حامد کرزي د هند په کشمير کې پر سیلانیانو برید وغنده

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند په کشمېر کې پر سيلانیانو وروستی برید غندلی او دا يې یو ترهګریز برید بللی دی. نوموړي د قربانیانو له کورنۍ او هند حکومت سره خواخوږي ښودلې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند په کشمېر کې پر سيلانیانو وروستی برید غندلی او دا يې یو ترهګریز برید بللی دی. نوموړي د قربانیانو له کورنۍ او هند حکومت سره خواخوږي ښودلې.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د هند په کشمېر کې پر سېلانیانو بريد غندلی او لیکلي يې دي: «د هند په جمو او کشمېر کې پر ملکي وګړو ترهګريز برید په کله غندم، د قربانیانو کورنيو، د هند خلکو او حکومت ته خواخوږي وړاندې کوم.»
طالبانو هم نن دغه برید غندلی او اندېښنه یې ښودلې، چې دغه ډول پېښې د سيمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي.
د سې شنبې په ورځ د هند په کشمېر کې په یوه وسله وال بريد کې ۲۶ تنه سیلانیان وژل شوي او ۱۷ ټپيان دي.
د هند لومړي وزیر خپل د سعودي عربستان سفر پای ته رسولی او نوي ډيلي ته له ستنېدو سره هممهاله یې د پېښې په اړه ځانګړې ناسته غوښتې ده.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، چې د هبت الله د فرمان له مخې په فاریاب کې د فردوس، په لغمان کې د فراشغان او په بدخشان کې د پامیر په نوم درې نوي ولسوالۍ جوړې کړې. طالبانو ویلي، چې دغه ولسوالۍ يې نفوس او سیمه ييزو اړتیاوو ته په پام جوړې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري کمیسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هبت الله د نوي فرمان له مخې په دریو ولایتونو کې د ولسوالیو جوړېدل له سیاسي، ټولنیز او پوځي پلوه ګټور دي.
د لغمان امنیه قوماندان نجیب الله بدخشي په دغه ولایت کې د فراشغان په نوم د تازه جوړې شوې ولسوالۍ په اړه ویلي: «د یادې ولسوالۍ د منظوریدو او د لغمان ولسونو د امنیت او مشکلاتو د حل په موخه يې ډیرې هلې ځلې ترسره کړې او د مشرتابه د حکم او ځانګړی شفقت په بنا منظور شوه.»
طالبانو زیاته کړې، چې ژر به دغه ولسوالۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې په یو شمېر نورو سیمو کې هم ولسوالۍ او تشکیلات جوړ کړي خو تر اوسه یې رسمي کړي لا نه دي خو له دولتي بوديجې څخه ورته مصارف ورکول کيږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر له درې میاشتني ځنډ وروسته د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي.
د طالبانو د کورنیو چاورو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سراج الدین حقاني د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د لیدنې پرمهال د افغانستان او سیمي د امنیت، اقتصاد او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حقاني د طالبانو په اړه د روسیې وروستي اقدامات ستایلي او دواړو د ډیپلوماتیکو اړېکو لوړولو ، امنیتي او سوداګریزو همکاریو ژمنې وکړې.
ضمیر کابلوف له سراج الدین حقاني څخه مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او دواړو د دوو اړخییزو اړېکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
له کورنیو چارو وزارت څخه تر شاوخوا درې میاشتني غیابت وروسته کابلوف لومړنی بهرنی لوړ پوړی چارواکی دی چې سراج الدین حقاني ورسره ګوري.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د افغانستان درې رنګي ملي بیرغ ته توهين او سپکاوي کوونکي به له انزوا سره مخ شي. نوموړي ویلي، چې د افغانستان د ملي بیرغ د بدلولو واک یوازې لویه جرګه لري.
د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملي بیرغ د بدلولو واک لویه جرګه لري او یوازې اساسي قانون ملي بیرغ ښه تعریفولی شي.
صالح زياته کړې: «یوازينۍ اداره چې د افغانستان د ملي بیرغ د بدلولو واک لري، لویه جرګه یا ټول پوښتنه ده او یوازې اساسي قانون ملي بیرغ ښه تعریفولی شي.»
صالح ویلي، چې په نړۍ کې ګوندونه او حرکتونه ځان ته د خاص بیرغ ټاکلو حق لري خو د ملي سمبول په توګه نه پېژندل کېږي.
د نوموړي په وینا، د ملي بیرغ د توهين او سپکاوي هڅې پایلې نه ورکوي، « د دې بیرغ د توهين یا سپکاوي هره هڅه به نه یوازې بې ګټې وي، بلکې د مخالفینو د انزوا لامل به هم شي.»
په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر کسانو او کړیو له خوا ملي بیرغ ته د سپکاوي او توهين ویډیوګانې خپرې شوې دي.
دغه کړنه په برېټانیا کې د افغانانو فعالې نړېوالې شورا هم غندلې ده.
شورا په یوه خبرپاڼه کې ملي بیرغ ته سپکاوي کوونکي پردي پال بللي دي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې هم د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پر ځای د خپل تحریک بیرغ پورته کړی او پر ملي بیرغ یې بندیز لګولی دی.

د جرمني سرپرست حکومت اعلان کړی چې نور به د هغو افغانانو لپاره ځانګړي الوتنې نه تنظیموي، چې د جرمني د استوګنې رسمي ژمنې یې ترلاسه کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د دې پرېکړې پخلی کړی، خو ویې ویل چې د ویزو بهیر او امنیتي ارزونې به دوام ولري.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ ددغه هېواد رسنیو ته ویلي چې د ۲۶۰۰ پاتې افغانانو د انتقال برخلیک، چې د جرمني پخواني محلي همکاران او د هغوی د کورنیو غړي پکې شامل دي، نوی حکومت پرمخ وړي.
د ډویچلندفونک د رپوټ له مخې، د راتلونکو الوتنو په اړه پرېکړه به ښايي د نوي حکومت له جوړېدو وروسته وشي، چې تمه ده د مې میاشتې په پیل کې کار پیل کړي.
د سوسیال دیموکرات او شنو ګوندونو سرپرست حکومت تر دې وړاندې یو شمېر الوتنې تنظیم کړې وې، خو دا چاره د سوسیال مسیحي دیموکراتانو له نیوکو سره مخ شوه او اوس ویل کیږي ځنډېدلې دي.
د جرمني ډي پي اې اژانس د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې د چارشنبې ورځې پلان شوې الوتنې په اړه تر اوسه اړندو ادارو معلومات نه دي ور کړي، نو تمه نه کیږي، چې دغه الوتنه دې ترسره شي.
د نیدرزاکسن ایالتي ادارې یوه ویاند تایید کړه چې افغانان به نور د فریدلند ترانزیتي کمپ ته نه وروستل کېږي. دا کمپ د نویو راتلونکو لپاره د لنډمهاله استوګنې ځای دی او هلته یې تر داخلېدو دوه اونۍ وروسته نورو ایالتونو ته استوي.
وروستيو چارټر الوتنو افغانان برلین، هانوفر او لایپزیګ ته انتقال کړل، خو هغه نورې الوتنې چې په اپرېل کې پلان شوې وې، لغو شوې دي.
په جرمني کې د افغانانو پر انتقال نیوکې په دې وروستیو کې ډېرې شوې او د ټاکنو ګټونکي ګوند سي ډي یو له خپل ایتلافي ګوند اېس پي ډي سره په هوکړه لیک کې دې ته اشاره کړې، چې د منلو پروګرامونه به تر ممکنه حده محدودیږي او نوي پروګرامونه به نه پیلوي.
تېره چارشنبه د لایپزیګ په هوايي ډګر کې یوه الوتکه راکوزه شوې وه چې ۱۳۸ افغانان یې جرمني ته ولېږدول.
تر دې مخکې، د همدغه کال په اوږدو کې څو ورته الوتنې شوې دي، چې ټولټال پکې۴۶۱ کسان جرمني ته لیږدول شوي دي.

په سویلي ولایتونو کې د تاریاکو کاروباریان وايي، چې په روانه اونۍ کې د اومو تاریاکو بیه پنځوس زره افغانۍ (دوه لکه کلدارې) او د بېس (پروسس شويو تریاکو) بیه تر ۱۰۰ زره افغانیو پورې ( ۴۰۰ زره کلدارو) لوړه شوې ده.
د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د اومو تاریاکو بیې له څو میاشتې ځنډ وروسته یو ځل بیا په بېساري ډول لوړې شوې دي.
د هلمند او کندهار په ولایتونو کې سوداګر وایي، چې د طالبانو له خوا د محدودیتونو د نرمېدو او پټې همکارۍ له امله بازار یو ځل بیا تود شوی.
همدا یوه اونۍ وړاندې د تاریاکو په بازارونو کې یو من (څلور نیم کیلوګرامه) خام تاریاک په شاوخوا ۱۰۰ زره افغانۍ ( ۴۰۰ زره کلدارو) پلورل کېدل خو اوس همغه تاریاک په ۱۵۰ زره افغانۍ (۶۰۰ زره کلدارو) پلورل کیږي.
د رفیع الله په نوم د تاریاکو یوه کاروباري د تاریاکو د بیو لوړیدو په اړه له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وویل:« مخکې چې تاریاک په څلور لکه کلدارې وو، هغه اوس په شپږ لکه کلدارې دي. او د بېسو قیمت خو تر پخوا اوس څلور لکه کلدارې لوړ شوی دی.ځینو کسانو پکې ګټه وکړه او ځینې بیا سخت تاوانیان شول».
بیس، چې پروسس شوي تاریاک بلل کېږي، بیې یې هم لوړې شوې دي.

د تاریاکو کاروباریان د نشه يي توکو په کارخونو کې اومه توکي د اور په واسطه پروسس کوي او له یو من خامو تریاکو څخه نږدې یو نیم کیلوګرام بیس په لاس ورځي. د بیس له پروسس کولو وروسته بیا هیروین، کرسټال او نور نشه یې مواد ترلاسه کیږي.
د کاروباریانو په وینا، یو کیلو بیس چې پخوا په اته سوه زره کلدارې پلورل کېدل، اوس یې بیه۱۲سوه زرو ته رسېدلې.
دوی وایي، چې د بیې لوړیدو عمده لامل دا دی چې دغه مواد اوس له هېواده وځي: «که له افغانستان نه نه وتلای، قیمت به یې هم لوړ نه وای».
د تاریاکو دغه کاروباریان وايي، چې د نشه یې توکو بیې د هرې ورځې په تېریدو سره لوړیږي.
د نشه یې توکو سوداګر وايي، د هلمند او کندهار په ډيرو ولسوالیو کې طالبانو د تریاکو د پیر او پلور ازاد مارکیټونه بند کړي، خو اوس بېرته د طالبانو له ممانعت پرته د نشه یې توکو کاروبار کیږي.
سرچینه وايي:«چې د طالب همکاري نه وي، څوک دا کار کولی شي؟ هر قوماندان خپل د دې برخې کسان لري، د هغوی ټولو ارتباطات له قاچاقبرانو سره دي. د هلمند، کندهار، ننګرهار او بدخشان څخه بیا تر صفري نقطو د تریاکو انتقال ټول د طالبانو په همکارۍ کیږي».
سرچینې وايي، چې د تاریاکو د پیر او پلور د لوړې کچې تر څنګ په ټیټه کچه دغه کاروبار د واټساپ او ټیلګرام ګروپونو له لارې کیږي او د تاریاکو د بیو لپاره عمومي واټساپ ګروپونه دي چې د هرې ورځې د بیو په اړه معلومات پکې خپریږي.
د نشه یي توکو ځینې سوداګرو د نوم نه ښودنې په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له یو ولایت څخه بل ته او بیا د افغانستان تر پولو د نشه یې توکو په لیږد کې طالبانو ته ونډه ورکول کیږي او د تاریاکو د بیو د لوړیدو یو دلیل همدا دی، چې طالبانو په لیږد رالیږد کې قاچاقبرانو ته اسانتیا برابره کړې ده.
نوموړی زیاتوي، « که طالبانو له دې کار څخه ګټه نه ترلاسه کولی، نو څنګه څوک دا جرئت کولای شي چې د واټساپ عمومي ګروپونه جوړ کړي. د هرې سیمې طالب هغه که په لوړه سطح وي او که په ټیټه سطح په دغه کاروبار کې شریک دی، هغوی خپل مالونه لري، خپل کاروبار لري».

افغانستان انټرنشنل ته ځینې انځورونه هم رسېدلي، چې ښيي د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د تاریاکو کروندو ګل کړی او په نږدې څو ورځو کې حاصل ټولولو ته چمتو دي.
سرچینې وايي، د هلمند د موسی کلا، کجکي، واشیر او باغران ترڅنګ د کندهار په میانشین، شاولي کوټ، میوند، غورک، نېش او یو شمېر نورو ولسوالیو کې پر زیاته ځمکه د تاریاکو او چرسو کروندې کرل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو ضد دفتر (UNODC) هم په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې د تاریاکو بیې په افغانستان کې په بېساري ډول لوړې شوې دي او دغه وضعیت د لویو قاچاق وړونکو لپاره ستر فرصتونه رامنځته کړي دي.
رپوټ زیاتوي، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه د یو کیلوګرام خامو تاریاکو قیمت ۷۵۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلی و، خو اوسني قیمتونه تر دې هم لوړ شوي دي.
سره له دې چې طالبان په رسمي ډول د نشهيي توکو کر، تولید او قاچاق بند ګڼي، خو له ولایتونو څخه تر پولو د قاچاقبرو ازاد تګ راتګ، د دوی د خپلمنځي پټو همکاریو ښکارندويي کوي.
