• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۳۲ فلسطینیان وژل شوي

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۱

اسراییلي ځواکونو له سهار راهیسې په غزه کې لږ تر لږه ۳۲فلسطینیان وژلي دي. په دې شمېر کې ۱۱هغه کسان دي، چې په خان یونس کې په خپل کور کې دننه سوځېدلي دي. په دغو بریدونو کې د مړو د را اېستلو لپاره یو شمېر وسایل هم ویجاړ شوي دي.

د اسراییل په هوایي بریدونو کې چې د سې شنبې په ورځ ترسره شول، په خان یونس کې د یوې کورنۍ اوه غړي چې په یوه کورکې یې پناه اخیستې وه هم ووژل شول.

د دوو نجونو په شمول درې ملکي وګړي هغه وخت ووژل شول، چې اسراییلي جنګي الوتکو د نصیرات کډوالو په کمپ کې د خلکو یوه ډله په نښه کړه.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) لوی کمېشنر فیلیپ لازاریني خبرداری ورکړ، چې له دوه مېلیونو زیات خلک چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، په ډله‌ییز ډول سزا ویني.

هغه پر اېکس وویل: «غزه د نا امیدۍ په ځمکه بدله شوې ده.»

نږدې ۳،۰۰۰لارۍ چې د UNRWA مرستې او بشري توکي پکې دي، لا هم د غزې له پولو بهر بندې پاتې دي او د ننه خواړه او درمل په چټکۍ سره ختمېږي.

لازاریني خبرداری ورکړ: "لوږه په چټکۍ خپرېږي. بشري مرستې د معاملې په توګه کارول کېږي."

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسیسکا البانیز بیا خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو بندول یو جنګي جرم دی. "دا عمل به د غزې د فلسطینیانو د نفوس د لمنځه وړلو لپاره د ژوند شرایط نور هم خراب کړي."

حماس ویلي، په پناه ځایونو، روغتونونو او استوګنځیو باندې ورځني بریدونه د اسراییلي مشرتابه له خوا "قصدي جرم" دی.

هغه هم د دې وضعیت پړه د نړۍوالې ټولنې په "سیاسي، اخلاقي او بشري ناکامۍ" واچوله او په ملګرو ملتونو او نورو ادارو یې غږ وکړ، چې پر اسراییل فشار راوړي څو پر بشري مرستو بندیز لرې کړي.

په دغه سیمه کې جګړه هغه مهال پیل شوه، چې د حماس په مشرۍ وسله والو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د اسراییل پر سوېلي سیمو برید وکړ، چې پکې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۰۰ کسان یې یرغمل کړل.

ډېری یرغمل شوي کسان د اوربند یا نورو تړونونو له مخې خوشې شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل بریدونو بیا له هغه وخت راهیسې تر ۵۱ زره او ۲۶۶ ډېر فلسطینیان وژلي او ۱۱۶ زره او ۹۹۱ نور یې ټپیان کړي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

مودي وايي د جدې سفر به یې له سعودي عربستان سره دوستي لا پیاوړې کړي

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په بلنه ددغه هېواد په دوه ورځني رسمي سفر بوخت دی. مودي د سې شنبې په ورځ جدې ته ورسېد. دا په تېرو لسو کلونو کې سعودي عربستان ته د نوموړي درېیم سفر دی، خو جدې ته یې لومړی ځل دی.

د مودي الوتکه د سعودي د هوايي ځواکونو جنګي الوتکو بدرګه کړه. له رسېدو سره سم، مودي ته د توپ ۲۱ډزې وشوې او د سعودي مېشتو هندیانو له خوا یې تود هرکلی وشو.

له سفر وړاندې مودي وویل چې هند له سعودي عربستان سره خپلې تاریخي اړیکې ډېرې ارزښتناکې بولي او دا اړیکې په تېرو لسو کلونو کې پیاوړې شوې دي. هغه زیاته کړه چې د ستراتیژیک مشارکت شورا په دویمه ناسته کې به برخه اخلي او له هندۍ ټولنې سره به هم وګوري.

د هند د بهرنیو چارو منشي ویکرم مسري وویل چې تمه ده دواړه هېوادونه به د دفاعي همکاریو پراخولو تر څنګ، اقتصادي ملګرتیا هم پیاوړې کړي، چې اوس مهال شاوخوا ۴۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

په سعودي عربستان کې د هندۍ ټولنې غړو د مودي تود هرکلی کړی. یوې مېرمنې وویل: « موږ ډېر خوشاله شوو چې مودي مو ولید، زما زړه ډک شو او سترګو کې مې اوښکې راغلې، زه ډېره ډېره خوشاله یم».

یو سعودي سندرغاړي هاشم عباس د مودي لپاره د اې وطن ترانه وویله. مودي د دودیزو نڅاګرو ننداره هم وکړه او دوی یې لا وهڅول.

جدې ته د هغه سفر په جمو کشمیر کې له یوه ترهګریز برید سره مل دی. مودي دغه برید وغنده او ویې ویل، چې عاملان به یې ونه بښل شي.

نوموړي له سعودي عربستان سره د اړیکو په اړه وویل، چې دا سفر به د هند او سعودي عربستان ترمنځ دوستي نوره هم پیاوړې کړي. هغه پر خپل اېکس ولیکل، « تمه ده چې نن او سبا به په مختلفو پروګرامونو کې ګډون وکړم».

د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، سعودي عرب کې تر ۲.۷ میلیونه زیات هندیان اوسیږي، چې د دغه هېواد تر ټولو لویه بهرنۍ ټولنه جوړوي او د دواړو هېوادونو تر منځ د ولسي اړیکو پیاوړتیا کې مهم رول لري.

لبنان کې د اسراییلي برید له امله د سني اسلامي ډلې قوماندان وژل شوی

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۱۷ GMT+۱

د لبنان پلازمېنې بیروت سوېل ته نږدې د اسراییلي بې‌پیلوټه الوتکې برید د جماعة اسلامیه وسله‌والې ډلې یو مشر قوماندان وژلی. دې ډلې تایید کړې ده، چې عطاوي په برید کې وژل شوی.

د اسراییل پوځ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی حسین عطاوي وژلی، چې د جماعة اسلامیه یو مهم غړی و او له حماس ډلې سره یې اړیکې لرلې.

داسراییل ددفاع وزارت په وینا، عطاوي د لبنان له خاورې څخه د اسراییلي خاوری پر لور د «ترهګریزو» فعالیتونو په پلانولو او پرمختګ کې دخیل و او پر شمالي پوله یې اسراییلي سرتېري په نښه کول.

د جماعة اسلامیه اعلامیه وايي، عطاوي د دې ډلې د وسله‌والې څانګې فجر ځواک یو مهم قوماندان و، چې له کوره دفتر ته د تګ پرمهال په نښه شوی.

« فجر ځواک» د تېرو کلونو اوږدې جګړې پر مهال له جنوبي لبنان څخه پر اسراییل توغندي توغولي وو او د دې جګړې پر مهال اسراییلي هوایي بریدونو د یادې ډلې یو شمېر غړي وژلي دي.

له اوربند وروسته هم اسراییل په لبنان کې بریدونه جاري ساتلي، چې ډېری یې د حزب‌الله جنګیالیو یا د هغوی د وسلو پر زېرمو ترسره کېږي. همداراز اسراییلي پوځیان لا هم د جنوبي لبنان په پنځو غونډیو کې ځای پر ځای دي.

لبنان، حزب‌الله او جماعة اسلامیه دا بریدونه او د اسراییلي ځواکونو حضور د اوربند او د لبنان د حاکمیت پر ضد بولي.

اسراییل وایي چې دا جنګیالي او وسلې د دوی ولسي خلکو ته ګواښ دي.

یوه افغان الاصله امریکايي ښځه د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د چارو مشره شوه

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۳۰ GMT+۱

د پارکچسټر ټایمز د راپور له مخې، د افغانستان له شاهي کورنۍ څخه ۳۳ کلنه ماري کبیر سراج بیشوپینګ د امریکا په بهرینو چارو وزارت د افغانستان د چارو مشره ټاکل شوې. هغې تر دې وړاندې د امریکا په ولسي جرګې او بهرنیو چارو وزارت کې دندې ترسره کړې دي.

هغه پخوا د امریکا په ولسي جرګه کې د بهرنیو چارو کمیټې جګپوړې سلاکاره او له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د څېړنو د څارنې مسووله وه.

ماري کبیر سراج د ویرجینیا له پوهنتون څخه د حقوقو په برخه کې دوکتورا او په لاس انجلس کې د کلیفورنیا پوهنتون څخه په کارپوهنه کې د لسانس سندونه لري.

نوموړې همدا راز په فارسي او جرمني ژبو روانې خبرې کوي.

اغلې بیشوپینګ له دې مخکې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو په کمیټه کې حقوقي سلاکاره او د فرعي کمیټې د کارکونکو د مشرې په توګه دنده ترسره کوله، چې ورته مهال د جنوبي او مرکزي اسیا په اړه یې د فرعي کمیټې مشري هم کړې ده.

په دې موقف کې هغه د دې سیمې په اړوندو چارو کې د اصلي کمیټې د سلاکارې او د فرعي کمیټې مشره وه.

د امریکا په ولسي جرګه کې له دندې مخکې، هغه د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي مشاور په دفتر کې د حقوقي مشاورې په توګه کار کړی او همدارنګه یې د قاضي کینیټ ای اردن د قضایي مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې.

ماری کبیر سیراج په نیویارک کې د «ګیبسن، ډان او کراچر» او «ویل، ګوتشال او مینګز» حقوقي شرکتونو کې هم د حقوقي وکیلې په توګه کار کړی دی.

ویل کېږي چې د ماري بیشوپینګ مور او پلار هغه مهال افغانستان پریښود کله چې شوروي ټلوالې پر دغه هېواد یرغل وکړ.

د رسمي ژوندلیک له مخې یې، هغه د پاچا امان الله خان او مېرمن ثریا طرزي د لور له اولادې څخه ده.

ماري بیشوپینګ په متحده ایالاتو کې زیږیدلی او افغانستان یې نه دی لیدلی.

تر دې وړاندې د افغان ښځو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې دفتر مشري رینا امیري کوله. خو د هغه له استعفا وروسته د ډونلډ ټرمپ ادارې په دې څوکۍ څوک نه دي ګمارلي.

دغه دفتر او د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار دفتر له دغه هېواده د امریکا له وتلو وروسته د جوبایډن په اداره کې تاسیس شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوس د افغانستان موضوع د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې ته سپارلې ده.

نظرپوښتنه: ۴۲ سلنه امریکایانو د ټرمپ د ولسمشرۍ کړنې تایید کړې، پاتې نور ترې ناراضه دي

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د رویټرز او ایپسوس یوه ګډه نظرپوښتنې ښیي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ډېری امریکایان ناراضه شوي او نوموړي خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی. د دې نظرپوښتنې له مخې، ۴۲ سلنه امریکایان د ټرمپ د ولسمشرۍ کړنې تایید کړي، پاتې نور ترې ناراضه دي

دا دوه بنسټونه وايي، چې ټرمپ اوس د امریکایانو په منځ کې خپل پخوانی محبوبیت نه‌لري او دا مهال د هغه پر وړاندې د خلکو رضایت ترټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی.

همداراز، ډېرو امریکايانو د ټرمپ د هڅو په تړاو چې غواړي د خپلې ولسمشرۍ واکونه او اختیارات ډېر کړي، اندېښنه ښودلې ده.

د رویټرز او ایپسوس د ګډې نظرپوښتنې پر بنسټ، ۷۴سلنه امریکایان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درېیمې دورې لپاره د ډونالډټرمپ د ټاکل کېدو مخالف دي.

په دې شپږ ورځنۍ نظرپوښتنه کې شاوخوا ۴۲ سلنه ګډون‌والو د ټرمپ د ولسمشرۍ کړنې تایید کړې دي، چې دا شمېر د درې اوونیو مخکې له ۴۳ سلنې او د لوړې مراسمو وروسته له ۴۷ سلنې څخه کم شوی دی.

د ولسمشر ټرمپ محبوبیت د اجرایي واک پراخولو، اقتصادي پالیسۍ، کلتوري بنسټونو ته مداخلې او د درېیمې دورې احتمال له امله کم شوی دی.

پوتین: له اوکراین سره مخامخ خبرو ته چمتو یم

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۱۱ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایسټر (د مسیحانو مذهبي ورځې) په مناسب تر یو ورځني لنډمهالي اوربند وروسته د دغه هېواد له دولتي رسنیو سره په مرکه کې وايي، چې مسکو له کییف سره مخامخ خبرواترو ته چمتو دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، پوتین د دوشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۱مه) په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې روسیه په سیمه کې تلپاتې سولې ته لېوالتیا لري او د واقعي مذاکراتو ملاتړ کوي.

د دې څرګندونو په غبرګون کې د اوکراین حکومت منلې، چې دوی د لوېدیځو هېوادونو له استازو سره د لیدو لپاره لندن ته یو مذاکره‌کوونکی پلاوی لېږلی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، چې هېواد یې ډیپلوماتیکو هڅو ته ژمن دی، خو د امنیت تضمین او نړۍوال قانون ژمنتیا هم غواړي.

د اوکراین او روسیې ترمنځ د درې کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د نړۍوالو هڅو په دوام، یوه اوکرایني پلاوي لندن ته سفر کړی ترڅو د متحده‌ایالاتو، برېټانیا او اروپايي هېوادونو له استازو سره په غونډو کې برخه واخلي.

رویټرز خبري اژانس د دې غونډې موخه د سیاسي حل لارو لټول، د تاوتریخوالي کمښت او د کییف او مسکور ترمنځ د سولې خبرواترو پیلېدل بللي دي.

امریکا متحده‌ایالاتو او اروپايي ټولنې له سیاسي خبرواترو ملاتړ ښودلی او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې له زغم څخه کار واخلي او د خبرو اترو لپاره لازمه فضا رامنځته کړي.

ټاکل شوې، چې د ځینو نړۍوالو بنسټونو استازي هم په دې خبرواترو کې ګډون وکړي.

په داسې حال کې چې خبرې‌اترې پلان شوي، خو د اوکراین په ځینو سیمو کې وضعیت لا هم بې‌ثباته دی.

د رسمي سرچینو په وینا، په دې وروستیو کې د اوکراین په ختیځ برخو کې د هوايي بریدونو خبرداری شوی دی، خو د لندن له غونډې سره سم د جګړې د دوام په تړاو کوم راپور نه دی خپور شوی.

د شته اختلافونو سربېره د دواړو خواوو ترمنځ د خبرواترو پیل کولای شي، چې د شخړو د کمښت او یو ډیپلوماتیک حل‌لارې پر لور لومړنی ګام وي.