• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فایق: ملګرو ملتونو کې طالبانو ته د افغانستان د دایمي څوکۍ لپاره هېڅ هوکړه نشته

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۰۱:۵۰ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق ټینګار کړی چې د دغه سازمان په بحثونو او خبرواترو کې طالبانو ته د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ د سپارلو لپاره هېڅ‌راز هوکړه یا طرحه نشته.

نوموړي د شنبې په ورځ (غويي ۱۳مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې د یوناما دفتر هېڅ کارکوونکی نه‌شي کولای او نباید د ملګرو ملتونو او افغانانو په استازیتوب نامسوولانه څرګندونې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د هېواد د سیاسي‌ مسئلې د حل لپاره د دغه سازمان د سرمنشي د هڅو او نېک‌ نیت هرکلی کړی دی. فایق همداراز خبرداری ورکړی، هره هغه طرحه چې موخه یې د شفافیت، پلي‌کېدو تضمین، ملموس پرمختګ او د افغانستان په سیاسي او ټولنیز وضعیت کې له بنسټیزو بدلونونو پرته د امتیازاتو ورکول یا له طالبانو سره اړیکې عادي کول وي، افغانان به یې ونه مني.

نوموړي زیاته کړې، هر سیاسي پلان یا نوښت باید د افغان ولس د مشروع استازو په ګډون د ډېموکراټیکو ځواکونو او ښځو په مشورې او هوکړې سره وړاندې شي او د هغوی له حضور پرته دا نه‌شي منل کېدای.

نصیراحمد فایق دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې له دې وړاندې باوري سرچینو د ملګرو ملتونو په حواله افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د دغه سازمان ډېپلوماټانو د افغانستان د سیاسي حل‌لارې او همداراز په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازي سهیل شاهین ته د افغانستان څوکۍ د سپارلو پر سر سلامشورې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، دا خبرې د ملګرو ملتونو د هغې سیاسي طرحې په چوکاټ کې روانې دي چې موخه یې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان یو ځای کول دي. په دې طرحه کې درې مهم شرطونه د طالبانو له لوري وړاندې شوي او همداراز نړۍوالې ټولنې هم خپل درې شرطونه دغې ډلې ته وړاندې کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان، رسنۍ او چوپتیا؛ په افغانستان کې د رسنیو راتلونکی له ناوړه برخلیک سره مخ دی

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۱
•
ظاهر څراغ

د افغانستان په ټلوېزیونونو او راډیوګانو کې چې یو وخت موسیقي، تفریحي او فرهنګي خپرونې، خبرونه او ازاد سیاسي او اقتصادي پروګرامونه خپرېدل؛ اوس دغه ځای نعتونو، دیني خپرونو، د طالبانو د ځانمرګو بریدونو مستندونو، فلتر شویو سیاسي بحثونو او د دوی له خوښې سره سم پروګرامونو نیولی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لسګونه رسنۍ وتړل شوې، سلګونه خبریالان له دندو بې‌برخې شول، پر ګڼو ټلوېزیوني چینلونو د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول منع اعلان شول او په ټولو رسنیو کې د موسیقي پر خپرولو شدید بندیزونه ولګېدل.
د ښځو ونډه چې په رسنیو کې د پرمختګ یو له مهمو نښو بلل کېده او ژورنالېزم د نوې ټولنې د جوړېدو لپاره یو بنسټیز رکن و؛ خو د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته دا ټول پرمختګونه د یوه سېستماتیک فشار، سانسور او وېرې له امله له‌منځه تللي دي.
که څه هم د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په وار-وار له طالبانو د دغو بندیزونو او محدودیتونو د لرې‌کېدو غوښتنه کړې، خو دا ډله رسنیو ته د دوښمن په سترګه ګوري او د یادو بنسټونو غوښتنې یې له پامه غورځولي دي.
د یوې خبریالې کیسه؛ له خبریالۍ تر کډوالۍ
د هلمند ولایت یوه خبریاله چې دا مهال په یوه درېیم هېواد کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ ده، د نوم نه‌ښودلو په شرط له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وایي، چې په ډېرو رسنیو په ځانګړې توګه د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د ښځو غږ خاموش شوی، جنسیتي توازن له منځه تللی او ټولنیز حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
نوموړې دا څرګندونې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت وکړې او زیاته یې کړه: «زه یو وخت په هلمند ولایت کې یوازینۍ فعاله ښځینه خبریاله وم. زما کار یوازې راپور جوړول نه و، بلکې ما د هغو ښځو کیسې راټولولې چې هېچا یې غږ نه اورېده. زموږ په ولایت کې هېڅ ښځینه خبریاله نه ده پاتې. یو وخت چې زموږ غږونه د راډیو له څپو اورېدل کېدل، نن هلته چوپه چوپتیا خوره ده.»
یاده خبریاله دا چوپتیا یوازې د رسنۍ د چوپتیا نښه نه، بلکې دا د ښځو د غږ د ورکېدو، د جنسیتي توازن د ماتېدو او د ټولنیزو حقونو د له‌منځه وړلو یوه ښکاره ننداره بولي.

په افغانستان کې د رسنیو فعالیت او د خبریالانو وضعیت په بې‌ساري ډول له ستونزو سره مل دی او دغه ستونزې د هرې ورځې په تېرېدو سره د زیاتېدو په حال کې دي.
د رسنیو بندېدل او د ساه‌کښو پر انځورونو د طالبانو بندیزونه
دغې ډلې د ټولو ساه‌کښو پر انځورونو د بندیز په دوام تر اوسه پورې لږترلږه ۱۶ ولایتونه له دغه رسنیز پوښښ څخه منع کړي، چې دغه اقدام د خبریالانو، رسنیو او د بیان د ازادۍ د ملاتړکوونکو د سختو اندېښنو لامل ګرځېدلی دی.

کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، بغلان، جوزجان، فراه، پنجشېر، کندوز، نورستان، بامیان، بدخشان، نیمروز، پروان او زابل هغه ولایتونه دي، چې پکې د ساه‌کښو انځورونو خپرول منع شوي دي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، د رسنیو پرځېدو، د کارکوونکو کمښت او د بیان د ازادۍ د محدودیتونو نښې‌نښانې ورځ تر بلې پراخېږي.

د جمهوري نظام په دوره کې یعنې تر ۲۰۲۱ زېږدیز کال مخکې په افغانستان کې ۵۴۷ راجسټر شوې رسنۍ فعالې وې.
دغو رسنیو په چاپي، غږیزو، انځوریزو او انلاین برخو کې فعالیت درلود، خو دمګړۍ دا شمېر یوازې ۲۹۶ ته راکم شوی، یعنې نږدې نیمايي رسنیو یا خپل فعالیت بند کړی او یا د امنیتي، اقتصادي او د حاکم رژیم د سیاسي فشارونو له امله له رسنیز ډګره څنډې ته شوې دي. دا کمښت یوازې د شمېر له اړخه نه، بلکې د جغرافیایي پراخوالي له پلوه هم د رسنیو لاس‌رسی خورا محدود کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان د سوېلي اسیا د څانګې مشرې سیلین مرسیر ویلي، د رسنیو پر وړاندې د طالبانو «ایډیالوژیکي او ظالمانه» چلند په وروستیو میاشتو کې سخت شوی دی، چې د ګڼو رسنیو د تړل کېدو لامل شوی دی.
اخوا، د جلا وطنه افغان خبریالانو ټولنې په خپل یوه کلني راپور کې د زیاتو رسنیو د بندېدو لوی لامل د طالبانو بیا ځلې واکمنېدل او په رسنیو سخت بندیزونه په ګوته کړي. کابل نیوز، ازادۍ راډيو، امریکا غږ، تجلا، اېستګاه‌ها، الینا، دانش، رعنا، پنجره ورځپاڼه، بانوان، همېشه بهار، انعکاس، نهاد، انبیر، کاوون، شپږ راډيوګانې په بغلان، ۱۵ رسنۍ په ننګرهار او ۱۱ نورې په تخار کې هغه راډیو ټلوېزیونونه دي، چې د یاد بنسټ په راپور کې یې یادونه شوې ده. دغه رسنۍ په میدان وردګو، فاریاب، نورستان، تخار، خوست، کابل، بدخشان، ننګرهار، بلخ، سرپل، لغمان او بغلان ولایتونو کې بندې شوې دي.
افغانستان انټرنشنل بیا له دغه نوملړه په ننګرهار کې د همېشه بهار راډيو ټلوېزون په اړه کره معلومات ترلاسه کړي، چې د لنډې مودې لپاره تړل شوې وه، خو اوس یې فعالیت روان دی.
د دې ټولنې مشر صدیق‌الله توحیدي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «کومې رسنۍ چې بندې شوي، ځينې یې مستقیم بندې شوي، ځينې رسنۍ د مالي امکاناتو له امله بندې شوي، ځينو یې خپله خپل فعالیت بند کړی هغه هم ځکه چې پروژې او اعلانونه نه شته او تر څنګ یې فشار او ګواښونه زیات دي.»
که څه هم په دغه خپاره شوي نوملړ کې په ننګرهار ولایت کې د نرګس راډیو په اړه څه ویل شوي نه دي، خو دغه راډيو په ننګرهار کې د ښځو لپاره ځانګړې راډيو وه چې د شایق نېټورک تر چتر لاندې یې فعالیت کاوه. د دغه نېټورک د مسولینو په وینا، یاده راډیو د طالبانو له راتګ سره د ننګرهار د هغه وخت والي مولوي ندامحمد ندیم له‌خوا تړل شوې وه.
د شایق نېټورک بسنټګر شفیق الله شایق افغانستان انټرنشنل ته وویل:«د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د رسنیو د چارو د څارنې لپاره د شاوخوا ۲۰ کسانو یوې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا لارښوونې صادرې کړې.

د ننګرهار والي ندامحمد ندیم په غېر رسمي ډول د موقتې مودې لپاره د نرګس راډیو د فعالیتونو د ځنډولو امر وکړ، خو دغه «لنډمهالی» تعلیق تر نن ورځې پورې غځول شوی او د نرګس راډیو خاموشه ده.»
ښاغلي شایق د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې نرګس راډیو وتړل شوه، وویل: «نرګس راډیو د ښځو د ونډې او په رسنیو کې د فعال رول له امله د محدودیتونو اصلي هدف ګرځېدلی. ښځینه کارکونکې، د وېرې او ناامنۍ له امله مجبوره شوې چې خپلې دندې پرېږدي.»
د افغانستان د رسنیو وضعیت په داسې حال کې ناوړه بلل کېږي، چې د جمهوریت په دوران کې رسنۍ نه یوازې د معلوماتو د خپراوي سرچینې وې، بلکې د خلکو د نظرونو، سیاسي نیوکو او مدني فعالیتونو اصلي دریځ بلل کېدل.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره په ننګرهار کې د انعکاس راډيو ټلوېزون نشرات هم وتړل شول او لا هم تړلي دي.

انعکاس راډیو ټلوېزون یو له هغو رسنیو ده، چې د جمهوریت په وروستي کال یې شپږ کارکوونکي د وسله‌والو له‌خوا په بېلابېلو بریدونو کې ووژل شول، چې له دې جملې ډېر شمېر یې ښځينه خبریالانې وې.
د انعکاس راډیو ټلوېزون د فعالیت د بندېدو په اړه ددغه رسنۍ د نشراتو مدیر شکرالله پاڅون افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «د جمهوریت په وروستي کال رسنۍ د دولت د وسله‌والو مخالفانو له لورې ټارګېټ وګرځول شوې. انعکاس چې په ختېځ کې یوه مخکښه رسنۍ وه شپږ تنه کارکوونکي یې د دولت د وسله‌والو مخالفانو له لورې په بېلابېلو هدفي بریدونو کې په شهادت ورسېدل، له دغو بریدونو راوروسته د انعکاس راډيو ټلوېزون مشرتابه او کارکوونکو ته ورځ تر بلې امنیتي ګواښونه ډېرېدل، په کارکوونکو امنیتي ساحه راتنګه شوه، همدا ګواښونه د دې باعث شول چې دغه مخکښه رسنۍ خپل نشرات ودروي.»
که څه هم افغانستان انټرنشنل-پښتو هڅه وکړه، چې د رسنیو د بندېدو او لاملونو په اړه یې د طالبانو د حکومت مستقیم نظر واخلي، خو د بار-بار هڅو سربېره و نه توانېدو چې له دوی څخه معلومات ترلاسه کړو.


د افغانستان په رسنیو کې په بې ساري ډول د خبریالانو د شمېر کمښت
د خپلواکو رسنیو د کمښت ترڅنګ، د رسنیو کارکوونکي او خبریالان هم له سختو شرایطو سره مخ شوي دي.

د جمهوریت په دوره کې شاوخوا ۱۲ زره کسانو د رسنیو په برخه کې کار کاوه، چې دا شمېر اوس څلور سوه او ۱۵۷ ته راټیټ شوی چې دا په‌خپله ښيي شاوخوا ۸ زره کسان له خپلو دندو بې‌برخې شوي دي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د معلوماتو له مخې، په جمهوریت کې شاوخوا دوه زره ښځینه خبریالانې او رسنیزې کارکوونکې فعاله وې، خو دا شمېر اوس یوازې ۵۵۷ ته راکم شوی دی، چې نږدې ۷۰ سلنه کمښت ښيي.

د رسنیو د بندېدو لړۍ نه یوازې د بیان ازادۍ ته ګواښ پېښ کړی، بلکې د ژورنالېزم مسلک ته یې د ژور ناورین بڼه ورکړې ده.

ډېرې رسنیزې ادارې چې په محدودو امکاناتو چلېدې، اوس یې د دوام وس له لاسه ورکړی دی.
د رسنیو بندېدو یوازې د اطلاعاتو بهیر کمزوری کړی نه دی، بلکې سلګونه خبریالان او خبریالانې یې له کاره بې‌برخې کړي دي.‎

د طالبانو تر واک لاندې د بیان ازادۍ پر وړاندې نه یوازې دا چې سیاسي بندیزونه موجود دي، بلکې اقتصادي فشارونه هم رسنۍ د بحران پر لور بېولي دي.‎
د نړۍوالو مرستو کمښت، د کارکوونکو د عوایدو له‌منځه تلل او د حاکم رژیم محدودیتونه هغه څه دي، چې رسنۍ یې له سقوط سره مخ کړې دي.

د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د یوې خصوصي راډیو مسوول د نوم‌ نه‌ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «زه د هغې رسنۍ مخکېنی مسوول یم چې د سختو اقتصادي شرایطو له امله یې فعالیت بند شوی دی. زموږ موخه ازاد، مسوولانه او ولس ته ژمن ژورنالېزم و، خو له بده مرغه دا ارمان مو د سختو شرایطو له امله قرباني شو. د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، نه یوازې د بیان ازادي سانسور شوه، بلکې زموږ لپاره د عوایدو سرچینې هم وچې شوې. د اعلانونو بازار له منځه لاړ، نړۍوالې مرستې ودرېدې او داخلي امکانات بسنه نه کوي. خپلو خبریالانو ته مو د میاشتو میاشتو معاشونه نه دي ورکړي. تجهیزات زړښت ته نږدې شوي، د دفتر کرایه پاتې شوې او بالاخره دې ته مجبور شوو چې د خپلې راډیو دروازه بنده کړو.»
د اقتصادي ستونزو له امله اوس د خبریالۍ مسلک د ډېر ګواښ او لږو امکاناتو یوه معادله ګرځېدلې چې نه یوازې د خبریال ژوند له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د ټولنې د غږ خاموشه‌‌کېدو ته هم لار هواروي.

په کابل کې د یوې راډیو ښځینه مدیره په دې تړاو وايي: «تر ټولو ستر درد دا دی چې زموږ خبریالان، په تېره بیا ښځینه همکارانې له سختو شرایطو سره-سره د خپل کار دوام ته ژمنې وې. هغوی د امنیتي ګواښونو، اخلاقي فشارونو او ټولنیزو محدودیتونو تر څنګ، د بې‌کارۍ له ناورین سره هم مخامخ وې، خو بیا یې هم کار ته دوام ورکړی و. اوس زما او د همکارانو غږ مې خاموشه شوی، خو باور لرم چې دا چوپتیا به د تل لپاره نه وي. د بیان ازادي یوازې شعار نه دی، بلکې یو انساني حق دی او موږ به د دغه حق لپاره خپله مبارزه ژوندۍ ساتو.»
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته خبریالان یا له هېواده وتلي یا له خپل مسلکه څنډې ته شوي دي او یا هم د امنیتي ګواښونو له امله په پټه یا نامنظمه توګه کار کوي.

دغه حالت نه یوازې د مسلکي خبریالۍ د کمزوري کېدو لامل شوی، بلکې د خلکو د اطلاعاتو د خوندي‌توب پر حق هم منفي اغېز کړی دی.


د خبریالانو پر ضد تاوتریخوالي
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر دې دمه د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي ۵۲۵ قضیې ثبت شوې دي.

دا پېښې له وهلو ټکولو، ګواښلو، سپکاوي، نیولو، تر جبري اعترافونو او ان بندي‌کېدو پورې رسېږي. همدا اوس د صابر رحیمي او مهدي انصاري په ګډون لږترلږه ۹ خبریالان د طالبانو تر توقیف لاندې دي، چې د خپل کار او مسلکي فعالیت له امله نیول شوي دي.

دا هغه قضیې دي چې له کوم قانوني بهیر پرته ترسره شوي او خبریالان د بیان د ازادۍ له حقه د دفاع پر ځای د جاسوسۍ، فتنې یا «د دولت ضد فعالیتونو» په تور نیول شوي دي.
پر خبریالانو د فشار، بندیزونو، نیول‌کېدو او تاوتریخوالي سربېره، د رسنیو اقتصادي بقا هم له ګواښ سره مخ شوې ده.

د نړۍوالو مرستو د بندېدو، د بازار د محدودیت او د حاکم رژیم له‌خوا د سختو مقرراتو له امله ډېری رسنۍ اړ شوې خپل فعالیتونه بند یا محدود کړي.
په داسې حال کې چې د نړۍ ډېری هېوادونه د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ لمانځي، افغان خبریالان د ژوندي پاتې کېدو، پټ کارکولو یا له هېواده د تېښتې پر لارو فکر کوي.

دا یوازې د یوه هېواد د رسنیو سقوط نه، بلکې د یوه ملت د غږ، فکري ازادۍ او د ځواب‌ویلو د سېسټم د له‌منځه تلو کیسه ده.

افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری: «په ټاکلې نېټې ووځئ، ګنې په زوره مو باسو»

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۳ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې پي‌او‌ار (POR) کارټ‌لرونکو افغان کډ‌والو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د ستنېدو لپاره ځانونه چمتو کړي. پاکستان دغه کډوالو ته د جون تر ۳۰ پورې نوې نېټه ټاکلې.

په پاکستان کې د دې کډوالو د پاتې‌کېدو موده د ۲۰۲۵کال د جون تر ۳۰مې پورې وغځېده، خو تر یادې نټې وروسته په دغه کې د هغوی پاتې‌کېدل ناقانونه بلل کېږي.

پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خپاره شوي بیان کې د جمعې په ورځ (مې ۲مه) ټینګار کړی چې نور په دغه هېواد کې د پي‌او‌ار کارټ‌لرونکو افغان کډوالو د پاتې‌کېدو د مودې د غځېدو اټکل نه‌شي کېدای.

همداراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې تر ټاکل شوې نېټې وروسته به د پي‌اوار کارټ‌لرونکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او د نه‌وتلو په صورت کې به د پولیسو له لوري په جبري ډول و ایستل شي.

پاکستان د پي‌او‌ار کارټ‌لرونکو افغان کډوالو ته دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې د دغه هېواد پولیسو یوازې تېره ورځ د تورخم له لارې د افغانانو د ایستلو په روان بهیر کې یو زرو ۶۹۹کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي. په دغو کسانو کې ۶۳۳د اې‌سي‌سي کار‌ټ‌رونکي او یو زرو ۶۶نور بیا ناقانونه افغانان وو.

دا په داسې حال کې ده چې پرون نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پاکستان او افغانستان په دروازو کې د خپل نوي چمتوشوي راپور کې ویلي، زرګونه افغانې کورنۍ د بشرپاله شرایطو په پام کې نیولو پرته له دغه هېواده ایستل شوې دي.

په داسې حال کې چې ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري ایستل ودروي، دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د ایستلو بهیر ته زور ورکوي.

څه موده مخکې د بښنې نړۍوال سازمان یو وار بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي. دغه سازمان ویلي و، پاکستان د ناقانونه بهرنیانو په نوم تر اته سوه زرو ډېرو افغانانو اېستلو دویم پړاو پیل کړی، چې افغانستان ته په ستنېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

په کونړ پوهنتون کې د دوو محصلینو په فزيکي شخړه کې یو کس وژل شوی

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۱

سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کونړ په اسعداباد پوهنتون کې د لیلې د ننه د دوو محصلینو په فزيکې شخړه کې یو محصل وژل شوی. سرچینه زياتوي، چې محصلینو د لوښو پر سر شخړه کړې او وژل شوی محصل په چاقو څو ځایه وهل شوی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د جمعې په ورځ د (غويي ۱۲مه) ویلي، چې دغه پېښه نن ماسپښين څلور بجې د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد د پوهنتون په لیله کې رامنځ ته شوې.

سرچینه وایي، چې دغه محصلین یو د ننګرهار او بل د پکتیا ولایتونو وو، چې د لوښو پر سر یې لفظي شخړه په فريکي اوښتې او یو محصل په چاقو وهل شوی، د سختو ټپونو له کبله يې ساه ورکړې.

مړ شوی محصل امان الله نومیده، چې د پکتیا لایت اوسېدونکی او د کمپيوټر سايسن پوهنځی محصل و.

کونړ کې طالب امنیتي مسولینو رسنيو ته ویلي، چې په پېښه کې ښکيل کس يې نیولی او دا مهال ترې پښتې روانې دي.

د کونړ د همدې پوهنتون محصلین وايي، چې دا پېښه په لیله کې د داخلي ستونزو، د طالبانو د کمزوري مديريت او ذهني فشارونو له کبله رامنځ ته شوې.

د کونړ پوهنتون مسولینو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبان وايي افغانستان ته د هرات – خواف له لارې ۲۶ سوداګريز باروړونکي ګاډي رسېدلي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۲۰:۵۰ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سمنټو، بورې او تېلو ۲۶ باروړنکي ګاډي د هرات – خواف له لارې افغانستان ته رسېدلي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه واردات د کورني بازار د اړتیا په پوره کولو کې مهم رول لري.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر د جمعې په ورځ د (غويي ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات – خواف اورګاډي له لارې افغانستان ته ۲۶ باروړنکي ګاډي رسېدلي، چې په کې سمنټ، بوره او تېل شامل دي.

طالبانو دا د وارداتو د اسانتیا او اقتصادي ثبات د پياوړتیا په برخه کې مهم ګام یاد کړی دی.

طالب چارواکو زياته کړې، چې هره ورځ لسګونه سوداګريز توکې له همدې ريل پټلۍ له لارې واريديږي.

په هرات کې طالب چارواکو د افغانستان د سوداګرۍ د پرمختګ، وارداتي لارو د پراخولو او اقتصادي خودکفايي په برخه کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو ډاډ ښودلی.

خو به کور دننه سوداګر بیا پر طالبانو نیوکه کوي، چې د سوداګرۍ او محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې روښانه تګلاره نه لري او زيات مهال سوداګر د حاصلاتو پر مهال له زیان سره مخ وي.

روسیه: داعش-خراسان د «مسکو او طالبانو ګډ دښمن» دی

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، روسیې په افغانستان کې له طالبانو سره د داعش-خراسان ډلې (ISIS-K) پر وړاندې په مبارزه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.

دا څرګندونې د افغانستان په چارو کې د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد مخکېني سفیر ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ له روسي رسنیو سره په یوې مرکه کې مطرح کړې دي.

کابلوف داعش-خراسان د مسکو او طالبانو «ګډ دښمن»بللی او وايي: «موږ به د ځانګړو بنسټونوله لارې طالبانوته غوره شونې مرسته په اختیار کې ورکړو.» دا لومړی ځل نه دی چې مسکو په سیمه کې د داعش ګواښ په تړاو اندیښنه ښيي، بلکې د دغې ډلې پر وړاندې په مبارزه کې یې له طالبانو سره د مخامخ همکارۍ لپاره د چمتووالي څرګندونې د مسکو په سیاست کې یو مهم بدلون بلل کېږي.

کابلوف زیاته کړې چې روسیه او طالبان په بېلابېلو برخو کې پراخه همکاري لري او ټینګار یې کړی چې مسکو په روسیه کې د طالبانو سفیر د رسمیت پېژندنې وړاندیز کړی دی. نوموړی وايي چې اوس په دې اړه د طالبانو رسمي ځواب ته په تمه دي. د هغه په ​​وينا، د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم په لرې‌کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر وړاندې خنډونه له منځه تللي دي.

روسیه د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې مسکو ته څېرمه د کنسرټ په یوه تالار کې تر خونړي برید وروسته چې په ترڅ کې یې ۱۴۵ کسان وژل شوي وو، اوس ظاهراً داعش له ګواښونو څخه د وېرې احساس کوي. د دغه برید مسوولیت داعش ډلې ومانه او امریکایي چارواکو هم د خپلو استخباراتي سرچینو په حواله ویلي و چې په دغه برید کې د داعش-خراسان څانګې لاس لرلو.

بل‌خوا،طالبان هم په افغانستان کې د داعش ډلې حضور په بشپړه توګه د ځپلو ادعا کوي، خو د حقاني شبکې د بنسټګر سراج‌‌الدین حقاني تره او د یادې ډلې د اقوامو او قبایلو پر وزیر برید او د هغه وژل کېدل هغه څه دي چې د طالب چارواکو ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي. همداراز، د طالبانو دا ادعا د ځینو نړۍوالو سرچینو له خوا شکمنه بلل کېږي، خو مسکو ظاهراً په دې برخه کې د طالبانو پر هڅو باور لري.

که څه هم تر اوسه پورې د روسیې په ګډون هېڅ هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی، خو روسیې تېره میاشت د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو نوم و ایست. د مسکو دغه اقدام کولای شي د دواړو لورو ترمنځ د رسمي تعاملاتو پراختیا ته لاره هواره کړي.