• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ: شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو ۳۱ وسله وال وژلي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۱ GMT+۱

د پاکستان پوځ وایي، چې د خېبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ژوندي‌نیول شوي دي. امنیتي چارواکو زياته کړې، چې دغه عملیات یې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې کړي دي.

د پاکستان امنیتي‌ادارو د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) ځايي رسنیو ته ویلي، چې یاد شمېر کسان په شمالي وزيرستان، میرعلي، ډاکه، میرانشا، کوز وانا، تخته خېل، تېرا دره او یو شمېر نورو سېمو کې د دقیقو عملیاتو پر مهال وژل شوي او نیول شوي.

د پاکستان د امنیتي‌ مسولینو په خبره، په وژل وسله والو کې د شمالي‌وزیرستان مرستيال والي او یو شمېر ځايي قومندانان هم شامل دي.

تر اوسه د دې عملیاتو او تلفاتو په اړه وسله والو ډلو څه نه دي‌ویلي.

د پاکستان امنیتي‌ادارو همداراز ویلي، چې د وسله والو د ځپلو په موخه یې عملیات تر هغه دوام کوي، تر څو چې سیمه د وسله والو له ګواښونو خوندي شوې نه وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او هند د شخړو له زیاتېدو سره افغان لارۍ چلوونکي زیانمن شوي دي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۱

د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو شخړو د زیاتوالي له امله د افغانستان لارۍ چلوونکي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې مرکزي مشر د شنبې په ورځ وویل، هند د افغانستان هغو لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې توکي لېږدوي او د واګه بندر څخه تېرېږي.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان هم د ټرانزیټ تړون له مخې له هند څخه وارد شوي توکي بار وړونکو موټرو ته د تورخم او چمن سرحدي نقطو له لارې افغانستان ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.

د دې اوونۍ په پیل کې، پاکستان ۱۵۰ بندو پاتې شویو افغان لاریو ته چې هند ته توکي لېږدوي اجازه ورکړه، چې له پولې تېر شي.

دا اقدامات نږدې یوه اوونۍ وروسته له هغه وشو چې په هندي کشمیر پهلګام کې ترهګریزه پېښه رامنځته شوه او پاکستان د هند سره د هر ډول سوداګرۍ لپاره خپلې پولې وتړلې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال مشر خان جان الکوزي د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان سره په خبرو کې تایید کړه، چې پاکستان اجازه ورکړې خو هند لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې د واګه پولې څخه تېر شي.

خان جان الکوزي وویل:«ټولټال ۱۵۰ لارۍ پاکستان ته ننوتلې وې او ټاکل شوې وه چې واګې ته لاړې شي، خو د اپرېل له ۲۵مې وروسته بندې پاتې دي.»

الکوزي زیاته کړه: «دا لارۍ وچې میوې، تازه میوې او سبزیجات لیږدوي. لومړی، پاکستان دا موټرونه ودرول او اوس هند اجازه نه ورکوي.»

نوموړي وويل، چې پاکستان هغه افغان تجارتي موټرونه هم بند کړي دي چې له هند څخه وارد شوي توکي لېږدوي.

نوموړي زیاته کړه: «شاوخوا ۱۵۰۰ کانټینرونه له هند څخه د کراچۍ بندرونو ته رسېدلي دي. ځیني توکي بار شوي وو او کانټینرونه تورخم او چمن ته رسېدلي دي. پاکستان دا موټرونه درولي دي.»

په کابل کې یوه افغان چارواکي وویل، چې د پاکستان په څېر د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې له سرحدي چارواکو غوښتي، چې هند ته د افغان لاریو د ننوتلو اسانتیاوې برابرې کړي.

د پاکستان حکومت ۶۲۱ افغان کډوال په جبري توګه له خپل هېواده اېستلي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۶ GMT+۱

د ترلاسه شویو شمېرو له مخې، د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د تورخم له لارې د افغانانو د ایستلو په دوامداره لړۍ کې ۶۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته استول شوي دي. په دې ډله کې ۲۲۸ تنه هغه افغانان دي چې قانوني اسناد لري، خو ۱۵۸ نور بیا هېڅ ډول د مېشتېدو قانوني اسناد نه لرل.

همداراز د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته چې له ملګرو ملتونو سره ثبت دي، د روان زېږدیز کال د جون تر پایه وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې تر یادې نېټې وروسته به د پي او ار کارت لرونکو پر وړاندې جدي اقدامات پیل شي او پولیس به هغوی په زور بېرته افغانستان ته واستوي.

چارواکو ټینګار کړی، چې دا ځل د افغانانو د اېستلو لپاره ټاکل شوې نېټه نه بدلېږي.

د بشري حقونو او د کډوالو ملاتړ کوونکو سازمانونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري اېستل ودروي، خو ښکاري چې اسلام‌اباد دا ځل دغو غوښتنو ته ډېر پام نه دی کړی.

پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو اېستلو لړۍ چټکه کړې، چې په افغانستان کې بشري ناورین او فقر خپل اوج ته رسېدلی دی. د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هېواد کې لوږه زیاته شوې او د بې‌روزګارۍ کړکېچ هم ورځ تر بلې ژورېږي.

په پاکستان کې تر دوو میلیونو زیات افغان کډوال مېشت دي او باور دا دی چې که د بېرته ستنولو لړۍ همداسې دوام وکړي، نو د افغانستان روان ناورین به لا پسې پراخ شي.

د پاکستان سوداګري تېره یوه میاشت کې ۳.۴ میلیارد ډالره کمه شوې ده

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۱

د پاکستان اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی، او دا کسر یوازې د روان کال د اپرېل په میاشت کې ۳.۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د پاکستان اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د احصایې ادارې په حواله، د روان کال د اپرېل میاشتې په پرتله، د دغه هېواد بهرنۍ سوداګري د اندېښنې وړ کمه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې د مارچ میاشتې په پرتله، د اپرېل په میاشت کې د پاکستان بهرنۍ سوداګري ۳.۳۹ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې، چې د سوداګرۍ په دې کمښت کې د مارچ میاشتې په پرتله ۵۵.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په تېر اپرېل میاشت کې د پاکستان اقتصادي کسر د ۲۰۲۲ کال د اګسټ میاشتې وروسته د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ تر ټولو لوړ کسر ګڼل کېږي.

د پاکستان اقتصادي کارپوهان وایي، د بهرنۍ سوداګرۍ خرابوالی د صادراتو د کمېدو او وارداتو د زیاتوالي له امله رامنځته شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د پاکستان صادراتو کچه په اپرېل میاشت کې په چټکۍ سره ۲.۱۴ میلیارد ډالره راکمه شوې، چې دا د مارچ میاشتې په پرتله ۱۹.۰۵ سلنه او د تېر کال په پرتله ۸.۹۳ سلنه کمښت ښيي.

خو په ورته مهال، په همدې میاشت کې د پاکستان واردات ۵.۵۳ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي، چې د مارچ میاشتې په پرتله پکې ۱۴.۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستان د احصایې ادارې په وینا، د ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۵ مالي کال د جولای څخه تر اپرېل لومړیو لسو میاشتو شمېرې ښيي، چې د پاکستان سوداګریز کسر ۲۱.۳۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر مالي کال د ورته موده په پرتله دغه کسر ۸.۸۱ سلنه زیات ښودل کېږي.

د پښتونخوا پولیس: لکي مروت ولسوالۍ کې یې د بریدنو پرمهال ۲ وسلوال ووژل

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۲ GMT+۱

د پښتونخوا د پولیسو له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د شنبې په غرمه یې د لکي مروت په ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال دوه وسلوال وژلي دي. پولیس زیاتوي، چې د وسلوالو دوه بریدونه یې شنډ کړي دي او ځینې وسلې یې هم نیولي دي.

د پښتونخوا د پولیسو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پولیسو او وسلوالو ترمنځ له سختې جګړې وروسته دوه وسلوال وژل شوي دي.

پولیس زیاتوي، چې له وسلوالو څخه یې نوې پرمختللې وسلې هم ترلاسه کړې دي.

تر دې دمه تحریک طالبان پاکستان د یادو بریدونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

همداراز، د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر ویلي، چې تازه یې د پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ او شمالي وزیرستان کې په بېلابېلو استخباراتي عملیاتو کې پنځه وسلوال وژلي دي.

د راپور له مخې، په مومند ولسوالۍ کې بیا دوه نور وسلوال تر جګړې وروسته ژوندي نیول شوي دي.

پهلګام پېښه؛ شهباز شریف وایي د هند پاروونکو اقداماتو باوجود، د پاکستان غبرګون مسولانه دی

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۵ GMT+۱

له هند سره د ډېپلوماټیکې سیالۍ په دوام د پاکستان لومړي وزیر د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د مقبوضه کشمیر د پهلګام تر پېښې وروسته، سره له دې چې هند پاروونکي اقدامات کړي، پاکستان د زغم او مسولیت لاره خپله کړې ده.

شهباز شریف د جمعې په ورځ د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې وویل، پاکستان تل د ترهګرۍ غندنه کړې او د پهلګام پېښې په اړه د هند ادعاوې بې‌اساسه دي. هغه زیاته کړه چې هند هڅه کوي دا پېښه له پاکستان سره وتړي، خو تر اوسه یې هېڅ ډول معتبر ثبوت نه دی وړاندې کړی.

بلخوا د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر وړاندې به پرېکنده اقدام وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه، چې که هند غواړي د پېښې په اړه باوري، شفاف او بې‌طرفه نړۍوال تحقیقات وشي، نو اسلام‌اباد چمتو دی پوره همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه، که ترکیه پدې تحقیقاتو کې شاملېږي، پاکستان به یې تود هرکلی وکړي.

په دغې لیدنه کې د ترکیې سفیر ډاډ ورکړ چې هېواد یې د پاکستان له دریځه ملاتړ کوي او په اوسني کړکېچ کې د زغم او سولې اړتیا مهمه بولي. نوموړي زیاته کړه چې د سیمې ثبات او د سویلي اسیا امن ته باید لومړیتوب ورکړل شي. دا هغه غوښتنه ده چې امریکا هم له دواړو هېوادونو غوښتې ده.