په استانبول کې زورورې زلزلې تر ۱۵۰ ډېر کسان ټپیان کړي دي

د ترکیې په استانبول ښار کې زورورې زلزلې تر ۱۵۰ ډېر کسان ټپیان کړي دي. د دې زلزلې پرمهال د ځان ژغورنې په موخه یو شمېر دغو کسانو له ودانیو څخه ټوپونه کړي، چې په ترڅ کې یې ټپیان شوي دي.

د ترکیې په استانبول ښار کې زورورې زلزلې تر ۱۵۰ ډېر کسان ټپیان کړي دي. د دې زلزلې پرمهال د ځان ژغورنې په موخه یو شمېر دغو کسانو له ودانیو څخه ټوپونه کړي، چې په ترڅ کې یې ټپیان شوي دي.
د ترکیې د طبیعي پېښو او د بېړني وضعیت مدیریت ادارې د راپور پر بنسټ، د رېښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې په ځايي وخت ۱۲:۴۹ بجو د استانبول ښار لړزولی دی.
د زلزلې مرکز د استانبول په ۸۰ کیلومټرۍ کې د سلویوري سیمې په ۶.۹۲ کیلومټره ژوروالي کې موقعیت درلود.
د استانبول والي داوود ګول ویلي، چې لږترلږه ۱۵۱ کسانو د زلزلې د وېرې له امله له لوړو ځایونو څخه ټوپونه کړي، چې په ترڅ کې یې ټپیان شوي دي.
د ترکیې د طبیعي پېښو او د بېړني وضعیت د مدیریت ادارې په وینا، د ورځې په اوږدو کې په سیمه کې اووه زلزلې ثبت شوې دي.
د دې زلزلې په ترڅ کې د استانبول ګڼ شمېر اوسېدونکو پارکونو، کوڅو او خلاصو ځایونو ته پناه وړې ده.
د ښار په اروپايي برخه کې لا هم د زلزلې وروسته ټکانونه محسوس شوي دي.
ورته مهال، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې ټولې دولتي ادارې، په ځانګړې توګه د طبیعي پېښو او بېړني وضعیت مدیریت اداره او د عامې روغتیا وزارت په تیارسۍ حالت کې دي.
د استانبول ښار د شمالي اناتولي فالټ ته نږدې موقعیت لري.
یو درز چې شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومټره اوږد دی، له ختیځې ترکیې څخه پیل شوی او تر ایجین سمندر پورې غځېدلی دی.
دا درز د تاریخ په اوږدو کې د څو ویجاړوونکو زلزلو ځای دی.
په دغه ځای کې د ۱۹۳۹ کال د ارزنجان زلزله شامله ده، چې تر ۳۲ زرو ډېر کسان او په ۱۹۹۹ کال د ازمیت زلزله ده، چې تر ۱۷ زرو ډېر کسان پهکې مړه شوي دي.

هندي رسنیو ویلي، چې په نوي ډیلي کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د دغه هېواد د کورنیو، دفاع، بهرنیو چارو وزیرانو او نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو په کشمیر کې پر سیلانیانو د برید په تړاو ناسته کړې.
د رسنیو د راپور له مخې، د نریندرا مودي په مشرۍ دې ناسته کې د هند کورنیو چارو وزیر امیت شاه، د دفاع وزیر راجنات سینګ، د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر، د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دیول او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی.
لوړ پوړو هندي چارواکو دغه غونډه د جمو کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو د برید په تړاو کړې ده.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له یاد برید وروسته سعودي عربستان ته خپل سفر نیمګړی پریښی دی.
نریندرا مودي پر سیلانیانو یاد برید غندلی او ویلي یې دي، چې د یادې پیښې عاملین باید ژر تر ژره قانون ته وسپارل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي سلاکار ویکرم میسري نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو د برید په پایله ۲۵ هندیان او یو نيپالی وګړي وژل شوي دي.
ویکرم میسري وايي، د کابینې د امنیتي کمیټې په ناسته کې له پاکستان سره د ۱۹۶۰ کال د اوبو تړون له همدې شیبې څخه تر نامعلوم وخت پورې وځنډول شو. دغه راز د سارک د ویزې معافیت له مخې د پاکستاني اتباعو لپاره هند ته د سفر اجازه نه ور کول کیږي. میسري وویل، هغو پاکستاني وګړو ته چې مخکې ویزې ورکړل شوې دي، دغه ویزې لغو ګڼل کېږي او هغه پاکستاني وګړي چې دا مهال فعالې ویزې لري او په هند کې دي، په ۴۸ ساعتونو کې باید له هند څخه ووځي.
د هند د ترهګرۍ ضد ملي ادارې یوه ډله هم پهلګام ته رسېدلې، چې له سیمه ییزو پولیسو سره د پلټنو په برخه کې مرسته وکړي.
امنیتي ادارو د دریو شکمنو کسانو انځورونه هم خپاره کړي دي، چې ګومان کېږي د برید تر شا لاس لري.
هندي رسنیو ویلي چې د دغه برید مسوولیت د لشکر طیبه ډلې اړوند «کشمیر مقاومت» وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی. لشکر طیبه پاکستانۍ ترهګره ډله ده چې په هند او افغانستان کې د بریدونو اوږده سابقه لري.

د خیبر پښتونخوا د سترو سیاسي ګوندونو استازو د «خیبر پښتونخوا کانونو او منرالونو قانون ۲۰۲۵» مسوده وغندله او دا یې پر ایالتي خپلواکۍ، فدرالي او د ځايي سرچینو پر حقونو برید وباله. ګوندونو له پوځ نه وغوښتل چې له سیاسي او تجارتي معاملو لاس واخلي.
دغه ټول ګوندیز کنفرانس (APC) د عوامي نشنل پارټۍ له خوا په باچا خان مرکز پېښور کې جوړ شوی و، چې د پاکستان پیپلز پارټۍ، جمعیت علماء اسلام، پاکستان تحریک انصاف، جماعت اسلامي، مسلم لیګ نواز او نورو ګوندونو استازو پکې ګډون کړی و.
کنفرانس د یوې متفقه اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېد، چې یاد قانون پکې په کلکه رد شوی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې یاد قانون د پاکستان د اساسي قانون اتلسم تعدیل ته زیان رسوي، چې له فدرالي حکومت څخه یې ایالتونو ته د واک انتقال یقیني کړی و. منتقدان وایي چې دا یوه غیر قانوني هڅه ده چې فدرالي حکومت غواړي د خیبر پښتونخوا د کاني زیرمو کنټرول بیا ترلاسه کړي او دا کار د مرکزي څار تر نامه لاندې ترسره کیږي.
غونډې ته د اې این پي ایالتي مسوول میا افتخار حسین وویل، « دا یوازې د منرالونو موضوع نه ده، دا د ولس، قانون او فدرالي جوړښت د ساتنې خبره ده».
ګډونوالو د ځانګړو پانګونو فدرالي شورا او د کانونو د مرکزي څانګې پر رول هم کلکه نیوکه وکړه، چې ګواکې د ایالتي سرچینو په برخه کې غیرقانوني واک کاروي.
د قانوني چارو کارپوهانو او مدني ټولنې غړو خبرداری ورکړ چې دا کار یو خطرناک دود جوړوي، چې ښايي دا ډول مداخله په کرنه، ګرځندوی، چاپېریال او معلوماتي ټېکنالوژۍ برخو کې هم تکرار شي.
تر ټولو جنجالي غوښتنه دا وه چې پوځ دې له سیاست او د تجارتي کمپنیو له چلولو لاس واخلي او د پوځ د ملکیتونو او شتمنیو شفافیت دې باوري شي. په اعلامیه کې ویل شوي چې ټولې دولتي ادارې باید یوازې تر قانوني چوکاټ لاندې عمل وکړي.
د کنفرانس اعلامیه وايي، « که دا قانون په زور پلی شي، موږ به په ټول ایالت کې احتجاجي تحریک پیل کړو».
د ټول ګوندیز کنفرانس ګډونوالو خپله مبارزه د بلوچستان له ورته مخالفت سره هم وتړله، چې هلته هم یو ورته قانون نافذ شوی.
پاکستان په دې وروستیو کې د کانونو د سپړنې چارې ګړندۍ کړې دي، چې ډېر تمرکز یې پر بلوچستان، خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو دی. دغه سیمې په دې وروستیو کې د خونړیو مرګونو او ناکراریو شاهدې دي.

د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي جک برګمن یو وار بیا د تحریک انصاف د بنسټ اېښودونکي او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
د پاکستان ډا ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه غوښتنه یو وار بیا اسلام اباد ته د نوموړي له وروستي سفر وروسته شوې ده.
نوموړي په هغه سفر کې د پاکستان د ملکي او پوځي برخو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي و.
ښاغلي برګمن پر اېکس پاڼه کاږلي: «زه د عمران خان د خوشې کولو لپاره خپله غوښتنه یو وار بیا تکراروم.»
هغه لیکلي، د امریکا او پاکستان پیاوړې ملګرتیا په ګډو ارزښتونو، ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د اقتصادي سوکالۍ په رڼا کې وده کوي: «راځئ چې د ازادۍ او ټیکاو لپاره په ګډه کار وکړو.»
د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد جنرال ښاغلی برګمن اوسمهال د استازو جرګې د وسلهوالو خدمتونو کمیټې غړی دی.
هغه د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه تېره اوونۍ د ډیموکراټانو استازي توماس سوزي او جوناتن جېکسن سره پاکستان ته سفر وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې دوی په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر سید عاصم منیر سره د سیمهییز امنیت او دفاعي اړیکو په اړه هم بحث او خبرې کړې وې؛ خو د دغه سفر پر مهال دوی د پاکستان کورني سیاست یا د عمران خان سره لیدنې ته لېوالتیا نه وه ښودلې او په کوم رسمي بیان کې هم ورته اشاره نه وه شوې.
تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال انګېرنې دا وې، چې د ټرمپ د بریالیتوب په صورت کې به د امریکا په غوښتنه عمران خان له بند خوشې شي؛ خو وروسته بیا دغه ګنګوسې سړې شوې.
څه موده وړاندې د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو او د طالبانو سره د پاکستان د لانجو ګونجو پرمهال د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر اېکس پاڼه په یوه یادښت کې د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د راپورونو له مخې، په اوکراین کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه نهه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. د رویټرز خبري اژانس په وینا، دغه برید نن چهارشنبه د اوکراین په سوېل کې د مارهانیتس په سیمه کې ترسره شوی دی.
برید د کارګرو د لېږد پر یوه بس موټر شوی، چې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي کارګران دي.
د نیپروپیټروسک والي سرګي لیساک ویلي، چې د قربانبانو شمېر مخ پر ډیرېدو دي.
د نیپروپیټروسک د سیمه ییزې شورا مشر مایکولا لوکاشوک په ټیلیګرام کې وویل: «روسانو د تصدۍ د کارمندانو په بس برید وکړ چې په مارهانیت کې کار ته روان وو.»
دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د بریتانیا، فرانسې، جرمني، امریکا او اوکراین ډیپلوماتان په لندن کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره روان دي.
تېره ورځ په پاریس کې تر غونډې وروسته اوس واشنګټن تمه لري، چې اوکراین د سولې چوکاټ ته ځواب ورکړي او هغه دا چې کییف اړتیا لري د روسیې اشغال ومني.
بلخوا پرون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د مخامخ خبرو اترو د امکان په اړه اعلان وکړ.
د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه خپل درېيم کال ته داخله شوې او د جګړې د بندولو لپاره لا تراوسه کوم اغېزمن عملي اقدام نه ترسره شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان بې له دې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر پرونی برید وغندي وویل: «موږ د هند تر اشغال لاندې د جمو او کشمیر په اننت ناګ سیمه کې د سېلانیانو وژل کېدو په اړه اندېښمن یو.»
نوموړي د یوې خبري غونډې پرمهال د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د وژل شویو کسانو خپلوانو سره خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو د بېړنۍ روغتیا هیله کوو.»
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د سې شنبې په ورځ د هند په جمو او کشمیر کې د نامعلومو وسلهوالو لهخوا په سېلانیانو ډزې وشوې، چې له امله یې ۲۶ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.
د هند پولیسو رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې دغه برید د سې شنبې په ورځ د همالیا په پهلګام سیمه کې په یوه څړځای کې شوی او په وژل شویو کې ۲۵ هنديان او یو نیپالی وګړی شامل دی.
دا د ۲۰۰۸ کال په ممبيي کې پر ولسي وګړو د ډزو له پېښې وروسته په هند کې پر ملکي وګړو تر ټولو بد برید بلل شوی او په کشمیر کې یې نسبي ارامي هم ګډوډه کړې ده.
له دغې پېښې وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سعودي عربستان ته خپل دوه ورځنی سفر رالنډ کړ او د چهارشنبې په سهار یې نوي ډیلي ته ځان ورساوه.

د هند دفاع وزارت یوه چارواکي رویټرز ته وویل، مودي په هوايي ډګر کې د ملي امنیت سلاکار، بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره غونډه وکړه.
د هغه په وینا، په دې اړه د امنیتي کابینې ځانګړې غونډه هم رابلل شوې.
دغه برید د مودي او د هغه د ګوند لپاره د جمو او کشمیر د نیمه خپلواکه حیثیت د لغوه کولو او د اوږدې مودې راهیسې د ستونزو سره مخ د مسلمانو وګړو په سیمو کې د سولې او پرمختګ راوستلو په برخه کې یو شاتګ ګڼل کېږي.
«د کشمیر مقاومت» وسلهوالې ډلې د خواله رسنیو له لارې په یوه پیغام کې د برید مسوولیت په غاړه واخیست.
د چهارشنبې په ورځ په یوه تازه بیان کې دغې ډلې وویل، چې په نښه شوي کسان عادي سېلانیان نه وو؛ بلکې دوی د هند امنیتي ادارو سره تړاو لاره.
دغې ډلې وویل، دا یوه عادي سیاحتي ډله نه وه؛ بلکې یوه پټه اداره وه، چې د څېړنې دنده ورسپارل شوې وه.
دغې ډلې زیاته کړه: «دغه برید باید نه یوازې د ډیلي لپاره؛ بلکې د هغو کسانو لپاره هم د وېښېدو زنګ وي، چې د ډیلي د پوښتنې وړ تګلارو ملاتړ کوي.»
دوو امنیتي سرچینو رویټرز ته وویل، چې له برید وروسته سمدلاسه په سلګونه امنیتي ځواکونه پهلګام سیمې ته ورسېدل او هلته په ځنګلونو کې پراخه چاڼیز عملیات هم پیل شول.
سرچینو زیاته کړه، شاوخوا ۱۰۰ کسان چې پخوا د اورپکو خواخوږي ګڼل کېده؛ د پولیسو مرکزونو ته وغوښتل شول او ترې پوښتنې ګروېږنې وشوې.
