ټرمپ وايي، کریمیا به د روسیې برخه پاتې شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټایمز مجلې سره په تازه مرکه کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پیلولو کې اوکراین ملامت بللی او وايي، چې کریمیا به د روسیې برخه پاتې شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټایمز مجلې سره په تازه مرکه کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پیلولو کې اوکراین ملامت بللی او وايي، چې کریمیا به د روسیې برخه پاتې شي.
ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې د جګړې په اړه د ټایمز مجلې د پوښتنې په ځواب کې پر اوکراین تور پورې کړ چې له روسیې سره یې جګړه پیل کړه.
ډونالډ ټرمپ وايي:« کله چې دوی له ناټو سره د یوځای کېدو خبرې پیل کړې، نو همهغه وخت جګړه پیل شوه.»
نوموړی وايي، له روسیې د سولې په روانو مذاکراتو کې به ولادیمیر پوتین ته د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه ځمکه ورکړي.
ټرمپ وویل:« کرېمیا به د روسیې برخه پاتې شي.»
وړاندې تردې زیلینسکي ټینګار کړی و، چې اوکراین به په هیڅ تړون کې کریمیا باندې د مسکو قانوني کنټرول په رسمیت ونه پیژني.
روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا ونیوله او بیا یې د خپل هېواد یوه برخه وبلله.
ټرمپ له ټایمز مجلې سره په دغه مرکه کې ویلي، چې اروپایان د خپل امنیت لپاره د زیاتو پیسو ورکړې هڅونې، د اسراییل او ځینو نورو عربي هېوادونو ترمنځ د سولې لپاره ګامونو پورته کولو باندې ویاړي.
د ټایمز مجلې د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په پرتله دا ځل ډیر ډاډمن، هوښیار او کم فشارونه احساسوي.
ټرمپ وايي:« تېر ځل ما د بقا لپاره مبارزه کوله، دا ځل زه د نړۍ لپاره مبارزه کوم.»

د امریکا په ولسي جرګه کې د فلوریډا جمهوري غوښتونکي استازي او د ډونالډ ټرمپ نږدې متحد کوري میلز ویلي، چې د سوریې موقت ولسمشر احمد شرع ورته ویلي، چې هغه د سوریې او اسراییل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د «ابراهیم تړون» سره یوځای کیدو ته لیوال دی.
ميلز دا هم ويلي، چې هغه د احمد شرع یو شخصي لیک لري، چې ډونالډ ټرمپ ته یې رسوي.
کوري ميلز د پنجشنبې په ورځ بلومبرګ نیوز ته وویل، هغه تیره اونۍ د غیر رسمي حقیقت موندنې ماموریت په ترڅ کې دمشق ته سفر کړی و، چې د سوریايي - امریکایانو د یوې اغیزمنې ډلې لخوا تنظيم شوی و.
د نوموړي په خبره، د سوريې له موقت ولسمشر احمد شرع سره یې شاوخوا ۹۰ دقیقې خبرې وکړې.
د بلومبرګ په خبر کې لیکل شوي، چې دغه سوریايي – امریکایي ډله هڅه کوي؛ امریکا قانع کړي، هغه سخت بنیزونه لرې کړي، چې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد پر حکومت لګول شوي وو.
میلز د احمد شرع سره د لېدنې په اړه ویلي، چې د خبرو تمرکز یې دا و، چې سوریه په کومو شرایطو له اسرییل سره د اړیکو عادي کولو ته چمتوده.
هغه زياته کړه، چې په دليدنه کې د امریکا له خوا د هغو اقتصادی بندیزونو پر لرې کولو هم خبرې وشوې چې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال لګول شوي وو.
میلز دا هم وویل، چې هغه د احمد شرع لخوا ډونالډ ټرمپ ته یو شخصي لیک هم له ځان سره وړی، خو د لیک د منځپانګې په اړه یې مالومات وړاندې نه کړل.
سپينې ماڼۍ تر اوسه د دې ليدنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د میلز په خبره غواړي، چې د احمد شرع سره د لیدنې جزيات له ټرمپ او د سپيڼې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ته وړاندې کړي.
د احمدشرع یو سلاکار ویلي، چې هغه د دې ليدنې په اړه نه غواړی تبصره وکړي.
د بندیزونو د لرې کولو لپاره د امریکا شرایط
د ميلز په وینا، هغه د دې غونډې په جریان کې د ټرمپ ادارې لخوا له سوریې د بندیزونو د لرې کولو لپاره د غوښتنو بشپړ لیست وړاندې کړی دی.
د شرع اداره دامهال له سخت بشري او اقتصادي بحران سره مخ ده؛ هغه بحران، چې له یوې لسيزې زياتې کورنۍ جګړې له امله رامنځته شوی.
ځيني خلیجي عربي هيوادونو د سوريې د بیارغونې لپاره د مالي مرستو چمتوالی ښودلی؛ خو د امریکا بندیزونه د سوريې له حکومت سره د بشري مرستو پرته هر ډول اقتصادي تعامل منعه کوي.
میلز وايي د امریکا یو له اساسي شرطونو د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د پاتې کيمياوي وسلو بشپړ له منځه وړل او له امریکا او عراق سره د ترهګرۍ په وړاندي په مبارزه کې د سوريې همکاري ده.
د هغه په خبره، د شرع اداره باید د سوريې په خاوره کې د بهرنيو جنګیالیو د شتون په اړه روښانه دريځ ولري او اسرایيلو ته امنیت ضمانتونه ورکړي.
د احمد شرع له لوري د امریکا د اندېښنو د لرې کولو لپاره چمتووالی
میلز بلومبرګ اژانس ته دا هم ویلي، چې احمدشرع د امریکا اندېښنو د حل لپاره ليواتیا ښودلې او زياته کړې یې ده چې که شرایط برابر شي سوريه د «ابرهیم تړون» سره یو ځای کېدو ته لېواله ده.
دغه تړون د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د اسراییل او یو شمېر عربي هېوادونو لکه (متحده عربي امارت) ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لامل شو.
سوریې او اسراییل په تېر کې یو د بل په وړاندي درې لویې جګړې کړې دي.
دمشق لا هم په بشپړ ډول د جولان لوړې برخې نیول غواړي، اسراییل دغه سیمه په ۱۹۶۷ کې اشغال او خپله خاوره یې بللې.
ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۹ کال کې جولان د اسراییل حاکمیت په رسميت وپېژاند.
میلز د شرع سره د خبرو اترو فضا «مثبته» وبلله او زیاته یې کړه، چې هغه د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد حسن شیباني سره هم ولیدل.
هغه وویل: «زه په احتیاط سره خوشبین یم او هیله لرم چې موږ کولی شو پرانیستې خبرې اترې ته دوام ورکړو.»
میلز، چې په عراق کې د ۲۰۰۳ د یرغل وروسته د امریکا په پوځ کې دنده ترسره کړې ویلي: «یو وخت المان او جاپان زموږ دښمنان وو، خو که ثبات ته رسیدل غواړو، باید دا پړاو تیر کړو.»
هغه زیاته کړه: «ما احمد شرع ته وویل، راځه، چې د دوو سرتیرو په څیر خبرې وکړو؛ د جګړې له ډګر حکومتدارۍ ته لیږد یوه ډیره ستونزمنه پروسه ده.»
که څه هم له بشارالاسد وروسته د څو اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزيران او د بايډن د ادارې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دمشق ته سفر وکړ او له احمدشرع سره یې ليدلي؛ خو لا هم اندېښنې شته، چې شرع او د هغه سني متحدینو په لاسونو کې د واک تمرکز او د مذهبي اقلیتونو سره د چلند څرنګوالی څه ډول دی.

په هندي کشمېر کې پر سيلانیانو تر برید او د پاکستان له خوا هندي الوتکو ته د هوايي حریم تر بندېدو وروسته د هند ایرانډيا او انډياګو مخکښ هوايي شرکتونه د نړيوالو الوتنو د لارو بدلون ته اړ شوي. رويټرز ویلي، د الوتنو د مسیر بدلون د تیلو لګښت زيات او د سفر وخت اوږد کړی.
هند په کشمېر کې پر سېلانیانو برید، چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول د پاکستاني ډلو لاس وباله؛ خو پاکستان په دې بريد کې لاس لرل رد کړي.
دواړو اټومي هېوادونو یو د بل په وړاندې اقدامات پيل کړي.
هند له پاکستان سره د ابو یو مهم تړون ځنډولی او پاکستان خپل هوایي حریم پر هندي هوایي شرکتونو تړلی دی.
د رويټرز اژانس د خبر له مخې، چې نړیوال هوايي شرکتونه له دغه بندیز اغیزمن شوي نه دي.
رویټرز اژانس د پلایټ ټریډر ۲۴ ویب پاڼې د معلوماتو له مخې ویلي، چې هندي هوایي شرکتونه د پنجشنبې په ورځ تر هغه وروسته اغېزمن شول، چې ایر انديا او انډيګو شرکتونو نیویارک، اذربایجان او دوبۍ ته الوتنې پر بل مسير پيل کړې.
دغه الوتنې معمولا د پاکستان له هوايي حریم تیريږي.
د نوي ډيلي هوايي ډګر تر ټولو له بوختو هوايي ډګرونو څخه دی، چې تر ټولو زيات اغېزمن شوی، چې لوېديځ او منځني ختيځ ته الوتنې يې د پاکستان له فضا تيريږي.
د سيریم اسينډ د مالوماتو له مخې، ایرانديا او انډياګو په اپريل مياشت کې له نوي ډيلي اروپا، منځني ختيځ او شمالي امریکا ته شاوخوا ۱۲۰۰ الوتنې پلان کړې دي.
د هند د هوايي چلند یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رويټرز ته ویلي، چې له نوي ډيلي منځني ختيځ ته د ایرانډيا الوتنې به اوس یو ساعت اضافي وخت اخلي.
انډيګو د جمعې په ورځ وویل، چې یوازې څو الوتنې به یې له دې بنديز اغېزمنې شي او ایرانډيا بیا زياته کړې، چې شمالي امریکا، بريتانیا او منځني ختيځ ته یې د تګ راتګ لپاره بل مسير غوره کړی دی.
یو هندي پيلوټ ویلي، چې د پاکستان دا بندیز د پروازونو مهالوېش ګډوډ کړی او د الوتنو د ساعتونو محاسبه یې پیل کړې ترڅو د پیلوټانو کاري ساعتونو لیست بیا تنظیم کړي.
یو بل هندي هوايي شرکت چارواکي هم ویلي، چې د پنجشنبې تر شپې ناوخته یې کار کاوه ترڅو د دې بندیز اغېز وارزوي.
پاکستان ویلي، چې دا بندیز به د مۍ تر ۲۳ دوام وکړي.
په ۲۰۱۹ کال کې د ډيلي او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیاو او د پاکستان د هوایي حریم د پنځو میاشتو بندېدو وروسته هند ویلي و، چې ایرانډيا، انډیګو او نورو هوايي شرکتونو شاوخوا ۶۴ میلیونه ډالره مالي زیان ولید.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د هند سفارت کارکوونکو، ډېپلوماټانو، اتشو او یو شمېر سلاکارانو ته خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد دې د اپرېل میاشتې تر پایه پورې پرېږدي.
د دغه وزارت ویاند د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل چې په اسلاماباد کې د هند د سفارت د کارکوونکو او ډیپلوماتانو شمېر به ۳۰ کسانو ته راکم شي.
شفقت علي خان د (غوایي ۵مه) نېټه ټینګار وکړ، چې پاکستان پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان ترمنځ د واګه پوله سملاسي وتړي او له دې لارې به هر ډول تګ راتګ او سوداګري د اپریل له ۳۰مې وروسته بنده شي.
هغه همداراز اعلان وکړ، چې پاکستان د هند د ټولو وګړو ویزې، پرته له سیک زیارت کوونکو، لغوه کړې دي او له هغوی یې غوښتي، چې تر ۴۸ ساعتونو پورې د پاکستان خاوره پرېږدي.
شفقت علي خان وویل، چې د پاکستان د ملي امنیت شورا له ناستې وروسته، د دې هېواد فضايي حریم د هند ټولو هوايي شرکتونو او هغو الوتنو لپاره هم تړل شوی، چې د هندیانو لخوا اداره کېږي.
هغه خبرداری ورکړ، چې د پاکستان وسلهوال ځواکونه د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د نوموړي په وینا، پاکستان به لکه د ۲۰۱۹ د فبرورۍ په میاشت د برید په څېر د هند هر تېري ته پرېکنده غبرګون وښيي.
د ۲۰۱۹ په فبرورۍ کې، وروسته له هغه چې په هند کې یو مرګونی ترهګریز برید وشو، د هند هوايي ځواک د پاکستان ځینې برخې بمبار کړې. پاکستان په غبرګون کې د هند یوه جنګي الوتکه نسکوره کړه او پیلوټ یې ونیو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپله اونیزه خبري غونډه کې زیاته کړه، چې پاکستان به د اندوس سیند د اوبو د بندولو لپاره د هند هر ډول هڅه د جګړې اقدام وبولي او د دې مخنیوي لپاره به له خپل ټول توان څخه کار واخلي.
د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې وروستۍ تر هغې کړکېچنې شوې، چې وړمه ورځ د وسله والو یوې ډلې په هندي کشمیر کې ۲۵سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.
هند هم په ډیلي، کې د پاکستان سفارت د ډېپلوماټانو، کارکوونکو او اتشو شمېر کمیدو خبر ورکړی، چې په ۴۸ساعتونو کې باید له دغه هېواده ووځي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اندوس اوبو مهم تړون یې هم لغوه اعلان کړ.
ویل کېږي د هند او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د کشمیر په کنټرول کرښه کې پر یو بل ډزې هم شوي دي.
په دواړو هېوادونو کې ځواکونه د چمتووالي په حالت کې دي او ویره شته چې ګوندې هند د پاکستان ځینې ښارونه په نښه کړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان ایالت د کویټې په مارګیټ سیمه کې د پاکستاني عسکرو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودلی، چې په پایله کې یې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو څلور عسکر وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
یاده پېښه د جمعې په ورځ د (غوایي ۵مه) له غرمې مخکې رامنځته شوې، چې ټپیان نږدې روغتون ته وړل شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د یادې پېښې پخلی کړی او د څلورو وژل شویو عسکرو کورنیو سره یې خواخوږي هم څرګنده کړې ده.
په وژل عسکرو کې صوبیدار شهزاد امین، نایب صوبیدار عباس، خلیل او زاهد شامل دي.
محسن نقوي ویلي، چې د ترهګرې ډلې به پرېنږدي څو په پاکستان کې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
تر اوسه پورې د یاد برید مسوولیت هېڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې دمخه په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو د دغه ډول بریدونو ترسراوي ته ټټر وهلی دی.
په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي وضعیت ترینګلی ښودل کېږي. پښتونخوا او بلوچستان دوه هغه ایالتونه دي چې د پخوا په پرتله په کې د وسله والو ډلو فعالیتونه ډېر شوي دي.
پښتونخوا کې د «ټي ټي پي» وسله وال هره ورځ له پاکستاني پوځیانو سره په نښتو اخته وي او باورونه دا دي،چې دغه ډلې پر کابل د افغان طالبانو له واکمنۍ وروسته خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.
پاکستان ګوته نېسي چې د دوی په پراخیدونکې نا امنۍ کې د هغو ترهګرو ډلو لاس دی، چې د طالبانو تر سیورې لاندې یې په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره اوونۍ کابل ته د خپل سفر په لړ کې له طالبانو سره د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د امنیتي مسایلو په باب هم خبرې کړي دي.
تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې اسلام اباد او طالبانو د «ټي ټي پي» د مخنېوي په موخه ځینې مثبتې هوکړې کړي او د دواړو لوریو ترمنځ په دې تړاو شته کړکېچ حل کیدونکی ښکاري.

ځايي حکومتي چارواکو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې د سړک غاړې بم چاودنې له امله د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعيت علمای ګوند د یو مشر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
يوه ځايي حکومتي ویاند شاهد رند ويلي، په دې پېښه کې پنځه نور کسان هم ټپیان شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر عبدالله له دوو نورو کسانو سره هغه وخت ووژل شو کله چې د دوی موټر په ماین وخوت.
دا په دې وروستیو کې څویم ځل دی چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشران په بلوچستان او پښتونخوا صوبو کې تر برید لاندې راځي.
د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم لږ تر لږه دوه ځله په پښتونخوا کې له ترهګریزو بریدونو څخه ژوندی پاتې شوی دی.
تېره میاشت، د پښتونخوا صوبايي حکومت هغه ته خبرداری ورکړ، چې د امنیتي ګواښونو له امله تګ راتګ کم کړي. فضل الرحمان ته په لیږل شوي امنیتي خبرتیا کې ویل شوي وو، چې ترهګرې ډلې د هغه د وژلو پلان لري.
د حکومت د خبرداري په ځواب کې، مولانا فضل الرحمان وویل، چې حکومت د هغه د امنیت په برابرولو کې پاتې راغلی دی.
فضل الرحمان د پاکستان په اسلامي ټولنه کې یو له خورا اغیزمنو سیاسي-مذهبي مشرانو څخه دی.
