• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان دفاع وزیر ومنله چې درې لسیزې یې د امریکا لپاره د «ترهګرو» ملاتړ وکړ

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر په یوه مرکه کې ومنله چې هېواد یې تېرې درې لسیزې د امریکا لپاره د «ترهګرو» ملاتړ وکړ. خواجه اصف وايي:« ښه موږ د درې لسیزو لپاره د لویدیځ او برېتانیا په ګډون د امریکا لپاره دغه چټل کار کاوه.»

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له سکای نیوز سره په مرکه کې د خبریالې یلدا حکیم د پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان د «ترهګرو ډلو» د ملاتړ، روزنې او تمویل اوږد تاریخ لري، وویل:« موږ ددرې لسیزې دا چټل کارونه د امریکا لپاره، د لویدیځ او برېتانیا لپاره مو وکړ. دا یوه تېروتنه وه چې ومو کړه او له همدې امله دا مسایل موږ سره تړل کیږي.»

خواجه اصف په ټینګار سره وویل، که پاکستان د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه او د سپټمبر ۱۱ له بریدونو وروسته د ترهګرۍ ضد جګړه کې برخه نه وای اخیستې، نو «د دغه هېواد سابقه به بې عیبه او پاکه پاتې شوې وای.»

ښاغلی اصف وايي:«موږ د دې دروند قیمت ورکړ، زموږ ټولنه اغیزمنه شوه او زموږ امنیت زیانمن شو.»

د پاکستان د دفاع وزیر دغه څرګندونې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر پهلګام سیمز تر برید وروسته کړې دي.

په کشمیر کې تر برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې، پاکستان له هند سره د اوبو یو ګډ پخوانی تړون ځنډولی، ځمکنۍ لارې یې تړلې، د پاکستانيانو ویزې یې لغوه کړې او پاکستاني ډیټلوماټان یې له هند ایستلي دي.

پاکستان هم د هند د اقدام په وړاندې ورته غبرګون ښودلو سره هوايي حریم تړلو ترڅنګ هندي ډيپلوماټان له پاکستان ایستلي او د هند وګړو لپاره ویزې یې لغوه کړې دي.

پاکستاني چارواکي د کشمیر په برید کې لاس لرل ردوي، خو د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تېره ورځ ویلي، چې د کشمیر برید عاملان «د ځمکې تر پایه» تعقیبوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د‌ پاکستان او هند کړکېچ؛ اسلام اباد کې د هند سفارت کارکوونکو ته د وتلو خبرداری ورکړل شو

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۵۲ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د هند سفارت کارکوونکو، ډېپلوماټانو، اتشو او یو شمېر سلاکارانو ته خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد دې د اپرېل میاشتې تر پایه پورې پرېږدي.

د دغه وزارت ویاند د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل چې په اسلام‌اباد کې د هند د سفارت د کارکوونکو او ډیپلوماتانو شمېر به ۳۰ کسانو ته راکم شي.

شفقت علي خان د (غوایي ۵مه) نېټه ټینګار وکړ، چې پاکستان پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان ترمنځ د واګه پوله سملاسي وتړي او له دې لارې به هر ډول تګ راتګ او سوداګري د اپریل له ۳۰مې وروسته بنده شي.

هغه همداراز اعلان وکړ، چې پاکستان د هند د ټولو وګړو ویزې، پرته له سیک زیارت کوونکو، لغوه کړې دي او له هغوی یې غوښتي، چې تر ۴۸ ساعتونو پورې د پاکستان خاوره پرېږدي.

شفقت علي خان وویل، چې د پاکستان د ملي امنیت شورا له ناستې وروسته، د دې هېواد فضايي حریم د هند ټولو هوايي شرکتونو او هغو الوتنو لپاره هم تړل شوی، چې د هندیانو لخوا اداره کېږي.

هغه خبرداری ورکړ، چې د پاکستان وسله‌وال ځواکونه د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د نوموړي په وینا، پاکستان به لکه د ۲۰۱۹ د فبرورۍ په میاشت د برید په څېر د هند هر تېري ته پرېکنده غبرګون وښيي.

د ۲۰۱۹ په فبرورۍ کې، وروسته له هغه چې په هند کې یو مرګونی ترهګریز برید وشو، د هند هوايي ځواک د پاکستان ځینې برخې بمبار کړې. پاکستان په غبرګون کې د هند یوه جنګي الوتکه نسکوره کړه او پیلوټ یې ونیو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپله اونیزه خبري غونډه کې زیاته کړه، چې پاکستان به د اندوس سیند د اوبو د بندولو لپاره د هند هر ډول هڅه د جګړې اقدام وبولي او د دې مخنیوي لپاره به له خپل ټول توان څخه کار واخلي.

د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې وروستۍ تر هغې کړکېچنې شوې، چې وړمه ورځ د وسله والو یوې ډلې په هندي کشمیر کې ۲۵سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

هند هم په ډیلي، کې د پاکستان سفارت د ډېپلوماټانو، کارکوونکو او اتشو شمېر کمیدو خبر ورکړی، چې په ۴۸ساعتونو کې باید له دغه هېواده ووځي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اندوس اوبو مهم تړون یې هم لغوه اعلان کړ.

ویل کېږي د هند او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د کشمیر په کنټرول کرښه کې پر یو بل ډزې هم شوي دي.

په دواړو هېوادونو کې ځواکونه د چمتووالي په حالت کې دي او ویره شته چې ګوندې هند د پاکستان ځینې ښارونه په نښه کړي.

په کویټه کې د چاودنې له امله څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او درې ټپیان دي

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان ایالت د کویټې په مارګیټ سیمه کې د پاکستاني عسکرو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودلی، چې په پایله کې یې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو څلور عسکر وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

یاده پېښه د جمعې په ورځ د (غوایي ۵مه) له غرمې مخکې رامنځته شوې، چې ټپیان نږدې روغتون ته وړل شوي ‌دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د یادې پېښې پخلی کړی او د څلورو وژل شویو عسکرو کورنیو سره یې خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

په وژل عسکرو کې صوبیدار شهزاد امین، نایب صوبیدار عباس، خلیل او زاهد شامل دي.

محسن نقوي ویلي، چې د ترهګرې ډلې به پرېنږدي څو په پاکستان کې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

تر اوسه پورې د یاد برید مسوولیت هېڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې دمخه په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو د دغه ډول بریدونو ترسراوي ته ټټر وهلی دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي وضعیت ترینګلی ښودل کېږي. پښتونخوا او بلوچستان دوه هغه ایالتونه دي چې د پخوا په پرتله په کې د وسله والو ډلو فعالیتونه ډېر شوي دي.

پښتونخوا کې د «ټي ټي پي» وسله وال هره ورځ له پاکستاني پوځیانو سره په نښتو اخته وي او باورونه دا دي،چې دغه ډلې پر کابل د افغان طالبانو له واکمنۍ وروسته خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

پاکستان ګوته نېسي چې د دوی په پراخیدونکې نا امنۍ کې د هغو ترهګرو ډلو لاس دی، چې د طالبانو تر سیورې لاندې یې په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره اوونۍ کابل ته د خپل سفر په لړ کې له طالبانو سره د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د امنیتي مسایلو په باب هم خبرې کړي‌ دي.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې اسلام اباد او طالبانو د «ټي ټي پي» د مخنېوي په موخه ځینې مثبتې هوکړې کړي او د دواړو لوریو ترمنځ په دې تړاو شته کړکېچ حل کیدونکی ښکاري.

ملګري ملتونه: له پاکستان نه افغانستان ته د ستنېدونکو نجونو او ښځو برخلیک ناڅرګند دی

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۳۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال اندېښنه څرګنده کړې، چې له پاکستان نه ستنېدونکې افغانې نجونې او ښځې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

نوموړي تورخم ته د سفر پر مهال په یوه ویډیوي پېغام کې چې د (غوایي ۵مه) خپره شوې ویلي، تر اوسه پورې د روانې اپرېل میاشتې په لړ کې نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستان نه خپل هیواد ته په جبري توګه راستانه شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې په دغو کډوالو کې راستنیدونکې افغانې مېرمنې ښايي د افغانستان دننه د طالبانو د سخت بندیزونو له کبله له زده کړو،‌ کار او سفرونو څخه محرومې شي.

عرفات جمال وایي، چې افغانستان ته راستنېدونکي کډوال د خپل راتلونکي په تړاو اندېښمن دي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان نیمایي نفوس پر بشري مرستو تکیه کوي او اوس هم لازمو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، که څه هم د ملګرو ملتونو بېلابېل سازمانونه له کډوالو سره د نغدي او بشري مرستو په برخه کې همکارۍ کوي، خو لا هم ورته شته مرستې بسنه نه کوي او باید هېوادونه د دغو افغانانو لاسنېوی وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی وایي، په راتلونکو اونیو کې د بشري ناورین د مخنېوي لپاره نړۍوالو مرستو ته جدي اړتیا لري.

دغه سازمان داسې مهال له نړۍوالو څخه د افغانستان لپاره د مرستو غوښتونکی دی، چې تېره اوونۍ هم د طالبانو بېلابېلو وزارتونو وزیرانو له مرستندویه سازمانونو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کړې وه، څو خپلې مرستې پراخې کړي.

ویل کېږي طالبان په کور دننه د راستنیدونکو کډوالو او فقر ځپلو افغانانو سره د مرستو توان نه لري.

دغه ډله یوازې په شعاري ډول د ناورین د مخنېوي خبرې په داسې حال کې کوي، چې هره ورځ نړۍوال مرستندویه سازمانونه په افغانستان کې له زیاتیدونکې لوږې څخه ویره څرګندوي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو ویلي، دا چې افغانستان وار دمخه له بشري ناورین سره مخ دی، له پاکستان نه د کډوالو تازه بهیر به په هېواد کې د لوږې او فقر کچه لا نوره ډېره کړي. همدا راز د بېرته ستنیدونکو کډوالو پر وړاندې په هېواد کې بې روزګاري او د سرپناوو نه شتون هم لویې ننګونې دي.

بلوچستان کې په یوه چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند یو مشر او دوه نور کسان وژل شوي

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۳۲ GMT+۱

ځايي حکومتي چارواکو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې د سړک غاړې بم چاودنې له امله د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعيت علمای ګوند د یو مشر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

يوه ځايي حکومتي ویاند شاهد رند ويلي، په دې پېښه کې پنځه نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر عبدالله له دوو نورو کسانو سره هغه وخت ووژل شو کله چې د دوی موټر په ماین وخوت.

دا په دې وروستیو کې څویم ځل دی چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشران په بلوچستان او پښتونخوا صوبو کې تر برید لاندې راځي.

د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم لږ تر لږه دوه ځله په پښتونخوا کې له ترهګریزو بریدونو څخه ژوندی پاتې شوی دی.

تېره میاشت، د پښتونخوا صوبايي حکومت هغه ته خبرداری ورکړ، چې د امنیتي ګواښونو له امله تګ راتګ کم کړي. فضل الرحمان ته په لیږل شوي امنیتي خبرتیا کې ویل شوي وو، چې ترهګرې ډلې د هغه د وژلو پلان لري.

د حکومت د خبرداري په ځواب کې، مولانا فضل الرحمان وویل، چې حکومت د هغه د امنیت په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

فضل الرحمان د پاکستان په اسلامي ټولنه کې یو له خورا اغیزمنو سیاسي-مذهبي مشرانو څخه دی.

د پاکستان حکومت له ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو ته د جون تر وروستۍ نېټې وخت ورکړ

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۰۱ GMT+۱

د دولت په چارو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري، ویلي چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کارتونو (POR) لرونکو افغان کډوالو ته د جون میاشتې تر پایه پورې وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

هغه له جیونیوز ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې ګواښ‌ کړی، وای که له ملګرو ملتونو سره ثبت دغه کډوال تر یادې نېټې پورې له پاکستان څخه ونه وځي، نو د پولیسو له لوري به زور واېستل شي.

هم مهاله په دغه ټلوېزیوني بحث د کډوالۍ لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان څانګې ویاند قیصر افریدي هم ګډون درلود او غوښتنه یې وکړه، چې افغان کډوال باید په جبري توګه ایستل کیدو ته اړ نه شي.

طلال چوهدري زیاته کړه: «افغان کډوال زموږ مېلمانه پاتې شوي او هغوی به په درناوي او عزت سره بېرته خپل هېواد ته واستول شي.»

نوموړي وویل، چې دا پرېکړه د پاکستان د «یو سند» پالیسۍ برخه ده، چې تر دې دمه تر ۸۵۷ زره زیات ناقانونه میشت کسان، چې ډېری یې افغانان دي، بېرته خپل هېواد ته استول شوي.

د هغه په خبره، که هر څوک وروسته بېرته پاکستان ته راځي، باید د نړۍوالو اصولو له مخې ویزه ترلاسه کړي.

نوموړي دا هم وویل، چې د بېرته ستنېدو دویم پړاو روان بهیر چې د افغان سټیزن ‌کارډ لرونکو (ACC) پورې تړاو لري د مارچ په ۳۱ مه پای ته رسېدلی او اوس تمرکز پر هغو کډوالو دی چې د ملګرو ملتونو سره ثبت «پي او ار» کارتونه لري.

قیصر افریدي د دغو څرګندون په غبرګون کې زیاته کړې، د کډوالو په منځ کې د پخواني افغان حکومت چارواکي، مدني فعالان، سندرغاړي او لوستي خلک هم شامل دي او که هغوی جبري واستول شي، ژوند یې له جدي خطر سره مخامخ کېدای شي.

افریدي دا هم وویل، چې یونسیار شکایتونه ترلاسه کړي چې د پنجاب په ایالت کې ځینې قانوني کډوال هم د پولیسو له لوري نیول شوي دي، خو طلال چودري دا ادعاوې په کلکه رد کړې او ویې ویل چې کوم رسمي راپور نه دی ثبت شوی او پخواني راپورونه هم بې بنسټه ثابت شوي دي.

چودري زیاته کړه، چې افغان کډوال به د نېټې له پای ته رسېدو سره سم نه‌ ویستل کېږي، بلکې لومړی به خبر ورکړل شي، او وروسته به د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته ولېږدول شي. هلته به دوی ته خواړه، استوګنځی، امنیت، طبي خدمتونه او د سفر اسانتیاوې برابرې شي.

پاکستان داسې مهال د ملګرو ملتونو سره ثبت لرونکو افغان کډوالو ته د جون تر پایه د رضاکارانه وتلو خبرداری ورکوي، چې اوس یې هم پولیسو په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستل کیدو بهیر ګړندی ساتلی دی.

د‌ پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه هره ورځ په جبري توګه سلګونه کسان د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو څخه په ډیورنډ کرښه اړول کېږي.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د افغانانو د جبري ایستل کیدل ظالمانه بللي او له پاکستان نه یې غوښتي چې دا لړۍ دې ژر تر ژره ودروي، خو پاکستان نه یوازې دغه غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی، بلکې برعکس یې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ لا نوره تنګه کړې ده.