• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نبیل: طالب داسې افغانستان غواړي چې خلک یې نه پوه شي، نه وپوښتي او نه راپورته شي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د هېواد ښوونیز وضعیت ته په اشارې وایي، چې طالبان داسې راتلونکی افغانستان ته غواړي، چې خلک یې تر سیوري لاندې یوازې ژوندي وي. د نوموړي په وینا، یاده ډله غواړي چې خلک یې نه پوه شي، نه وپوښتي او نه راپورته شي.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، ویښ ملتونه داسې سیوری غواړي چې هلته فکر وده وکړي او انسان وګړی وي، نه یو ړوند، مطیع او تابع رعيت.
د نبیل په خبره: «طالب داسې راتلونکی د افغانستان لپاره غواړي، چې خلک یې تر سیوري لاندې یوازې «ژوندي وي»؛ نه پوه شي، نه وپوښتي، نه احساس ولري، نه راپورته شي؛ بلکې یوازې یو مطلق، بې‌ارادې رعيت پاتې شي.»
هغه په خپله پاڼه کې د یوې شنې ونې انځور خپور کړی چې ښيي په یوه وخت کې خلک یې تر سیوري لاندې ناست دي او په بل وخت کې پسونه یې تر لاندې لیدل کېږي.
ښاغلي نبیل دې انځور ته په اشارې سره لیکلي: «دوه ونې، دوه سیورې، دوه برخلیکونه: یو سیوری د ویښو، ژوراندو (متجسسو)، د پوهې، خبرو او بدلون مینه‌والو انسانانو لپاره؛ بل سیوری د چوپ، بې‌غږه، بې‌احساسه او رعيت‌صفتو پسونو لپاره.»

100%


د مخکېني جمهوري نظام د ملي امنیت یاد پخوانی مشر دغه راز زیاتوي، چې په سیوري کې توپیر نه شته، بلکې توپیر د سیوري لاندې د فکرونو، ارادو او شعورونو کې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې رحمت الله نبیل څو ورځې وړاندې هم ویلي و، هر څوک چې د زده کړو مخه نیسي، د ملت او وطن دوښمن دی.
د یادولو ده، چې طالبانو له نږدې څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیزونه لګولي او دغه راز د هلکانو د زده کړو بهیر یې هم له محدودیتونو سره مخ کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په دوحه کې د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت د ښځو په ملاتړ «سره څوکۍ» کېښوده

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت عمومي منشي سفیر ریکارډو ګواریګلیا د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت کې، چې اوس له دوحې فعالیت کوي، یوه سره څوکۍ پرانیستله، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي او جنسیتي تبعیض پر ضد د نړیوال پیغام برخه ده.

په دې پرانیسته کې د ایټالیا سفیرې سبرینا اوګولیني او د سفارت کارکوونکو ګډون کړی و.

دغه نوښت د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال انتونیو تاجاني له لوري پیل شوی، چې موخه یې د نړۍ په ټولو ایټالیايي سفارتونو کې د سرو څوکیو ځای پر ځای کول دي.

تاجاني ویلي: « دا سره څوکۍ د هغې خلا نښه ده چې په ټولنه کې له تاوتریخوالي سره د ښځو د مخ کېدو پرمهال رامنځته کیږي. موږ باید پر دغو څوکیو کښېنو او د تاوتریخوالي او تبعیض پر ضد د ښځو ملاتړ وکړو، په ځانګړې توګه په افغانستان کې».

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت وايي، چې په افغانستان کې دغه نوښت ځانګړی اهمیت لري، ځکه ښځې او نجونې هره ورځ له جدي محدودیتونو، د بشري حقونو له نقض او له ټولنیزو ازادیو بې برخې ژوند سره مخ دي.

سره له دې چې ایټالیا له کابل څخه خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه دوحې ته انتقال کړي، دا څوکۍ ښيي چې ایټالیا د ښځو د حقونو په برخه کې خپل دریځ ته ژمنه پاتې ده.

ایراني چارواکو په البرز ولایت کې ۱۰۰ زره ناقانونه کډوال راټول کړي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د ایران د البرز ولایت چارواکي وایي، د ناقانونه کډوالو راټولولو لپاره یې یو مرکز جوړ کړی او ۱۰۰ زره غیر قانوني کډوال یې پکې راټول کړي. چارواکو ویلي، چې دغه اقدام د ټولنیزو ستونزو په حل کې مهم پرمختګ دی.

ایرنا خبري اژانس د دغه هېواد د البرز ولایت د عمومي څارنوال حسن مددي په حواله راپور وکړی، چې په یاد ولایت کې یې د ناقانونه کډوالو د راټولولو لپاره یو مرکز جوړ کړی او تردې مهاله یې پکې ۱۰۰زره کډوال ځای پرځای کړي دي.

حسن مددي وايي:«په ولایت کې د ناقانونه اتباعو د راټولولو لپاره یو ځانګړی مرکز جوړ شوی چې پخوا موجود نه و. دغه مرکز تر اوسه له ۱۰۰زره ډیر ناقانونه بهرني وګړي راټول کړي دي.»

راټول شوي کډوال «بهرني اتباع» یاد شوي، خو په ایران کې د بهرنیو اتباعو اصطلاح ډېری افغانانو ته کاریږي.

مددي وايي، چې د ناقانونه کډوالو په راټولولو سره اوس په دغه ولایت کې د جنايي پېښو کچه ۲۰ سلنه کمه شوې ده.

که څه ایران هره ورځ لسګونه افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته ستنوي، خو د ایران د البرز ولایت چارواکو دا نه دي ویلي، چې په دغه ولایت کې راټول شوي ناقانونه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ستنوي او که نه.

هندي رسنۍ: د کشمیر د برید په ځای کې د ناټو پاتې شوې پرمختللې وسلې موندل شوې

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۴ GMT+۱

دي انډین ایکسپریس رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې د هند امنیتي ځواکونو د کشمیر د ترهګریزې پېښې په ځای کې سنایپر، ایم لړۍ ټوپکونه، مرمۍ او نور پرمختللي وسایل ترلاسه کړي دي، چې ګڼ شمېر یې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې شوي مهمات بلل شوي.

دغې هندي رسنۍ د هند تر ادارې لاندې کشمیر د پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو د برید په اړه د څېړنو نوي معلومات خپاره کړي دي.

په راپور کې د هند امنیتي او حکومتي سرچینو له قوله ویل شوي، چې ښايي بریدګرو د پهلګام له برید وړاندې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وي. چارواکو ویلي، چې په کشمیر کې یې د برید ترسره کېدو په اړه وړاندې معلومات لرل او د برید د ګواښ له امله یې د کشمیر د سرینګر په زابروان غرونو او شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر ډیر کړي وو.

یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي:« د پولیسو لوړپوړي چارواکي، د پولیسو د عمومي رییس په ګډون د برید نه مخکې څو ورځې په سیمه کې حضور درلود».

نوموړي ویلي، چې امنیتي ادارو د برید په اړه لا له وړاندې معلومات لرل او فکر یې کاوه، چې برید به د سرینګر د شاوخوا هوټلونو په سیمه کې وشي.

نوموړی وايي، امنیتي چارواکو له برید څخه لس ـ پنځلس ورځې وړاندې په ډاچګام، نیشت او شاوخوا سیمو کې چاڼیز عملیات وکړل.

په کشمیر کې د پولیسو یوې سرچینې ویلي، چې استخباراتي معلومات مشخص نه وو او د پهلګام له برید وروسته څرګند شول.

یوې بلې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د امنیتي ادارو څېړنې دا په ډاګه کوي، چې د پهلګام برید څلورو کسانو ترسره کړی او د یادو کسانو له ډلې څخه دوه یې د کشمیر ځايي اوسیدونکي دي.

سرچینه زیاتوي:« وروسته له هغه چې موږ د شکمنو کسانو هویتونه د پاکستان له لارې د اتاري سرحد څخه د کشمیري مسافرو له تفصییلاتو سره پرتله کړل، موږ دا تاییدولی شو، چې دوه یې د سویلي کشمیر څخه پاکستان ته تللي وو، خو د دوی د بیا داخلېدو کوم ثبتوب او ریکارډ نشته. کیدای شي هغوی له کتهوا لارې هند ته راستانه شوي وي.»

امنیتي چارواکو ویلي، چې د دوی څېړنې دا ښيي، چې دغه دوه سیمه ییز کشمیریان له برید څخه وړاندې له سیلانیانو سره یوځای شوي وو.

چارواکي وايي، دوی سیلانیان د خوړو خوړلو لپاره یوځای سره راټول کړل، هلته له مخکې ښايي پاکستانیانو حضور درلود او له نږدې واټن څخه یې پر سیلانیانو ډزې وکړي.

دغه امنیتي سرچینه وايي:« دا څرګنده ده، چې ترهګر د څلور پنځو ورځو لپاره د بایساران په شاوخوا کې پاتي شوي وو، او دا کار د سیمې د ځینو خلکو له همکارۍ پرته ممکن نه وو.»

استخباراتي ادارو د مخابراتي اړیکو ځینې داسې نښې هم موندلې دي، چې دغه ترهګر د څو ورځو لپاره په سیمه کې پاتې شوي وو.

حکومت داسې اندیښنې لري، چې وسله وال ترهګر په سیمه کې تګ راتګ لري.

د دغې هندي رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو د پېښې په ځای کې سنایپر، ایم لړۍ ټوپکونه، مرمۍ او نور پرمختللي وسایل ترلاسه کړي دي او ډیری دغه وسایل په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې شوي مهمات ګڼل کیږي.

امنیتي چارواکو ویلي، چې له دې پیښي وروسته ځايي کشمیریانو هم غبرګون ښودلی او د وژل شویو کسانو په یاد کې یې شمعې ولګولې او لاریونونه یې وکړل.

په کابل کې متقاعدینو یوځل بیا د تقاعد ریاست مخې ته اعتراض کړی

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د شنبې په ورځ یوه ډله متقاعدین یوځل بیا د کابل ښار تقاعد ریاست مخې ته راټول شول او د طالبانو له خوا د خپلو تقاعدي معاشونو نه‌ورکولو په وړاندې‌یې اعتراض وکړ. دوی وایي، سره له دې چې د طالبانو مشر د تقاعدي معاشونو د ورکړې حکم کړی، خو اړوند اداره په دې برخه کې «بېلابېلې پلمې» جوړوي.

یوه ډله متقاعدین نن د شنبې په ورځ د غويي ۱۴مه، یو ځل بیا د کابل ښار خزینه تقاعد ریاست مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي ول.

افغانستان انټرنشنل ته ددې اعتراض یوه ویډيو هم رسېدلې ده.

په ویډیو کې ښکاري، چې معترضین له ملګرو ملتونو هم غواړي، چې په افغانستان کې د متقاعدینو د حقونو له تر پښو لاندې کېدو سره بې‌پروایي ونه‌کړي او دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ خو څو میاشتې تېرې شوې، چې لا هم د کورناستو ستونزه نه ده حل شوې.

په هغه وخت کې ځینو متقاعدینو وویل، چې ملا هبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د تنخواوو د ورکړې اراده نه لري.

دغه تقاعد شوي کسان د تنخواوو د ورکړې په موخه د طالبانو ځانګړې محکمې ته راجع شوي خو تر اوسه دغې محکمې د دوی د تنخواوو د ورکړې حکم نه دی صادر کړی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر اعتراف وکړ چې افغانان له فقر او بېکارۍ سره مخ دي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۳:۵۰ GMT+۱

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي چې په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ او په مختلفو برخو کې مثبتې او د پام وړ لاسته‌راوړنې موجودې دي، خو فقر او بېکاري د خلکو له اساسي ستونزو څخه دي. عزیزي ټینکار کړی، چې «په دې اړه خپل مسوولیتونه ترسره او فعالیتونه ګړندي کړو».

په داسې حال کې، چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله په یوه وینا کې فقر د الله ازمویښت ګڼلی، ددې ډلې د سوداګرۍ او صنعت وزیر وايي، چې د افغانستان اساسي ستونزې فقر او بې کاري دي او دوی په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کوي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن یکشنبه د غويي ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ولیکل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معیین مولوي محمد زاهد احمدزي د کار ملي کنفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه، ددې ډلې له صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره کتلي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي، چې د کار ملي کنفرانس یو له عمده موخو څخه په راتلونکو پنځو کلونو کې نږدې یو نیم میلیون هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کاري زمینو اېجاد دی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم پکې شاوخوا ۵۵۰ زره تنو ته د کارموندنې ژمنه کړې ده.

طالبانو ددې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر نور الدین عزیزي په حواله لیکلي:«له نېکه مرغه په زرګونه جریبه ځمکه په مختلفو برخو کې د پانګې‌اچونې په موخه ځانګړې شوې او د وېش د څرنګوالي میکانېزم یې هم چمتو شوی دی، چې ګڼ شمېر خلکو ته به د کار زمینې برابرې شي او هم به په اقتصادي برخه کې ستر بدلون رامنځته کړي.»

هغه زیاتوي چې د کار په ملي کنفرانس کې د ترسره شوې ژمنې د عملي کېدو لپاره اقدام شوی او په دې اړه به لازم معلومات ددې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره شریک شي.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې یوه مشترکه تخنیکي کمېټه به رامنځته او په اړوندو برخو کې به له نږدې کار کوي.