د پاکستان پوځ وايي، په بنو کې یې شپږ وسلهوال وژلي دي

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر په یوې خبر پاڼه کې ویلي، چې د پښتونخوا ایالت اړوند په بنو ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر په یوې خبر پاڼه کې ویلي، چې د پښتونخوا ایالت اړوند په بنو ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه علمیات یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي او په سیمه کې د وسله والو د له منځه وړلو لپاره به نور اقدامات هم کوي.
په خبرپاڼه کې د وژل شویو وسله والو لپاره د «خوارجو» کلیمه کارول شوې ده. د پاکستان پوځ پاکستاني طالبانو یا «ټي ټي پي» ته دغه کلیمه کاروي.
د خراسان ډایري په نوم یوې پاکستاني رسنۍ بیا د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې د معلوماتو له مخې خبر ورکړی، چې د بلوچستان په پشین سیمه کې ۹ تنه وسله وال د استخبارتي عملیاتو په لړ کې وژل شوي دي.
اخوا «ټي ټي پي» وسله والو هم د تېرې جمعې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې وه، چې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د خپلو وسله والو فعالیتونو او د «الخندق» عملیاتو په لړ کې د پاکستان امینتي ځواکونو پنځه تنه افسران وژلي ډي.
پاکستان په دې وروستیو کې له سخت امنیتي کړکېچ سره مخ دی او د پښتونخوا تر څنګ بلوچستان کې هم تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په ډېریدو دی.
پاکستان نیوکه کوي، چې د طالبانو تر سیورې لاندې د افغانستان خاوره کې د دوی ضد ترهګرو ته پناه ځایونه ورکړل شوي دي.
بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وسله والې ډلې او په پښتونخوا کې د «ټي ټي پي» وسله وال د پاکستاني پوځیانو خلاف جګړې کوي.
کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د وروستي سفر پر مهال هم د دغو امنیتي اندېښنو په تړاو خبرې شوي وې.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه سفر پر مهال د «ټي ټي پي» د مخنېوي اړوند له طالبانو سره ګټورې او مثبتې خبرې شوي دي.


د پاکستان پیپلز ګوند مشر او د دغه هیواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري د هند لهخوا د سند د اوبو تړون د یو طرفه لغوه کولو پر ضد توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د سند اوبه د پاکستان حق دی او هېڅکله ترې نه تېرېږي.
د پاکستان ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې لیکلي، چې بلاول دا خبرې د سند ایالت په سکر ښار کې د یوې سترې ولسي غونډې پر مهال وکړې. هغه وویل: «سِندُه زموږ دی او زموږ به پاتې شي.»
هغه زیاته کړه، چې هند نه شي کولای د سند ولس له دې تاریخي سیند نه جدا کړي.
بلاول د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي هغه ادعا رد کړه، چې ګواکي هند د سند د زرګونو کلونو تمدن وارث دی. هغه وویل: «تمدن د موئن جو دارو او لاړکاڼه دی، موږ یې اصلي وارثان یو او دفاع به یې کوو.»
نوموړي هند ته توند خبرداری ورکړ: «یا اوبه، یا به ستاسې وینه په دې سیند کې بهېږي.» هغه زیاته کړه، چې د پاکستان ولس او نړۍواله ټولنه به د هند د جنګي استفزازونو او د سند د اوبو د مسیر د بدلولو هڅې ونه زغمي.
هغه په خپله وینا کې دا هم وویل، چې د سند ایالت د سخت مخالفت وروسته، مرکزي حکومت منلې چې نور جنجالي کانالونه به یوازې د ټولو ایالتونو په موافقه د ګډو ګټو شورا (CCI) له لارې جوړېږي. بلاول دا پریکړه د پاکستاني ولس لپاره یو «ستر بری» وباله.
بلاول د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستې ترهګریز برید هم وغندلو او ویې ویل، چې پاکستان خپله هم د ترهګرۍ قرباني دی، خو هند هڅه کوي د خپلو کورنیو ناکامیو پټولو لپاره پر پاکستان تور ولګوي.
د هغه په خبره، د هند دا اقدام، چې د یو نړۍوال تړون یو اړخیز ځنډول دی، له قانوني بنسټ نه لري او نړۍواله ټولنه باید دا ډول ګامونه بې ځوابه پرېنږدي.
د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زور واخیست، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې څلو ورځې وړاندې وسله والو په یوه برید کې ۲۵تنه سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.
تر هغې وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له پاکستان سره د اوبو تړون لغوه کړ او په نوي ډیلي کې یې د پاکستان سفارت د کارکوونکو او ډېپلوماټانو شمېر هم راکم کړ.
همدا راز پاکستانیانو ته امر شوی و چې تر دوه ورځو دې له دغه هېواده ووځي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت شورا چې پکې د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم ګډون درلود یو شمېر پرېکړې وکړې او د هند د پرېکړو په غبرګون کې یې ورته اقدامات وکړل.
اوس په نړۍوالو رسنیو کې د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ لا پراخیدو خبرونه تر سترګو کېږي.
په پاکستاني رسنیو او هندي رسنیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي جګړې په تړاو ناندرۍ روانې دي.
پاکستان ویلي، که هند پر دغه هېواد برید وکړي، نو د دوی له سخت پوځي ځواب سره به مخ شي.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت نبیل د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف څرګندونو ته چې پاکستان یې پکې د ترهګرۍ قرباني بللی وو، په غبرګون کې لیکلي چې «ستا په غاړه کې د ترهګرۍ هغه زنځیر پاتې دی چې تا د مډال په توګه په غاړه کړی و».
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په ایکس د شوروي او امریکا ترمنځ جګړې اړوند لیکلي چې دغه جګړې ته د کفر او اسلام نوم ورکړل شو او اسامه بن لادن له همدې امله پاکستان ته صادر شو.
نوموړي همدا راز پاکستان د ترهګرۍ قرباني یاد کړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد یوازې پاتې شو.
خواجه اصف په ایکس لیکلي: «نن، هغه کسان چې موږ په ترهګرۍ تورنوي باید موږ ته ووایي چې اسامه بن لادن چا پاکستان ته راوست. ؟ څوک یې په خوا کې وو؟ دا په حقیقت کې د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ جګړه وه، او نوم یې جهاد و. د اسلام او کفر ترمنځ جګړې ته د اړولو لپاره، د بن لادن په څیر خلک پاکستان ته صادر شول. او وروسته له هغه چې معنی څرګنده شوه، پاکستان یوازې پاتې شو. او موږ نن هم د دې ترهګرۍ او د هغې د تورونو سره مخ یو.»
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د خواجه اصف څرګندو ته په ایکس لیکلي: «ګران خواجه اصف نه قدرتونو ګټه درلوده، او نه د خدای فضل پاتې شو؛ اوس ستا په غاړه کې د ترهګرۍ هماغه زنځیر پاتې دی، کوم چې تا به یو وخت د مډال په توګه اغوستې وې!»
د خواجه اصف څرګندونې وروسته له هغې رامنځته کیږي چې په هندي کشمیر کې د وسله والو لخوا د ۲۴ سیلانیانو له وژولو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او د متحده ایالاتو حکومت د هندوستان له حکومت سره په دغه پېښه کې د ودرېدو اعلان وکړ.
د خواجه اصف څرګندونې په کور دننه هم له سختو غبرګونونو سره مخ شوي او له نوموړي یې د ترهګري د ملاتړ په اړه سپیناوی غوښتی.
د سې شنبې په ورځ، جمو و کشمير په سيلاني سيمه پهلګام کې د ناڅرګندو وسلهوالو په ډزو کې ۲۶سيلانيان ووژل شول او ۱۲نور ټپیان شول.
د هندي چارواکو په وینا، د وژل شويو کسانو په منځ کې دوه بهرني سيلانيان او د هند د بحري ځواکونو يو افسر هم شامل دي. ويل شوي چې بهرنيان د ایټالیا او اسراییل اتباع وو.

په داسې حال کې چې د اسلاماباد او ډیلي ترمنځ اړیکې د شخړې رامنځته کېدو تر حده مخ په زیاتیدو دي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هند او پاکستان به خپلې ستونزې په خپله حل کړي.
ډونالډ ټرمپ په کشمیر کې تاریخي شخړو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هغه د دواړو هېوادونو له مشرانو سره بلد دی، خو هغه د دواړو هېوادونو د مشرانو سره د اړیکو په اړه پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته چې ۲۶ تنه په کې ووژل شول د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ځلي ترینګلې شوې.
ډیلي په دې بريد کې د پاکستاني ډلو لاس ګڼي او د غچ اخیستلو خبردارۍ ورکوي؛ خو د پاکستان سنا وايي، که هند د پاکستان په وړاندې هر ډول تېروتنه یا اقدام وکړي، پاکستان به ورته، پیاوړی او پرېکند ځواب ورکړي.
دواړو هېوادونو يو پر بل بندیزونه هم لګولي.
همداراز، یو شمېر هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند او پاکستاني ځواکونو د کشمیر په کنټرول کرښه کې پر یو بل ډزې کړي دي.په دواړو هېوادونو کې ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې دي او وېره شته چې ګوندې هند یو ځل بیا د پاکستان ځینې ښارونه په نښه کړي.

پښتنې سیاسي فعالې او د پاکستان د پارلمان مخکېنۍ غړې بشرا ګوهر د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف پر وروستیو څرګندونو توندې نیوکې کړي او پاکستان کې یې د «اسامه بن لادن د حضور مسوول» بللی دی.
نوموړې د جمعې په ورځ (اپرېل ۲۵مه) د خپلې اېکسپانې له لارې په یوه بیان کې د خواجه وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي: «خواجه صیب، ته د دفاع وزیر یې، راته ووایه چې اسامه بن لادن چا دلته راوست او پناه یې ورکړه؟»
بشرا له امریکا متحدهایالاتو سره په سیمهییزو امنیتي پروژو کې د پاکستان رول او تړون ته د نیوکې ترڅنګ زیاته کړې: چا په سیمه کې د امریکا لپاره د ترهګریزو پروژو تړون لاسلیک کړ؟ دا یوه جدي مسئله ده چې باید حل شي.»
یادې پښتنې سیاستوالې ټینګار کړی چې دا ډول کړنو او پټو معاملو د پاکستان ملي حاکمیت کمزوری کړی او د دولتي بنسټونو پر وړاندې یې د ولس باور لهمنځه وړی دی. هغې لیکلي دي: «تاسو د هېواد حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی او باید د دې مسئلو د وضاحت لپاره ځواب ووایئ.»
د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې او سیاسي فعالې د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې د دې پېښو په تړاو د روڼتیا موندنې لپاره یو خپلواک حقیقت موندونکی کمېسیون جوړ کړي او چارواکي مسوول وګڼي. بشرا ګوهر وايي: «ایا حکومت به د حقیقت موندنې کمېسیون جوړ کړي؟ ولس غواړي چې پر حقیقت پوه شي.»
بشرا ګوهر دا څرګندونې وروسته تر هغې کړي چې د پاکستان دفاع وزیر په یوه مرکه کې منلې چې هېواد یې تېرې درې لسیزې د امریکا لپاره د «ترهګرو» ملاتړ کړی دی. خواجه اصف زیاته کړې :«موږ د درېیو لسیزو لپاره د لوېدیځ او برېټانیا په ګډون د امریکا لپاره دغه ناپاکه کار کاوه.»
دا په داسې حال کې ده چې په کشمیر کې تر برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ ناندرۍ ډېرې شوې دي. پاکستان له هند سره د اوبو یو ګډ پخوانی تړون ځنډولی، ځمکنۍ لارې یې تړلې، د پاکستانيانو ویزې یې لغوه کړې او پاکستاني ډېټلوماټان یې له دغه هېواده شړلي دي.
ورته مهال، پاکستان هم د هند د اقدام پر وړاندې ورته غبرګون ښودلو سره هوايي حریم تړلو ترڅنګ هندي ډېپلوماټان له پاکستانه ایستلي او د هند وګړو لپاره وېزې یې لغوه کړې دي.

د هند مخالفو ګوندونو د هندي کشمير د سيلاني سيمې پهلګام کې د شوي بريد وروسته، د مودي پر حکومت سختې نیوکې کړي. کانګرس او مخالفو ګوندونو د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ له امله د مودي حکومت تر پښتونو لاندې اوستی.
اپوزېسيون له حکومته پوښتي: «د پهلګام پېښه څنګه رامنځته شوه؟استخبارات څنګه پاتې راغلل؟ بريدګر څنګه له پولو واوښت؟ د ۲۶کسانو د وژنې مسؤول څوک دی؟ ایا د کورنيو چارو وزير امت شاه به استعفا ورکوي او لومړی وزير نريندرا مودي به د پېښې مسؤوليت پر غاړه واخلي؟
تر دې وړاندې، د چهارشنبې په ورځ د نوي ډهلي په پلازمېنه کې د دفاع وزير راج ناته سينګ په مشرۍ غونډه وکړه، چې پکې د هند حکومت پهلګام پېښه کې خپله استخباراتي او امنيتي ناکامي ومنله.
د هند دفاع وزير ومنله چې د پېښې اصلي لامل د امنيت او استخباراتو ناکامي وه.
د کورنيو چارو وزير امت شاه هم مجبور شو چې ومني: پهلګام کې شوې پېښه د امنيتي او استخباراتي ناکامۍ پايله ده.
کانګرس د دې امنيتي ناکامۍ اصلي مسوول د نريندرا مودي حکومت بللی. د کانګرس مشر راهول ګاندي وويل: ولې په پهلګام کې امنيتي تدابير نه وو؟
د سې شنبې په ورځ، جمو و کشمير په سيلاني سيمه پهلګام کې د ناڅرګندو وسلهوالو په ډزو کې ۲۶سيلانيان ووژل شول او ۱۲نور ټپیان شول.
د هندي چارواکو په وینا، د وژل شويو کسانو په منځ کې دوه بهرني سيلانيان او د هند د بحري ځواکونو يو افسر هم شامل دي. ويل شوي چې بهرنيان د ایټالیا او اسراییل اتباع وو.
ډیلي په دې بريد کې د پاکستاني ډلو لاس ګڼي او د غچ اخیستلو خبرداری ورکوي؛ خو د پاکستان سنا وايي، که هند د پاکستان په وړاندې هر ډول تېروتنه یا اقدام وکړي، پاکستان به ورته، پیاوړی او پرېکند ځواب ورکړي.
دواړو هېوادونو يو پر بل بندیزونه هم لګولي.
هند او پاکستان له خپلو هېوادونو یو د بل ډېپلوماټانو، اتشو او یو شمېر سلاکارانو ته هم خبردارۍ ورکړی او ټاکلې نېټه يې ورښودلې، چې ووزي او خپلو هېوادونو ته لاړ شي.