• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کیېف کې د روسیې پر برید د ټرمپ نیوکه: «ولادیمیره، بس کړه!»

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې تل یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه محتاطانه دریځ غوره کړی، دا ځل له دود وتلې نیوکه وکړه او پر کیېف د مسکو له توغندويي برید وروسته یې ولیکل، چې ولادیمیره نور بس کړه!.

ټرمپی د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر څلورمه، په ټولنیزو شبکو کې ولیکل، « زه پر کیېف د روسیې بمباري نه خوښوم. نه ضروري وه او نه هم په مناسب وخت کې شوې».

دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې خپرې شوې، چې ټرمپ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تورن کړ چې د سولې خبرو ته زیان رسوي، ځکه زیلینسکي ویلي وو چې کیېف به هېڅکله د کریمیا روسی اشغال و نه مني.

ټرمپ دغه دریځ «د سولې خبرو ته تاوان رسوونکی» وباله او ادعا یې وکړه چې کریمیا له کلونو وړاندې له لاسه وتلې او « د خبرو موضوع نه ده».

ټرمپ چې د خپلې ولسمشرۍ په موده کې یې پوتین ته نږدې دریځ درلود، ډېر کم دا ډول څرګندې نیوکې کړې دي.

له همدې امله د هغه تازه څرګندونې د امریکا د سیاستوالو، نړیوالو څارونکو او شنونکو پام ځان ته اړولی.

سیاستپوه جان مورېل وايي، « دا د ټرمپ له خوا یو نادر تاکتیکي بدلون دی، داسې ښکاري چې هغه د جمهوري‌پالانو تر سختو نیوکو او د ۲۰۲۴ انتخاباتي فشارونو لاندې دی، چې باید له روسیې سره نرم چلند پریږدي».

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې د کیېف بریدونه د «نظامي تړلو هدفونو» پر ضد دي او دا د روسیې د «دفاعي عملیاتو» یوه برخه ده.

کرملېن تر اوسه د ټرمپ څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

پر کیېف د روسیې تازه بریدونه له درندو ملکي زیانونو سره مل وو. د یوې استوګنیزې ودانۍ په کنډوالو کې لاهم ژغورونکي کار کوي. په دغه برید کې د لږ تر لږه اتو ملکیانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

متقابل غبرګون؛ پاکستان د هند اقدامات او د اوبو تړون لغو کول د جګړې اعلان بللی

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۱۵ GMT+۱

د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت کمیټې د کشمیر له پهلګام پېښې وروسته د اسلام اباد پر وړاندې د هند اقداماتو ته سخت غبرګون ښودلی او د اوبو تړون لغو کول یې د جګړې اعلان بللی دی.

د کشمیر د پهلګام پېښې په غبرګون کې د هند له اقداماتو وروسته پاکستان هم پر ورته ګامونو لاس پورې کړی.

هند له پاکستان سره د اوبو د شراکت تړون ځنډولو ترڅنګ د ځمکني تګ راتګ لاره وتړله او پاکستاني وګړو ته یې تر ۴۸ ساعتونو د وتلو امر وکړ.

د هند له دغه اقدام یوه ورځ وروسته د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت شورا هم د هند د اقداماتو په وړاندې ورته غبرګون ښودلی او د اوبو تړون ځنډول یې د جګړې په معنا بللی دی.

د پاکستان د ملي امنیت کمیتې غونډه کې چې نن د شهباز شریف په مشرۍ ترسره شوه، د دغه هېواد لوړپوړو نظامي او ملکي چارواکو ګډون کړی و.

له غونډې وروسته پاکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هند سره د واګه پولې، هوايي حریم او سوداګرۍ بندولو اعلان کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې غونډې د هند له خوا د اوبو تړون ځنډول رد کړي. په اعلامیه کې ویل شوي:« اوبه د پاکستان حیاتي ملي ګټه او د ۲۴۰ میلیونه پاکستانیانو د ژوند کرښه ده. پاکستان به په هر قیمت د خپل ژوند کرښې ساتنه وکړي. که د پاکستان پورې اړوند د اوبو جریان ودرول شي یا وګرځول شي، نو دا به د جګړې عمل وګڼل شي.»

همدارنګه په اعلامیه کې ویل شوي، چې له هند سره د واګه بندر ځمکنۍ لاره به د تګ راتګ لپاره بنده شي. همدارنګه د هند د اقداماتو په څېر، هغو هندي وګړو ته چې د سارک ویزې معافیت لاندې ویزې ورکړل شوې، لغو اعلان شوې او ټولو هندي وګړو ته خبر ورکړل شوی، چې په ۴۸ ساعتونو کې پاکستان پریږدي.

د پاکستان د ملي امنیت کمیټې په اسلام‌اباد کې د هند دفاعي، بحري، او هوایي سلاکاران "نامطلوب شخصیتونه" بللي او هغوی ته د اپریل تر ۳۰مې نیټې له پاکستان څخه د وتلو امر شوی.

پاکستاني لوړپوړو چارواکو په دې غونډه کې د هند د الوتنو په وړاندې د پاکستان د هوايي حریم د بندولو او د سوداګرۍ د سملاسي ځنډولو پرېکړه هم کړې ده.

پاکستان ویلي، چې د هند له خوا هر ډول اقدام ته به ورته ځواب ورکول شي.

مودي وايي د کشمیر برید عاملان « د ځمکې تر پایه» تعقیبوي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۱۵ GMT+۱

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ژمنه وکړه چې د کشمیر وروستي ترهګریز برید عاملان به د « ځمکې تر پایه» تعقیب کړي او په سزا به یې ورسوي. دا څرګندونې داسې مهال دي، چې هندي چارواکو دوه بریدګر پاکستانیان ښودلي دي.

مودي د هند په بیهار ایالت کې د وینا پر مهال وویل، « موږ به هغوی د ځمکې تر پایه تعقیبوو».

نوموړي د هغو ۲۶ تنو لپاره دعا وکړه چې د جنوبي کشمیر په پهلګام سیمه کې وژل شوي.

د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو پولیسو د درې مشکوکو وسله‌والو نومونه خپاره کړي، چې دوه یې د پاکستان تبعه بلل شوي.

هندی رسنیو په برید کې مقاومت کشمیر ډله ښکیله ګڼلې چې ویل کیږي د لشکر طیبه پاکستانۍ ډلې یو ښاخ دی.

په غبرګون کې، هند له پاکستان سره خپل د اوبو د شراکت ۶۰ کلن تړون وځنډاوه او یواځینی ځمکنی سرحد یې وتاړه. همداراز، د اسلام‌اباد په سفارت کې یې د هندي مامورینو شمېر له ۵۵ څخه ۳۰ ته کم کړ.

د پاکستان د برېښنا وزیر اویس لغاري دا اقدام د اوبو جګړه بللې او ویلي یې دي چې دا یو «ناقانونه عمل» دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د پنجشنبې په ورځ، لسګونه مظاهره‌چیان په نوي‌ډیلي کې د پاکستان سفارت مخې ته راټول شوي وو، شعارونه یې ورکول او د پولیسو له مخنیوي سره سره یې زورونه وهل.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خپل هېواد د ملي امنیت کمېټې بیړنۍ غونډه وبلله، چې د هند د ګامونو په وړاندې د احتمالي ځواب پرېکړه وکړي.

د هند د بهرنیو چارو منشي ویکرم میسري ویلي چې د کابینې امنیتي کمیټې ته د برید تر شا د سرحدي اړیکو په اړه معلومات ورکړل شوي.

د ۱۹۶۰ کال د اندس اوبو تړون، چې د نړیوال بانک په منځګړیتوب شوی و، تر دوو جګړو وروسته هم پاتې و. خو دا لومړی ځل دی چې هند دا تړون رسماً ځنډوي، چې د دواړو اټومي وسله لرونکو ګاونډیانو ترمنځ تاوتریخوالی لا زیاتوي.

دا برید د مودي او د هغه د ګوند لپاره یو شاتګ بلل کېږي، ځکه هغوی د کشمیر د ځانګړي حیثیت له لغو کولو وروسته د سیمې د امن او پرمختګ دعوې کړې وې.

هند له پخوا راهیسې پر پاکستان د کشمیر په پاڅون کې د لاس لرنې تور پورې کوي، خو اسلام‌اباد وايي چې یوازې سیاسي او اخلاقي ملاتړ کوي.

امرالله صالح: په هندي کشمېر کې د برید پر مهال کارول شوې وسلې «ښايي» د طالبانو وي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د مخکني جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستي خونړي ترهګریز برید ته په غبرګون کې ویلي، چې ښايي په برید کې کارېدلې وسلې د طالبانو د هغو زېرمه شویو وسلو برخه وي، چې تازه «ورکې» اعلان شوې دي.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «که چېرې دغه ترهګر ونیول شي، ډېر امکان شته چې وسلې یې د هغو تجهیزاتو برخه وي، چې د طالبانو له زېرمو ورکې شوي دي. دا چې دا وسلې (ورکې) بلل کېږي، ډېرې معناوې لرلای شي.»

صالح زیاته کړې، چې که څه هم افغانستان له کشمیر سره ځمکنۍ پوله نه لري، خو په سیمه کې داسې جوړښتونه شته چې ترهګرو ته د ازاد تګ راتګ او بریدونو زمینه برابرېږي. هغه وویل: «یو ځانګړی امنیتي او استخباراتي چاپېریال موجود دی، چې له امله یې سختدریځه ډلې کولای شي پرته له کوم خنډه له پولو واوړي او بریدونه وکړي.»

نوموړي په خپل تحلیل کې یو شمېر سناریوګانې هم وړاندې کړې، چې هند کولای شي د دغې برید په ځواب کې یې عملي کړي.

د هغه له نظره، یوه ممکنه لاره دا ده، چې ښايي هند د‌ پاکستان دننه پر هغو هدفونو هوايي بریدونه وکړي چې یا خو د ترهګرو مرکزونه وي او یا نظامي تاسیسات. هغه دا «محتاط خو خطرناک» اقدام وباله.

دویمه طرحه چې صالح وړاندې کړې، هغه دا ده، چې هند پاکستان له وچې، اوبو او فضا څخه کلابند کړي. د باورونو له دا یو تخنیکي او لوژیستیکي پېچلی اقدام دی، خو صالح باور لري، چې پاکستان ته به درانه اقتصادي زیانونه واړوي.

هغه همداراز پر اقتصادي بندیزونو او د ډېپلوماټیکو اړیکو پرې کولو هم لیکل کړي، خو یادونه یې کړې. چې اوسنی سوداګریز تعامل دومره ټیټ دی چې ښايي سملاسي اغېز ونه کړي.

ښاغلي صالح د سایبري بریدونو احتمال هم مطرح کړی او ویې پوښتل چې ایا د پاکستان د انرژۍ بنسټونه دې ته چمتو دي، چې د پرمختللو سایبري بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړي؟

هغه له ستراټېژیکي پلوه د «سترګو پر وړاندې سترګه» تګلاره هم یاده کړه او ویې ویل، هند کولای شي د هر برید په مقابل کې مناسبه غبرګون وښيي، تر څو مخالف لوری نور له دا ډول بریدونو ډډه وکړي. خو صالح دا پوښتنه هم وکړه چې هند واقعاً دا ډول ظرفیتونه لري؟

امرالله صالح د جګړې د بشپړ پيل سناریو هم مطرح کړې، خو زیاته کړې یې ده، چې دا یوه خطرناکه او درنه لاره ده چې ښايي د پاکستان پوځ دا فرصت وبولي، څو د پوځ کنټرول لا زیات کړي او ان نظامي حالت اعلان کړي.

هغه په پای کې لیکلي چې هند باید د نړۍ له نورو هېوادونو سره ټلواله جوړه کړي تر څو پاکستان نړۍوالې انزوا ته واچوي. صالح وویل: «هند یو داسې هېواد دی چې نور هېوادونه له ځان سره همکاران کولای شي، ځکه هند پور ورکوونکی دی، نه پور اخیستونکی.»

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د پاکستان نظامي جوړښت نه یوازې له بهرني فشار ویره نه لري، بلکې د هند له ممکنه برید څخه به د یوه داخلي کودتا او نظامي واک د پراخولو د وسیلې په توګه کار واخلي.

سیمه ‌ييزې اندېښنې او نړۍوال غبرګون

دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي، چې هند له برید وروسته خپلې امنیتي اقدامات زیات کړي او د دغه برید عاملینو ته د سخت غبرګون ژمنه کړې ده.

د هند امنیتي ادارې اوس هڅه کوي معلومه کړي، چې د برید وسلې له کوم ځایه راغلي او ایا دا له هغو تجهیزاتو دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې طالبانو ته پاتې شوې او د نیابتي ډلو لاس ته ورغلي.

امرالله صالح په پای کې د پوښتنې په ډول لیکلي: «هند اوس خپلې لارې ارزوي، خو د پاکستان لپاره کومې لارې پاتې دي؟ ایا دا هېواد به همداسې دوه‌ مخې لوبې ته دوام ورکړي او له ترهګرۍ سره به پټ ملاتړ روان وي او که د خپلو سیاستونو بیاکتنه به وکړي؟»

هم مهاله پاکستان د هند له لوري پر دوی د ترهګرۍ او یاد برید کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

نن د پاکستان لومړی وزیر شبهاز شریف د هند د شوې پرېکړې په غبرګون کې ځانګړې امنیتي ناسته کوي، څو د هند د شویو پرېکړو په تړاو د خپل حکومت دریځ څرګند کړي.

پاکستاني رسنیو لیکلي، چې هند تر اوسه پورې په ترهګریزو پېښو کې د اسلام اباد د ښکېلتیا لپاره هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندې کړي او یوازې تورونه یې لګولي دي.

ډان ورځپاڼه: هند پرته له کوم ثبوته پر پاکستان د ترهګرۍ تور پورې کړی

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند حکومت پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکی بللی او د اسلام‌اباد پر ضد یې یو شمېر اقدامات اعلان کړي دي.

دغه تورونه د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې تر یوه خونړي برید وروسته لګول شوي دي. په یاد برید کې ۲۵ هندي وګړي او یوه نیپالی وژل شوی دی. 

د تورونو په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په سهار (۲۴ اپريل ۲۰۲۵) د ملي امنیت شورا (NSC) بیړنۍ غونډه وربللې ده.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ويلي، چې دا غونډه د هند د تازه پرېکړو د ارزونې لپاره کېږي.

ښاغلي ډار په ایکس پاڼه لیکلي: «لومړی وزیر شهباز شریف د پنجشنبې لپاره د ملي امنیت شورا غونډه رابللې څو د هند د اعلامیې په اړه پریکړه وشي.»

اسحاق ډار د چهارشنبې په شپه یوه خصوصي ټلویزیوني شبکې ته وویل، چې د هند چلند «غير مسوولانه او نابالغه» دی.

هغه زياته کړه: «هند هیڅ ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی. هغوی هیڅ سیاسي پوخوالی نه دی ښودلی. دا یوه بې ‌مسوولیتي ده، چې سمدلاسه له پېښې وروسته یې شور ماشور جوړ کړ.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې ویل شوي: «موږ د اننت ‌ناګ په سیمه کې د ګرځندویانو پر وژنه خواشیني یوو. د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو او ټپیانو ته د ژر روغېدو هیله کوو.»

په هغو اقداماتو کې چې د هند له‌خوا اعلان شوي، د ایندوس د اوبو تړون ځنډول تر ټولو زیات پام ځان ته اړولی. دا تړون په ۱۹۶۰ کې د نړۍوال بانک په منځګړیتوب لاسلیک شوی و او ان د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړو پر مهال هم پر ځای پاتې شوی و.

ډان لیکلي، د دې تړون ځنډول د دواړو هېوادونو په کړکېچنو اړیکو کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د کابینې امنیتي کمېټې (CCS) ناسته شوې او پریکړې یې کړې، چې لاندې اقدامات به پلي کېږي:

د اتاري سرحدي دروازه به ژر وتړل شي.

پاکستانیان به نور د سارک د ویزې معافیت له لارې هند ته سفر نه شي کولای.

ټول مخکې ورکړل شوې ویزې لغوه شوې او هغوی چې اوس‌ مهال په هند کې دي، یوازې ۴۸ ساعته وخت لري چې هند پرېږدي.

د پاکستان د سفارت پوځي سلاکاران او دفاعي اتشې د «ناخوښو کسانو» په توګه اعلان شوي او یوه اوونۍ وخت لري چې له هند ووځي.

د هند حکومت دا اعلان هم کړی، چې خپل دفاعي، هوایي او بحري مشاورین به له اسلام‌اباده بېرته وغواړي او د دواړو هېوادونو د سفارتونو کارکوونکي به له ۵۵ څخه ۳۰ تنو ته راکم کړي.

د هند امنیتي ځواکونه د پوره چمتووالي په حالت کې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت سکرتر جنرال ویکرام میسري وویل: «موږ هڅه کوو چې د هغو کسانو استرداد وکړو چې د ترهګریزو بریدونو مسؤلیت لري، لکه څنګه چې د تهوور رانا د تسلیمۍ قضیه کې مو ولیدل. موږ به هېڅکله له تعقیبه لاس وانخلو.»

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ هم ګواښ کړی: «هغه کسان چې د دغه برید مسوول دي، ډېر ژر به زموږ غږ واوري. موږ به نه یوازې عاملین، بلکې طراحان هم هدف وګرځوو.»

په ورته وخت کې، هغه روغتون چې د قربانیانو نومونه ثبتوي، اعلان کړی چې ۲۶ کسان وژل شوي، چې په کې ۲۵ هندیان او یو نيبالی شامل دي.

برید هغه مهال وشو کله چې وسله ‌وال له ځنګله راووتل او په پهلګام سیمه کې يې پر ګرځندویانو ډزې وکړې.

ډان ورځپاڼه لیکي، چې په ورته وخت کې د هند امنیتي ځواکونو او د یاغي ‌ګرو شکمنو کسانو ترمنځ په تانګ ‌مارګ سیمه کې وسله ‌واله نښته هم شوې ده.

د هند پوځ هم ویلي، چې په بارامولا سیمه کې یې په یوه جلا پېښه کې دوه کسان چې غوښتل یې له پولې واوړي وژلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د فرانسی، جرمني، برېټانیا، اروپايي، ټولنې، چین، اسراییلو، متحده عربي اماراتو لوړپوړو چارواکو او پر افغانستان واکمنو طالبانو د هند له حکومت سره خواخوږي ښودلې او برید یې غندلی دی.

د ویلسن انستیتوت لوړپوړي امریکایي کارپوه مایکل کوګلمن ویلي: «دا برید د هند او پاکستان ترمنځ د یوه نوي ناورین رامنځته کېدو ته زمینه برابروي او دا ښایي د ۲۰۱۹ لنډ مهاله پوځي نښتې راهیسې تر ټولو جدي ګواښ وي.»

امریکایي شنوونکی: اوکراین ښايي د ټرمپ پر افغانستان بدل شي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۱

یو لوړپوړی امریکايي امنیتي شنوونکی او د سپینې ماڼۍ پخواني چارواکي مایک الن په یوې مقاله کې خبرداری ورکړی، چې که متحده ایالات د اروپایي ټولنې تر چمتو کېدو مخکې له اوکراین څخه خپل پوځي ملاتړ پرې کړي، نو ښايي دغه هېواد د «ټرمپ پر افغانستان» بدل شي.

مایکل الن په دغه مقاله کې چې وال سټریټ ژورنال خپره کړې لیکلي، دغه حالت به د ۲۰۲۱ کال هغه فاجعې ته ورته وي، چې د امریکا ناڅاپي وتلو له امله د افغانستان حکومت سقوط وکړ.

هغه وايي، که ډونالډ ټرمپ ریښتیا غواړي په اوکراین کې تلپاتې سوله راولي، باید تر هغه وخته د امریکا پوځي ملاتړ روان وساتي څو اروپا دې ته چمتو شي، چې د ملاتړ لویه برخه پر غاړه واخلي.

نوموړی زیاتوي، چې د روسیې اراده او توان ورځ تر بلې د نفوذ پراخولو لپاره ډېرېږي او که ناڅاپي مرستې پرې شي، دا به مسکو ته د لار نورو بریدونو لپاره ښه زمینه برابره کړي.

مایکل الن ویلي، که څه هم ټرمپ تل وایي چې غواړي «وینه تویېدل ودروي»، دا کار یوازې هغه وخت شونی دی، چې داسې یوه هوکړه وشي چې روسیه بېرته جګړې ته د راستنېدو جرات ونه کړي.

هغه زیاتوي، له ناټو سره د اوکراین یو ځای کېدل یا د ناټو ځواکونو استول مسکو ته د منلو نه دي، نو تر ټولو ښه لاره دا ده، چې د ناټو نظامي ملاتړ دوام پیدا کړي څو اوکراین د خپلې دفاع لپاره پر ځان تکیه پيدا کړي.

الن د جو بایډن له لوري د افغانستان د تګلارو په په هکله هم نیوکه کوي او وایي، که ټرمپ د اوکراین پوځي ملاتړ بند کړي، دا به د بایډن تېروتنو تکرار وي. هغه تېروتنه چې د استخباراتي ادارو د خبرداریو له نادیده نیولو او د کابل د سقوط له بې‌ غورۍ څخه رامنځته شوه.

مایکل الن د امریکا د استخباراتو د مشر دفتر راپور ته په اشارې سره لیکلي، روسیه خپل پوځ ډېر پیاوړی کوي او له چین، ایران او شمالي کوریا څخه هم ملاتړ ترلاسه کوي.

هغه خبرداری ورکوي چې یوازې پر اروپا تکیه کول، چې اوس هم چمتو نه ده، یوه سټراټېژیکه تېروتنه کېدای شي.

نوموړی د روسیې د تېرو یرغلونو لکه د چیچنیا هغې ته اشاره کوي او وایي، پوتین هیڅکله د سولې تړونونو ته ژمن نه دی پاتې شوی او د اوکراین پر خاوره یې ادعاوې تر هغو سیمو ډېرې دي چې روسیه یې اوس تر خپل واک لاندې لري.

په پای کې الن وایي، که ټرمپ پرته له یوه بدیل پلان څخه د اوکراین ملاتړ پای ته ورسوي، نو نه یوازې به د خپل شعار «د ځواک له لارې سوله» به پلي نه کړي، بلکې ښايي د امریکا د بلې سټراټېژیکې ماتې مسوول وګڼل شي.