امازون شرکت فضا ته خپلې ۲۷ سپوږمکۍ واستولې

امازون شرکت د خپلې فضایي انټرنټي شبکې «کویپر» د پیل په لړ کې، د دوشنبې په ورځ ۲۷سپوږمکۍ د امریکا د فلوریډا له کیپ کاناورال فضایي مرکز څخه فضا ته وتوغولې.

امازون شرکت د خپلې فضایي انټرنټي شبکې «کویپر» د پیل په لړ کې، د دوشنبې په ورځ ۲۷سپوږمکۍ د امریکا د فلوریډا له کیپ کاناورال فضایي مرکز څخه فضا ته وتوغولې.
دا د امازون د ۳،۲۳۶ سپوږمکیو له پلان څخه لومړۍ ډله ده، چې موخه یې د نړۍ لرې پرتو او کلیوالو سیمو ته د چټک انټرنېټ برابرول دي.
یادې سپوږمکۍ د «یونایټیډ لانچ الاینس» د اتلس توغندي له لارې فضا ته پورته شوې. د توغولو دا ماموریت، چې مخکې د خرابې هوا له امله ځنډېدلی و، له سټارلېنک سره د سیالۍ لپاره مهم ګام بلل شوی.
د امازون د دې پروژې ټول ارزښت ۱۰میلیارده ډالر اټکل شوی او شرکت مکلف دی چې د ۲۰۲۶ تر نیمایي پورې لږ تر لږه ۱،۶۱۸ سپوږمکۍ فضا ته واستوي.
شرکت هیله لري چې د روان کال تر پایه خپلې انټرنټي چارې پيل کړي. امازون مخکې له دې دوه ازمویښتي سپوږمکۍ هم فضا ته لېږلې وې.
د امازون بنسټګر جېف بیزوس ویلي: « د انټرنټ لپاره تقاضا بې پایه ده. زموږ باور دا دی چې هم سټارلېنک او هم کویپر دواړه بریالي وي».
د کویپر له لوري به کاروونکو ته ځانګړي انټنونه وړاندې شي، چې بیه به یې له ۴۰۰ ډالرو کمه وي. شرکت تمه لري چې میلیونونه دستګاوې تولید کړي.


د بدن د اوبو کمښت بېلابېل لاملونه لري. کله چې مو بدن د اوبو له کمښت سره مخ وي بدن مو درته ځینې نښې ښیي. په ورځنیو بوختیاوو کې د کافي اوبو څښل ډېر اسانه هېریږي، په ځانګړي ډول د ګرمۍ په موسمونو کې د بدن د اوبو د کمښت (ډي هایډرېشن) خطر ډېر زیاتېږي.
خو یواځې ګرمي نه، بلکې نور عوامل هم د بدن د اوبو د کمښت لامل ګرځي لکه: نس ناستی، کانګې، ډېر تشناب ته تګ، تبه، یا لږې اوبه څښل.
مهمه خبره دا ده چې د بدن د اوبو د کمښت لپاره دا اړینه نه ده چې ډېرې اوبه له لاسه ورکړئ؛ حتا که د بدن د اوبو کچه ۱.۵سلنه راټیټه شي، نو ډي هایډرېشن پیلېږي.
کله چې د بدن اوبه کمې وي لاندې نښې ښیي:
د خولې بد بوي
که مو له خولې بد بوی ځي، دا هم ښايي د اوبو د نه څښلو له امله وي. د خولې لعاب جراثیم وژونکي خاصیت لري، خو د اوبو کمښت له امله خوله وچیږي او بکتریاوې ډېريږي.
د شاتو یا خوږو خوراک غوښتنه
دا به تاسې ته حیرانوونکې وي، خو کله ناکله د بدن د اوبو د کمښت پر مهال د تندې پر ځای د وږي کېدو احساس پیدا کېږي، په ځانګړي ډول د خوږو خوړلو غوښتنه زیاتیږي.
دا ځکه چې د بدني فعالیتونو له امله بدن کاربوهایډرېټونه ډېر ژر مصرفوي او بیا د شاتو یا خوږو غوښتنه پیدا کېږي.
د بدن وچ پوستکی
که کافي اوبه ونه څښل شي، د پوستکي روغتیا ته زیان رسېږي او وچېږي. ډي هایډرېشن د پوست د ځلا کمښت، ګونځو او د سترګو شاوخوا حلقو ته لاره هواروي.
تاسې کولی شئ د یوې ازموینې له لارې دا معلومه کړئ چې د بدن پوستکی مو وچ دی یا نه د ګوتو شا ته یا د پوستکي یوه برخه لږه ګونځې ونیسئ. که سمدلاسه بېرته خپل حالت ته راستنه نه شوه، نو دا د اوبو د کمښت نښه ده.
ستړیا
که غرمه مهال یا مازیګر مهال د ډېرې ستړیا، خوبولي حالت، یا سستي احساس کوئ، دا هم ښايي د اوبو د کمښت له امله وي. ډي هایډرېشن د انرژۍ کمښت ته لاره هواروي او فزیکي کارونه درانه ښکاره کوي.
خپګان یا غصه
د غوسې په حالت کې کله چې مو حالت خرابیږي، نو د چیغو وهلو پر ځای یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ. اوبه نه څښل حالت او ذهن ناراموي.
لړزه یا د سړو احساس
دا به عجیب ښکاري، خو د اوبو کمښت له امله حتی په ګرمو ورځو کې هم تاسو د یخوالي احساس کوئ او یخ مو کیږي. ځکه بدن د پوستکي د وینې جریان کموي او اوبه د تودوخې د ساتلو مهم رول لري.
د عضلو ستونزې
کله چې بدن کې اوبه کمې شي، نو د وینې جریان ورو کېږي، عضلې کلکېږي. بدن هڅه کوي مهمو غړو ته اوبه ورسوي او نورو برخو ته یې کموي.
سر ګرځېدل
کله چې بدن کې اوبه کمې وي د عضلو تر څنګ، مغز ته هم وینه سمه نه رسېږي او دا د سر ګرځېدو لامل کېږي.
دا یوه جدي نښه ده چې باید روغتون ته مراجعه وشي.
سر درد
د اوبو کمښت کولی شي د "سیروټونین" هارمون کچه ګډه وډه کړي چې د سر درد سبب ګرځي. که سر مو درد کوي، نو د درملو له خوړلو مخکې دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ.
د وینې فشار کمېدل
د اوبو کمښت د وینې فشار هم راکمولی شي، چې بعضې وختونه خطرناک وي.
سرګرځیدل، کانګې کول، سترګې جال جال کیدل دا د فشار کمېدو نښې دي.
ډېره تنده
دا نښه تر ټولو څرګنده ده یعنې تنده.

کله مو له ځان سره دا فکر یا مو حس کړې چې قلباً خوشاله نه یاست یا هم ذهن او زړه مو دومره نارامه دی چې تل په پرېښانیو او خپګان کې یې؟ یا کله چې سهار له خوبه پاڅې دا حس کوئ چې «بیا سهار شو، بیا تکراري د ژوند چارې او ستومانه زه.»
د ملګرو ژوند یا هم په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو انځور شوي ژوند حسرت مو خوړلی داسې مو له ځان سره ویلي چې دا خلک څنګه په خپل ژوند کې دومره خوشاله دي یا هم څنګه دوی دومره خوشاله ژوند کولی شي او بیا دې ځان ته کتلي وي چې «زه یې ولې نه شم کولی؟ زه ولې تل خفه یم؟»
ایا له نورو سره مو ځان پرتله کړی چې تر تا ولې دوی ښایسته دي او ته بدرنګه/ بدرنګ یې؟ دوی ولې بریالي دي او ته د دوی په څېر نه یې؟
داسې په سلهاو پوښتنې ممکن تاسو له ځان څخه کړې وي او که د ټولو ځواب «هو» وي نو دا لیکنه ستاسو لپاره ده.
خوښي ترلاسه کیږي او هغه خوښي چې دوام لري، د عادتونو له لارې لاسته راوړل کېږي. ډېروخوشاله خلکو دا زده کړي چې څنګه داسې عادتونه غوره کړي چې هره ورځ یې خوښ وساتي. دا عادتونه دوی ته هدف، ارامښت او په ځانباور وربخښي.
د نویو عادتونو د تل لپاره خپلول سخت دي، خو د هغو عادتونو پرېښودل چې انسان ناهیلی کوي، ډېر اسانه دي. دا بد عادتونه زموږ ذهن له انرژۍ خالي کوي او ژوند تهیې خوند نه پرېږدي. خو که پوه شو چې کوم عادتونه موږ ځوروي، کولی شو له خپل ژوند څخه یې لرې کړو.
ډېر داسې بد عادتونه شته چې خلک ناهیلې کوي. که لاندې بد عادتونه پرېږدې، نو ژر تر ژره به د خوښۍ احساس وکړې. راځه دا بد عادتونه یو له بله سره وپېژنو او پرې یې ږدو:
له منفي خلکو سره ناسته پاسته کول
شکایت کوونکي او منفي خلک ستونزې خوروي، نه حللارې. هغوی غواړي خلک د خپل ناورین برخه کړي چې خپل حال ورسره ښه کړي. که ته شاوخوا داسې خلک لرې چې تل د ستونزو خبره کوي او هېڅ حللار نه لري، نو ورته ووایې چې راځې د حل لپاره یې هڅه وکړ، که یې هڅه ونه کړه او چپ پاتې شو ځان ترې لرې کړئ. ځکه چې منفي انرژي خپروي.
خپله شاوخوا له داسې خلکو څخه ډکه کړئ چې ستاسو لپاره الهام بښوونکي وي، نه دا چې تاسو ته منفي انرژي درکړي.
خپل ژوند د نورو د ټولنیزو رسنیو له ژوند سره پرتله کول
یوه څېړنه ښيي، هغه خلک چې یوه اونۍ له فېسبوک پرته ژوند کوي، تر نورو ډېر د خوښۍ احساس کوي. ټولنیزې رسنۍ اکثره وخت حقیقت نه ښيي، بلکې د خلکو له خوا "فلټر شوی" ژوند ښيي. یو څوک چې د رخصتیو انځورونه خپروي، شاید د زړښت له احساس یا خفګان سره هم لاس او ګرېوان وي. د نورو بېروني بڼه له خپل داخلي واقعیت سره مه پرتله کوه.
ته له بل هېچا کم نه یې، ته چې څنګه یې ډېر ښه یې، په ځان باور ولره.
د حیرانتیا پر وړاندې بې تفاوته اوسېدل
هره ورځ شاوخوا ډېر حېرانوونکي پېښې مو شاوخوا پېښیږي. خو موږ دومره خپل نارمل ژوند کې عادت یوو چې نور مو هېڅ شی نه شي حیرانولی. تاسو به ډېر کله ماشومان لیدلي وي چې د الوتکې غږ ته حیران شوي وي، یا د باران څاڅکو احساسول، پلي تګ کول، کافي څښل، د خوښې شخص سره خبرې کول، د کتابونو لوستل، د فلم لیدل یا هم د نویو ځایونو او پارکونو لیدل دا تر ډېره هغه څه دي چې تاسو کې د حیرانتیا حس زېږوي.
د خوښې لپاره له ځان سره تمرین وکړه، سهار چې له خوبه پاڅیږې ښکلې لمرینې هوا ته وګوره او ووایه: «واه! د لمر وړانګې څومره ښکلې او زړه راښکونکې دي.»
یوازیتوب
ناخوښ خلک اکثراً یوازې وي، خو څېړنې ښيي چې دا تر ټولو بده لاره ده. ټولنیز تعامل، حتا که زړه دې هم نه وي، د مزاج ښه کولو لپاره مهم دی. کله چې چاته یو پیغام استوې، یا پر چا سلام اچوې، دا کوچني کارونه ستا رواني حالت بدلولی شي. له ملګرو سره چکر ته وتل، له کورنۍ سره ګډ خواړه خوړل، یا له ګاونډي سره لنډه احوالاخیستنه ټول ستا مزاج ته خوښي بښي. که یوازې یې، نو له ځان سره ژمنه وکړه چې نن به یوه ملګري ته زنګ وهې، خبرې به کوې یا به هم ورسره ګورې.
پر نوروپړه اچول
که تل پر نورو یا شرایطو پړه اچوې، دا معنا لري چې د خپل ژوند کنټرول په لاس کې نه لرې. کله چې ځان د قرباني په توګه ګڼې، نو خپل ځواک له لاسه ورکوې. خو که ته خپله دا ومنې چې ته غوره یې دا به درته ازادي درکړي او بریا ته دې رسوي د ستونزو پر وخت له ځان څخه دا وپوښتئ: «زه څنګه دا حالت بدلولی شم؟»
نور کنټرولول
یوازې یو کس شته چې ته یې کنټرولولی شې او هغه ته یې! که هڅه کوې نور کنټرول کړې، دا به ستا پر احساساتو بد اغېز وکړي. کنټرول نه، مګر همغږي غوره ده. خلک خپلواک دي او هر څوک خپله لاره لري. د کنټرول پر ځای باور پرې وکړه او د اعتماد فضا رامنځته کړه.
شکایت کول
شکایت کول یوه منفي کړنه ده. که تل د بدو شیانو یادونه کوې، منفي احساسات دې نور هم قوي کېږي. هر وار چې شکایت کوې، ذهن دې هماغې ستونزې ته په بیا-بیا وړي. د شکایت پر ځای پرحل لارې خبرې وکړه. د مثبت فکر تمرین کول، لکه شکر اېستل، کولی شي تاسو ته خوښي درکړي.
د خلکو د تاثیر لاندې راتلل
د ښکلي موټر، لباس یا نوم له امله به خلک درسره ښې اړیکې ونیسي، مګر دا په دې مانا نه ده چې دوی تا خوښوي هڅه وکړئ داسې کسان ومومې چې ته څنګه یې، همغسې دې خوښ کړي. کله چې ته له خپل ځان سره رښتینی وې، اصلي خلک به ستا خوا ته راشي. هغوکسانو پسې مه ګرځه چې غواړي تا بدل کړي، بلکې له هغو سره وخت تېر کړه چې ته څنګه یې، ستا هماغه بڼه خوښوي. تاته په ځان باور درکوي نه بې باوري، فشار او خفګان.
ته باید پوه شې ته چې څنګه یې ډېره/ ډېر ښه، ښکلې/ ښکلی یې.
منفي فکرونه
منفي لیدلوری، یواځې حالت نه خرابوي، بلکې دا هغه وړاندوینه ده چې که د بدو تمه لري بد به درسره کیږي او که د ښه تمه لرې ښه به درسره کیږي. ذهن د باغ په مثال دی، که باغ کې ګلونه وه کړئ، نو ښه ګلونه له وه وینئ. تل باید واقعیت ته وګورئ ډېری وخت حالت دومره بد نه وي.
هره ورځ د یو ښه فکر تمرین وکړه، دا به درسره مرسته وکړي چې ژوند ته مثبت نظر ولرې.
هدف نه لرل
هدف لرل هیله پیدا کوي. که هدف ونه لرې، ژوند یو ډول ناخونده درباندې تېریږي. هدف درته لاره درښيي، جهت درکوي او دلیل درکوي چې ولې سهار له خوبه پاڅې. دا هدف ممکن کوچنی وي، لکه هره ورځ کتاب لوستل، یا ستر وي، لکه یوه پروژه پای ته رسول. خو هر ډول چې وي، هدف درته خوښي او معنا بښي.
وېرې ته نه تسلیمېدل
وېره د تصور محصول دی، نه حقیقت. خوشحاله خلک دا درک کوي چې وېره باید ماته شي. که ته وېره ومنې، وده نه شې کولای. د وېرې مقابله دا احساس درکوي چې ته ژوندی یې، فعال یې او خپلواکه یې. له خطرونو نه وېره مه کوه، له هغه ژوند نه وېره وکړه چې هېڅ احساس پکې نه وي.
له حال څخه تېښته
تېر او راتلونکی، دواړه فکر وکړه مانا نه لري. نه پښېماني تېر بدلولی شي، نه اندېښنه راتلونکی. خو اوس هماغه یوازینی وخت دی چې ته پکې ژوند کولای شې. هر ځل چې ته له حال نه تېښته کوې، له خپل ژوند نه تېښته کوې. د اوسني وخت قدر وکړه، ځکه چې ته په همدې حال کې خوښ او بریالی کیدلی شې.
منم چې د بدو عادتونو پرېښودل او د نویو عادتونو تمرین به لږ سخت وي، مګر ناممکنه نه دي. که له بدو عادتونو سره خدای پاماني وکړئ، د خوښۍ دروازې به ستاسو پر مخ پرانیستل شي.

بادام د روغتیا لپاره ډېر ګټور دي. په یوې نوې طبي څېړنه کې چې په «کرنټ ډیولپمنټس ان نیوټریشن» مجله کې خپره شوې ښیي، چې د بادامو خوړلو سره نه یوازې د وجود وزن کمېږي، بلکې د وینې کولېسټرول او د وینې فشار هم راټیټېږي.
په دې څېړنه کې له پخوا څخه د ګڼو علمي څېړنو پایلې تحلیل شوې دي.
پایلو وښودله، چې د ورځې ۵۰ګرامه بادام خوړل کولای شي وزن ورو ورو کم کړي.
همدارنګه، دا وچه مېوه د«ال ډي ال» یا بد کولېسټرول سطحه هم راکموي.
د دې لپاره باید هره ورځ ۵۰ګرامه بادام تر ۱۰اونیو پورې وخوړل شي، چې له امله یې د کولېسټرول سطحه تر ۵سلنه پورې راټیټېدای شي او د زړه مزمنو ناروغیو خطر هم کمېږي.
څېړونکو ویلي، بادامو کې داسې ډېر مرکبات شته چې کولېسټرول راکموي، لکه فایبر، صحي غوړ او نور مفید عناصر.
په څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې د هرې ورځې بادام خوړل د وینې شکر هم راکموي، په ځانګړي ډول هغو کسانو کې چې د شکر کچه یې لوړه وي، خو لا تر اوسه پر دویم ډول شکر (ډیابېټس ټایپ ۲) نه وي اخته شوي.
څېړونکي وایي: «مونږ وموندله چې د هر خوراک نه ۳۰دقیقې مخکې ۲۰ګرامه بادام خوړل وزن کموي، د خېټې او ملا اندازه راکموي، او د انسولین مقاومت هم کموي.»
هغوی زیاتوي، که دا عادت درې میاشتې دوام ومومي، نو د وینې شکر عادي حالت ته راګرځي.
د څېړونکو په وینا، د سهار او ماښام یو څه اندازه بادام خوړل د انسان روغتیا ته ډېرې زیاتې ګټې لري او دا وچه مېوه هېڅ زیان نه لري.

انسټاګرام د ویډیو اېډېټ کولو نوی اپ «اېډېټس» کاروونکو ته وړاندې کړ، چې د ټیکټاک د مشهوره اپ «کپکټ» سیالي وکړي. دا اپ د ۲۰۲۵کال جنورۍ میاشت کې اعلان شو او اوس کاروونکي ترې کار اخیستی شي.
په دغه نوي اپ کې له میټا د نورو اپلیکیشنونو څخه پرمختللي اېډېټنګ وسایل کاروونکو ته برابر کړي او د کامرې کاروونکو ته دا وړتیا ورکوي، چې تر ۱۰دقیقو پورې ویډیو ثبت او په لوړ کیفیت یې انسټاګرام ته اپلوډ کړي.
نور جالب امکانات:
مشهوره اېډېټنګ اېفېکټونه لکه «ګرین سکرین» او د انسټاګرام د موسیقۍ لېست هم پکې شامل دي.
مصنوعي ځیرکتیا (AI) ته هم ځای ورکړل شوی، لکه له یوه انځور څخه ویډیو جوړوي یا هم له ویډیو څخه ځانګړي کسان یا څیزونه بېلوي.
د انسټاګرام مشر اېډم موسېري په جنورۍ کې پر Threads یوه ویډیو خپره کړه، چې پکې یې وویل چې دا یو وړیا ویډیو اېډېټنګ اپ دی، چې ګڼ شمېر وسایل لري.
هغه زیاته کړه،چې اپ کې یوه برخه د الهام اخیستلو لپاره ځانګړی شوی او بل د ابتدايي مفکورو تعقیب لپاره.
د میټا لهخوا په دې اپ کې ځینې هغه ځانګړتیاوې هم شاملې شوي دي، چې مخکې یوازې په انسټاګرام کې وې، څو د Reels جوړونکي حتماً دا اپ وکاروي.
په یوه بلاګ پوسټ کې ویل شوي، «اېډېټس» لومړنی ګام دی او ډېر ژر به نور امکانات هم ور اضافه شي.
د دغه اپ سایز ۱۳۲،۱ ام بي دی.
دغه اپ له «اپل اپ سټور» او »ګوګل پلې سټور» څخه کاروونکي ترلاسه کولی شي.

چین د لومړي ځل لپاره ۱۰ جي براډبینډ انټرنټ خدمات وړاندې کړل. د ۱۰ جي براډبینډ د ډانلوډ سرعت په یوې ثانیه کې ۹،۹۳۴میګا بایټه او د اپلوډ سرعت ۱،۰۰۸ میګا بایټه دی.
د ۱۰جي انټرنټ سرعت دومره زیات دی، چې شاوخوا ۲۰جي بي حجم لرونکې بشپړه فورکې(4K) فلم یوازې په شلو ثانیو کې ډاونلوډ کوي.
د کارپوهانو په وینا، چین کې د ۱۰جي انټرنټ خدماتو وړاند کول د ټېکنالوژۍ په نړۍ کې یو ستر پرمختګ دی، چې له امله به یې نه یوازې د ټېکنالوژۍ برخه، بلکې د روغتیا، تعلیم او کرنې برخې هم لا پیاوړې شي.