• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بشرا ګوهر د خواجه اصف څرګندونو ته: «اسامه بن لادن چا راوست او پناه یې ورکړه؟»

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۰۷ GMT+۱

پښتنې سیاسي فعالې او د پاکستان د پارلمان مخکېنۍ غړې بشرا ګوهر د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف پر وروستیو څرګندونو توندې نیوکې کړي او پاکستان کې یې د «اسامه بن لادن د حضور مسوول» بللی دی.

نوموړې د جمعې په ورځ (اپرېل ۲۵مه) د خپلې اېکس‌پانې له لارې په یوه بیان کې د خواجه وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي: «خواجه صیب، ته د دفاع وزیر یې، راته ووایه چې اسامه بن لادن چا دلته راوست او پناه یې ورکړه؟»

بشرا له امریکا متحده‌ایالاتو سره په سیمه‌ییزو امنیتي پروژو کې د پاکستان رول او تړون ته د نیوکې ترڅنګ زیاته کړې: چا په سیمه کې د امریکا لپاره د ترهګریزو پروژو تړون لاسلیک کړ؟ دا یوه جدي مسئله ده چې باید حل شي.»

یادې پښتنې سیاست‌والې ټینګار کړی چې دا ډول کړنو او پټو معاملو د پاکستان ملي حاکمیت کمزوری کړی او د دولتي بنسټونو پر وړاندې یې د ولس باور له‌منځه وړی دی. هغې لیکلي دي: «تاسو د هېواد حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی او باید د دې مسئلو د وضاحت لپاره ځواب ووایئ.»

د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې او سیاسي فعالې د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې د دې پېښو په تړاو د روڼتیا موندنې لپاره یو خپلواک حقیقت موندونکی کمېسیون جوړ کړي او چارواکي مسوول وګڼي. بشرا ګوهر وايي: «ایا حکومت به د حقیقت موندنې کمېسیون جوړ کړي؟ ولس غواړي چې پر حقیقت پوه شي.»

بشرا ګوهر دا څرګندونې وروسته تر هغې کړي چې د پاکستان دفاع وزیر په یوه مرکه کې منلې چې هېواد یې تېرې درې لسیزې د امریکا لپاره د «ترهګرو» ملاتړ کړی دی. خواجه اصف زیاته کړې :«موږ د درېیو لسیزو لپاره د لوېدیځ او برېټانیا په ګډون د امریکا لپاره دغه ناپاکه کار کاوه.»

دا په داسې حال کې ده چې په کشمیر کې تر برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ ناندرۍ ډېرې شوې دي. پاکستان له هند سره د اوبو یو ګډ پخوانی تړون ځنډولی، ځمکنۍ لارې یې تړلې، د پاکستانيانو ویزې یې لغوه کړې او پاکستاني ډېټلوماټان یې له دغه هېواده شړلي دي.

ورته‌ مهال، پاکستان هم د هند د اقدام پر وړاندې ورته غبرګون ښودلو سره هوايي حریم تړلو ترڅنګ هندي ډېپلوماټان له پاکستانه ایستلي او د هند وګړو لپاره وېزې یې لغوه کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پهلګام برید وروسته د هند اپوزېسيون نیوکې؛ ایا مودي د دې پېښې مسوولیت پر غاړه اخلي؟

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۵۶ GMT+۱

د هند مخالفو ګوندونو د هندي کشمير د سيلاني سيمې پهلګام کې د شوي بريد وروسته، د مودي پر حکومت سختې نیوکې کړي. کانګرس او مخالفو ګوندونو د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ له امله د مودي حکومت تر پښتونو لاندې اوستی.

اپوزېسيون له حکومته پوښتي: «د پهلګام پېښه څنګه رامنځته شوه؟استخبارات څنګه پاتې راغلل؟ بريدګر څنګه له پولو واوښت؟ د ۲۶کسانو د وژنې مسؤول څوک دی؟ ایا د کورنيو چارو وزير امت شاه به استعفا ورکوي او لومړی وزير نريندرا مودي به د پېښې مسؤوليت پر غاړه واخلي؟

تر دې وړاندې، د چهارشنبې په ورځ د نوي ډهلي په پلازمېنه کې د دفاع وزير راج ناته سينګ په مشرۍ غونډه وکړه، چې پکې د هند حکومت پهلګام پېښه کې خپله استخباراتي او امنيتي ناکامي ومنله.

د هند دفاع وزير ومنله چې د پېښې اصلي لامل د امنيت او استخباراتو ناکامي وه.

د کورنيو چارو وزير امت شاه هم مجبور شو چې ومني: پهلګام کې شوې پېښه د امنيتي او استخباراتي ناکامۍ پايله ده.

کانګرس د دې امنيتي ناکامۍ اصلي مسوول د نريندرا مودي حکومت بللی. د کانګرس مشر راهول ګاندي وويل: ولې په پهلګام کې امنيتي تدابير نه وو؟

د سې شنبې په ورځ، جمو و کشمير په سيلاني سيمه پهلګام کې د ناڅرګندو وسله‌والو په ډزو کې ۲۶سيلانيان ووژل شول او ۱۲نور ټپیان شول.

د هندي چارواکو په وینا، د وژل شويو کسانو په منځ کې دوه بهرني سيلانيان او د هند د بحري ځواکونو يو افسر هم شامل دي. ويل شوي چې بهرنيان د ایټالیا او اسراییل اتباع وو.

ډیلي په دې بريد کې د پاکستاني ډلو لاس ګڼي او د غچ اخیستلو خبرداری ورکوي؛ خو د پاکستان سنا وايي، که هند د پاکستان په وړاندې هر ډول تېروتنه یا اقدام وکړي، پاکستان به ورته، پیاوړی او پرېکند ځواب ورکړي.

دواړو هېوادونو يو پر بل بندیزونه هم لګولي.

هند او پاکستان له خپلو هېوادونو یو د بل ډېپلوماټانو، اتشو او یو شمېر سلاکارانو ته هم خبردارۍ ورکړی او ټاکلې نېټه يې ورښودلې، چې ووزي او خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

زلمی خلیلزاد: پر پاکستان د هند د برید احتمال ډېر لوړ دی

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۲۳ GMT+۱

افغان-امریکایي ډېپلومات او د افغانستان د سولې په چارو کې د واشنګټن ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد د کشمیر په پهلګام سیمه کې د وروستي برید په تړاو خبرداری ورکړی او وايي چې د هند له‌خوا د پوځي غبرګون احتمال ډېر لوړ دی.

نوموړي د جمعې په ورځ (اپرېل ۲۵مه) د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې د هند او پاکستان په تړاو د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې، که چېرې پاکستان په دغه برید کې ښکېل وي، دا «غېرانساني او بې‌پروا» اقدام دی.

خلیلزاد د پاکستان پر وړاندې د هند قوي غبرګون احتمال ته په اشارې لیکلي: «په هند کې اوسنۍ سیاسي او ټولنیزې فضا ته په پام، د پاکستان پر وړاندې د پوځي اقدام امکان خورا لوړ دی.»
نوموړي د خپلو څرګندونو په دوام ټینګار کړی: «که چیرې دا څرګنده شي چې پاکستان په رېښتیا هم په دغه برید کې ښکېل دی، نو دا به یو غېرانساني او بې پروا اقدام وي چې د سیمې ثبات لپاره به جدي پایلې ولري.»

د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده‌ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دې مخکې د طالبانو له‌خوا د هندي کشمیر په پهلګام کې پر سیلانونو د برید غندل یو هڅوونکی پرمختګ بللی دی.

هغه د جمعې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي:« په یوه هڅوونکي پرمختګ کې طالبانو په کشمیر کې له سیلانیانو سره د ملاتړ څرګندونه او د دغه ترهګریز برید غندنه کړې ده.»

خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې وروسته تر هغې کړکېچن وضعیت ته ورسېدې، چې دوه ورځې مخکې د وسله‌والو یوې ډلې په هندي کشمیر کې ۲۵ هنديان او یو نیپالی وګړي وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

همداراز، یو شمېر هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند او پاکستاني ځواکونو د کشمیر په کنټرول کرښه کې پر یو بل ډزې کړي دي.په دواړو هېوادونو کې ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې دي او وېره شته چې ګوندې هند یو ځل بیا د پاکستان ځینې ښارونه په نښه کړي.

اېمل ولي خان: دعا به کوو او وسلې راپورته‌ کول زمونږ کار نه دی

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د هند او پاکستان کړکېچن وضعیت ته په اشارې وايي چې جګړه د عادي خلکو کار نه دی او مسوول بنسټونه باید د پوځي مداخلې د وړتیا او حدودو په هکله پرېکړه وکړي.

اېمل د جمعې په ورځ (اپرېل ۲۵مه) له پاکستانۍ ډان ورځپاڼې رسنۍ سره په مرکه کې په سیمه کې د ټولنیزو او سیاسي لومړیتوبونو د بدلون غوښتنه کړې او د تاوتریخوالي او جګړې پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
نوموړي زیاته کړې: «موږ د هغوی لپاره دعا کولای شو، روحیه ورکولای شو، خو نه‌شو کولای وسلې راپورته کړو. ولس دومره مه احساساتي کوئ چې بیا یې کنټرول نه شئ کړای.» دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان اړیکې یو وار بیا ترینګلې شوې دي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر ټینګار کړی چې اصلي تمرکز باید د کاري فرصتونو پر رامنځته‌کولو، پر سوداګریزې پراختیا او صنعت وشي. هغه وویل :«لومړیتوبونه بدل کړئ، د توپ پر ځای سړک او د ټانک پر ځای ښوونځي ته ترجیح ورکړئ.»
اېمل ولي خان د پاکستان او هند سوله‌ییزې فضا رامنځته‌کېدو ته په اشارې وویل: «که دواړه خواوې خپل لومړیتوبونه بدل کړي، نو د سولې او مینې فضا رامنځته کېدای شي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې وروسته تر هغې کړکېچن وضعیت ته ورسېدې، چې دوه ورځې مخکې د وسله‌والو یوې ډلې په هندي کشمیر کې ۲۵هنديان او یو نیپالی وګړي وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

همداراز، یو شمېر هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند او پاکستاني ځواکونو د کشمیر په کنټرول کرښه کې پر یو بل ډزې کړي دي.په دواړو هېوادونو کې ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې دي او وېره شته چې ګوندې هند یو ځل بیا د پاکستان ځینې ښارونه په نښه کړي.

روسیې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې پاکستان ته له سفر ډډه وکړي

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۱۹ GMT+۱

د ډیلي او اسلام اباد له اړیکو تر ترينګلتيا وروسته په پاکستان کې د روسیې سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې پاکستان ته دله سفر ډډه وکړي. د روسیې سفارت خپلو وګړو ته ویلي، چې وضعت عادي شوی نه وي، تر هغه دې دغه هېواد ته تګ راتګ نه کوي.

په اسلام اباد کې د روسیې سفارت د جمعې په ورځ په یوې خبرتيا کې له خپلو اتباعو غوښتي، چې پاکستان ته دي سفر نه کوي.

سفارت د دواړو هېوادونو د اړیکو د ترينګلتیا او د یو شمېر چارواکو له جګړیزو څرګندونو وروسته دغه اقدام کوي.

په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته چې ۲۶ تنه په کې ووژل شول د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ځلي ورانې شوې.

ډیلي په دې بريد کې د پاکستاني ډلو لاس ګڼي او د غچ اخیستلو خبردارۍ ورکوي؛ خو د پاکستان سنا وايي، که هند د پاکستان په وړاندې هر ډول تېروتنه یا اقدام وکړي، پاکستان به ورته، پیاوړی او پرېکند ځواب ورکړي.

دواړو هېوادونو يو پر بل بندیزونه هم لګولي.

هند او پاکستان له خپلو هېوادونو یو د بل ډېپلوماټانو، اتشو او یو شمېر سلاکارانو ته هم خبردارۍ ورکړی او ټاکلې نېټه يې ورښودلې، چې ووزي او خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

په دواړو هېوادونو کې ځواکونه د چمتووالي په حالت کې دي.

د پاکستان هوايي حریم بندېدو سره هندي هوایي شرکتونه له اوږدو لارو او لګښتونو سره مخ دي

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۱

په هندي کشمېر کې پر سيلانیانو تر برید او د پاکستان له خوا هندي الوتکو ته د هوايي حریم تر بندېدو وروسته د هند ایرانډيا او انډياګو مخکښ هوايي شرکتونه د نړيوالو الوتنو د لارو بدلون ته اړ شوي. رويټرز ویلي، د الوتنو د مسیر بدلون د تیلو لګښت زيات او د سفر وخت اوږد کړی.

هند په کشمېر کې پر سېلانیانو برید، چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول د پاکستاني ډلو لاس وباله؛ خو پاکستان په دې بريد کې لاس لرل رد کړي.

دواړو اټومي هېوادونو یو د بل په وړاندې اقدامات پيل کړي.

هند له پاکستان سره د ابو یو مهم تړون ځنډولی او پاکستان خپل هوایي حریم پر هندي هوایي شرکتونو تړلی دی.

د رويټرز اژانس د خبر له مخې، چې نړیوال هوايي شرکتونه له دغه بندیز اغیزمن شوي نه دي.

رویټرز اژانس د پلایټ ټریډر ۲۴ ویب پاڼې د معلوماتو له مخې ویلي، چې هندي هوایي شرکتونه د پنجشنبې په ورځ تر هغه وروسته اغېزمن شول، چې ایر انديا او انډيګو شرکتونو نیویارک، اذربایجان او دوبۍ ته الوتنې پر بل مسير پيل کړې.

دغه الوتنې معمولا د پاکستان له هوايي حریم تیريږي.

د نوي ډيلي هوايي ډګر تر ټولو له بوختو هوايي ډګرونو څخه دی، چې تر ټولو زيات اغېزمن شوی، چې لوېديځ او منځني ختيځ ته الوتنې يې د پاکستان له فضا تيريږي.

د سيریم اسينډ د مالوماتو له مخې، ایرانديا او انډياګو په اپريل مياشت کې له نوي ډيلي اروپا، منځني ختيځ او شمالي امریکا ته شاوخوا ۱۲۰۰ الوتنې پلان کړې دي.

د هند د هوايي چلند یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رويټرز ته ویلي، چې له نوي ډيلي منځني ختيځ ته د ایرانډيا الوتنې به اوس یو ساعت اضافي وخت اخلي.

انډيګو د جمعې په ورځ وویل، چې یوازې څو الوتنې به یې له دې بنديز اغېزمنې شي او ایرانډيا بیا زياته کړې، چې شمالي امریکا، بريتانیا او منځني ختيځ ته یې د تګ راتګ لپاره بل مسير غوره کړی دی.

یو هندي پيلوټ ویلي، چې د پاکستان دا بندیز د پروازونو مهالوېش ګډوډ کړی او د الوتنو د ساعتونو محاسبه یې پیل کړې ترڅو د پیلوټانو کاري ساعتونو لیست بیا تنظیم کړي.

یو بل هندي هوايي شرکت چارواکي هم ویلي، چې د پنجشنبې تر شپې ناوخته یې کار کاوه ترڅو د دې بندیز اغېز وارزوي.

پاکستان ویلي، چې دا بندیز به د مۍ تر ۲۳ دوام وکړي.

په ۲۰۱۹ کال کې د ډيلي او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیاو او د پاکستان د هوایي حریم د پنځو میاشتو بندېدو وروسته هند ویلي و، چې ایرانډيا، انډیګو او نورو هوايي شرکتونو شاوخوا ۶۴ میلیونه ډالره مالي زیان ولید.