاوخوا ۸۴ زره افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې دغه لړۍ «قانوني، منظمه او انساني ده»؛ خو طالبان او د بشري حقونو سازمانونه نیوکه کوي، چې پاکستان له افغان کډوالو سره ظالمانه چلند کوي او ان د ستنېدونکو کسانو شتمنۍ، پانګې او ملکیتونه هم دغه هېواد کې لوټ شوي دي.

چوهدري خبرداری ورکړی، هغه پاکستانيان به هم ونیول شي چې ناقانونه مېشتو کډوالو ته کورونه، کار یا نور خدمتونه برابروي.

هغه وویل:« که څوک یوه ناقانونه بهرني ته هټۍ، کور یا ځای ورکړي؛ نو قانوني چلند به ورسره وشي».

د پي ټي اېم کاناډا څانګې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول وغندل

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۳۱ GMT+۱

له بلجیم او ډنمارک وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ کاناډا څانګې په تورنټو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري ستنولو په غبرګون لاریون وکړ. لاریون کوونکو د کډوالو په اړه د پاکستان دغه اقدام د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل یاد کړی.

په دغه لاریون کې د پاکستاني ریاست له خوا پر پښتنو د روانو ظلمونو، جبري ورکولو، او بندي کولو پر ضد هم غږ پورته شو.

لاریون کوونکو د پښتون ملتپالو مشرانو لکه علي وزیر، ملک نصیر کوکيخېل او حاجي صمد چې د پاکستان په بند کې دي، د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ کاناډا څانګې غړي ډاکټر رحیم سیال افغانستان انټرنشنل - پشتو سره په خبرو کې ددغه لاریون په اړه وویل: «زموږ غوښتنې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو غندل وو، د نړۍوالو توجه راجلبول او همدا ډول د کاناډا نه غوښتنه وه چې په پاکستان فشار رواړي څو د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي، په ټوله کې زموږ هدف دا وو چې خلک پوه شي چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو سره ظلم روان دی.»

ددغه غورځنګ یو بل غړي سید مزمل شاه د لاریون ګډوالو ته وویل: «زموږ مبارزه یوازې د سرحدونو خبره نه ده، دا د عزت، انصاف، او له وېرې پرته د ژوند کولو حق دی،».

په دغه لاریون کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د لغمان والي عبدالجبار نعیمي هم ګډون کړی وو.

د لاریون ګډونوالو له نړۍوالو او کاناډايي ادارو وغوښتل، چې د دې ظلمونو پر وړاندې خپل مسولیت ترسره کړي.

د پښتون ژغورنې غوځنګ مرکزي څانګې په پاکستان دننه او په بهرنیو هېوادنو کې د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو په غبرګون کې لاریونونه اعلان کړي،

نن له کاناډا وړاندې په ډنمارک او بلجیم هېوادنو کې کې هم د دغه غورځنګ غړو لاریونونه ترسره کړل او د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان دریځ یې وغانده.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت درې مېلیونه افغان کډوال جبري له خپل هېواد څخه وباسي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو ادارو د پاکستان دغه پرېکړه غیر قانوني او غیر انساني بللې ده او له پاکستان یې غوښتي، چې د کډوالو د جبري بېرته ستنولو لړۍ ودروي.

په افغانستان کې د کډوالو اړوند ادارو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا پاکستان نږدې اته لکه افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړي دي.