ازادۍ جبهه: په فاریاب کې مو دوه طالبان وژلي دي

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوې پوستې د برید پر مهال دوه طالبان وژلي او دوه نور ټپیان شوي. ازادۍ جهبه زیاتوي، چې د برید پر مهال یې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستی دی.