• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د چارو ادارې مشر: طالبان د بې‌وزلو خلکو د اړتیاوو پوره کولو مسوولیت لري

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د چارو ادارې مشر نورالحق انور وایي، طالبان د بې‌وزلو خلکو د اړتیاوو پوره کولو مسوولیت لري. هغه زیاته کړې، چې دې هدف ته د رسېدو لپاره باید پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو د بې‌وزلو اړتیاوې د اغېزمنې پانګونې له لارې پوره شي.

د طالبانو د چارو ادارې د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د یادې ادارې په تالار کې د چارو ادارې رییس نورالحق انور د غونډې د پیل په وینا کې د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو پر اهمیت خبرې وکړې.

نورالحق انور وویل: «ملا هبت‌الله په دې برخه کې واضح لارښوونې کړي، او ځینو اړوندو څانګو ته یې دنده سپارلې چې په دې برخه کې بنسټیز ګامونه پورته کړي.»

په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د پانګونې د اسانتیاوو د رییس په مشرۍ، او د مالیې، ملي اقتصاد او زیربناوو د اړوندو څانګو د متخصصینو په ګډون، یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي. دغه کمېټه به د چارو ادارې د عمومي ریاست د اداري پروسو د ساده کولو لپاره د پانګونې د اسانتیاوو په برخه کې مشخصې حل‌لارې وړاندې کړي.

همداراز، په دغه غونډه کې د طالبانو د چارو ادارې اړوند وسایطو، د عوایدو د راټولولو او د تاریخي سیمو د ترمیم، ساتنې او پالنې د چارو د ریاست تر مدیریت لاندې د ساتنې څرنګوالي په اړه هم لازم تصمیمونه ونیول شول.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د طالبانو مشر ملاهبت الله په کندهار کې د کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې ویلي و، چې فقر د الهي تقدیر یوه برخه ده او غریبان باید د خپل وضعیت په اړه شکایت ونه کړي.

د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو پر بنست په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بې وزلو شمېر دوه چنده شوی او ۳۴ میلیون ته رسېدلی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په سرپل ولایت کې یو کس د «غلا» په تور په دُرو وواهه

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۰۳ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، دغې ډلې په سرپل ولایت کې یو کس د «غلا» په تور په ۳۹ دُرو وهلی دی.

د دغې ډلې سترې محکمې د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سرپل ولایت د محکمې د پرېکړې له مخې یو کس د «غلا» په تور په عام محضر کې په ۳۹ دُرو وهل شوی او په یو کال تنفیذي بند محکوم شوی دی.

طالبانو د یاد کس هویت نه‌دی افشا کړی، خو ویلي یې دي چې د سزا د نندارې لپاره، د یو شمېر دولتي ادارو د مسوولینو ترڅنګ، عام خلک هم ور بلل شوي وو.

یاده دې وي، چې افغانستان انترنشنل ـ پښتو موندني ښيي، چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۲۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

ملا عبدالغني برادر به د یو پلاوي په مشرۍ د روسیې کازان ښار ته سفر وکړي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغه حکومت تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر به د یو پلاوي په مشرۍ د روسیې کازان ښار ته د کازان «اقتصادي فورم» کې د ګډون په موخه سفر وکړي.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې په دې سفر کې به د ملا برادر په کډون یو شمیر وزارتونو وزیران هم د نوموړي ملتیا کوي.

فطرت ویلي، چې په دې پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیران، او همداراز د کرنې، مالدارۍ او بهرنیو چارو وزارتونو استازي شامل دي، چې ټاکل شوې د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

د نوموړي په وینا، د یاد فورم ترڅنګ به دا پلاوی له روسي چارواکو سره هم جلا جلا ناستې ولري او د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه به هم خبرې وکړي.

کازان اقتصادي فورم به د می میاشتې له ۱۴مې نېټې تر ۱۶مې دوام ولري او په دې نړۍواله غونډه کې د ۷۸ هېوادونو شاوخوا ۲۰ زره استازي برخه اخلي.

د می پر ۱۵مه به د فورم رسمي پرانیسته ترسره شي، چې پکې د روسیې مرستیال لومړی وزیر الکسي اوورچوک به د روسیې ـ افغانستان د سوداګرۍ ځانګړي فورم مشري هم وکړي.

دغه راز د می پر ۱۶مه عمومي غونډه کې به د «ډیجیټل تحول» موضوع تر بحث لاندې ونیول شي او همداراز د «ستراتېژیک لید ډلې» ناسته به د «روسیه - اسلامي نړۍ» تر سرلیک لاندې مهم بحثونه ولري.

د نورو فرهنګي پروګرامونو ترڅنګ معتدل یا «د حیا» پر بنسټ فېشن نندارتون هم په دغه فورم کې ښودل کیږي.

بل‌خوا، د روسیې له‌خوا د طالبانو پر فعالیتونو د شاوخوا ۲۰ کلن بندیز لرې کول، د منځنۍ اسیا هېوادونو او مسکو لپاره له دې ډلې سره د اړیکو تودولو دروازې پرانیستې دي.

طالبان: رسنۍ دې اسلامي اصول او شرعي لارښوونې په پام کې ونیسي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۲:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې رسنۍ دې په خپلو خپرونو او فعالیتونو کې «اسلامي اصول او شرعي لارښوونې» رعایت کړي.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېر یو کال کې یې د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د اسلامي ارزښتونو د دودولو، دیني اصولو د پلي کولو او له رسنیو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه ۱۰۶۲ ناستې ترسره کړې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت زیاتوي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې د رسنیو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او له رسنیو یې غوښتي چې د مثبتو پیغامونو په خپرولو او د اسلامي ارزښتونو په دودولو کې له دې وزارت سره همکاري وکړي.

همدا راز په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د “اسلامي" اصولو په چوکاټ کې د رسنیو بشپړ ملاتړ کوي او له رسنیو څخه یې غوښتي، چې په خپلو چارو کې “اسلامي” اصول او “شرعي” لارښوونې په پام کې ونیسي.

یاد وزارت په داسې حال کې له رسنیو سره د همکارۍ او همغږۍ ادعا کوي، چې د همدې وزارت له لوري لګول شویو سختو محدودیتونو له امله په افغانستان کې ګڼې رسنۍ تړل شوې، د ښځو د غږ خپرولو مخه نیول شوې او نږدې لس تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بندي دي.

که څه هم د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په وار- وار له طالبانو د دغو بندیزونو او محدودیتونو د لرې‌کېدو غوښتنه کړې، خو دا ډله رسنیو ته د دوښمن په سترګه ګوري او د یادو بنسټونو غوښتنې یې له پامه غورځولي دي.

بل خوا، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړۍوالۍ ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو د دغو بندیانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

هغه وویل، خبریالان په افغانستان کې له سخت سانسور، ګواښونو او بې‌اساسه نیونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې چې لا ډېر محدودیتونه زغمي.
بېنېټ له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان رسنیو او خبریالانو، په ځانګړې توګه له هغو چې له هېواده بهر دي، پراخ ملاتړ وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د مطبوعاتو ازادي د حقیقت، عدالت او سولې بنسټ دی.

طالبانو په غزني کې د ښځو د وېښتانو د پېرلو په تور ۱۴ کسان ونیول

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۱:۲۳ GMT+۱

په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د ښځو د وېښتانو د پېرلو په تور یې ۱۴ کسان نیولي دي. دغه قوماندانۍ زیاتوي،چې د ښځو د وېښتانو د پېرلو په جرم نیول شوي کسان د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکي دي او د اوږدې مودې راهیسې یې همدا کاروبار درلود.

طالبانو د ښځو د ویښتانو په جرم نیول شویو کسانو انځور هم خپور کړی او ښکاري چې په نیول شویو کسانو کې یو شمېر یې کم عمره ماشومان دي.

طالبانو ویلي، چې نیول شوي کسان یې د څېړنو په موخه د غزني امنیه قوناندانۍ د جنايي پېښو په وړاندې د مبارزې څانګې ته سپارلي دي.

طالبانو د ښځو د وېښتانو پېر، پلور او قاچاق باندې بندیز لګولی دی.

د راپورونو له مخې، له افغانستان څخه راټولېدونکي وېښته پاکستان ته په قاچاقي توګه لېږدول کېږي او له هغه ځایه بیا نورو هېوادونو ته صادرېږي. چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د انسانانو وېښته ورته له پاکستان څخه قاچاق کېږي او تر پروسس وروسته یې د مصنوعي ویښتانو، ویښتینو خولیو او ویښت پوښونو په جوړولو کې کاروي.

طالبان: تېر کال د ۶۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه صادره شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، چې تېر کال یې پاکستان، هند، ازبکستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته د ۶۴۳ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه او وچه مېوه صادره کړې ده.

دغه معاونیت ویلي، چې د تازه او وچې مېوې په صادراتو کې بادام، چهارمغز، جلغوزي، الوبخارا، انځر، کشمش، زردالو، انار، انګور او مڼه شامل و.

هممهاله د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بنا وايي، تېرکال له کندهار څخه د ۳۱۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۳۹ زره او ۳۱۷ ټنه وچه او تازه مېوه صادر شوې ده.

نوموړی وايي، په یادو صادراتو کې ۷۲ زره او ۹۳۱ ټنه وچه مېوه د څه د پاسه ۲۷۹ مېلیونو ډالرو په ارزښت هند، پاکستان، چین، کاناډا، امریکا، متحده عربي اماراتو، جرمني، سویډن، ترکیې او ایران ته صادره شوې ده او د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۶،۳۸۶ ټنه تازه مېوه هند او پاکستان ته صادره شوې ده.

ښاغلی بنا وايي، تېرو کلونو کې له کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د وچې او تازه مېوې صادارت تر ډېره پاکستان ته کېدل خو تېر کال په پاکستان کې د افغان صادراتو په وړاندې د مالیاتو لوړیدو له امله اوس پاکستان ته د وچې او تازه مېوې صادرات کم شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي، د کندهار وچه مېوه تر ډېره حده هند ته صادریږي خو د هند او پاکستان ترمنځ د روانو ناندریو له امله له هند سره هم سوداګرې کمه شوي ده. تازه د هند سوداګرۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې له پاکستان څخه یې په هر ډول ازادو او ټرانزیټي وارداتو بندیز لګولی دی.