هندي رسنۍ: له پهلګام پېښې وروسته هند طالبان په خپل طرف کړي او پاکستان یې څنډې ته کړی

د هندي رسنۍ انډیا ټوډې د خپرې شوې مقالې له مخې؛ په داسې حال کې چې پاکستان په ډیپلوماټیک او پوځي توګه د ځان ساتلو هڅه کوي، هند په خاموشۍ سره کابل ته رسېدلی. په مقاله کې راغلي، له دغه «تاکتیکي اقدام سره هند پاکستان نور هم په ګونډو کړی.»