پاکستان کې د ۲۰۲۵ کال د ګوزڼ اوومه پېښه ثبت شوه

په پاکستان کې د پولیو واکسین کمپاین سره هممهاله په دغه هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام خبر ورکړی، چې د پښتونخوا په شمال لویدیځ کې د ګوزڼ یوه نوې پېښه ثبت شوې چې له دې سره د ۲۰۲۵ کال لپاره د پولیو د ټولو پېښو شمېر ۷ ته لوړ شو.