• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د جرمونو اداره: افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز سره په نړۍ کې کوکایین زیات شوي

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۵۵ GMT+۱

د جرمني د جرمونو فدرالي ادارې مشر هولګر مونش یوې ځايي رسنۍ «ار این ډي» ته ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت بندېدو سره په نړۍ کې کوکایین زیات شوي دي. هغه اندېښنه ښودلې چې د هیرویینو کمښت به ددې لامل شي چې ځای یې مصنوعي اپین ونیسي.

د جرمني د جرمونو فدرالي ادارې مشر وايي چې مصنوعي اپین ترکیب کولی شي چې مصرف کوونکو ته ډیر جدي ګواښونه پېښ کړي.

هولګر مونش دا وضعیت د "کوکایین سیلاب" سره پرتله کړ او خبرداری یې ورکړ چې مخدره توکي په ټول هېواد کې د خپرېدو په حال کې دي.

د ډویچه ویله د رپوټ له مخې، د جرمونو د احصایې له مخې چې په ۲۰۲۴ کې خپاره شوي، په جرمني کې په هیروینو پورې اړوند جرمونه کم شوي دي.

په ورته وخت کې بیا په جرمني کې په کوکایین پورې اړوند جرمونه شاوخوا ۵ سلنه زیات شوي دي او د مصنوعي مخدره توکو شاوخوا ۶ سلنه زیات شوي چې دا د اندېښنې وړ دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې له دې وړاندې د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې سالون رسنۍ د یوې بریټانيايي خیریه موسسې د مشر اندره ګومز په حواله لیکلي و، چې د کوکنارو پر کر د طالبانو د بندیزونو له امله په لومړیو کې د زیرمه شویو هیرویینو شته والي دا ګواښ یوڅه راکم کړی و، خو اوس ددې زیرمو په کمېدو سره دا ګواښ ډیریږي.

د نوموړي په باور، په ډېر احتمال د نشه يي توکو د بیو لوړېدو سره به قاچاق کوونکي دې ته وهڅیږي، چې ځایناستي مصنوعي توکي ومومي.

د یادې رسنۍ د رپوټ له مخې، ددې بندیز اغیزې په پولنډ کې تر سترګو کیږي، ځکه هلته د فنتانیل له امله د مړینې شمېر ډېر شوی.

د اروپا د نشه يي توکو او په نشه يي توکو د روږدو د څارنې مرکز وايي، چې مصنوعي اپیني توکي، سره له دې چې تر اوسه پراخ شوي نه دي، خو په ځانګړو سیمو لکه بالتیک هېوادونو کې ورو ورو دود کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د وسلو قاچاق؛ طالبان وايي د امریکايي اېم ۴ په ګډون یې ګڼې وسلې نیولې

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو چارواکي وايي، چې ۳۳ميله سپکې او درندې وسلې او مهمات یې کشف او ترلاسه کړي دي. په نیول شویو وسلو او مهماتو کې پيکاوې، کلاشنکوفونه، اېم ۱۶، اېم ۴، تومانچې، لاسي بمونه او راکټونه شامل دي.

د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو نن سې شنبه د غويي ۲مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه وسلې د کشف او استخباراتو مديريت له لوري د کشفي راپورونو پر اساس د ختيز زون په بېلابېلو سيمو کې د یو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ نیول شوې دي.

په نیول شویو وسلو او مهماتو کې پيکاوې، کلاشنکوفونه، اېم ۱۶، اېم ۴، تومانچې، لاسي بمونه او راکټونه او دغه راز د توغندیو دوې دستګاوې، ۷ کړۍ لاسي بمونه، ۶۴۰ د سپکو او درنو وسلو مرمۍ شاملې دي.

په خبرپاڼه کې طالبانو پر خلکو غږ کړی، چې که له هر چا سره د بيت المال اړوند وسلې، وسايط او تجهيزات وي پخپله خوښه دې مسوولينو ته وسپاري.

دوی خبرداری ورکړی چې د سرغړونې په صورت کې پرې عمليات ترسره کیږي او بیا د شکايت حق نه لري.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې د پخواني حکومت څخه ورته پاتې وسلې یې خوندي دي خو دوی په بېلابېلو ولایتونو کې د سپکو او درندو وسلو د قاچاق د مخنیوي رپوټونه ور کوي.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام تر پرځیدو او د امریکا په ګډون د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو ته د پرمختللو وسلو پاتې کېدو د سیمه ییز امنیت او ټیکاو په تړاو اندېښنې راپورته کړې دي.

خو د طالبانو خبره دا ده، چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو له لوري د ناټو او امریکایي ځواکونو کاریدونکې وسلې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته د لېږدولو پر مهال برمته او غلا شوې وې او په تور بازار کې په اسانه موندل کېدې.

د چک څلور ځانګړي سرتېري د یوه افغان سرتېري د مرګ په تړاو تورن شوي

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د چک د ځانګړو ځواکونو څلور تنه غړي د یوه افغان سرتېري له مړینې سره د تړاو په تور تورن شوي دي.

د چک راډیو د رپوت له مخې، دا پېښه په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوې وه.په دې پېښه کې یاد افغان، چې خان نومول شوی، د هرات ولایت په شینډنډ پوځي اډه کې یو چکی سپی روزونکی توماش پروخازکا ووژه او دوه نور سرتېري یې ټپیان کړل.

خان له نیول کېدو وروسته د چکي سرتېرو تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې راغلی و او په همدې ترڅ کې وژل شوی و.

چکي رسنۍ وايي، چې پر یادو سرتېرو د زورواکۍ او د امرونو نه منلو په ګډون، بېلابېل تورونه لګول شوي دي.

د برنو سیمه‌ ییزه محکمه به د دغې حساسې قضیې اورېدنه تر یو ځانګړي امنیتي رژیم لاندې پرمخ یوسي.

امریکايي او چکي سرتېري په ۲۰۱۸ کال کې هم د وحیدالله خان د مرګ په اړه تر پلټنو لاندې وو.

یاد افغان کمانډو تورن و چې یوه میاشت وړاندې یې یو چکی سرتېری وژلی و. دا په ۲۰۱۸ کال کې څلورم ځل و چې افغان ځواکونو پر ناټو سرتېرو برید کاوه.

یوه امریکايي چارواکي هغه مهال وویل، چې د پوځ د اووم ځانګړي ځواک ډلې غړي، چې خان یې چکي ځواکونو ته وسپاره، له افغانستان نه وروسته و اېستل شول، خو دا لا روښانه نه ده چې ایا امریکایي سرتېرو هم د ده په وهلو کې لاس درلود که نه.

د امریکا پوځ ویاند ډګروال ډیو بټلر هغه مهال د یوې اعلامیې له لارې یاده پېښه تایید کړه خو نور جزئیات یې ورنه کړل.

د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، د چک د دفاع وزارت ویاند یان پیسک په هغو کلونو کې د خان په وژنه کې د چکي سرتېرو ښکیلتیا رد کړې وه.

دغه څلور سرتېري د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د چک پوځي پولیسو ونیول.

چک جمهوریت په تېر جمهوري نظام کې د ناټو تر مشرۍ لاندې افغانستان کې۳۴۵ سرتېري درلودل.

د افغانستان او پاکستان سوداګرو نویو سوداګریزو فرصتونو ته هیله‌مندي ښودلې ده

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۱۲ GMT+۱

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، چې د دواړو هېوادو تر منځ د پلاوو تګ راتګ به د سوداګرۍ نوي فرصتونه رامنځته او ډیر کړي.

د ده نیوز رسنۍ د راپور له مخې، د دغې خونې مرستيال ضياالحق سرحدي ويلي، چې د پاکستاني چارواکو او طالبانو دا تګ راتګ او لېدنې به د سوداګرۍ، ترانزيټ، امنيت او د خلکو تر منځ د اړيکو په ګډون په مهمو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.

سرحدي زیاته کړې: «د ټولو هغو نوښتونو ملاتړ کوي، چی د پاکستان او افغانستان تر منځ دوامداره وده او اړیکې را منځته کوی.»

هغه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال هغه اعلان ته په اشارې سره چې ویلي یې وو؛ د جولاې میاشت وروسته به د افغانستان له خوا د ټرانزیټ سیستم ساده کړي، وویل: «نوی سیسټم به دوه اړخیز تجارت زیات او لګښتونه کم کړي.» هغه هیله څرګنده کړه چې په دې سره به نورو شرکتونو ته هم اجازه ورکړل شي، چې د افغاني توکو د لېږد په سالمې سیالې کې برخه واخلي.

سرحدي باور څرګند کړ، چې د اسحاق ډار د سفر په ترڅ کې شوي هوکړه لیکونه به سیمه ییزه همکاري پیاوړې کړي، امنیت به ټینګ کړي او د سوداګرۍ نوي فرصتونه به پرانیزي.

بلخوا ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ښه کېدو سره د دغه هېواد له لارې افغان ټرانزېټ ۸۴سلنه کم شوی او لامل یې هم د قاچاق پرضد هڅې او ټرانزیټي لارې د فشار په ډول کارول بلل دي.

د دغو رسنیو د خپرو کړو شمېرو له مخې د ۲۰۲۳ له نومبر د ۲۰۲۴ تر نومبر له ۷.۴۸میلیارده ډالرو نه ۱.۲میلیارده ډالرو ته غورځېدلې ده.

د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ ترمنځ له جولای تر مارچ په نهو میاشتو کې هم دا سوداګري ۶۴سلنه نوره غورځېدلې او له ۲.۳۳میلیارد ډالرو نه ۸۳۶ میلیون ډالرو ته ټیټه شوې ده.

همدارنګه د پاکستان له لارې افغانستان ته کارګو توکي هم ۶۴سلنه غورځېدو سره له ۲.۲۸میلیارد ډالرو نه ۸۰۹ میلیون ډالرو ته ټیت شوي دي.

خو دا لا نه معلومه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ به دا ځل سوداګري اسانه شي او که به د پخوا په څېر له هرې لفظي شخړې وروسته د لویو لارو په تړلو سره د میاشتو لپاره سوداګري په ټپه دریږي.

د طالبانو مشر: کفارو د افغانستان په پوځي جګړه کې تر ماتې وروسته، تبلیعاتي جګړه پیل کړې

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۴۸ GMT+۱

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله وایي، کفارو د افغانستان په پوځي جګړه کې تر ماتې وروسته اوس تبلیعاتي جګړه پیل کړې ده. هغه دارنګه خلک د دغې جګړې پر وړاندې ګډې مبارزې ته بللې دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې په کندهار کې «د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس» په نوم یوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي.
په دغه کنفرانس کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم، د سرې میاشتې عمومي مشر، د مرکزي دارالافتا مشر، د کندهار امنیه قوماندان، د هلمند ولایت د علماوو شورا مشر او ځبنو نورو دیني عالمانو ګډون لاره.
نوموړي ویلي: «زه ستاسو لپاره هغه څه خوښوم، چې د ځان لپاره یې خوښوم؛ که تاسو هم هغه څه زما لپاره وغواړئ، چې د ځان لپاره یې خوښوئ، په دې صورت کې به هېڅ دوښمن ته موقع پیدا نه شي چې په مابین کې ګډوډي را پیدا کړي او نه به هم نظام له ستونزو سره مخ شي.»

هغه وایي: «موږ په چارو کې د الله تعالی په رضایت مکلف یو، د الله تعالی په نارضایتۍ کې د خلکو په رضا کې خیر نشته.»
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍوالو په ګډون ځینې طالب چارواکي او له هغې ډلې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی او د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هغه کسان دي، چې د ملا هبت‌الله له تګلارو سره یې مخالفت ښودلی دی.
ښایي د نوموړي موخه هم له هغو طالب چارواکو وي او یو وار بیا یې خپلو پرېکړو ته د «اسلامي شریعت او د الله رضا» نوم ورکړی دی.

هغه تر دې وړاندې هم له خلکو غوښتي و، چې د هغه اطاعت وکړي.
هغه دارنګه د طالبانو ډلې ته په خطاب سره ویلي: «د الله د رضا او شرعي نظام لپاره افغانانو شل کاله جهاد وکړ او اوس د همدې شرعي نظام عملي کولو لپاره باید په سل کاله قربانیو هم ستړي نه شو.»

په طالب مشرانو کې د اختلافاتو تر خبرونو وروسته د دغې ډلې د مشر په ګډون لوړپوړي مشران د رسنیو له لارې یو بل ته په غونډو کې د کنایې په ډول ځینې پیغامونه رسوي او په مخامخ غونډو کې سره ناست وي.

لیزا کورتز: د ټرمپ اداره باید له طالبانو پرته له افغان سیاسي څېرو سره لیدنې وکړي

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۱

د امریکا د ملي امنیت پخوانۍ چارواکې لیزا کورتز وایي، چې د ټرمپ اداره او د کنګرې مشران باید له طالبانو پرته افغان سیاسي مشرانو ته وخت ورکړي او له هغوی سره وګوري. هغه وايي، طالبان د افغانانو استازي نه دي او طالبانو پرې په زور ځانونه تپلي.

کورتز چې تیره ورځ یې په واشنګټن کې د هاډسن په انسټیټوټ کې وینا کوله وویل: «طالبان د افغانستان د خلکو استازي نه دي، دوی د ټاکنو له لارې واک نه دې ترلاسه کړی، بلکې په زور سره تر واک رسېدلي دي. باید د افغانستان نورو سیاسي مشرانو ته چې د یوې برخې افغانانو استازیتوب کوي د بیان او سیاسي حضور لپاره ځای ورکړل شي.»

هغې د مزاکراتو پر مهال ۵ زره طالب بندیانو خوشې کولو ته په اشارې سره وویل: «امریکا اشرف غني دې ته اړ کړ چې طالب بندیان خوشې کړي، چې ډیری یې بیا له افغان حکومت سره په جګړه کې ښکېل شول.»

کورتز زیاته کړه، د بندیانو خوشې کول داسې و، لکه یو څوک چې دا هېواد طالبانو ته د کلیزې د کیک په څېر وړاندې کړي.

هغې ټینګار وکړ، چې د دوحې هوکړه د سولې هوکړه نه، بلکې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو هوکړه وه.

کورتز له افغانستان څخه د امریکا د پخوانیو همکارانو د ایستلو په اړه د ټرمپ ادارې پر پرېکړې هم نیوکه وکړه. د هغې په ​​وینا، ډېرو پخوانیو امریکايي پوځیانو په بې غرضه توګه د دغو همکارانو په ایستلو کې مرسته کړې، خو ټرمپ اوس له افغان همکارانو غواړي چې د امریکا له خاورې ووځي.

نوموړي په افغانستان کې د سیاسي خبرو اترو د بیا پیل پر اړتیا د ټینګار وکړ او د ولسمشر ټرمپ پر ادارې یې غږ وکړ، چې په افغانستان کې د ټولو ښکېلو اړخونو په ګډون دې خبرې اترې پیاوړي کړي.