• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخوانی لوی څارنوال: د پښتنو په ګډون د ټولو قومونو ښځې او نجونې له خپلو حقونو محرومې شوې دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۷ GMT+۱

د سویس د کډوالو ادارې یوې طرحې ته د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د جمهوري نظام مخکېنی لوی څارنوال فرید حمیدي وايي، چې د پښتنو په ګډون د ټولو قومونو ښځې او نجونې له خپلو ټولو حقونو محرومې شوې دي.

حمیدي د دوشنبې په ورځ د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، دا ادعا چې پښتانه د طالبانو له ظلمونو څخه خوندي دي، یو «غېرواقعي قضاوت» دی.

د هغه په وینا، دا ډول طرحې د افغانستان د پېچلتیاوو او اوسني ناورین په هکله د دغه ناخبرتیا څرګندوي.

نوموړي لیکلي دي: «دا سمه ده چې ډېری طالبان او د هغوی لوړپوړي چارواکي پښتانه او اغلب د یوه ولایت دي، خو طالبان د افغانستان د ټولو قومونو او خلکو دوښمنان دي.»

حمیدي ټینګار کړی، چې طالبانو ټول قومونه، په ځانګړې توګه پښتانه ډېر کړولي دي او د دغې ډلې اقداماتو په افغانستان کې قومي ستونزو ته لمن وهلې ده.

فرید حمیدي زیاته کړې: «د پښتنو په ګډون د ټولو قومونو ښځې او نجونې، له خپلو ټولو حقونو څخه محرومې شوې دي. د ټولو قومونو مسلکي کادرونه له دولتي ادارو او دندو فرصتونو څخه اېستل شوي او د ناقانونه ځورونې، شکنجې او وژنې څخه د وېرې له امله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.»

د یادونې ده، چې د پښتنو په اړه د سویس د کډوالو ادارې یوې طرحې په نړۍواله کچه غبرګونونه راپارولي دي. همدا نن د متحدې ملي جبهې مشر جنرال سمېع سادات هم ویلي چې پښتانه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

هغه د سویس له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې باید دا قوم‌پرسته طرحه پر خپل ځای ودروي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

‏د ننګرهار په حصارک، شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې تاریخي سیمې کشف شوې دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۳ GMT+۱

‏طالبانو د ننګرهار ولایت په حصارک، شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د تاریخي سیمو د کشف خبر ورکړ.

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغو موندنو په ډله کې څلور تاریخي ساحې او پنځه لرغوني برجونه شامل دي، چې ګومان کېږي د پخوانیو کاروانونو لپاره د لارښوونې منارونه وو.
‏په خبرپاڼه کې راغلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا سیمې له اسلام وړاندې د بودايي دین او د کوشانیانو دورې پورې اړه لري، ځکه لرغوني جوړښتونه لکه ستوپې، معابد او د اوسېدو ځایونه پکې لیدل شوي، چې د ستر تاریخي او فرهنګي ارزښت درلودونکي بلل شوي دي.

‏د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولين وایي، دا موندنې د افغانستان د غني تاریخي میراث څرګندونه کوي او باید خوندي وساتل شي.

یاده دې وي، چې د کابل-جلال اباد په دویم سړک له دې وړاندې هم د سروبي په ولسوالۍ کې درې تاریخي سیمې موندل شوې وې.

د چین د موټرو یو شرکت په افغانستان کې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ معین مولوي احمدالله زاهدد چین د ډونګفېنګ ادې موټرو شرکت له استازي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې، د ډونګفېنګ شرکت استازي خپله لېوالتیا څرګنده کړې چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او اعلان یې کړی چې دغه شرکت به د درې نیمو کلونو په ترڅ کې د څلورو پړاوونو له لارې د افغانستان د موټرو جوړولو په سکتور کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

دوی زیاته کړې چې له دې لارې به هر کال دوه زره موټر جوړ کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ معین ټینګار کړی چې حکومت یې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره عادلانه چاپېریال ته ژمن دی او هر اړخیز ملاتړ به وړاندې کوي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ډونګفېنګ شرکت استازي ویلي، چې دا پروژه به په افغانستان کې ۵۰۰ تر ۷۰۰ کسانو ته دندې برابرې کړي.

همداراز، شرکت پلان لري چې بېلابېل وسایط، لکه ګړندي موټر، لارۍ، امبولانسونه او بسونه بازار ته وړاندې کړي او دغه وسایط به پر افغانانو په قسطونو وپلوري.

نادر نادري: د قومیت پر بنسټ تبعیض د کډوالو له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۱

له طالبانو سره د پخواني افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري وویل چې د قومیت پر بنسټ تبعیض د کډوالو له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده. نادري پر خپل اېکس لیکلي، چې ټول افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ځورونې سره مخ دي.

دغه پخواني افغان چارواکي په خپل اېکسپاڼه کې لیکلي، چې د ژوند د خوندیتوب غوښتنه امتیاز نه دی، دا یو حق دی.

نادر نادري لیکلي:«د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون روښانه دی: د پناه غوښتنې پریکړې باید د انفرادي خوندیتوب اړتیاوو پر بنسټ وي، نه د پراخو توکمیزو کټګوریو پر بنسټ.»

دی په دې باور دی چې د افغان کډوالو شړل یو خطرناک مثال جوړوي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د سویس رینه څورښر څایتونګ ورځپاڼې رپوټ ورکړ، چې ددغه هېواد د کډوالو د اخراج مسوول د یوې ځانګړې الوتنې یا د قومیت پر اساس د افغانانو د اخراج وړاندیز کړی و.

د ازادۍ جبهه: سویس دې د قومیت پر بنسټ د وګړو ایستلو په اړه وضاحت ورکړي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۶:۱۶ GMT+۱

د طالبانو مخالفې ازادۍ جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سویس دې د افغان وګړو د ایستلو په اړه د رسنیو د راپورونو په اړه وضاحت ورکړي. ازادۍ جبهه وايي چې د توکم پالنې چلند د بشري حقونو د اصولو او معیارونو خلاف کار دی.

د سویس کډوالو اداره کې د یوې وړاندې شوې نظریې په غبرګون کې ازادۍ جبهې هم خبرپاڼه خپره کړې ده.

ددې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي:«د ازادۍ جبهه له سویس څخه د افغان اتباعو د ایستلو پر پلان د غور د احتمال په اړه د رسنیو د راپورونو په اړه وضاحت غواړي»

دوی زیاتوي چې دا ډول رپوټونه او نظرونه به د یو شمیر هغو پناه غوښتونکو پر برخلیک منفي اغیز وکړي، چې په پښتنو پورې اړه لري.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي چې د سویس د قانوني اړتیاوو او نړیوالو مکلفیتونو په اړه په بشپړ پوهاوي او پوهې سره، دغه هېواد تر پوښتنې لاندې راولي.

یادې جبهې پر سویس غږ کړی، چې د دې مسالې په اړه د کره معلوماتو په ورکولو سره په ټوله نړۍ کې د افغان وګړو ترمنځ د اندېښنو د زیاتوالي مخه ونیسي.

د سویس حکومت دا ډول طرح او خبرونه تر اوسه نه دي تایید کړي.

عطا محمد نور: طالبانو ته د سیاسي مشروعیت ورکولو هڅې د اندېښنې وړ دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۴ GMT+۱

د جمعيت اسلامي ګوند يو مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ويلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) هڅې چې غواړي طالبانو ته سياسي مشروعيت ورکړي، نه يوازې د اندېښنې وړ دي، بلکې دا د افغان ولس سره خيانت او د نړيوالو ادارو پر بې‌طرفۍ داغ دی.

نوموړي زياته کړې: «هر ډول هڅه چې له طالبانو سره د نړيوالو اړيکو عادي‌کولو په هدف وي، دا د خلکو له ارادې تېرېدل او نړیوالو ادارو ته د شرم وړ ده».

په یوه اعلامیه کې چې د جمعيت اسلامي ګوند له خوا خپره شوې، ټينګار شوی چې یوناما او ځینې اړوندې ادارې د «مماشات» سیاست غوره کړی، له خلکو سره د روانو کړاوونو پر وړاندې بې‌پروا پاتې شوې او د طالبانو د تحميلي نظام لپاره ښکاره لابي کوي.

عطا محمد نور همدارنګه ويلي چې طالبانو له ښځو د تعليم او کار حق اخیستی، سياسي مشارکت نشته او خلک به د نړيوالو «انتخابي چوپتيا او دوه‌ګوني چلندونه» هېڅکله هېر نه کړي.

نوموړي له نړیوالو دموکراتيکو بنسټونو او نړيوالې ټولنې غوښتي، چې طالبانو ته پر مشروعیت ور کولو تمرکز ونه کړي، بلکې د خلکو پر محور د عادلانه حللارو لټه وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې رپوټونه خپاره شوي چې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره يوه سياسي طرح تر کار لاندې نیولې، چې ښايي د طالبانو استازی سهیل شاهین د افغانستان دایمي استازي په توګه ومنل شي.