• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ولې خوشاله نه یوو، ایا ځیني خلک په رښتیا خوشاله دي، که یې تمثیل کوي؟

مسکا سنګر نیازۍ
مسکا سنګر نیازۍ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۲:۰۹ GMT+۱

کله مو له ځان سره دا فکر یا مو حس کړې چې قلباً خوشاله نه یاست یا هم ذهن او زړه مو دومره نارامه دی چې تل په پرېښانیو او خپګان کې یې؟ یا کله چې سهار له خوبه پاڅې دا حس کوئ چې «بیا سهار شو، بیا تکراري د ژوند چارې او ستومانه زه.»

د ملګرو ژوند یا هم په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو انځور شوي ژوند حسرت مو خوړلی داسې مو له ځان سره ویلي چې دا خلک څنګه په خپل ژوند کې دومره خوشاله دي یا هم څنګه دوی دومره خوشاله ژوند کولی شي او بیا دې ځان ته کتلي وي چې «زه یې ولې نه شم کولی؟ زه ولې تل خفه یم؟»

ایا له نورو سره مو ځان پرتله کړی چې تر تا ولې دوی ښایسته دي او ته بدرنګه/ بدرنګ یې؟ دوی ولې بریالي دي او ته د دوی په څېر نه یې؟

داسې په سلهاو پوښتنې ممکن تاسو له ځان څخه کړې وي او که د ټولو ځواب «هو» وي نو دا لیکنه ستاسو لپاره ده.

خوښي ترلاسه کیږي او هغه خوښي چې دوام لري، د عادتونو له لارې لاسته راوړل کېږي. ډېروخوشاله خلکو دا زده کړي چې څنګه داسې عادتونه غوره کړي چې هره ورځ یې خوښ وساتي. دا عادتونه دوی ته هدف، ارامښت او په ځان‌باور وربخښي.

د نویو عادتونو د تل لپاره خپلول سخت دي، خو د هغو عادتونو پرېښودل چې انسان ناهیلی کوي، ډېر اسانه دي. دا بد عادتونه زموږ ذهن له انرژۍ خالي کوي او ژوند ته‌یې خوند نه پرېږدي. خو که پوه شو چې کوم عادتونه موږ ځوروي، کولی شو له خپل ژوند څخه یې لرې کړو.

ډېر داسې بد عادتونه شته چې خلک ناهیلې کوي. که لاندې بد عادتونه پرېږدې، نو ژر تر ژره به د خوښۍ احساس وکړې. راځه دا بد عادتونه یو له بله سره وپېژنو او پرې یې ږدو:

له منفي خلکو سره ناسته پاسته کول

شکایت کوونکي او منفي خلک ستونزې خوروي، نه حللارې. هغوی غواړي خلک د خپل ناورین برخه کړي چې خپل حال ورسره ښه کړي. که ته شاوخوا داسې خلک لرې چې تل د ستونزو خبره کوي او هېڅ حل‌لار نه لري، نو ورته ووایې چې راځې د حل لپاره یې هڅه وکړ، که یې هڅه ونه کړه او چپ پاتې شو ځان ترې لرې کړئ. ځکه چې منفي انرژي خپروي.

خپله شاوخوا له داسې خلکو څخه ډکه کړئ چې ستاسو لپاره الهام بښوونکي وي، نه دا چې تاسو ته منفي انرژي درکړي.

خپل ژوند د نورو د ټولنیزو رسنیو له ژوند سره پرتله کول

یوه څېړنه ښيي، هغه خلک چې یوه اونۍ له فېسبوک پرته ژوند کوي، تر نورو ډېر د خوښۍ احساس کوي. ټولنیزې رسنۍ اکثره وخت حقیقت نه ښيي، بلکې د خلکو له خوا "فلټر شوی" ژوند ښيي. یو څوک چې د رخصتیو انځورونه خپروي، شاید د زړښت له احساس یا خفګان سره هم لاس او ګرېوان وي. د نورو بېروني بڼه له خپل داخلي واقعیت سره مه پرتله کوه.

ته له بل هېچا کم نه یې، ته چې څنګه یې ډېر ښه یې، په ځان باور ولره.

د حیرانتیا پر وړاندې بې تفاوته اوسېدل

هره ورځ شاوخوا ډېر حېرانوونکي پېښې مو شاوخوا پېښیږي. خو موږ دومره خپل نارمل ژوند کې عادت یوو چې نور مو هېڅ شی نه شي حیرانولی. تاسو به ډېر کله ماشومان لیدلي وي چې د الوتکې غږ ته حیران شوي وي، یا د باران څاڅکو احساسول، پلي تګ کول، کافي څښل، د خوښې شخص سره خبرې کول، د کتابونو لوستل، د فلم لیدل یا هم د نویو ځایونو او پارکونو لیدل دا تر ډېره هغه څه دي چې تاسو کې د حیرانتیا حس زېږوي.

د خوښې لپاره له ځان سره تمرین وکړه، سهار چې له خوبه پاڅیږې ښکلې لمرینې هوا ته وګوره او ووایه: «واه! د لمر وړانګې څومره ښکلې او زړه راښکونکې دي.»

یوازیتوب

ناخوښ خلک اکثراً یوازې وي، خو څېړنې ښيي چې دا تر ټولو بده لاره ده. ټولنیز تعامل، حتا که زړه دې هم نه وي، د مزاج ښه کولو لپاره مهم دی. کله چې چاته یو پیغام استوې، یا پر چا سلام اچوې، دا کوچني کارونه ستا رواني حالت بدلولی شي. له ملګرو سره چکر ته وتل، له کورنۍ سره ګډ خواړه خوړل، یا له ګاونډي سره لنډه احوال‌اخیستنه ټول ستا مزاج ته خوښي بښي. که یوازې یې، نو له ځان سره ژمنه وکړه چې نن به یوه ملګري ته زنګ وهې، خبرې به کوې یا به هم ورسره ګورې.

پر نوروپړه اچول

که تل پر نورو یا شرایطو پړه اچوې، دا معنا لري چې د خپل ژوند کنټرول په لاس کې نه لرې. کله چې ځان د قرباني په توګه ګڼې، نو خپل ځواک له لاسه ورکوې. خو که ته خپله دا ومنې چې ته غوره یې دا به درته ازادي درکړي او بریا ته دې رسوي د ستونزو پر وخت له ځان څخه دا وپوښتئ: «زه څنګه دا حالت بدلولی شم؟»

نور کنټرولول

یوازې یو کس شته چې ته یې کنټرولولی شې او هغه ته یې! که هڅه کوې نور کنټرول کړې، دا به ستا پر احساساتو بد اغېز وکړي. کنټرول نه، مګر همغږي غوره ده. خلک خپلواک دي او هر څوک خپله لاره لري. د کنټرول پر ځای باور پرې وکړه او د اعتماد فضا رامنځته کړه.

شکایت کول

شکایت کول یوه منفي کړنه ده. که تل د بدو شیانو یادونه کوې، منفي احساسات دې نور هم قوي کېږي. هر وار چې شکایت کوې، ذهن دې هماغې ستونزې ته په بیا-بیا وړي. د شکایت پر ځای پرحل لارې خبرې وکړه. د مثبت فکر تمرین کول، لکه شکر اېستل، کولی شي تاسو ته خوښي درکړي.

د خلکو د تاثیر لاندې راتلل

د ښکلي موټر، لباس یا نوم له امله به خلک درسره ښې اړیکې ونیسي، مګر دا په دې مانا نه ده چې دوی تا خوښوي هڅه وکړئ داسې کسان ومومې چې ته څنګه یې، همغسې دې خوښ کړي. کله چې ته له خپل ځان سره رښتینی وې، اصلي خلک به ستا خوا ته راشي. هغوکسانو پسې مه ګرځه چې غواړي تا بدل کړي، بلکې له هغو سره وخت تېر کړه چې ته څنګه یې، ستا هماغه بڼه خوښوي. تاته په ځان باور درکوي نه بې باوري، فشار او خفګان.

ته باید پوه شې ته چې څنګه یې ډېره/ ډېر ښه، ښکلې/ ښکلی یې.

منفي فکرونه

منفي لیدلوری، یواځې حالت نه خرابوي، بلکې دا هغه وړاندوینه ده چې که د بدو تمه لري بد به درسره کیږي او که د ښه تمه لرې ښه به درسره کیږي. ذهن د باغ په مثال دی، که باغ کې ګلونه وه کړئ، نو ښه ګلونه له وه وینئ. تل باید واقعیت ته وګورئ ډېری وخت حالت دومره بد نه وي.

هره ورځ د یو ښه فکر تمرین وکړه، دا به درسره مرسته وکړي چې ژوند ته مثبت نظر ولرې.

هدف نه لرل

هدف لرل هیله پیدا کوي. که هدف ونه لرې، ژوند یو ډول ناخونده درباندې تېریږي. هدف درته لاره درښيي، جهت درکوي او دلیل درکوي چې ولې سهار له خوبه پاڅې. دا هدف ممکن کوچنی وي، لکه هره ورځ کتاب لوستل، یا ستر وي، لکه یوه پروژه پای ته رسول. خو هر ډول چې وي، هدف درته خوښي او معنا بښي.

وېرې ته نه تسلیمېدل

وېره د تصور محصول دی، نه حقیقت. خوشحاله خلک دا درک کوي چې وېره باید ماته شي. که ته وېره ومنې، وده نه شې کولای. د وېرې مقابله دا احساس درکوي چې ته ژوندی یې، فعال یې او خپل‌واکه یې. له خطرونو نه وېره مه کوه، له هغه ژوند نه وېره وکړه چې هېڅ احساس پکې نه وي.

له حال څخه تېښته

تېر او راتلونکی، دواړه فکر وکړه مانا نه لري. نه پښېماني تېر بدلولی شي، نه اندېښنه راتلونکی. خو اوس هماغه یوازینی وخت دی چې ته پکې ژوند کولای شې. هر ځل چې ته له حال نه تېښته کوې، له خپل ژوند نه تېښته کوې. د اوسني وخت قدر وکړه، ځکه چې ته په همدې حال کې خوښ او بریالی کیدلی شې.

منم چې د بدو عادتونو پرېښودل او د نویو عادتونو تمرین به لږ سخت وي، مګر ناممکنه نه دي. که له بدو عادتونو سره خدای پاماني وکړئ، د خوښۍ دروازې به ستاسو پر مخ پرانیستل شي.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

ژوند او روغتیا؛ د ورځې څو دانې بادام وخورو چې له ناروغیو په امان پاتې شو؟

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۴۵ GMT+۱

بادام د روغتیا لپاره ډېر ګټور دي. په یوې نوې طبي څېړنه کې چې په «کرنټ ډیولپمنټس ان نیوټریشن» مجله کې خپره شوې ښیي، چې د بادامو خوړلو سره نه یوازې د وجود وزن کمېږي، بلکې د وینې کولېسټرول او د وینې فشار هم راټیټېږي.

په دې څېړنه کې له پخوا څخه د ګڼو علمي څېړنو پایلې تحلیل شوې دي.

پایلو وښودله، چې د ورځې ۵۰ګرامه بادام خوړل کولای شي وزن ورو ورو کم کړي.

همدارنګه، دا وچه مېوه د«ال ډي ال» یا بد کولېسټرول سطحه هم راکموي.

د دې لپاره باید هره ورځ ۵۰ګرامه بادام تر ۱۰اونیو پورې وخوړل شي، چې له امله یې د کولېسټرول سطحه تر ۵سلنه پورې راټیټېدای شي او د زړه مزمنو ناروغیو خطر هم کمېږي.

څېړونکو ویلي، بادامو کې داسې ډېر مرکبات شته چې کولېسټرول راکموي، لکه فایبر، صحي غوړ او نور مفید عناصر.

په څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې د هرې ورځې بادام خوړل د وینې شکر هم راکموي، په ځانګړي ډول هغو کسانو کې چې د شکر کچه یې لوړه وي، خو لا تر اوسه پر دویم ډول شکر (ډیابېټس ټایپ ۲) نه وي اخته شوي.

څېړونکي وایي: «مونږ وموندله چې د هر خوراک نه ۳۰دقیقې مخکې ۲۰ګرامه بادام خوړل وزن کموي، د خېټې او ملا اندازه راکموي، او د انسولین مقاومت هم کموي.»

هغوی زیاتوي، که دا عادت درې میاشتې دوام ومومي، نو د وینې شکر عادي حالت ته راګرځي.

د څېړونکو په وینا، د سهار او ماښام یو څه اندازه بادام خوړل د انسان روغتیا ته ډېرې زیاتې ګټې لري او دا وچه مېوه هېڅ زیان نه لري.

ژوند او ټېکنالوژي؛ انسټاګرام د ټیک‌ټاک «کپ‌کټ» سره د سیالۍ لپاره «اېډېټس» نومی اپ جوړ کړ

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱

انسټاګرام د ویډیو اېډېټ کولو نوی اپ «اېډېټس» کاروونکو ته وړاندې کړ، چې د ټیک‌ټاک د مشهوره اپ «کپ‌کټ» سیالي وکړي. دا اپ د ۲۰۲۵کال جنورۍ میاشت کې اعلان شو او اوس کاروونکي ترې کار اخیستی شي.

په دغه نوي اپ کې له میټا د نورو اپلیکیشنونو څخه پرمختللي اېډېټنګ وسایل کاروونکو ته برابر کړي او د کامرې کاروونکو ته دا وړتیا ورکوي، چې تر ۱۰دقیقو پورې ویډیو ثبت او په لوړ کیفیت یې انسټاګرام ته اپلوډ کړي.

نور جالب امکانات:

مشهوره اېډېټنګ اېفېکټونه لکه «ګرین سکرین» او د انسټاګرام د موسیقۍ لېست هم پکې شامل دي.

مصنوعي ځیرکتیا (AI) ته هم ځای ورکړل شوی، لکه له یوه انځور څخه ویډیو جوړوي یا هم له ویډیو څخه ځانګړي کسان یا څیزونه بېلوي.

د انسټاګرام مشر اېډم موسېري په جنورۍ کې پر Threads یوه ویډیو خپره کړه، چې پکې یې وویل چې دا یو وړیا ویډیو اېډېټنګ اپ دی، چې ګڼ شمېر وسایل لري.

هغه زیاته کړه،چې اپ کې یوه برخه د الهام اخیستلو لپاره ځانګړی شوی او بل د ابتدايي مفکورو تعقیب لپاره.

د میټا له‌خوا په دې اپ کې ځینې هغه ځانګړتیاوې هم شاملې شوي دي، چې مخکې یوازې په انسټاګرام کې وې، څو د Reels جوړونکي حتماً دا اپ وکاروي.

په یوه بلاګ پوسټ کې ویل شوي، «اېډېټس» لومړنی ګام دی او ډېر ژر به نور امکانات هم ور اضافه شي.

د دغه اپ سایز ۱۳۲،۱ ام بي دی.

دغه اپ له «اپل اپ سټور» او »ګوګل پلې سټور» څخه کاروونکي ترلاسه کولی شي.

اوپن‌اې‌ ای به د ګوګل کروم براوزر وپېري

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۱۳ GMT+۱

د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر بنسټ جوړ شوی مشهور ماډل "چټ جی‌پي‌ټي" چې د اوپن‌ اې ‌ای (OpenAI) له‌خوا جوړ شوی، اوس د ګوګل کروم براوزر اخېستلو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د چټ جي ‌پي ‌ټي مشر نک ټرولې د ګوګل د اجارې په اړه د یوې محکمې د اورېدنې پر مهال ویلي: "هو، موږ هم د نورو شرکتونو په څېر د دې پېرودلو لېوالتیا لرو."

نوموړي زیاته کړې، که اوپن‌ اې‌ ای وکولی شي کروم واخلي، نو چټ جي ‌پي ‌ټي به یې له براوزر سره په غوره ډول یوځای کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د ۲۰۲۴کال په اګست کې یوه امریکايي قاضي دا فیصله وکړه، چې ګوګل د انټرنټ لټون (سېرچ) په برخه کې ناقانونه اجاره‌‌داري (Monopoly) رامنځته کړې ده.

وروسته بیا د ۲۰۲۵کال په مارچ کې د امریکا د عدلیې وزارت محکمې ته وړاندیز وکړ، چې ګوګل باید خپل کروم براوزر وپلوري، څو دغه اجارې ته د پای ټکی کېښودل شي.

که چېرې ګوګل د پلور پرېکړه وکړي، نو اوپن ‌اې‌ ای حاضر دی چې ویې پېري.

همدا اوس کاروونکي کولای شي، چې د کروم له لارې د چټ جي ‌پي ‌ټي مرستیال د پلگ‌این له لارې وکاروي، خو د نک ټرولې په وینا، که اوپن‌ اې ای کروم واخلي، نو دا تجربه به لا پیاوړې او مستقیمه شي او کاروونکي به د AI ټکنالوژۍ له نوې او مخکښې بڼې سره بلدتیا ومومي.

بل لور ته دا یوازینی ګوګل محصول نه‌دی چې له حقوقي ستونزو سره مخ دی، بلکې یوې بلې محکمې هم په دې وروستیو کې دا پرېکړه وکړه، چې ګوګل د انلاین اعلانونو په برخه کې هم اجارې ته دوام ورکړی دی.

سره له دې چې عدلیې وزارت اوس د ګوګل د تجزیې امکان څېړي، خو پر AI ټېکنالوژۍ د ګوګل پانګونو ته اجازه ورکړل شوې ده.

پاکستان له چین سره د فضا په برخه کې همکاري پراخوي

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې پاکستان غواړي له چین سره د فضا ټکنالوژۍ، سټلایټ اړیکواو انټرنټي خدماتو په برخو کې همکاري نوره هم زیاته کړي.

دا خبرې هغه د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د چین د فضایي ټکنالوژۍ کمپنۍ ګیلیکسي سپېس له یوه پلاوي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

یاد پلاوی د شرکت د رییس شو مېنګ په مشرۍ پاکستان ته تللی.

شهباز شریف چین یو «باور وړ دوست» او «ستراتېژيک شریک» بللی او ویلي یې دي چې پاکستان د فضا او مخابراتو په برخو کې پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي.

د اکسپرېس ټرېبیون د رپوټ له مخې، چینایي پلاوي د پاکستان په فضایي صنعت کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړې او د پاکستان له فضایي ادارې سوپارکو او ځايي ټېلېکام شرکتونو سره یې د ګډو پروژو پر امکان خبرې وکړې.

دغه راز، دوی د پاکستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت له چارواکو سره هم ناستې درلودې.

تېر کال، پاکستان له چین سره په ګډه خپل لومړی سپوږمکۍ سټلایټ فضا ته واستاوه، چې د اسلام‌اباد د فضا ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (IST)، سوپارکو او د چین د شانګهای جیاو تونګ پوهنتون په همکارۍ جوړ شوی و.

دغه۷ کیلو ګرامه سټلایټ د عکس اخیستو او ژورې فضا سره د اړیکو لپاره کامرې او سنسرونه لرل.

نوې موندنه؛ له چټ‌جي‌پي‌ټي‌ سره مودبانه خبرې کول د برېښنا لګښت زیاتوي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۳۹ GMT+۱

په داسې حالت کې چې هم خندا پاروي او هم اندېښنه، د OpenAI اجرایوي رییس سام الټمن تازه انکشاف کړی چې له مصنوعي ځیرکتیا سره مودبانه خبرې د برېښنا په بڼه یو حقیقي لګښت لري، چې حتا تر میلیونونو ډالرو پورې رسېږي، خو چټ جي پي ټي وايي، ښه ده چې مودب واوسو، خیر که مصرف کیږي😄».

د امریکا د ټېکنالوژي او بازارموندنې د یوه شرکت (ZubLink) رپوټ وايي، چې له مصنوعي ځېرکتیا سره د خلکو طبیعي چلند ښایي د تمې خلاف پایلې، یا په میلیونونو ډالره لګښت ولري.

که څه هم مودبانه خبرې کول بې ضرره او یا حتا هوښیاري ګڼل کېږي، خو دا ډول خبرې په تخنیکي توګه د چټ جي پي ټي په څېر پلیټفارمونو باندې اضافه بوج واردوي.

دا موضوع وروسته له هغې د بحث وړ شوه، چې یوه کاروونکي پر اېکس ولیکل، چې ایا له مصنوعي ځیرکتیا سره مودبانه خبرې کول برېښنا ضایع کوي؟. د اوپن اې ای مشر په ځواب کې یوه خندوونکې خو فکر پاروونکې تبصره وکړه، چې له هغې وروسته دا بحث نړیوال شوی.

د مایکروسافټ کوپایلټ د ډیزاین مشر کورتیس بیورز وایي: د ادب ژبه زیاتره وخت همکاره او غوره ځوابونه راوړي. د مایکروسافټ داخلي څېړنې ښيي چې اې ای د داخلې شوې ژبې له غږ (تون) سره ځان سموي اوادبي ژبه ادبي ځوابونه راوړي.

د زوب لېنک د ۲۰۲۴ کال یوه سروې ښيي چې ۶۷ سلنه امریکایان له مصنوعي ځیرکتیا سره ادبي ژبه کاروي.

نو دا سلوک چې خلک له اې ای سره د یوه ملګري یا همکار په څېر خبرې کوي، ورځ تر بلې طبیعي کېږي. ان تر دې چې ځینې خلک چټ جي پي ټي ته وايي: « ګرانه مرستیاله» یا «په مینه » چې دا د ماشینونو په نړۍ کې یو بېسارې انساني رنګ ور زیاتوي.

خو جدي اندېښنې هم راپورته شوې، لکه دا چې دا ډول کوچني عادتونه، که ناڅیز هم ښکاري، د چاپېریال لپاره ستر زیانونه لرلی شي.

همداراز، دا موضوع یو ژور اخلاقي بحث هم راپورته کوي چې که مودبانه ژبه تعامل ښه کوي، نو ایا باید تر انرژۍ سپما مخکې ارزښت ورکړل شي؟

د سام الټمن وروستي ټکي دا دی، چې دا لګښت، که څه هم لوړ دی، ارزښت لري.د هغه په اند، له اې ای سره په طبیعي او انساني‌ بڼه تعامل، د اوپن اې ای دماموریت یوه مهمه برخه ده او که برېښنا هم پرې مصرفېږي، نو سمه ده.

هره کلمه، یو اضافي لګښت

رپوټ څرګندوي چې د چټ جي پي ټي په‌ څېر سیستمونو کې هره اضافه کلمه د «توکن» شمېر زیاتوي. توکن هغه تخنیکي واحد دی چې مصنوعي ځیرکتیا یې د ژبې د تحلیل لپاره کاروي. هر زیات شوی توکن د کمپیوټري ځواک زیاتوالی غواړي او دا مستقیماً د برېښنا مصرف لوړوي. کله چې دا عادتونه په میلیوني تعاملاتو کې ضرب شي، حتا کوچني عادتونه هم لوی مالي او چاپېریالي لګښتونه زېږوي.

د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه د پراخو معلوماتي مرکزونو (data centers) له لارې فعالیت کوي، چې لوړ ظرفیته سرورونه پکې ځای لري. دا ماشینونه نه یوازې ډېره برېښنا مصرفوي، بلکې د سړولو لپاره پېچلي سیستمونه هم غواړي. نو له یوې خوا یو ساده او مودب پیغام، له بلې خوا یو پټ مالي او چاپېریالي لګښت لري.

زوب لېنک خبرداری ورکوي چې دا ډول عادتونه د مصنوعي ځیرکتیا د دوامدارې پراختیا لپاره یو خطر پېښوي، په ځانګړي ډول چې د چټ جي پي ټي کاروونکي اوسمهال نږدې ۸۰۰ میلیونو ته رسېږي.

خو کله چې موږ ددغه رپوټ په اړه له چټ جي پي ټي نه وپوښتل، چې ایا دا رښتیا دي؟ په ځواب کې یې وویل، « دا یوه نیمه رښتیا خبره ده، نه پوره مبالغه ده او نه هم یو بې‌اهمیته ټکی. که تاسې ډېرې خبرې ولیکئ (او میلیونونه نور هم همدا وکړي)، نو په مجموعي ډول د برېښنا لګښت ورسره ډېرېږي.

چټ جي پي ټي ولیکل، چې اوسمهال دا لګښتونه د لویو شرکتونو لپاره د طبیعي کمپیوټري مصرف برخه ګڼل کېږي، نه یو ناورین: « تر دې هم مهم، دا یوازې ادب نه دی چې بار زیاتوي، هره اوږده، تفصیلي پوښتنه، که مودبه وي یا نه، د سیسټم سرچینې زیاتې کاروي».

چټ جي پي ټي په پای کې د خندا له نښې سره زیاته کړه، « ښه چلند، روښانه پوښتنه او منطقي جملې د مصنوعي ځیرکتیا د ځواب کیفیت لوړوي. داسې نه ده چې یوه "مهرباني وکړئ" ویل دې له ګروپ نه ډېر برق وخوري! زه وایم: ښه ده چې مودب واوسو، خیر که یو توکن زیات شي😄».