• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شینبام: مکسیکو ته مې د امریکایي سرتېرو د استولو په اړه د ټرمپ وړاندیز رد کړ

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د امریکا ځایي رسنیو خبر ورکړی، چې د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینبام د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز یې رد کړی چې غوښتل یې د امریکا پوځ مکسیکو ته واستوي، ترڅو د نشه یي توکو د قاچاقبرو پر ضد مرسته وکړي.

شینبام په یوې عامه غونډه کې د وال ستریټ ژورنال هغه راپور تایید کړ، چې یوه ورځ مخکې خپور شوی و او پکې ویل شوي و، چې ټرمپ د امریکا د پوځ د لا زیاتې ښکېلتیا غوښتنه کړې وه، ترڅو د مکسیکو د نشه یي توکو جګړه کې مرسته وکړي.

شینبام وویل: «هو، دا خبره ریښتیا ده او زیاته یې کړه چې په وروستیو میاشتو کې په ځینو خصوصي اړیکو کې ورته ټرمپ ویلي وو: «څنګه درسره مرسته کولی شو چې د نشه یي توکو پر ضد مبارزه وکړئ؟ زه وړاندیز کوم چې د امریکا پوځ دې درشي او درسره مرسته دې وکړي.»

نوموړې وایي، چې دا وړاندیز یې رد کړی او ټرمپ ته یې ویلي: «نه، ولسمشر ټرمپ، زموږ خاوره نه بدلېدونکې ده، زموږ حاکمیت نه بدلېدونکی دی. … موږ همکاري کولی شو، یو ځای کار کولی شو، خو تاسو دې په خپل قلمرو کې واوسئ او موږ به په خپل قلمرو کې. موږ کولی شو معلومات شریک کړو، خو موږ به هېڅکله هم د امریکا د پوځ شتون په خپله خاوره کې ونه منو.»

وال ستریټ ژورنال د مې په دویمې راپور کې ورکړی و، چې ګمان کېږي ټرمپ د اپرېل په ۱۶مه یوه ټلیفوني اړیکه کې شینبام ته ویلي و چې هغه امریکايي ځواکونه چې دی یې رالېږي، کولی شي د مکسیکو د قاچاقبرو پر ضد مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

زېلېنسکي: د روسیې د اوربند پر ژمنو باور نه لرم

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ وویل، باور نه لري چې روسیه به د مسکو د بریا د ورځې د لمانځنې له امله اعلان شوي درې ورځني اوربند ته ژمن پاتې شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې په نهمه په اروپا کې د دویمې نړۍوالې جګړې د پای ته رسېدو د کلیزې لپاره د درې ورځني اوربند امر وکړ او ویې ویل، چې په دې پرېکړې سره د اوږدې مودې سولې لپاره د کییف چمتووالی ازمایي.

زېلېنسکي په پراګ کې د چک ولسمشر پیټر پاول سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «دا لومړۍ ننګونه نه ده او نه هم دا د روسیې له خوا د اوربند لپاره لومړۍ ژمنې دي.»

زېلېنسکي چې ځواکونه یې د فېبروري ۲۰۲۲ راهیسې د روسیې د یرغل سره مبارزه کوي، زیاته کړه: «موږ پوهېږو چې له چا سره معامله کوو، موږ پرې باور نه لرو.»

مسکو تر دې وړاندې د مارچ په میاشت کې د کییف او واشنګټن له خوا وړاندیز شوی غیر مشروط ۳۰ ورځنی اوربند رد کړی و.

زېلېنسکي وویل: «نن او په دې ټولو ورځو کې دوی د یو ډول جزوي اوربند د غوښتلو په اړه خبرې کوي، مګر تاسو باید پوه شئ، د مثال په توګه چې نن ورځ د بریدونو شمېر په وروستیو میاشتو کې تر ټولو لوړ دی.»

هغه همداراز زیاته کړې، چې روسیې د شنبې په ورځ له ۲۰۰څخه ډېر بریدونه کړي دي.

د یادولو ده، چې زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ د خپلې مېرمنې سره د دوه ورځني سفر لپاره پراګ ته تللی.

د چک جمهوریت چې د اروپايي ټولنې او ناټو غړی دی، د ۲۰۲۲ کال په فېبروري کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې اوکراین ته د پام وړ بشري او پوځي ملاتړ چمتو کړی دی.

له نیم مېلیون څخه ډېرو اوکرایني کډوالو ته یې ځای ورکړی او د اوکراین پوځ ته یې د ټانکونو، زغره والو موټرو او چورلکو په ګډون تجهیزات چمتو کړي دي.

ټرمپ غواړي ریاض ته د سفر پر مهال د شپږو خلیجي هېوادونو له مشرانو سره وګوري

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د یوې حکومتي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د روانې میاشتې په وروستیو کې ریاض ته د سفر پر مهال د شپږو خلیجي هېوادونو له مشرانو سره وګوري.

د مې له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته د ټرمپ سفر به د هغه د دویمې دورې لومړنی بهرنی سفر وي.

د فرانسې خبري اژانس د سرچینې له قوله لیکلي: «ټرمپ به په ریاض کې د خلیج همکارۍ شورا (GCC) له مشرانو سره وګوري.»

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د دغه سفر موخه د «سیاسي او اقتصادي همکارۍ» پیاوړتیا ده.

اکسیوس د یوه عربي چارواکي په حواله د شنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې اوس مهال داسې کوم پلان نشته چې د نورو عربي هېوادونو مشران سرمشریزې ته راوبلل شي، خو دا ممکن بدلون ومومي.

د ټرمپ له سفر وړاندې، متحده ایالاتو د جمعې په ورځ سعودي عربستان ته د ۳.۵ مېلیارد ډالرو په ارزښت د توغندیو پلور تصویب کړ.

ریاض ته دا سفر وروسته له هغه کېږي، چې متحده ایالاتو او ایران د تهران د اټومي پروګرام په اړه غیر مستقیمې خبرې اترې پیل کړې دي.

د هند دفاع وزیر هندیانو ته: هغه څه به کیږي چې تاسې ټول یې غواړئ

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د هند د دفاع وزیر ویلي، چې د پهلګام برید ته به سخت غبرګون وښودل شي او ژمنه یې وکړه، چې د هند د خلکو غوښتنې به د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ پوره شي.

د هند د دفاع وزیر راجنات سنګ وايي، د هېواد پر وړاندې برید کوونکو ته د حساب وړ ځواب ورکول یې مسوولیت دی.

نوموړي په نوي ډېلي کې د یوې لويې غونډې پرمهال د هند خلکو ته ډاد ورکړ، چې د پهلګام برید غچ به هرومرو اخیستل کیږي.

نوموړی وايي، هغو کسانو ته په جدي ځواب ورکړي، چې پر هند یې برید کړی.

راجنات سینګ وايي:« تاسې لومړی وزیر ښه پیژنئ. تاسې د هغه د کار له سبک، حوصلې، وړتیا او تصمیم نیونو سره بلد یاست. تاسې پوهیږئ، چې مودي څنګه د خطرونو منلو جرئت لري. ډاډ درکوم، چې د مودي صاحب تر مشرۍ لاندې به همغه څه وشي، چې تاسې یي غواړئ»

بل خوا د کشمیر پولیسو ویلي، چې نن یې د مختلفو امنیتي ادارو له مشرانو سره د همغږۍ او امنیتي وضعیت ارزونې په موخه غونډه کړې ده.

وړاندې تردې هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د هند امنیتي ځواکونو د کشمیر ترهګریزې پېښې په ځای کې کې سنایپر، ایم لړۍ ټوپکونه، مرمۍ او نور پرمختللي وسایل ترلاسه کړي دي، چې ګڼ شمېر یې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې شوي مهمات بلل شوي.

پاکستان د هند د برید مخنیوي لپاره د امنیت شورا ناسته را غواړي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه هېواد د ډیپلوماټیکو هڅو موخه دا ده چې نړیوالې ټولنې ته حقایق وړاندې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي ته امر کړی چې ژر تر ژره د امنیت شورا غونډې د رابللو لپاره ګامونه واخلي.

د ایکسپرېس ټریبیون د رپوټ له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دا غونډه به د جنوبي اسیا د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره وي، چې د وزارت په وینا، د هند د «پاروونکو اقداماتو» له امله ترینګلې شوې ده.

اعلامیه زیاتوي، پاکستان به امنیت شورا ته په سیمه کې د هند د اقداماتو په اړه معلومات ورکړي او دا به هم څرګنده کړي چې څنګه «هند د اندس د اوبو تړون په ناقانونه توګه لغو کړی، چې د اندس سیند د کارونې لپاره یو نړیوال تړون دی».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا ګامونه د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو برخه ده چې نړیوالو ته د هند ددریځ پر وړاندې حقیقتونه وړاندې کړي.

بل‌خوا، د پاکستان ملکي او پوځي مشرتابه د یکشنبې په ورځ د ټولو سیاسي ګوندونو استازو ته د ملي امنیت په اړه یوه تفصیلي غونډه کې معلومات ورکوي، چې تمرکز به یې له هند سره پر زیاتېدونکي کړکېچ وي.

ایراني چارواکو په البرز ولایت کې ۱۰۰ زره ناقانونه کډوال راټول کړي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د ایران د البرز ولایت چارواکي وایي، د ناقانونه کډوالو راټولولو لپاره یې یو مرکز جوړ کړی او ۱۰۰ زره غیر قانوني کډوال یې پکې راټول کړي. چارواکو ویلي، چې دغه اقدام د ټولنیزو ستونزو په حل کې مهم پرمختګ دی.

ایرنا خبري اژانس د دغه هېواد د البرز ولایت د عمومي څارنوال حسن مددي په حواله راپور وکړی، چې په یاد ولایت کې یې د ناقانونه کډوالو د راټولولو لپاره یو مرکز جوړ کړی او تردې مهاله یې پکې ۱۰۰زره کډوال ځای پرځای کړي دي.

حسن مددي وايي:«په ولایت کې د ناقانونه اتباعو د راټولولو لپاره یو ځانګړی مرکز جوړ شوی چې پخوا موجود نه و. دغه مرکز تر اوسه له ۱۰۰زره ډیر ناقانونه بهرني وګړي راټول کړي دي.»

راټول شوي کډوال «بهرني اتباع» یاد شوي، خو په ایران کې د بهرنیو اتباعو اصطلاح ډېری افغانانو ته کاریږي.

مددي وايي، چې د ناقانونه کډوالو په راټولولو سره اوس په دغه ولایت کې د جنايي پېښو کچه ۲۰ سلنه کمه شوې ده.

که څه ایران هره ورځ لسګونه افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته ستنوي، خو د ایران د البرز ولایت چارواکو دا نه دي ویلي، چې په دغه ولایت کې راټول شوي ناقانونه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ستنوي او که نه.