پاکستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې د علي‌امین ګنډاپور د نیولو امر کړی

د لاهور د ترهګرۍ ضد محکمې له ضمانت پرته د پښتونخوا د سر وزیر علي‌امین ګنډاپور د نیولو امر کړی. جیونیوز راپور ورکړی، چې دغې محکمې د (اکټوبر په ۵مه) لاهور کې د تحریک انصاف د احتجاج او پولیسو پر وړاندې د تاوتریخوالي په تړاو د ښاغلي ګنډاپور د قضیې پرېکړه اورولې ده.