• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تېر کال د ۶۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه صادره شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، چې تېر کال یې پاکستان، هند، ازبکستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته د ۶۴۳ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه او وچه مېوه صادره کړې ده.

دغه معاونیت ویلي، چې د تازه او وچې مېوې په صادراتو کې بادام، چهارمغز، جلغوزي، الوبخارا، انځر، کشمش، زردالو، انار، انګور او مڼه شامل و.

هممهاله د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بنا وايي، تېرکال له کندهار څخه د ۳۱۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۳۹ زره او ۳۱۷ ټنه وچه او تازه مېوه صادر شوې ده.

نوموړی وايي، په یادو صادراتو کې ۷۲ زره او ۹۳۱ ټنه وچه مېوه د څه د پاسه ۲۷۹ مېلیونو ډالرو په ارزښت هند، پاکستان، چین، کاناډا، امریکا، متحده عربي اماراتو، جرمني، سویډن، ترکیې او ایران ته صادره شوې ده او د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۶،۳۸۶ ټنه تازه مېوه هند او پاکستان ته صادره شوې ده.

ښاغلی بنا وايي، تېرو کلونو کې له کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د وچې او تازه مېوې صادارت تر ډېره پاکستان ته کېدل خو تېر کال په پاکستان کې د افغان صادراتو په وړاندې د مالیاتو لوړیدو له امله اوس پاکستان ته د وچې او تازه مېوې صادرات کم شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي، د کندهار وچه مېوه تر ډېره حده هند ته صادریږي خو د هند او پاکستان ترمنځ د روانو ناندریو له امله له هند سره هم سوداګرې کمه شوي ده. تازه د هند سوداګرۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې له پاکستان څخه یې په هر ډول ازادو او ټرانزیټي وارداتو بندیز لګولی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په پکتیکا کې د یو پخواني نظامي شکایت؛ طالبان مې کورنۍ ځوروي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۱

پکتیکا کې یو پخوانی نظامي مایدین، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې مخ پټو طالبانو څو ځله د هغه کور تلاشي کړی او د کورنۍ غړي یې شکنجه کړي دي. هغه زیاتوي، طالبانو د وسلو د لټون په پلمه د کور د انګړ ځینې برخې هم کیندلي دي.

د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ پخواني سیمه‌ییز د پولیسو افسر مایدین، د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو څو ځله د وسلو د لټون په پلمه د هغه کور تلاشي کړی دی.

مایدین وویل: «طالبانو مې سپین‌ږیری پلار او وروڼه نیولي، د اونو پسې یې تړلي وو او ماشومان او مېرمنې یې د وسلو په نوم ډارولي دي.»

100%

دغه پخوانی نظامي وایي، څو ځل یې د یحیی خېلو ولسوالۍ ادارې ته د ځایي طالبانو پر ضد عریضې کړې دي او غوښتنه یې کړې چې دغه طالبان دې له داسې کړنو ډډه وکړي، خو وایي هېڅ یوې عریضې ته پاملرنه نه ده شوې.

مایدین، چې دا مهال له هېواده بهر ژوند کوي، زیاتوي: «سره له دې چې طالبانو د عمومي بښنې اعلان کړی، بیا هم پخواني نظامیان د بېلابېلو پلمو او فشارونو لاندې نیسي او د پخوانۍ دندې له امله یې ځوروي.»

100%

دغه پخواني نظامي هغه انځورونه هم افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي، چې یو شمېر مخ پټي طالبان چې ځیني یې په نظامي جامو کې هم دي د مایدین د کور په انګړ کې ګرځي.

په انځورونو کې ښکاري چې دوی هڅه کړې چې وسلې ومومي.
هغه له طالبانو غوښتنه کوي چې په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د خپلو کسانو خپلسرې کړنو مخه ونیسي.

سره له دې چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د واکمنېدو په لومړیو کې د پخواني نظام ټولو مخالفانو ته د عمومي بښنې اعلان وکړ، خو له هغه را وروسته وخت ناوخت د مخکیني حکومت پخواني سرتېري، امنیتي کارکوونکي او چارواکي یا په مرموز ډول وژل شوي، یا د طالبانو له لوري نیول شوي، شکنجه شوي او حتا وژل شوي دي.

د رسنیو د ازادۍ ورځ: تاریخچه، ارزښت او د افغان رسنیو وضعیت

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۷ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ

د مئ ۳مه په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ ورځ ده، چې هر کال د ملګرو ملتونو له‌خوا نمانځل کېږي. دا ورځ په ۱۹۹۳م کال کې د یونسکو د عمومي کنفرانس د یوې پرېکړې په ترڅ کې رسماً اعلان شوه، چې موخه یې په نړۍ کې د بیان ازادۍ ته درناوی، د رسنیو ارزښت ته پام او د خبریالانو د امنیت ملاتړ دی.

د دې ورځې الهام د افریقایي خبریالانو له خوا د ۱۹۹۱م کال د "ویندهوک اعلامیې" څخه اخیستل شوی، چې په کې د ازادو، خپلواکو او څو اړخیزو رسنیو غوښتنه شوې وه. له همدې امله یونسکو او ملګري ملتونه هر کال د مئ درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړۍوالې ورځ په توګه نمانځي.

د رسنیو د ازادۍ اهمیت

مطبوعات د یوې ټولنې سترګې او غږ ګڼل کېږي. ازاد مطبوعات د ډېموکراسي، حساب ورکونې، روڼتیا او بشري حقونو د ملاتړ لپاره اړین دي. خبریالان د فساد، ناقانونه فعالیتونو او بشري سرغړونو افشا کوونکي وي او همداراز خلک د خپل چاپېریال په اړه باخبره ساتي.

رسنۍ د یو بې پرې ارګان په توګه ولس له خپلو حاکمانو پورې تړي او یو داسې ارتباطي پل ایجادوي چې له مخې یې ځواب ورکونه شعوري کیږي.

خو دا چاره بیا په اوسني افغانستان کې په بشپړه توګه له فشار، زور او سختۍ سره مخ ده.

په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ تاریخچه

۱. امیر حبیب الله خان او رسنۍ

په افغانستان کې د مطبوعاتو لومړۍ نښې د ۱۹۰۶م کال په شاوخوا کې راڅرګندې شوې، هماغه وخت د شاه حبیب ‌الله خان په وخت کې لومړۍ رسمي جریده سراج الاخبار خپره شوه. وروسته په تدریجي ډول نورې خپرونې هم راپېدا شوې، خو دا ټول د دولت تر کنټرول لاندې وې.

د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال د رسنیو د بنسټ په ایښودنه کې د هغه د زوی امان الله خان او محمود طرزي ونډه غښتلې ده.

۲. د امان‌الله خان د واکمنۍ دوره (۱۹۱۹ – ۱۹۲۹): د رسنیو بنسټ ایښودونکی فصل

د امیر امان‌الله خان واکمني د افغانستان په تاریخ کې د عصري کېدو، اصلاحاتو او ملي بیدارۍ دوره ګڼل کېږي. په دې دوره کې د رسنیو لپاره لومړني بنسټونه کېښودل شول او د بیان د ازادۍ غږ، که څه هم محدود و، خو بیا هم راڅرګند شو.

هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال یو شمېر مهم کارونه وکړل چې له مخې یې لا هم د افغانستان د مطبوعاتو او اصلاحات‌ګرایئ بنسټونه ولاړ دي.

الف – د رسنیو قانون او رسمي ملاتړ

امان‌الله خان د مطبوعاتو اهمیت درک کړی و. د ده له خوا لومړی مطبوعاتي قانون نافذ شو چې په کې د رسنیو د اصولو، سانسور حدودو او خپرونو ډولونه تعریف شوي وو. که څه هم دغه قانون بشپړه ازادي نه ورکوله، خو په هغه وخت کې یو لوی پرمختګ بلل کېده.

ب – د سراج الاخبار د بدلون او ودې مزل

د امیر امان‌الله له ملاتړ سره، د سراج الاخبار خپرونه (چې په اصل کې د امیر حبیب ‌الله خان په وخت کې پیل شوې وه) د سیاسي بېدارۍ او اصلاحي افکارو لپاره یوه مهم ټربیون وګرځېد. د محمود طرزي په مشرۍ، دا خپرونه د عصري مفکورو، نیشنلیزم، د خپلواکۍ روحیې او اسلامي پرمختګ تبلیغ کوونکې وه.

ج – د نویو خپرونو پیل:

د مطبوعاتو فضا د پام وړ پراخه شوه او څو نوې خپرونې لکه:

  • انوار الافغان
  • اطلاعات
  • افغان
  • امان افغان

پیل شوې. دا خپرونې د عامو خلکو د پوهاوي، تعلیمي اصلاحاتو او د حکومت د پروګرامونو د تبلیغ لپاره کارېدې.

د – د مطبعې او چاپ ټېکنالوژۍ پراختیا

په کابل، کندهار او نورو ښارونو کې چاپي مطبعې فعاله شوې. کتابونه، ژورنالونه او رسمي اسناد په منظمه توګه خپرېدل. دېچارې د مطالعې فرهنګ ته وده ورکوله او د پوهې رسونه‌ یې اسانه کړې وه.

هـ –د اصلاحاتو په ترویج کې د رسنیو رول

امان‌الله خان چې د حجاب، تعلیم، قانون او د ښځو د حقونو په برخه کې اصلاحات پیل کړي وو، رسنۍ یې د دې اصلاحاتو د تبلیغ او توجیه لپاره یوه وسیله ګرځولې وه. د مطبوعاتو له لارې د خلکو ذهنونه چمتو کېدل، که څه هم محافظه‌ کاره قشر له دې کړنو سره سخت مخالفت کاوه.

و – مخالفتونه او د سانسور بېرته راګرځېدل

وروسته له هغې چې د امان‌ الله خان اصلاحاتو مخالفتونه زیات شول او بغاوتونه راپورته شول، رسنۍ هم تر فشار لاندې راغلې. د ده د واکمنۍ وروستیو کلونو کې سانسور یو ځل بیا شدید شو او ډېرې خپرونې بندې شوې.

۳. د ظاهر شاه او داود خان دورې

په ۱۹۶۰م لسیزه کې د اساسي قانون د اصلاح له کبله د بیان ازادۍ یو څه پراخوالی وموند. خو لا هم د دولت سانسور او محدودیتونو تر یوې کچې په ځپل ځای پاتې وو. د داود خان د جمهوري دورې (۱۹۷۳–۱۹۷۸) په مهال رسنۍ تر ډېره د دولت تبلیغات خپرول او د خپلواکۍ څرک پکې کم لیدل کېده.

۴. د کمونیستي رژیم او مجاهدینو دورې

د کمونیستي رژیم (۱۹۷۸–۱۹۹۲) پر مهال رسنۍ تر سخت کنټرول لاندې وې. له بله پلوه، د دولت سره د مجاهدینو د جګړې پر مهال بیا ډېرې رسنۍ له افغانستانه بهر خپرېدې او د جګړې د اړخونو په تړاو به یې خپلې اعلامیې او نظریات خپرول.

دغو رسنیو هم خپلواکي نه درلوده او یوازې د جنګي قوماندانانو په خوښه یې خپرونې کولې چې د تبلیغاتي دستګاووبڼه یې لرله.

۵. د طالبانو لومړۍ واکمني (۱۹۹۶–۲۰۰۱)

په دې دوره کې رسنۍ بشپړ بندې شوې. انټرنیټ، ټلوېزیون او ازاده خبریالي منعه وه. دا د افغانستان په تاریخ کې د رسنیو دتاریخ تر ټولو تیاره دوره وه.

ملي ټلوېزیون وتړل شو، پر ساه کښو تصویرونو بندیز ولګېد او د افغانستان له ملي راډیو یوازې د طالبانو ترانې او د طالبي نظام خپرونې خپرېدې.

۶. د ۲۰۰۱ ډېموکراسي او جمهوریت – د رسنیو زرين فصل

د طالبانو له نسکورېدو وروسته، د رسنیو یو نوی او شفاف فصل پیل شو. دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو زرین دور و، چې د بیان ازادۍ لپاره قانوني چوکاټ برابر شو، سلګونه جریدې، راډیوګانې، ټلوېزیونونه او ویب پاڼې فعالې شوې.

نړۍوالو ادارو افغانستان د رسنيو د پراختيا له مخې په بې ساري توګه ستایلو.

د خبریالانو ټولنې، د بیان ازادۍ ملاتړ کوونکو بنسټونو او خصوصي سکتور هم خپل رول ولوباوه. خو بیا هم خبریالان له ګواښ، برید، تښتونې او وژنې سره مخ وو، چې اکثره یې د جنګي ډلو، طالبانو، داعش، القاعده، سیمه ‌ییزو زورواکو او ان لوړ پوړو دولتي کارکوونکو له لوري ګواښل کېدل.

۱:د طالبانو بیا ځل واکمني – د بیان د ازادۍ خاموشه څپې

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د بیان ازادي یو ځل بیا د طالبانو د لومړۍ دورې په څېر په بې سارې توګه محدوده شوه. ګڼ شمېر رسنۍ وتړل شوې، سلګونه خبریالانو هېواد پرېښود او ګڼ نور یې خاموشه یا بېروزګاره شول.

طالبانو که څه هم د رسنیو د اصولو لپاره یو لارښود خپور کړی، خو دا لارښود د سانسور، محدودیت او وېرو بنسټ کېښود. طالبانو په رسنیو کې د ساه کښو موجوداتو پر تصویر بندیز لګولی او نږدې په ۱۶ ولایتونو کې د ملي ټلوېزیون پردې تورې شوي او یوازې غږیزې خپرونې کوي.

مهمې ننګونې:

  • خودسانسوري: خبریالان د وېرې له امله له انتقادي راپورونو ډډه کوي.
  • ګواښ او نیونې: خبریالان زندان، وهلو، شکنجې او حتا له ورکېدو سره مخ دي.
  • اقتصادي سقوط: رسنۍ له مالي ناورین سره مخ دي، ځکه چې د تبلیغاتو بازار ختم شوی او نړۍوال ملاتړ کم شوی.
  • ښځینه خبریالانې: تر ټولو زیات اغېزمن قشر ښځینه خبریالان دي، چې زیات شمېر یې له رسنیو وشړلې شوې یا رسماً کار کول ورته منعه شول.

د رسنیو د ازادۍ ورځ یوازې یو یادونه نه ده، بلکې دا یو خبرداری دی، چې د بیان ازادۍ ته باید دوام ورکړل شي او د خبریالانو امنیت او خپلواکي باید تضمین شي.

افغانستان چې د ۲۰۰۱ وروسته د رسنیو یوه ښکلې بیلګه وه، نن هېواد کې د بیان ازادي له نړۍوال جدول څخه د لوېدو په حال کې دی.

د یوه ازاد، حساب ورکوونکي او روڼ افغانستان لپاره د ازادو رسنیو بیا جوړول حیاتي ارزښت لري.

کابلوف: مسکو چمتو دی چې د افغانستان په اړه له واشنګټن سره همکاري وکړي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۰۸:۰۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، مسکو چمتو دی، چې د افغانستان د مسایلو په اړه له امریکا او اروپایي هېوادونو سره مرسته وکړي. ‏ هغه ویلي، د دې همکارۍ لپاره امریکا او لوېدیځ هېوادونه باید د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه تصمم ونیسي.

ضمیرکابلوف د روسيې له ریانووستي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «که امریکا د افغانستان د وضعیت، سیاسي حل لارو او بشري مرستو په اړه روسیې سره خبرې وکړي، نو مسکو ستونزه نه لري چې د واشنګټن سره دې برخه کې همکارۍ وکړي.»

بلخوا بیا د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د جمعې په ورځ په یوې جلا مرکه کې ویلي، چې روسیه چمتو ده، چې د طالبانو سره د داعش پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.

‏ کابلوف زیاته کړې، چې روسیه او طالبان په بېلابېلو برخو کې پراخه همکاري لري او ټینګار یې کړی، چې مسکو په روسیه کې د طالبانو سفیر د رسمیت پېژندنې وړاندیز کړی دی.

نوموړی وايي چې اوس په دې اړه د طالبانو رسمي ځواب ته په تمه دي.

د هغه په وينا، د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم په لرې‌کېدو سره د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ پر وړاندې خنډونه له منځه تللي دي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې مهال د روسیې په ګډون هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی پیژندلی، خو مسکو تېره میاشت د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه څخه د طالبانو نوم ویوست.

جلاوطنه افغان خبریالانو د «اوج نیوز» په نوم رسنۍ جوړه کړه

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۰۷:۴۱ GMT+۱

په فرانسه کې جلاوطنه افغان خبریال حارث جمال زاده وایي، د یو شمېر نورو افغان خبریالانو په ملاتړ یې د «اوج نیوز» په نوم انلاین رسنۍ جوړه کړه. هغه ویلي، چې دغه رسنۍ یې د روان سیاسي وضعیت، د ښځو او بشري حقونو تر څنګ د ټولنیزو مسایلو د پوښښ لپاره رامنځته کړه.

نوموړي زیاته کړې: «دا رسنۍ د یو شمېر متعهدو خبریالانو په شخصي مالي‌ مرسته چلېږي. هېڅ بنسټ او فرد یې مالي ملاتړ نه کوي.»

دغه انلاین رسنۍ د مئ درېیمه (د رسنیو نړۍوالې ورځ) داسې مهال خپل فعالیت اعلانوي چې طالبانو په افغانستان کې پر رسنیو سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

په افغانستان کې رسنیز فعالیتونه سانسور شوي او جلاوطنه رسنۍ د بیان ازادۍ د بې پرې خبرونو وړاندې کولو یوازینۍ مرجع ګڼل کېږي.

ملګري ملتونه: له هرو دریو، دوه هغه افغانې کورنۍ چې ښځې یې سرپرستي کوي کافي خواړه نه لري

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۰۷:۰۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په افغانستان کې هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دوه پر دریمه برخه ښځینه سرپرستې کورنۍ ان د لومړنیو خوړو د برابرولو توان نه لري.

دا شمېره د هغو کورنیو په پرتله چې مشري یې نارینه کوي ۲۰سلنه زیاته ده.

یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې ډېری دغه کورنۍ یوازې د بشري مرستو پر بنسټ ژوند کوي.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د دفتر مشر مومتینتا چیموکا وایي، چې په روان کال کې څه باندې ۱.۲ میلیونه مېندوارې او شیدې ورکوونکې میندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

نوموړې اندېښنه څرګنده کړې، چې ښايي په روان کال کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر تر درې نیم میلیونو څخه هم واوړي او دغه بې ساري زیاتوالي له کبله به اړینو بېړنیو مرستو ته هم اړتیا پېښه شي.

هغې زیاته کړې: «د میندو او ماشومانو ملاتړ نه یوازې د دوی روغتیا لپاره بلکې د کورنیو د بقا لپاره هم ارزښت لري.»

هم مهاله د سویډن هېواد له لوري له یاد سازمان سره د میندو او ماشومانو د خوراځواکۍ مخنېوي لپاره څه باندې دوه میلیونه امریکایي ډالره مرسته هم شوې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام خبر ورکړی، چې په دغه نغدي مرستو به ۱۲۵ زره میندو او ماشومانو ته ۵۵۰ ټنه د خوارځواکۍ مخنېوي خواړه ووېشل شي.

د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی، د بې روزګارۍ کچه ډېره شوې او نړۍوالو مرستندویه ادارو هم د دغه ډلې د سختدریځو قوانینو له کبله خپل دفترونه تړلي دي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم اندېښنه ښودلې، چې روان او راتلونکی کال به افغانان د لوږې له سختو څپو سره مخ شي.