طالبان: د کابل ـ جلال اباد لویه لاره د غر ښویېدو له امله بیا تړل شوې
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د کابل ـ جلال اباد لاره تېر مازدیګر ناوخت د غر ښویېدو له امله تړل شوې او د اوس لپاره تګ راتګ ته بله فرعي لاره پرانیستل شوې. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس له خلکو غوښتي، چې د لارې تر پرانیستلو دې په دغې لارې مزل نه کوي.
هغه وايي، د یاد وزارت د ژغورنې ډله لګیا ده، چې دغه لاره له لویو کمرونو او خاورو بیرته پاکه کړي او د ټرافیک لپاره یې پرانیزي.