• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني امنیتي چارواکي: سویلي وزیرستان کې ۵ پاکستاني طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

د پاکستاني امنیتي چارواکو په وینا، د خېبر پښتونخوا دسویليوزیرستان د شین ورسک سیمهکې د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په نښته کې۵وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳نور ټپیان شوي دي.

دغه چارواکي زیاتوي، چې په نښته کېیو پاکستانی عسکرهم ټپي شوی دی. دوی وایي،طالبان د یوه کوردننه پټ شوي وو او د عملیاتو پر مهال هیلیکوپټر چورلکې هم استعمال شوې.

د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونه د هغو ټپي شوو وسله‌والو د نیولو هڅه کوي چې وروسته له ټپي کېدو نږدې ودانیو ته یې پناه وړې ده. ځایي سرچینې د پراخو چاودنو او درنو ډزو راپور ورکړی.

بل خوا، پاکستاني طالبان بیا وایي، درې پاکستاني سرتېري یې وژلي او یو ټپي دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

هند ۱۵۰ افغان لاریو ته د واګا بندر له لارې د تګ اجازه نه ده ورکړې

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۸ GMT+۱

که څه هم پاکستان ۱۵۰ افغان سوداګریزو لاریو ته د واګا بندر له لارې هند ته د تګ اجازه ورکړې، خو د هند حکومت لا هم دغو لاریوته د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۱مه، اعلان وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت په غوښتنه یې ۱۵۰ افغان سوداګریزو لاریو ته د ټرانزیټ اجازه ور کړې، چې غواړي هند ته لاړ شي او دا یې د دوستانه اړیکو نښه بللې.

د راپورونو پر اساس، هندي چارواکو تر اوسه دا لاره نه ده پرانیستې، چې له امله یې افغان سوداګر اندېښمن شوي او د دوی توکي زیانمن شوي دي.پاکستان ویلي، چې د طالبانو سفارت د اپرېل پر ۲۸مه له دوی نه د یوه رسمي لیک له لارې دا غوښتنه کړې وه.

د واګا بندر تړل کېدل د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د وروستیو بریدونو له امله پیل شول او له هغه راهیسې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریز تګ راتګ اغېزمن شوی دی.

د هندي لوري له خوا د لاریو نه منل د افغان سوداګرو لپاره یو بل خنډ ګڼل کېږي، چې د سیمې د سوداګرۍ پر بهیر ناوړه اغېز لري.

ټي ټي پي وایي، په تېره میاشت کې یې تر سلو ډېر پاکستاني پوځیان وژلي‌ دي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۹:۰۴ GMT+۱

د‌ پاکستاني طالبانو تحریک په یوې خبرپانه کې ادعا کړې، چې د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې یې پر پاکستاني ځواکونو «۲۱۳ بریدونه» کړي، چې په پایله کې څه باندې درې سوه نظامیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې وسله والې ډلې د (غوایي ۱۲مه) په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د پاکستان د‌ پوځ په ګډون یې د پوله ساتو ځواکونو او پولیسو «۱۱۵تنه افسران په بېلابېلو بریدونو کې وژلي دي.

همدا راز یې د «۱۸۹» نور د ټپي کیدو دعوه هم کړې ده.

د ټي ټي پي د معلوماتو له مخې تېره میاشت یې د «الخندق» په دغو عملیاتو کې د وسله والو بریدونو ترڅنګ لېزري بریدونه او هدفي وژنې هم ترسره کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو بریدونو ډېره برخه په شمالي او سوېلي وزیرستان کې ترسره شوي دي.

یادې وسله والې ډلې همدا راز ویلي، چې د بریدونو پر مهال د پاکستان پوځي وسایط، ودانیو، یوې ډرون الوتکې او یو شمېر نورې برخې هم تخریب کړي دي.

د‌ پاکستان پوځ او حکومت لا تر اوسه پورې د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

ټي ټي پي داسې مهال دغه ادعاوې کوي‌، چې د پښتونخوا په ګډون په بلوچستان کې هم نا امنۍ ورځ تر بلې پراخیدونکې دي.

همدا نن د جمعې ورځ د (غوایي ۱۲مه) د سویلي وزیرستان په واڼه سیمه کې زرګونه ځايي اوسیدونکو او بېلابېلو ګوندونو په پښتونخوا کې د امنیت د ټینګښت په تړاو لاریون کړی. لاریونوال نیوکه کوي، چې د‌ پاکستان پوځ په لوی لاس د دوی په سیمو کې د جګړې اور بل ساتلی او هره ورځ د دغه سیمې اوسیدونکي د تاوتریخوالي شاهدان دي.

پاکستان بیا پر کابل واکمنو طالبانو ته ګوته نېسي، چې ګوندې هغوی تر خپل واک لاندې خاوره کې د پاکستاني طالبانو په ګدون بلوڅ بېلتون پالو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په دغه هېواده کې ترهګریز بریدونه پلانوي.

طالبان نه یوازې د پاکستان دغه ادعاوې بې بنسټه ګڼي، بلکې ترې غواړي چې دوی ته د ګوته نیولو پر ځای دې پر خپلو ناکامیو فکر وکړي.

هم مهاله ملګرو ملتونو هم اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې اوس د القاعده په ګډون بېلابېلو ترهګرو ډلو خوندي پناه ځایونه ترلاسه کړي او د پاکستاني طالبانو تحریک هم د سیمې په یوې خطرناکې وسله والې ډلې بدله شوې ده.

پر غزې د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۸:۴۰ GMT+۱

روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي، چې په غزه باندې د اسراییل په تازه بریدونو کې لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي. سرچینو دا هم ویلي، چې د جمعې په سهار د بریدونو له امله د نورو وژنو راپور ورکړل شوی خو کره شمېرې نه دي په ډاګه شوې.

د الجزیرې د معلوماتو له مخې له دوو میاشتو ډیره ورځې وشوې، چې د اسراییل له‌خوا پر غزې ټولې لارې تړل شوې او هیڅ ډول بشري مرستو ته اجازه نه ورکول کیږي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل او حماس د جګړې له پیله تر اوسه پورې په غزه کې لږترلږه ۵۲،۴۱۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۸،۰۹۱ ټپیان شوي دي.

د غزې حکومت د رسنیو دفتر د وژل شویو شمېر له ۶۱،۷۰۰ څخه زیات یاد کړی، او ویلي یې دي چې د کنډوالو لاندې زرګونه ورک شوي کسان مړه پاتې دي.

اسلام اباد کې پولیسو په افغان کډوالو پسې بیا کور په کور تلاشئ پیل کړې او ګڼ کسان یې نیولي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۷:۵۸ GMT+۱

یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن سهار د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې پاکستاني پولیسو ګڼ شمیر افغان کډوال نیولي. دا هغه کسان و، چې تازه یې د ویزو موده پوره شوې وه؛ خو د ویزو د تمدیدۍ اسناد یې له ځانه سره لرل.

په هغو ویډیوګانو کې چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، ښکاري، چې پولیسو له افغان کډوالو لوی موټرونه ډک کړي او د پولیس مرکز ته یې لېږدوي.

د اسلام اباد په بي ۱۷ښارګوټي کې مېشت افغانان وایي، چې نن سهار یې بیا د پولیسو په تالاشۍ پیل کړل او پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼې کورنۍ ونیولې.

د دغه کډوالو په وینا، پولیسو یې دروازې په زوره وروهلې، چې ان ماشومان یې وېرولي دي.

مولانا فصل الرحمان: طالبان د هندوستان ضد او د پاکستان ملاتړې ډله ده

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۷:۵۵ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانان فضل الرحمان ویلي، چې له ظاهر شاه څخه نیولې تر اشرف غني پورې د افغانستان ټول حکومتونه د هند ضد و،‌ خو طالبان بیا برعکس د پاکستان ملګري دي.

هغه دغه څرګندونې د (غوایي ۱۱مه) په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته کړي دي او ټینګار یې کړی چې اسلام اباد باید له طالبانو سره خپلې سفارتي اړیکې پراخې کړي.

هغه ویلي، چې د پاکستان اوسني حکومت له لوري طالبان په لوی لاس دې ته مجبوره کېږي، څو ترې واټن واخلي او نورو هېوادونو سره خبرې وکړي.

هغه وویل: «سرحدونه بند دي. زرګونه موټرې هلته ولاړې دي او زرګونه دلته ولاړې دي. د عامو وګړو مالونه تباه کېږي.»

د نوموړي په وینا، له طالبانو سره د اړیکو ترینګلتیا د پاکستان د ناسمو تګلارو زېږنده ده. مولانا فضل الرحمان همدا راز زیاته کړې چې د افغانستان په ګډون د هند او نورو هېوادونو اقتصادي وضعیت مخ په کیدو دی،‌ خو د پاکستان بیا ورځ تر بلې په ځوړ روان دی.

هغه همدا راز خبرداری ورکړی، که پاکستان له هندوستان سره ښکېل کېږي، نو د دغه هېواد ټول وګړي به د پوځ تر شاه ودرېږي او که له افغانستان سره ښکېل شي،‌ نو هېڅوک به یې ملاتړ ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه: «د هند خلاف ټول پاکستانیان مجاهدین دي. مګر د افغانستان خلاف څوک نه ودرېږي. لږ فکر وکړئ او دا خبره تجزیه کړئ.»

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر چې د‌ طالبانو خواخوږی دی، په وار وار یې په کابل د دغه واکمنۍ ډلې په ملاتړ څرګندونې کړي دي.

هغه د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې افغانستان ته سفر هم کړی و او له طالبانو سره یې د پاکستان د اړیکو په ښه کیدو خبرې کړې وې.

مولانا فضل الرحمان په تېرو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو او د افغانستان د پخوانیو جمهوري نظام په خلاف د طالبانو جګړه «جهاد» بللو. هغه دا هم ویلي وو چې په پاکستان کې جمهوریت غواړي، خو په افغانستان کې یې بیا د ولسواکۍ مخالفت کاوه.