• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د علامه اقبال سکالرشېپ له لارې ۳۰۰ افغان محصلین فارغ شول

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۵ GMT+۱

په پاکستان کې د لوړو زده کړو کمېسیون (HEC) د علامه اقبال سکالرشېپ پروګرام له لارې ۳۰۰ افغان محصلین فارغ شول. دغو محصلینو په بېلابېلو برخو کې خپلې زده کړې بشپړې کړې دي.

افغان زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې ویلي: «په پاکستاني پوهنتونونو کې زده کړې زموږ لپاره د ویاړ ځای دی. دې سکالرشیپونو زموږ خوبونه حقیقت ته ورسول.»

یوې افغانې ښځینه زده کوونکې چې نوم یې نه دی یاد شوی وویل: «ما د زړه ناروغۍ په برخه کې لوړې زده کړې کړي او دا د پاکستان له امله ده چې زه د ډاکټرې کېدو خوب پوره کولی شم.»

د لوړو زده کړو د کمېسیون رییس د مراسمو په ترڅ کې اعلان وکړ، چې د علامه اقبال سکالرشیپ درېیم پړاو چې د پاکستان د لومړي وزیر له خوا یې ملاتړ کېږي، ډېر ژر پیلېږي.

دا نوی پړاو به د ۴۵۰۰ نورو افغان زده کونکو لپاره په پاکستان کې د لوړو زده کړو فرصتونه برابر کړي.

د راپورونو له مخې، د علامه اقبال سکالرشیپ پروګرام په لومړي ځل د پاکستان حکومت په ۲۰۱۰م کال کې پیل کړ.

د دې سکالرشیپ له لارې زرګونه افغان محصلین د پاکستان مختلفو پوهنتونونو ته د لیسانس، ماسټري او دوکتورا زده‌کړو لپاره ور وپېژندل شول.

یاده دې وي، چې د ۲۰۲۵م کال تر پیل پورې نږدې ۶،۰۰۰ افغان محصلینو د دې سکالرشیپ له لارې زده‌کړې کړې دي.

د پروګرام درېیم پړاو چې تمه ده ژر پیل شي، پلان لري چې ۴،۵۰۰نورو افغان محصلینو ته د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دغه اقدام د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي ملاتړ لاندې کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له روسیې د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د بیا پيل غوښتنه کړې

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۱

طالبانو له روسیې غوښتي، چې د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د خلاصولو، په نړۍوالو غونډو کې د افغان پلاوي د سفر د زمینې برابرولو او په نړۍوالو چاپېریالي کنوانسیونونو کې د افغانستان د طرحو د ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.

مطیع الحق خالص د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ته ویلي، چې افغانستان او د سیمې هېوادونه د اقلیمي بدلون په راوستلو کې ډېر ښکېل نه دي، خو له ناوړه اغېزو څخه یې ډېر اغېزمن شوي دي نو په کار ده، چې له اقلیمي بدلون سره په ګډه مبارزه وشي.
په کابل کې بیا د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف یادې ډلې ته ډاډ ورکړی، چې وړاندیزونه به یې له مسکو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص تېره ورځ په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په لیدنه کې په راتلونکې «کاپ ۳۰» نړۍوال اقلیمي کنفرانس کې د دغه هېواد د ملاتړ غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې، چې دغه کنفرانس په برازیل کې ترسره شي.

پخوانی لوی څارنوال: د پښتنو په ګډون د ټولو قومونو ښځې او نجونې له خپلو حقونو محرومې شوې دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د سویس د کډوالو ادارې یوې طرحې ته د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د جمهوري نظام مخکېنی لوی څارنوال فرید حمیدي وايي، چې د پښتنو په ګډون د ټولو قومونو ښځې او نجونې له خپلو ټولو حقونو محرومې شوې دي.

حمیدي د دوشنبې په ورځ د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، دا ادعا چې پښتانه د طالبانو له ظلمونو څخه خوندي دي، یو «غېرواقعي قضاوت» دی.

د هغه په وینا، دا ډول طرحې د افغانستان د پېچلتیاوو او اوسني ناورین په هکله د دغه ناخبرتیا څرګندوي.

نوموړي لیکلي دي: «دا سمه ده چې ډېری طالبان او د هغوی لوړپوړي چارواکي پښتانه او اغلب د یوه ولایت دي، خو طالبان د افغانستان د ټولو قومونو او خلکو دوښمنان دي.»

حمیدي ټینګار کړی، چې طالبانو ټول قومونه، په ځانګړې توګه پښتانه ډېر کړولي دي او د دغې ډلې اقداماتو په افغانستان کې قومي ستونزو ته لمن وهلې ده.

فرید حمیدي زیاته کړې: «د پښتنو په ګډون د ټولو قومونو ښځې او نجونې، له خپلو ټولو حقونو څخه محرومې شوې دي. د ټولو قومونو مسلکي کادرونه له دولتي ادارو او دندو فرصتونو څخه اېستل شوي او د ناقانونه ځورونې، شکنجې او وژنې څخه د وېرې له امله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.»

د یادونې ده، چې د پښتنو په اړه د سویس د کډوالو ادارې یوې طرحې په نړۍواله کچه غبرګونونه راپارولي دي. همدا نن د متحدې ملي جبهې مشر جنرال سمېع سادات هم ویلي چې پښتانه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

هغه د سویس له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې باید دا قوم‌پرسته طرحه پر خپل ځای ودروي.

‏د ننګرهار په حصارک، شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې تاریخي سیمې کشف شوې دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۳ GMT+۱

‏طالبانو د ننګرهار ولایت په حصارک، شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د تاریخي سیمو د کشف خبر ورکړ.

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغو موندنو په ډله کې څلور تاریخي ساحې او پنځه لرغوني برجونه شامل دي، چې ګومان کېږي د پخوانیو کاروانونو لپاره د لارښوونې منارونه وو.
‏په خبرپاڼه کې راغلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا سیمې له اسلام وړاندې د بودايي دین او د کوشانیانو دورې پورې اړه لري، ځکه لرغوني جوړښتونه لکه ستوپې، معابد او د اوسېدو ځایونه پکې لیدل شوي، چې د ستر تاریخي او فرهنګي ارزښت درلودونکي بلل شوي دي.

‏د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولين وایي، دا موندنې د افغانستان د غني تاریخي میراث څرګندونه کوي او باید خوندي وساتل شي.

یاده دې وي، چې د کابل-جلال اباد په دویم سړک له دې وړاندې هم د سروبي په ولسوالۍ کې درې تاریخي سیمې موندل شوې وې.

د چین د موټرو یو شرکت په افغانستان کې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ معین مولوي احمدالله زاهدد چین د ډونګفېنګ ادې موټرو شرکت له استازي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې، د ډونګفېنګ شرکت استازي خپله لېوالتیا څرګنده کړې چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او اعلان یې کړی چې دغه شرکت به د درې نیمو کلونو په ترڅ کې د څلورو پړاوونو له لارې د افغانستان د موټرو جوړولو په سکتور کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

دوی زیاته کړې چې له دې لارې به هر کال دوه زره موټر جوړ کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ معین ټینګار کړی چې حکومت یې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره عادلانه چاپېریال ته ژمن دی او هر اړخیز ملاتړ به وړاندې کوي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ډونګفېنګ شرکت استازي ویلي، چې دا پروژه به په افغانستان کې ۵۰۰ تر ۷۰۰ کسانو ته دندې برابرې کړي.

همداراز، شرکت پلان لري چې بېلابېل وسایط، لکه ګړندي موټر، لارۍ، امبولانسونه او بسونه بازار ته وړاندې کړي او دغه وسایط به پر افغانانو په قسطونو وپلوري.

نادر نادري: د قومیت پر بنسټ تبعیض د کډوالو له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۱

له طالبانو سره د پخواني افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري وویل چې د قومیت پر بنسټ تبعیض د کډوالو له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده. نادري پر خپل اېکس لیکلي، چې ټول افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ځورونې سره مخ دي.

دغه پخواني افغان چارواکي په خپل اېکسپاڼه کې لیکلي، چې د ژوند د خوندیتوب غوښتنه امتیاز نه دی، دا یو حق دی.

نادر نادري لیکلي:«د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون روښانه دی: د پناه غوښتنې پریکړې باید د انفرادي خوندیتوب اړتیاوو پر بنسټ وي، نه د پراخو توکمیزو کټګوریو پر بنسټ.»

دی په دې باور دی چې د افغان کډوالو شړل یو خطرناک مثال جوړوي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د سویس رینه څورښر څایتونګ ورځپاڼې رپوټ ورکړ، چې ددغه هېواد د کډوالو د اخراج مسوول د یوې ځانګړې الوتنې یا د قومیت پر اساس د افغانانو د اخراج وړاندیز کړی و.