
د طالبانو د حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغه حکومت تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر به د یو پلاوي په مشرۍ د روسیې کازان ښار ته د کازان «اقتصادي فورم» کې د ګډون په موخه سفر وکړي.
د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې په دې سفر کې به د ملا برادر په کډون یو شمیر وزارتونو وزیران هم د نوموړي ملتیا کوي.
فطرت ویلي، چې په دې پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیران، او همداراز د کرنې، مالدارۍ او بهرنیو چارو وزارتونو استازي شامل دي، چې ټاکل شوې د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.
د نوموړي په وینا، د یاد فورم ترڅنګ به دا پلاوی له روسي چارواکو سره هم جلا جلا ناستې ولري او د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه به هم خبرې وکړي.
کازان اقتصادي فورم به د می میاشتې له ۱۴مې نېټې تر ۱۶مې دوام ولري او په دې نړۍواله غونډه کې د ۷۸ هېوادونو شاوخوا ۲۰ زره استازي برخه اخلي.
د می پر ۱۵مه به د فورم رسمي پرانیسته ترسره شي، چې پکې د روسیې مرستیال لومړی وزیر الکسي اوورچوک به د روسیې ـ افغانستان د سوداګرۍ ځانګړي فورم مشري هم وکړي.
دغه راز د می پر ۱۶مه عمومي غونډه کې به د «ډیجیټل تحول» موضوع تر بحث لاندې ونیول شي او همداراز د «ستراتېژیک لید ډلې» ناسته به د «روسیه - اسلامي نړۍ» تر سرلیک لاندې مهم بحثونه ولري.
د نورو فرهنګي پروګرامونو ترڅنګ معتدل یا «د حیا» پر بنسټ فېشن نندارتون هم په دغه فورم کې ښودل کیږي.
بلخوا، د روسیې لهخوا د طالبانو پر فعالیتونو د شاوخوا ۲۰ کلن بندیز لرې کول، د منځنۍ اسیا هېوادونو او مسکو لپاره له دې ډلې سره د اړیکو تودولو دروازې پرانیستې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې رسنۍ دې په خپلو خپرونو او فعالیتونو کې «اسلامي اصول او شرعي لارښوونې» رعایت کړي.
دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېر یو کال کې یې د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د اسلامي ارزښتونو د دودولو، دیني اصولو د پلي کولو او له رسنیو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه ۱۰۶۲ ناستې ترسره کړې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت زیاتوي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې د رسنیو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او له رسنیو یې غوښتي چې د مثبتو پیغامونو په خپرولو او د اسلامي ارزښتونو په دودولو کې له دې وزارت سره همکاري وکړي.
همدا راز په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د “اسلامي" اصولو په چوکاټ کې د رسنیو بشپړ ملاتړ کوي او له رسنیو څخه یې غوښتي، چې په خپلو چارو کې “اسلامي” اصول او “شرعي” لارښوونې په پام کې ونیسي.
یاد وزارت په داسې حال کې له رسنیو سره د همکارۍ او همغږۍ ادعا کوي، چې د همدې وزارت له لوري لګول شویو سختو محدودیتونو له امله په افغانستان کې ګڼې رسنۍ تړل شوې، د ښځو د غږ خپرولو مخه نیول شوې او نږدې لس تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بندي دي.
که څه هم د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په وار- وار له طالبانو د دغو بندیزونو او محدودیتونو د لرېکېدو غوښتنه کړې، خو دا ډله رسنیو ته د دوښمن په سترګه ګوري او د یادو بنسټونو غوښتنې یې له پامه غورځولي دي.
بل خوا، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړۍوالۍ ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو د دغو بندیانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
هغه وویل، خبریالان په افغانستان کې له سخت سانسور، ګواښونو او بېاساسه نیونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې چې لا ډېر محدودیتونه زغمي.
بېنېټ له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان رسنیو او خبریالانو، په ځانګړې توګه له هغو چې له هېواده بهر دي، پراخ ملاتړ وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د مطبوعاتو ازادي د حقیقت، عدالت او سولې بنسټ دی.
په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د ښځو د وېښتانو د پېرلو په تور یې ۱۴ کسان نیولي دي. دغه قوماندانۍ زیاتوي،چې د ښځو د وېښتانو د پېرلو په جرم نیول شوي کسان د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکي دي او د اوږدې مودې راهیسې یې همدا کاروبار درلود.
طالبانو د ښځو د ویښتانو په جرم نیول شویو کسانو انځور هم خپور کړی او ښکاري چې په نیول شویو کسانو کې یو شمېر یې کم عمره ماشومان دي.
طالبانو ویلي، چې نیول شوي کسان یې د څېړنو په موخه د غزني امنیه قوناندانۍ د جنايي پېښو په وړاندې د مبارزې څانګې ته سپارلي دي.
طالبانو د ښځو د وېښتانو پېر، پلور او قاچاق باندې بندیز لګولی دی.
د راپورونو له مخې، له افغانستان څخه راټولېدونکي وېښته پاکستان ته په قاچاقي توګه لېږدول کېږي او له هغه ځایه بیا نورو هېوادونو ته صادرېږي. چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د انسانانو وېښته ورته له پاکستان څخه قاچاق کېږي او تر پروسس وروسته یې د مصنوعي ویښتانو، ویښتینو خولیو او ویښت پوښونو په جوړولو کې کاروي.
د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، چې تېر کال یې پاکستان، هند، ازبکستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته د ۶۴۳ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه او وچه مېوه صادره کړې ده.
دغه معاونیت ویلي، چې د تازه او وچې مېوې په صادراتو کې بادام، چهارمغز، جلغوزي، الوبخارا، انځر، کشمش، زردالو، انار، انګور او مڼه شامل و.
هممهاله د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بنا وايي، تېرکال له کندهار څخه د ۳۱۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۳۹ زره او ۳۱۷ ټنه وچه او تازه مېوه صادر شوې ده.
نوموړی وايي، په یادو صادراتو کې ۷۲ زره او ۹۳۱ ټنه وچه مېوه د څه د پاسه ۲۷۹ مېلیونو ډالرو په ارزښت هند، پاکستان، چین، کاناډا، امریکا، متحده عربي اماراتو، جرمني، سویډن، ترکیې او ایران ته صادره شوې ده او د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۶،۳۸۶ ټنه تازه مېوه هند او پاکستان ته صادره شوې ده.
ښاغلی بنا وايي، تېرو کلونو کې له کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د وچې او تازه مېوې صادارت تر ډېره پاکستان ته کېدل خو تېر کال په پاکستان کې د افغان صادراتو په وړاندې د مالیاتو لوړیدو له امله اوس پاکستان ته د وچې او تازه مېوې صادرات کم شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي، د کندهار وچه مېوه تر ډېره حده هند ته صادریږي خو د هند او پاکستان ترمنځ د روانو ناندریو له امله له هند سره هم سوداګرې کمه شوي ده. تازه د هند سوداګرۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې له پاکستان څخه یې په هر ډول ازادو او ټرانزیټي وارداتو بندیز لګولی دی.
پکتیکا کې یو پخوانی نظامي مایدین، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې مخ پټو طالبانو څو ځله د هغه کور تلاشي کړی او د کورنۍ غړي یې شکنجه کړي دي. هغه زیاتوي، طالبانو د وسلو د لټون په پلمه د کور د انګړ ځینې برخې هم کیندلي دي.
د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ پخواني سیمهییز د پولیسو افسر مایدین، د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو څو ځله د وسلو د لټون په پلمه د هغه کور تلاشي کړی دی.
مایدین وویل: «طالبانو مې سپینږیری پلار او وروڼه نیولي، د اونو پسې یې تړلي وو او ماشومان او مېرمنې یې د وسلو په نوم ډارولي دي.»

دغه پخوانی نظامي وایي، څو ځل یې د یحیی خېلو ولسوالۍ ادارې ته د ځایي طالبانو پر ضد عریضې کړې دي او غوښتنه یې کړې چې دغه طالبان دې له داسې کړنو ډډه وکړي، خو وایي هېڅ یوې عریضې ته پاملرنه نه ده شوې.
مایدین، چې دا مهال له هېواده بهر ژوند کوي، زیاتوي: «سره له دې چې طالبانو د عمومي بښنې اعلان کړی، بیا هم پخواني نظامیان د بېلابېلو پلمو او فشارونو لاندې نیسي او د پخوانۍ دندې له امله یې ځوروي.»

دغه پخواني نظامي هغه انځورونه هم افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي، چې یو شمېر مخ پټي طالبان چې ځیني یې په نظامي جامو کې هم دي د مایدین د کور په انګړ کې ګرځي.
په انځورونو کې ښکاري چې دوی هڅه کړې چې وسلې ومومي.
هغه له طالبانو غوښتنه کوي چې په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د خپلو کسانو خپلسرې کړنو مخه ونیسي.
سره له دې چې د طالبانو مشر ملا هبتالله د واکمنېدو په لومړیو کې د پخواني نظام ټولو مخالفانو ته د عمومي بښنې اعلان وکړ، خو له هغه را وروسته وخت ناوخت د مخکیني حکومت پخواني سرتېري، امنیتي کارکوونکي او چارواکي یا په مرموز ډول وژل شوي، یا د طالبانو له لوري نیول شوي، شکنجه شوي او حتا وژل شوي دي.
د مئ ۳مه په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ ورځ ده، چې هر کال د ملګرو ملتونو لهخوا نمانځل کېږي. دا ورځ په ۱۹۹۳م کال کې د یونسکو د عمومي کنفرانس د یوې پرېکړې په ترڅ کې رسماً اعلان شوه، چې موخه یې په نړۍ کې د بیان ازادۍ ته درناوی، د رسنیو ارزښت ته پام او د خبریالانو د امنیت ملاتړ دی.
د دې ورځې الهام د افریقایي خبریالانو له خوا د ۱۹۹۱م کال د "ویندهوک اعلامیې" څخه اخیستل شوی، چې په کې د ازادو، خپلواکو او څو اړخیزو رسنیو غوښتنه شوې وه. له همدې امله یونسکو او ملګري ملتونه هر کال د مئ درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړۍوالې ورځ په توګه نمانځي.
د رسنیو د ازادۍ اهمیت
مطبوعات د یوې ټولنې سترګې او غږ ګڼل کېږي. ازاد مطبوعات د ډېموکراسي، حساب ورکونې، روڼتیا او بشري حقونو د ملاتړ لپاره اړین دي. خبریالان د فساد، ناقانونه فعالیتونو او بشري سرغړونو افشا کوونکي وي او همداراز خلک د خپل چاپېریال په اړه باخبره ساتي.
رسنۍ د یو بې پرې ارګان په توګه ولس له خپلو حاکمانو پورې تړي او یو داسې ارتباطي پل ایجادوي چې له مخې یې ځواب ورکونه شعوري کیږي.
خو دا چاره بیا په اوسني افغانستان کې په بشپړه توګه له فشار، زور او سختۍ سره مخ ده.
په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ تاریخچه
۱. امیر حبیب الله خان او رسنۍ
په افغانستان کې د مطبوعاتو لومړۍ نښې د ۱۹۰۶م کال په شاوخوا کې راڅرګندې شوې، هماغه وخت د شاه حبیب الله خان په وخت کې لومړۍ رسمي جریده سراج الاخبار خپره شوه. وروسته په تدریجي ډول نورې خپرونې هم راپېدا شوې، خو دا ټول د دولت تر کنټرول لاندې وې.
د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال د رسنیو د بنسټ په ایښودنه کې د هغه د زوی امان الله خان او محمود طرزي ونډه غښتلې ده.
۲. د امانالله خان د واکمنۍ دوره (۱۹۱۹ – ۱۹۲۹): د رسنیو بنسټ ایښودونکی فصل
د امیر امانالله خان واکمني د افغانستان په تاریخ کې د عصري کېدو، اصلاحاتو او ملي بیدارۍ دوره ګڼل کېږي. په دې دوره کې د رسنیو لپاره لومړني بنسټونه کېښودل شول او د بیان د ازادۍ غږ، که څه هم محدود و، خو بیا هم راڅرګند شو.
هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال یو شمېر مهم کارونه وکړل چې له مخې یې لا هم د افغانستان د مطبوعاتو او اصلاحاتګرایئ بنسټونه ولاړ دي.
الف – د رسنیو قانون او رسمي ملاتړ
امانالله خان د مطبوعاتو اهمیت درک کړی و. د ده له خوا لومړی مطبوعاتي قانون نافذ شو چې په کې د رسنیو د اصولو، سانسور حدودو او خپرونو ډولونه تعریف شوي وو. که څه هم دغه قانون بشپړه ازادي نه ورکوله، خو په هغه وخت کې یو لوی پرمختګ بلل کېده.
ب – د سراج الاخبار د بدلون او ودې مزل
د امیر امانالله له ملاتړ سره، د سراج الاخبار خپرونه (چې په اصل کې د امیر حبیب الله خان په وخت کې پیل شوې وه) د سیاسي بېدارۍ او اصلاحي افکارو لپاره یوه مهم ټربیون وګرځېد. د محمود طرزي په مشرۍ، دا خپرونه د عصري مفکورو، نیشنلیزم، د خپلواکۍ روحیې او اسلامي پرمختګ تبلیغ کوونکې وه.
ج – د نویو خپرونو پیل:
د مطبوعاتو فضا د پام وړ پراخه شوه او څو نوې خپرونې لکه:
پیل شوې. دا خپرونې د عامو خلکو د پوهاوي، تعلیمي اصلاحاتو او د حکومت د پروګرامونو د تبلیغ لپاره کارېدې.
د – د مطبعې او چاپ ټېکنالوژۍ پراختیا
په کابل، کندهار او نورو ښارونو کې چاپي مطبعې فعاله شوې. کتابونه، ژورنالونه او رسمي اسناد په منظمه توګه خپرېدل. دېچارې د مطالعې فرهنګ ته وده ورکوله او د پوهې رسونه یې اسانه کړې وه.
هـ –د اصلاحاتو په ترویج کې د رسنیو رول
امانالله خان چې د حجاب، تعلیم، قانون او د ښځو د حقونو په برخه کې اصلاحات پیل کړي وو، رسنۍ یې د دې اصلاحاتو د تبلیغ او توجیه لپاره یوه وسیله ګرځولې وه. د مطبوعاتو له لارې د خلکو ذهنونه چمتو کېدل، که څه هم محافظه کاره قشر له دې کړنو سره سخت مخالفت کاوه.
و – مخالفتونه او د سانسور بېرته راګرځېدل
وروسته له هغې چې د امان الله خان اصلاحاتو مخالفتونه زیات شول او بغاوتونه راپورته شول، رسنۍ هم تر فشار لاندې راغلې. د ده د واکمنۍ وروستیو کلونو کې سانسور یو ځل بیا شدید شو او ډېرې خپرونې بندې شوې.
۳. د ظاهر شاه او داود خان دورې
په ۱۹۶۰م لسیزه کې د اساسي قانون د اصلاح له کبله د بیان ازادۍ یو څه پراخوالی وموند. خو لا هم د دولت سانسور او محدودیتونو تر یوې کچې په ځپل ځای پاتې وو. د داود خان د جمهوري دورې (۱۹۷۳–۱۹۷۸) په مهال رسنۍ تر ډېره د دولت تبلیغات خپرول او د خپلواکۍ څرک پکې کم لیدل کېده.
۴. د کمونیستي رژیم او مجاهدینو دورې
د کمونیستي رژیم (۱۹۷۸–۱۹۹۲) پر مهال رسنۍ تر سخت کنټرول لاندې وې. له بله پلوه، د دولت سره د مجاهدینو د جګړې پر مهال بیا ډېرې رسنۍ له افغانستانه بهر خپرېدې او د جګړې د اړخونو په تړاو به یې خپلې اعلامیې او نظریات خپرول.
دغو رسنیو هم خپلواکي نه درلوده او یوازې د جنګي قوماندانانو په خوښه یې خپرونې کولې چې د تبلیغاتي دستګاووبڼه یې لرله.
۵. د طالبانو لومړۍ واکمني (۱۹۹۶–۲۰۰۱)
په دې دوره کې رسنۍ بشپړ بندې شوې. انټرنیټ، ټلوېزیون او ازاده خبریالي منعه وه. دا د افغانستان په تاریخ کې د رسنیو دتاریخ تر ټولو تیاره دوره وه.
ملي ټلوېزیون وتړل شو، پر ساه کښو تصویرونو بندیز ولګېد او د افغانستان له ملي راډیو یوازې د طالبانو ترانې او د طالبي نظام خپرونې خپرېدې.
۶. د ۲۰۰۱ ډېموکراسي او جمهوریت – د رسنیو زرين فصل
د طالبانو له نسکورېدو وروسته، د رسنیو یو نوی او شفاف فصل پیل شو. دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو زرین دور و، چې د بیان ازادۍ لپاره قانوني چوکاټ برابر شو، سلګونه جریدې، راډیوګانې، ټلوېزیونونه او ویب پاڼې فعالې شوې.
نړۍوالو ادارو افغانستان د رسنيو د پراختيا له مخې په بې ساري توګه ستایلو.
د خبریالانو ټولنې، د بیان ازادۍ ملاتړ کوونکو بنسټونو او خصوصي سکتور هم خپل رول ولوباوه. خو بیا هم خبریالان له ګواښ، برید، تښتونې او وژنې سره مخ وو، چې اکثره یې د جنګي ډلو، طالبانو، داعش، القاعده، سیمه ییزو زورواکو او ان لوړ پوړو دولتي کارکوونکو له لوري ګواښل کېدل.
۱:د طالبانو بیا ځل واکمني – د بیان د ازادۍ خاموشه څپې
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د بیان ازادي یو ځل بیا د طالبانو د لومړۍ دورې په څېر په بې سارې توګه محدوده شوه. ګڼ شمېر رسنۍ وتړل شوې، سلګونه خبریالانو هېواد پرېښود او ګڼ نور یې خاموشه یا بېروزګاره شول.
طالبانو که څه هم د رسنیو د اصولو لپاره یو لارښود خپور کړی، خو دا لارښود د سانسور، محدودیت او وېرو بنسټ کېښود. طالبانو په رسنیو کې د ساه کښو موجوداتو پر تصویر بندیز لګولی او نږدې په ۱۶ ولایتونو کې د ملي ټلوېزیون پردې تورې شوي او یوازې غږیزې خپرونې کوي.
مهمې ننګونې:
د رسنیو د ازادۍ ورځ یوازې یو یادونه نه ده، بلکې دا یو خبرداری دی، چې د بیان ازادۍ ته باید دوام ورکړل شي او د خبریالانو امنیت او خپلواکي باید تضمین شي.
افغانستان چې د ۲۰۰۱ وروسته د رسنیو یوه ښکلې بیلګه وه، نن هېواد کې د بیان ازادي له نړۍوال جدول څخه د لوېدو په حال کې دی.
د یوه ازاد، حساب ورکوونکي او روڼ افغانستان لپاره د ازادو رسنیو بیا جوړول حیاتي ارزښت لري.