عطا تارړ: د هند د برید ګواښ لاهم پر ځای دی، خو زموږ وسلهوال ځواکونه ورته چمتو دي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ وايي، چې د هند د برید ګواښ لا هم شته؛ خو د دوی وسلهوال ځواکونه د هر ډول اقدام په وړاندې په بشپړه توګه چمتو دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ وايي، چې د هند د برید ګواښ لا هم شته؛ خو د دوی وسلهوال ځواکونه د هر ډول اقدام په وړاندې په بشپړه توګه چمتو دي.
نوموړي له پاکستانۍ رسنۍ جيونيوز سره په مرکه کې ویلي، چې هند په پاکستان، امريکا او کاناډا کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
هغه ادعا کړې، چې ټول هېوادونه د پاکستان د څېړنو د وړانديز ستاينه کوي؛ خو په دې تړاو یې ډېر جزییات نه دي ورکړي.


په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغان پانګهوال میرویس عزیزي ویلي، چې د افغانستان د انرژۍ تولید لپاره پر خپلې کړې ژمنه ولاړ دی او په دې برخه کې د لس میلیارده ډالرو په ارزښت د لس زره میګاواټه برېښنا تولید طرحه بشپړه شوې ده.
نوموړي د (غوایي ۱۰مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه طرحه د بېلابېلو سرچینو لکه د ډبرو سکرو، طبیعي ګازو، باد، لمر او اوبو څخه د برېښنا د تولید اړوند ده.
د هغه په وینا، راتلونکې اونۍ به کابل ته د خپل سفر پر مهال د دغه طرحې د پلي کیدو په تړاو له طالبانو سره هم ناستې وکړي او همدا راز به خبریالانو ته هم په یوې خبري غونډه کې په دې تړاو لا ډېر جزیات ورکړي.
میرویس عزیزي وايي، د انرژۍ تولید د اقتصادي ودې یو مهم عنصر دی او له هم دې لارې افغانستان د فقر تر څنګ له اقتصادي کړاوه خلاصیدای شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یونسیار ویلي، افغانستان ته راستنېدونکي زرګونه افغان کډوال په هېواد کې له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. هم مهاله د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې افغانستان له سخت بشري ناورین او لوږې سره مخ دی.
د روانې (غوایي میاشتې ۱۱مه) د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راستیندونکي افغانان په افغانستان کې د زده کړو او روزګار له محدودیتونو سره مخ دي.
یونسیار همدا راز خبر ورکړی، چې له بېرته راستنیدونکو سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د بشري حقونو ځینې سازمانونه ویره لري، چې راستني شوي کډوال به هم د لوږې او بې روزګارۍ له سختو څپو سره مخ شي.

هغه افغان کډوال چې له پاکستاني وګړو سره یې ودونه کړي او کلونه یې هلته ژوند کړی اوس د اېستل کیدو له جدي ګواښ سره مخ دي. د نیویارک ټاېمز د راپور له مخې دغې چارې د کورنیو ترمنځ د بېلتون اندېښنې ډېرې کړي دي.
د یادې ورځپاڼې راپور کې راغلي، په کراچۍ، پېښور، کویټه او نورو ښارونو کې افغان کډوال له سختې ویرې سره مخ دي چې ګوندې پولیس به یې د کورونو درواې ور وټکوي.
په دې ډله کې هغه افغانان هم شامل دي، چې د یاد هېواد له وګړو سره یې ودونه کړي دي. ځینو افغانانو مېرمنو له پاکستاني سړیو او پاکستاني مېرمنو بیا له افغان نارینه وو سره ودونه کړي، چې هغوی هم د اېستل کیدو له ځورونکي حالت سره مخ دي.
د شېرزاد په نوم یوه افغان له ۱۹۹۲ کال راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي. هغه د فاطمې په نوم له یوې پاکستانۍ مېرمنې سره واده کړی او ترې اولادونه هم لري. فاطمه وایي: «موږ یوازې په دوعا ژوندي یو. که مې مېړه بوځي، زه او ماشومان به مې څه کوو؟»
په دغو اېستل کیدونکو کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي، چې اولادونه یې په پاکستان کې زېږیدلي دي.
د بشري حقونو فعالانو په وینا، له افغان کډوالو سره کیدونکی چلند یو ناورین دی او باید له دوی سره د قانون په رڼا کې نرم چلند وشي.
د نیو یارک ټاېمز په راپور کې راغلي، چې په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د افغان او پاکستاني وګړو ترمنځ ودونه خورا عام دي، خو دغه ودونه د قبایلي دودونو پر بنسټ پرته له رسمي اسنادو ترسره شوي دي.
له همدې کبله افغانانو ته د تابعیت یا دایمي استوګنې اخیستل هم خورا ستونزمن کړي ډي.
د پاکستان د نفوسو ثبت اداره (نادرا) وایي، بهرني مېړه یا ښځه کولای شي د (Pakistan Origin Card) یا POC په نوم کارت واخلي، چې پر بنسټ به یې په پاکستان کې د اوږدمهاله استوګنې او شتمنۍ اخیستو اجازه ولري، خو ډېری افغانان نه دي توانېدلي چې دا کارت تر لاسه کړي.
د مکرم شاه نومي افغان کډوال چې له یوې پاکستانۍ ښځې سره یې واده کړی و، د کویټې ښار یوې سیمه کې نیول شوی او پرته له محکمې پولیسو چمن ته استولی دی.
د هغه مېرمن پلوشې ویلي: «موږ ته د خدای پامانۍ فرصت هم نه دی راکړل شوی. اوس مې ماشومان هره شپه راباندې غږ کوي چې پلار یې چیرته دی؟»
د نیویارک ټاېمز د راپور پر بنسټ د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر پر طالبانو د سیاسي فشار یوه هڅه ده.
پاکستان تور لګوي، چې پاکستاني طالبانو ته د افغانستان په خاوره کې پناه ځایونه ورکړل شوي او له هماغه ځایه په دغه هېواد کې جګړې پلانوي.
پر کابل واکمنو طالبانو بیا د اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.
همداراز هغه افغانان چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، یعنې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته راغلي او غواړي لوېدیځو هېوادونو ته لاړ شي، له لا ډېرې بې برخلیکۍ سره مخ شوي دي.
راپور وایي، یو شمېر داسې کسان چې تمه یې درلوده امریکا یا اروپا ته ولاړ شي، اوس د اېستل کیدو له ګواښ سره مخ دي.
د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د افغان کډوالو د اېستل کیدو دویم پړاو پېل کړی او په دې لړۍ کې د «ای سي سي» کارت لرونکو تر څنګ بې اسناده افغان کډوال هم اېستل کېږي.
لا تر اوسه د یوې میاشتې په تیریدو سره پاکستان له ۱۲۰زرو څخه ډېر افغانان له خپل هېواده اېستلي دي.
همدا راز پاکستان خبرداری ورکړی، چې د جون میاشتې تر وروستۍ نېټې وروسته به د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوال هم له خپل هېواده وباسي.

د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوې وسلهالې ډلې تر خونړي برید او د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ د ناندرۍ تر ډېرېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف وروسته له اېس جې شنکر سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس جې شنکر سره په ټلیفوني خبرو کې له دغه هېواده وغوښتل، چې له پاکستان سره په ګډې همکارۍ دې د تاوتریخوالي د کمولو هڅې وکړي او په سوېلي اسیا کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره ګامونه واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټېمي بروس په یوې اعلامیه کې ویلي، چې روبیو له هند سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د امریکا ژمنتیا بیا تایید کړه او همدارنګه یې د پهلګام د وروستي برید له امله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.
تر دې مخکې شهباز شریف له روبیو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې پاکستان د ترهګرۍ هر ډول بڼه غندي او یادونه یې وکړه، چې هېواد یې د نړۍوالې ترهګرۍ ضد جګړه کې له ۹۰زرو زیات خلک قرباني کړي او شاوخوا ۱۵۲ مېلیارد ډالره اقتصادي زیان یې زغملی دی.
شریف د هند له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدونکی چلند "د اندېښنې وړ او خواشینوونکی" وباله او ویې ویل، هند هڅه کوي چې د نړۍوالو پام د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د اقداماتو څخه منحرفه کړي.
شهباز شریف د پهلګام پېښه کې د پاکستان د تورنولو هڅه په کلکو ټکو رد کړه او د یو خپلواک او بېطرفه تحقیق غوښتنه یې وکړه.
نوموړي له روبیو وغوښتل، چې پر هند فشار راوړي تر څو له پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي او سیمه ییزې سولې ته ژمنتیا وښيي.
مارکو روبیو له شهباز شریف څخه هم غوښتي، چې د سوېلي اسیا د سولې لپاره پاکستان او هند باید ګډ کار ته دوام ورکړي.

د اسوشیټېډپرېس د راپور له مخې، اوکراین او د امریکا متحدهایالاتو په واشنګټن کې اقتصادي تړون لاسلیک کړ.
دا تړون د چهارشنبې په ورځ داسې مهال لاسلیک کېږي، چې ډونالډ ټرمپ په وروستیو اوونیو کې له اوکراین نه د امریکا د پوځي او اقتصادي مرستو په بدل کې د غرامت غوښتنه کړې ده.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وايي، چې دا تړون به له اوکراین سره د اقتصادي پروژو د پانګونې او اقتصادي بیارغونې په ګړنديکېدو کې مرسته وکړي.
د اوکراین د اقتصاد وزیرې یولیا سویریدینکو هم منلې، چې دغه تړون له متحدهایالاتو سره د ګډ صندوق د جوړېدو په موخه لاسلیک شوی دی.