
پاکستان د تورخم سربېره د انګور اډې له لارې هم افغان کډوال جبري افغانستان ته لېږي. د خېبرپوښتونخوا د کورنیو چارو وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، د انګور اډې له لارې نن ۳۷ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
په دغو ناقانونه کډوالو کې د ۵ کورنیو ، ۵ نارینه، ۹ ښځې او ۲۳ ماشومان شامل دي.
د پاکستان حکومت دغه کډوال نن (پنجشنبه د غویي ۴مه) افغانستان ته ستانه کړي دي.
د چارواکو په وینا دا د بیرته ستنولو د دویم پړاو برخه وه، چې پکې د لومړي ځل لپاره د انګور اډې له لارې په رسمي ډول کډوال داوطلبانه خپل هېواد ته ستانه شوي.
د حکومتي چارواکو په وينا، دغو کډوالو اسناد نه درلودل. په دغو کډوالو کې د ACC اوPOR کارت لرونکي هم نه و شامل او جبري هم نه دي اېستل شوي.
د راپورونو له مخې، تر اوسه د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر له ۱۷مې نېټې راهیسې ټولټال ۸۰۳۴ افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په دغه شمېر کې ۱۳۴۰ کورنۍ شاملې دي چې پکې دوه زره او ۲۵۳ یې نارینه، ۲ زره او ۶۶ ښځې او ۳ زره او ۷۱۵ ماشومان شامل وو.
د انګور اډې لار د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر تر ۲۰۲۵ کال د فېبرورۍ تر ۲۵مې نېټې پرانیستې وه، خو د کړکېچ پر مهال د نورو ټولو پولو په څېر دا هم وتړل شوه. د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو وروسته یواځې د تورخم پوله د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې وه.
خو نن، د اپرېل ۲۴مه نېټه، د انګور اډې لار هم د افغانانو د اېستلو په موخه بېرته پرانیستل شوې ده.
بل خوا د تورخم له لارې هره ورځ د پآکستان حکومت په سلګونه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.
د اپرېل په لومړۍ نېټه د افغان کډوالو ته د پاکستان وروستی ضرب الاجل پای ته ورسېد او له هغه وروسته د ددوی د شړلو جبري عملیات پیل شول.
په دویم پړاو کې تر اوسه پاکستان له ۸۰۰ زرو ډېر افغان کډوال جبري بېرته افغانستان ته ستانه کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

يو جرمنی ګرځندوی پر ۱۸ هېوادونو له ګرځېدو او اوږده مزل وروسته بلخ ولایت ته رسېدلی دی. د باختر د رپوټ له مخې، روبین د طالبانو له تاوده هرکلي او « ټولنیز ژوند» خوښي ښودلې او ويلي يې دي چې د افغانانو ځانګړي کلتور، دودیز لباس او بېسارې مېلمهپالنې ډېر اغېزمن کړی.
روبین د پنجشنبې په ورځ، د غويي پر څلورمه، چې د ملا عمر د تلین ورځ ګنل کیږي، د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ته رسېدلی.
نوموړي مزار ته له رسېدو سره هممهاله ویلي، چې د افغانستان طبيعي ښکلاوې او فرهنګي شتمني د دې وړ ده چې نړيوال يې د سفر لپاره انتخاب کړي.
د طالبانو د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سیاحت برخې مسوول عبدالواحد احدي ویلي، چې د اپرېل په میاشت کې بلخ ته ۱۴۹ بهرني سیلانیان ورغلي، چې دا د سیمې د سیاحت پر ودې دلالت کوي.
له دې وړاندې انجلو بریسان د جرمني د هومبرګ ښار یو ۶۵ کلن اوسېدونکی له خپل دوست مېنهارد ریدیڅکه سره یوځای له افغانستان نه د بایسکل پر مزل تېر شوی و.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له سفره د کلکې ډډې کولو سپارښتنه کوي، خو بریسان او ملګري یې پریکړه وکړه چې پر ځان یې تجربه کړي.
دوی مخکې له دې هم په سوریه، ایران، اردن او پاکستان کې د بایسکل سفرونه کړي وو.
د افغانستان د سفر لپاره یې شپږ میاشتې تیاری نیولی و، د مونشن افغان سفارت ته یې هم سفر کړی و او د ویزې لپارهیې امنیتي ارزونې ورکړې وې.
په سفر کې دوی د طالبانو له خوا په ښارونو کې هر ځای له پلټنو سره مخ شوي، خو له افغانانو یې د زړه له کومي میلمهپالنه تجربه کړې ده. د دوی لپاره خلک مهربانه، کنجکاو، خو ډېری وخت بېوسه وو.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د بریتانیا حکومت لږ تر لږه ۸ مجرمان افغانستان ته تبعید کړي دي، چې په دې کې د «نسبي وړو» جرمونو مرتکبین هم شامل دي.
د هایفن له لارې ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، یو تبعید شوی شخص په داسې حالت کې و، چې د شپږو میاشتو نه کمه سزا یې بشپړه کړې وه. تبعید شوي اشخاص هغه کسان دي چې د غلا، برید او مخدره توکو د جرمونو له امله محکوم شوي دي، چې دا ډول جرمونه عموماً له شپږو میاشتو څخه کمې سزاوې لري.
نورو تبعید شویو کسانو جدي جرمونه لکه جنسي تیري، وژنه او ځینې نور جرایم ترسره کړي وو.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت، چې د تبعیدونو مسوولیت لري، دقیق جرمونه نه دي څرګند کړي، خو تایید کړې یې ده چې دا تبعیدونه د بریتانیا د ټولنیز قانون د پلي کولو برخه وه.
دغه وزارت د هغو مجرمانو د شمېر په اړه هم تفصیل نه دی ورکړی، ځکه وېره ده چې دغه مجرمان په عام ډول و نه پېژندل شي.
په یوه ځانګړې پېښه کې، د طالبانو له واک ته رسېدا یوازې څو ورځې مخکې یو تبعید د یوې تجارتي الوتنې له لارې ترسره شو.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت او د عامه اړیکو د پراختیا دفتر د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته دتګ په اړه خبرداری ورکړی.
د تبعیدونو په اړه معلوماتو کې راغلي چې یو بل تبعید شوی کس ۱۳ تر ۲۴ میاشتې بند او نورو تبعید شویو کسانو له دوو کلونو نه زیاته د بند سزا درلوده.
زوې ګارډنر، چې د مهاجرت د ګډې شورا پخوانۍ سیاسي مدیره وه، وویل: « افغانستان ته د خلکو تبعید کول 'ښکاره خطرناک' دي».
ویل کیږي په دې کې ډیری موافقه شوې ستنېدنې دي.
ډینیل سوهېګ، چې د بشري حقونو د مشورتي ادارې «سټنډ فار ال» مشر دی، وویل: « موافقه شوې ستنېدنې اکثراً هغه مهال کیږي چې د کورنیو چارو وزارت خلکو ته ووایي که دوی په ټاکل شوې موده کې پخپله ونه وځي، نو وبه نیول شي او په زور تبعید شي».
د کشمیر په پهلګام کې له برید وروسته د هند او پاکستان د اړیکو ترینګلتیا د اتاري-واګه بندر له لارې افغانستان ته د تلونکو مالونو او سوداګرۍ په اړه افغان سوداګر اندېښمن کړي.
هند له ۲۰۱۹کال راهیسې له پاکستان سره سوداګري بند کړې ده، خو له افغانستان سره د اتاري-واګه له لارې سوداګري دوام درلود.
اوس د دواړو هېوادونو د تازه اعلان له مخې، پوله تړل شوې بلل شوې، او دا نه ده روښانه چې ایا دا بندیز یوازې د مسافرو پر تګ راتګ دی، که سوداګري هم پکې راځي.
یوه نړیوال سوداګر، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، انډین اېکسپرېس ته وویل، « موږ لا هم نه پوهېږو چې له افغانستان سره سوداګري به دوام ومومي او که نه. تر اوسه دا نه ده واضحه، منتظر یو چې وضاحت راشي».
د اتاري ـ واګه سرحد له لارې د هند او افغانستان تر منځ سوداګري او د خلکو تګ راتګ په تېرو اوو کلونو کې له ګڼو بدلونونو سره مخ شوي.
دا مسیر، چې د هند او پاکستان تر منځ یوازیني فعاله ځمکنۍ لاره ده، د سوداګرۍ او سیاست دواړو تر فشار لاندې ده.
د اتاري-واګه کوریډور د کلونو په اوږدو کې د سوداګرۍ او مسافرینو د تګ راتګ په برخه کې متغیرې شمېرې لیدلې دي.
اتاري ځمکنی بندر د هند او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ مهمه لاره ده، چې مختلف توکي اداره کوي. د هند له لوري صادراتو کې سویا، چرګانو لپاره خوراک، سبزيجات، سره مرچ، پلاستیکي مواد او پلاستیکي تېږې شاملې دي. په مقابل کې له پاکستان او نورو سیمو څخه واردات عمدتاً وچې مېوې، خواږه، ګچ، سیمنټ، ښیښې، ډبرینه مالګه او مختلف بوټي دي.
ددې لارې په تړل کېدو د افغانستان واردات او صادرات چې ډیری د پاکستان له لارې تېرېږي، ممکن له لوژستیکي ستونزو سره مخ شي.
په تېرو سلو ورځو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د یادونې او د امریکايي وسلو د بېرته اخیستنې پر ګواښ سربېره، د افغان کډوالو او ځانګړو ویزو غوښتونکو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی خو پر سراج الدین حقاني یې ۱۰ میلیون ډالري جایزه لغوه کړې ده.
۱. د لنډمهالي خونديتوب (TPS) لغوه کېدل؛ زرګونه افغانان له ایستلو سره مخامخ
د ټرمپ ادارې په خپلو لومړیو سلو ورځو کې د افغان کډوالو په تړاو د ولسمشر سخت دریځ بیان کړی دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې تریشا مکلافلین ویلي، چې د افغانستان او کامرون د زرګونو وګړو لپاره د لنډمهالي خونديتوب وضعیت (TPS) لغوه شوی دی. د دې پرېکړې له مخې، تر ۱۴ زره زیات هغه افغانان چې له جګړو، ناورینونو یا نورو فوقالعاده حالاتو له امله یې موقتي خونديتوب ترلاسه کړی و، تر راتلونکې می میاشتې پورې له ایستلو سره مخ کېږي.
دا پرېکړه، چې د ټرمپ د ادارې د پراخو کډوالضد اقداماتو یوه برخه ده، د بشري حقونو د فعالانو او کډوالۍ ملاتړو اندېښنې پارولې دي.
د TPS پروګرام په اصل کې هغو کډوالو ته کار ورکوي چې د خپلو هېوادونو حالاتو له امله بېرته ستنیدل ورته خطرناک وي.
۲. د بشري مرستو بندول او د بشري مرستو له لېست څځه د افغانستان ایستنه
په داسې حال کې چې ټرمپ د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د بېړنیو خوراکي مرستو شپږ پروګرامونه بېرته فعال کړي، افغانستان د دې مرستو له لېسته لرې ساتل شوی. دا هېوادونه لبنان، سوریه، سومالیا، اردن، عراق او اکوادور دي.
تر دې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان لپاره د مرستو ځنډ تایید کړی و، د دې دلیل یې دا یاد کړی و چې مرستې به د طالبانو له لوري ناوړه وکارول شي. دا دریځ، چې ټرمپ پیاوړی کړی، څرګندوي چې د هغه په لید کې طالبان نه یوازې یو دښمن نظام دی، بلکې هر ډول تعامل ورسره باید بند شي.

۳. د بګرام هوايي اډې پر سر انتقادونه؛ چین ته د تسلیمۍ تورونه
ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ د سلو ورځو په جریان کې د کانګرس د جمهوري غوښتونکو ملي کمېټې ته د وینا پر مهال وویل، که هغه د بایډن پر ځای ولسمشر وای، نو له افغانستان څخه به یې ځواکونه ایستلي وای؛ خو بګرام هوايي اډه به یې نه پرېښوده.
نوموړي پر بایډن سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې بګرام "د چین له اټومي تاسیساتو یوازې یو ساعت واټن لري" او د دې اډې پرېښودل ستره ستراتېژيکه تېروتنه وه. ټرمپ چین د اډې په "اشغال" هم تورن کړ، سره له دې چې طالبانو دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې بګرام د دوی تر واک لاندې دی.
ټرمپ ادعا وکړه چې د بایډن د "احمقانه" پرېکړې له امله، له افغانستان نه د وتلو لپاره د کابل هوایي ډګر انتخاب د ۲۰۲۱ کال د اګسټ خونړۍ چاودنې لامل شو، چې پکې ۱۳ امریکايي سرتېري او لسګونه افغانان ووژل شول.
طالبانو پخوا هم دا ادعاوې رد کړې وې چې ګواکې بګرام د چین لاس ته ورغلی. د دوی په وینا، دغه ډول څرګندونې بېاساسه دي او یوازې د امریکا دننه د سیاسي اهدافو لپاره کارول کېږي. خو د واقعیت بله څنډه دا ده چې طالبانو له چین سره بېساري اړیکې جوړې کړې دي، چین د طالبانو د واکمنۍ له پیله تر ټولو مهم ډېپلوماتیک شریک پاتې شوی، چې نه یوازې یې د دوی استازي په رسمیت پېژندلي، بلکې په لوړه کچه اقتصادي اړیکې یې هم ورسره پیاوړې کړې دي.
چینایي پانګهوال دا مهال د افغانستان د کانونو په سکتور کې تر نورو بهرنیو شرکتونو فعال دي، او بیجینګ هڅه کوي چې د «یو کمربند، یو سړک» پروژې له لارې طالبانو ته اقتصادي تنفس ورکړي.
که څه هم چین غواړي د طالبانو له واکمنۍ ګټه پورته کړي، خو بېجینګ هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د چین ضد وسلهوالو ډلو له فعالیتونو څخه پاکه وساتي.
۴. د "ملګرو" او "دښمنانو" تر منځ توپیر؛ له طالبانو سره د مرستو مخالفت
ټرمپ یو ځل بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بشري مرستو ورکولو مخالفت کړی دی. نوموړي ویلي: "موږ د خپلو ملګرو ملاتړ کوو، نه د دښمنانو"، او د بایډن ادارې ته یې په اشاره وویل، چې طالبانو ته یې سترې مالي سرچینې پرېښي.
ټرمپ همداراز وویل چې د بایډن له لوري افغانستان ته پرېښودل شوي وسایل، پیسې او شتمنۍ، د طالبانو د واک د غځېدو او پیاوړتیا لامل شوي دي.
۵. پر سراج حقاني د جایزې لغوه کول
په تېرو سلو ورځو کې داسې یو لړ پېښې هم شوې، چې ښيي د امریکا او طالبانو ترمنځ تعامل نه یوازې دوام لري، بلکې یوه نوي فصل ته داخل شوی. د دې تحولونو تر ټولو څرګنده نښه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د هغه د نږدې خپلوانو پر سر د اعلان شویو جایزو لغوه کول دي. دا پرېکړه، چې یوازې څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې یو امریکايي یرغمل شوی د طالبانو له بنده خوشې شو، د واشنګټن د نوې پالیسۍ نښه بلل کېږي.

۶. امریکايي یرغمل شوي؛ د مفاهمې نوې دروازه
د مارچ په وروستیو کې زلمي خلیلزاد، چې لا هم د طالبانو له ځینو مشرانو سره نږدې اړیکې لري، د ټرمپ د حکومت د زندانونو د سلاکار اډام بوایلر سره یو ځای کابل ته سفر وکړ. یاد امریکايي پلاوي وتوانېدل، چې جورج ګلزمن نومی امریکايي سېلاني له بنده خوشې کړي. درې ورځې وروسته جایزې لغوه شوې. یواځې څو ورځې وروسته، بل امریکايي یرغمل فی ډیل هال هم خوشې شو. دا تسلسل، د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندي تبادلو ترشا د پټو تفاهماتو نښه ښيي.
۷. د ګواښونو له لېسته د افغانستان وتل
د امریکا د ملي استخباراتو کلني راپورونه، چې له اوږدې مودې راهیسې یې افغانستان د ترهګرۍ د ګواښونو د مرکز په توګه ښودلی و، سږکال له بېسارې چوپتیا سره مل و. نه یوازې د طالبانو نوم له راپور وتلی، بلکې افغانستان هم هېڅ ځای ذکر شوی نهدی. دا په داسې حال کې ده، چې تېرو کلونو کې افغانستان د داعش - خراسان د حملو مرکز بلل شوی و او د طالبانو پر سیاسي کړنو هم نیوکې شوې وې.
۸. پر افغانستان د لس سلنې تعرفې وضع
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته پر ټولو وارداتي توکو ۱۰ سلنه بنسټیزه تعرفه وضع کړه او د دې ترڅنګ يې د هېواد پر لويو سوداګریزو شریکانو اضافي تعرفې ولګولې. د هغو هېوادونو په نوملړ کې چې پر صادراتو یې ۱۰ سلنه تعرفه لګول شوې، د افغانستان نوم هم شامل دی.
د امریکا د حکومت د تعرفو د جدول له مخې، افغانستان ته د امریکا د صاداراتو پر توکو ۴۹ سلنه ګمرکي تعرفه تطبیقېږي.
د ۲۰۲۴ کال لپاره د امریکا او افغانستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې ټول ارزښت ۳۴ میلیونه ډالره اټکل شوی.
د امریکا د ځانګړي سوداګریز استازي د دفتر د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا صادرات افغانستان ته ۱۱.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۷۶.۹ سلنه (۳۸.۲ میلیونه ډالر) کموالی ښيي.
له بلې خوا، په ۲۰۲۴ کال کې امریکا ته د افغانستان د صادراتو ارزښت ۲۲.۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۱۳.۲ سلنه (۲.۶ میلیونه ډالره) زیاتوالی ښيي.
د همدې دفتر د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د ۲۹.۷ میلیونه ډالرو سوداګریز زیاتوالي (Trade Surplus) پر ځای، امریکا په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان سره د ۱۱.۱ میلیونه ډالرو سوداګریز کسر (Trade Deficit) ته رسېدلې ده.
ډونالډ ټرمپ په یو بې ساري اقدام کې پر خپلو ټولو سوداګریزو شریکانو تعرفې ولګولې او ویې ویل، چې دا چاره به د امریکا د بیا راژوندۍ کېدو په معنا وي.
۹. ټرمپ له افغانستانه وسلې غوښتي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار - وار په افغانستان کې د پاتې امریکایي پوځي تجهیزاتو موضوع راپورته کړې، د جاپان له لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا سره په لیدنه کې ټرمپ وویل، د امریکا هدف باید دا وي چې د نړۍ تر ټولو غښتلی پوځ ولري او له دې نظره، په افغانستان کې د وسلو پرېښودل یوه "احمقانه پرېکړه" وه.
ټرمپ ادعا وکړه چې د جو بایډن ادارې له خوا له افغانستان نه د ځواکونو غیرمسوولانه وتل نه یوازې وسلې له منځه یووړې، بلکې د امریکا نړۍوال اعتبار یې هم ټیټ کړ. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان پرېښودل د ده د دورې له لاسته راوړنو سره تضاد لري، چیرې چې نوموړي د پوځ بیا رغونه خپله اساسي پروژه بلله.
د ټرمپ د خبرو له تودو ټکیو یو هم دا و چې په افغانستان کې پاتې وسلې به له طالبانو بیرته اخلي.
هغه ویلي و، چې که طالبان دغه تجهیزات ونه سپاري، نو مالي بندیزونه به پرې ولګوي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبان دغه تجهیزات "غنیمت" بولي او ټینګار کوي چې دا د یوې پټې معاملې نتیجه نه، بلکې د جګړې محصول دی.

سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د بېرته راګرځېدو سره د هغه لومړنۍ ۱۰۰ ورځنۍ تګلاره یو ځل بیا څرګندوي چې د افغانستان او طالبانو په اړه یې دریځ تر پخوا سخت، محتاط او حسابشوی دی.
د لنډمهالي خونديتوب د لغوه کېدو له پرېکړې نیولې، تر بشري مرستو بندېدو، د بګرام پر سر نیوکو، او د "دوستانو" او "دښمنانو" ترمنځ کرښو ترسیم پورې، ټرمپ هڅه کوي چې ځان د امریکا د "ملي امنیت" ریښتینی محافظ وښيي، خو دا لاره د زرګونو افغانانو لپاره له ناورین ډکه ده.
په ورته وخت کې د سراجالدین حقاني پر سر د جایزې لغوه کېدل، امریکايي یرغملو خوشې کېدل او د استخباراتي ګواښونو له راپورونو د افغانستان ایستل، ښيي چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ یوه پټه، خو فعاله مفاهمه روانه ده، داسې مفاهمه چې شاید د سیاستوالو له ویناګانو ډېره ژوره او عملمحوره وي.
په ټوله کې که څه هم ټرمپ ځان د طالبانو مخالف ښيي، خو د ځینو اقداماتو تر شا د تعامل دروازې پرانیستې ساتل شوې برېښي.
د تهران مرستیال والي وايي، په پلازمېنه کې ۸۵ سلنه کارګر ماشومان افغانان دي، چې کورنيو ته له بیا ستنېدو وړاندې په ځانګړو مرکزونو کې روزنه تر لاسه کوي. حسین کاغذلو ويلي، چې د سوالګرۍ، د کم عمره ماشومانو د کار، په نشه د اخته کسانو، طلاق او ورته نورو ستونزو د حل هڅې کوي.
ایراني رسنیو د پنجشنبې په ورځ د تهران د سیاسي او ټولنیزو چارو د مرستيال والي حسین کاغذلو له قوله ویلي، چې ولایتي اداره پر يوه طرح کار کوي څو د کم عمره ماشومانو د کار، په نشه د اخته کسانو، سوالګرۍ، بل ته د اړتیا، طلاق او ورته نورې ستونزې حل کړي.
نوموړي ویلي، چې چارواکو ته د همدې ستونزو د حل په موخه د طرحې جوړېدو یوه میاشت وخت ورکول شوی.
د تهران مرستیال والي د ټولنیزې شورا په غونډه کې د نشه يي توکو ضد قانون پر عملي کولو ټينګار کړی او زياته کړې یې ده، چې د ښځينه روږدو وضعت ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
د همدې خبر له مخې، په ایران کې تر «۱۰ میليونه» زیات بې اسناده افغانان اوسيږي. افغانستان شاوخوا ټول ۴۰ میلیونه نفوس لري.
چارواکي دا د خپلو ستونزو او ننګونو یوه برخه ګڼي.
په دې وروستيو کې پاکستان او ایران افغان کډوال مجبور کړي، چې له دغو هېوادونو ولاړ شي او په دواړو هېوادونو کې د جبري ایستلو لړۍ هم پیل شوې دي.