• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز: امریکا غواړي د پراختیا تمویل لپاره نړۍوالې هڅې کمزورې کړي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس ته د ملګرو ملتونو یو نوی رسېدلی داخلي سند ښيي، چې امریکا له مخ پر ودې هېوادونو سره د یوه نړۍوال تړون د کمزوري‌کېدو هڅه کوي. دغه تړون له مخ پر ودې هېوادونو سره د اقلیمي بدلون او اقتصادي ستونزو په برخه کې مرسته کوي.

دغه سند چې د مکسیکو، نیپال، ناروې او زامبیا هېوادونو د دایمي استازولیو له‌خوا د ملګرو ملتونو د سکرټریت په همکارۍ چمتو شوی، د پرمختیایي مالي ملاتړ د څلورم نړۍوال کنفرانس (FFD4) لپاره په لومړنیو مذاکراتو کې د ۱۹۳ غړو هېوادونو دریځ څرګندوي.

ټاکل شوې چې دا کنفرانس د روان کال په جون میاشت کې د هسپانیا په سیویل کې ترسره شي.

د دغه سند پر بنسټ، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا دولت د نړۍوال مالي نظام د بدلون له ځینو وړاندیزونو سره مخالفت لري.

د چاپېریال پر ککړتیا مالیه، د مالیاتو شفافیت، د سون‌توکو (تېلو) کمښت، جنسیتي برابرۍ، اقلیمي بدلون او څو نور ټکي دي چې امریکا یې په دغه تړون کې نه غواړي.

امریکا له دغه تړونه د هغو برخو د لرې‌کېدو غوښتنه کړې چې شرکتونه دې ته اړ کوي، څو په کومو هېوادونو کې چې اقتصادي فعالیت لري، مالیه باید ورکړي.

همداراز، متحده‌ایالتونو په بې‌وزلو هېوادونو کې د شنو پروژو کې د پانګونې د اسانتیا لپاره د درجه بندي سېسټم له اصلاحاتو سره هم مخالفت کړی دی.

د دې راپور پر بنسټ، د امریکا حکومت له دې سره مخالف دی چې باید د اقتصادي ناورین پرمهال د ټولنیز ملاتړ لپاره کافي او پرته له ځنډه بودیجه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری مخ پر ودې هېوادونه، له درنو پورونو، د طبیعي پېښو له زیانونو، او د بیارغونې لپاره له جدي مالي اړتیا سره مخ دي.

د چاپېریال او پراختیا نړۍوال انسټېټیوټ مشر ټام مېچل رویټرز ته وویل:: «دا کنفرانس د دې لپاره ډېر مهم دی چې د راتلونکي ۱۰ کلنې مودې لپاره د پرمختیایي موخو د تمویل لومړیتوبونه او اصول وټاکل شي. موږ باید ټول هېوادونه د خبرو مېز ته راوبلو، نه دا چې د ځینو هڅو مخه ونیسو یا یې کمزورې کړو.»

امریکا متحده‌ایالاتو دا دریځ داسې مهال غوره کړی چې لا هم په نړۍوال بانک او نړۍوال وجهي صندوق کې ترټولو لوی ونډه لرونکی هېواد بلل کېږي او د نړۍوالو مالي سیاستونو په لارښوونه کې پرېکنده رول لوبوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ملالې یوسفزۍ د غزې لپاره د سمدستي مرستو رسولو او دايمي اوربند غوښتنه وکړه

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۲۲:۲۷ GMT+۱

ټولنیزې فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ یو ځل بیا په غزه کې د سمدستي او دايمي اوربند غوښتنه کړې ده.

ملالې یوسفزۍ په ټولنیزو رسنیو کې د امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز یو پوسټ شریک کړی، چې پکې راغلي: «د اسراییل له لوري د غزې کلابندۍ له امله هلته ماشومان له لوږې سره مخ دي او ناروغان ژوند له لاسه ورکوي. دا زړه دردونکی او خواشینوونکی حالت دی چې بې ګناه فلسطیني ماشومان په غزه کې له لوږې او مرګ سره لاس او ګرېوان دي.»

هغې زیاته کړه: «زه د دغو ماشومانو د خوندیتوب او روښانه راتلونکي لپاره دعا کوم. زه غوښتنه کوم چې ژر تر ژره غزې ته مرستې واستول شي او دايمي اوربند دې وشي.»

راپورونه وایي، چې د مرستو بندېدو له امله په غزه کې د خوړو کړکېچ خورا زیات شوی او نږدې ۳ لکه ماشومان د لوږې له امله د مړینې له ګواښ سره مخ دي.

سربېره پر دې، د ماشومانو لپاره د شېدو ځانګړې فارمولا او نور غذایي مواد نه‌رسېږي، چې له امله یې د ۳۵۰۰ نه ډېر شېدې خوړونکي ماشومان له جدي ګواښ سره مخ شوي دي.

یاده دې وي، چې اسراییل د مارچ په ۲مه د اوربند پر مهال غزې ته د هر ډول مرستو په داخلېدو بندیز ولګاوه، چې تر اوسه لا هم دوام لري.

په ورته مهال، د اوکسفیم په نوم مرستندویه اداره چې غزې ته د خوړو مرستې څاري، ویلي چې د غزې د ماشومانو دا بد حالت د ټولې نړۍ مسوولیت دی.

حوثي وسله وال وايي چې امریکا او اسراییل په یمن هوایي بریدونه کړي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د یمن حوثي وسله وال وایي، چې متحده ایالاتو او اسراییل د دوشنبې په ورځ په حدیده بندر برید کړی دی. دا برید تر هغه وروسته شوی، چې حوثي وسله والو تېره ورځ د اسراییل هوايي ډګر په نښه کړ. په دغه تازه بریدونو کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

د حوثیانو له خوا اداره کېدونکي المسیره ټلویزیون وایي، چې امریکا او اسراییل د یمن په لوېدیځ ساحل کې د حدیده په بندر شپږ بریدونه کړي او همدا ډول د باجیل په ولسوالۍ کې هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي.

د اسراییل پوځ تایید کړې، چې دوی د دوشنبې په ورځ په حدیده کې د حوثیانو په اهدافو یې بریدونه ترسره کړي.

د اسراییل پوځ وایي: «جنګي جېټ الوتکو د یمن د ساحل په اوږدو او نورو داخلي سیمو کې د حوثي وسله والو رژیم پورې اړوند ترهګریز اهداف په نښه کړي.»

د دوی په وینا، حدیده بندر د ایراني وسلو، پوځي تجهیزاتو او نورو تجهیزاتو د لېږد او ترهګریزو موخو لپاره کارول کېږي.

د حوثیانو په رسنیو کې راپورونه وروسته له هغه راځي چې اسراییل وویل، چې د یکشنبې په ورځ له یمن څخه توغول شوی توغندی د لومړي ځل لپاره تل ابیب ته نږدې د بن ګوریون نړۍوال هوایی ډګر په احاطه کې ولګېد.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره لیدلي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د راولپېنډۍ ښار د پاکستاني پوځ په عمومي مرکز (جي‌اېچ‌کیو) کې د دغه پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره لیدلي دي.

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر د دوشنبې په ورځ (د مې ۵مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دواړو خواوو د دې لیدنې په ترڅ کې د سیمې د جیو-ستراتیژیک وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو امنیتي ننګونو په تړاو خبرې‌اترې کړې دي.

په بیان کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو چارواکو د ایران او پاکستان د ګډې پولې په اوږدو کې د همکارۍ پر اړتیا ټینګار شوی دی.

د پاکستان پوځ د رسنیز دفتر د بحث یوه مهمه برخه د دواړو هېوادونو د پولو خوندي کولو لپاره د شته میکانیزمونو ارزونه او د سرحدي ګواښونو کمښت بللی دی.

د پاکستان پوځ د رسنیز دفتر د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په حواله ویلي، چې ایران او پاکستان نه یوازې ګاونډیان دي، بلکې د دوو وروڼو هېوادونو په توګه، د ژورو مذهبي او تمدني اړیکو له لارې یو بل سره تړلي دي.

منیر د ګډو ننګونو د حل لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرواترو او اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.

بل‌خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په سیمه کې د تاوتریخوالي د مخنیوي او همکارۍ د ودې لپاره د سیمه‌ییزو نوښتونو په ملاتړ کې د پاکستان د رول هرکلی کړی دی.

په بیان کې ویل شوي، چې دواړو خواوو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو ګټو او سیمه‌ییز ثبات لپاره د لا ډېرې همکارۍ په موخه پر خپلو ګډو ژمنو ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي پاکستان ته داسې مهال سفر کوي، چې څه موده مخکې د هندي کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو د یوې ترهګرې ډلې د برید له امله د نوي ډیلي او اسلام‌اباد اړیکې ترینګلې شوې دي.

هند پاکستان په دغه برید کې ښېکل بولي، خو اسلام‌اباد بیا د نوي ډیلي دا ادعا رد کړې ده.

اسراییل د پوځي عملیاتو له لارې ټوله غزه نیسي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د اسراییلي چارواکو په وینا، اسراییل ښایي د غزې ټوله سیمه د حماس پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ونیسي، چې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امنیتي کابینې له‌خوا تایید شوي. یوه لوړپوړي دفاعي چارواکي ویلي چې دا عملیات به منځني ختیځ ته د ولسمشر ټرمپ له سفر وړاندې نه کیږي.

دغه پرېکړه وروسته له هغه کیږي، چې د اوربند هڅې له اونیو راهیسې بې‌نتیجې پاتې شوې دي.

د اسراییلي حکومت یو ویاند رسنیو ته ویلي، دا عملیات به د غزې د نیولو لپاره نه وي، بلکې د پراخو پوځي اقداماتو لپاره به احتیاطي سرتېري وربلل کېږي.

د اسراییلو ملي رسنۍ کان رپوټ ورکړی چې دا پلان به تدریجي وي، څو میاشتې وخت به ونیسي،او لومړی تمرکز به د غزې پر یوه برخه وي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، تر دې دمه اسراییلي پوځ د غزې شاوخوا یو پر درېیمه برخه نیولې، خلک یې بې‌ځایه کړي او هلته یې د څارنې لپاره امنیتي برځونه جوړ کړي دي.

نوی پلان دا دی چې ټوله غزه ونیول شي، ملکي خلک جنوب ته ولیږدول شي او حماس ته د بشري مرستود رسېدو مخنیوی وشي.

یوه چارواکی ویلي، د مرستو وېش به نور د ملګرو ملتونو یا نړیوالو موسسو پر ځای، خصوصي شرکتونه ترسره کوي او دا به یوازې د رفح په جنوبي برخه کې وي.

دفاعي چارواکي دا هم ویلي چې د ولسمشر ټرمپ د سفر پر مهال د اوربند او بندیانو د تبادلې لپاره یوه موقع برابره ده.

د حماس یو مشر محمود مرداوي دغه فشارونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیڅ معامله به ونه‌شي.

د پاکستان د دفاع وزیر: هند ګډ سرحد ته څېرمه پر هر ځای برید کولی شي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، داسې استخباراتي معلومات تر لاسه شوي چې هند ښايي د کنټرول کرښې شاوخوا په هر ځای برید وکړي. نوموړي وویل: « هند ته به، ان شاءالله، خوله ماتوونکی ځواب ورکړل شي».

د جیو نیوز د رپوټ له مخې، خواجه اصف زياته کړه چې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف له وړاندې غوښتنه کړې چې د پهلګام پېښې د پلټنو لپاره نړيوال کميسيون جوړ شي، چې دا څرګنده شي چې ايا «پخپله هند، يا هلته کومې ډلې» پکې ښکېلې دي، او دا هم روښانه شي چې پر پاکستان لګول شوي تورونه څومره رښتيني دي.

ده وويل: « فیصله دې وشي چې نريندرا مودي دروغ وايي که رښتيا، بیا به نړۍ ته ووايو چې مودي ته دروغجن يې، د ټولې نړۍ امن دې خراب کړی دی».

د پاکستان دفاع وزیر دا هم وویل چې مودي يوازې د ټاکنو لپاره دا لوبه کوي او هند د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په ناامنیو کې ښکېل دی.

نوموړي وويل چې پاکستان په۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې د ملګرو ملتونو سازمان ته داسې ویډیوګانې او ثبوتونه وړاندې کړي چې ښيي هند څنګه خلکو ته پیسې ورکوي چې په پاکستان کې ترهګري وکړي.

خواجه اصف زياته کړه: « اوس هم پر موږ چې کوم بریدونه کېږي، هغه د افغانستان له خاورې ترسره کېږي. که هغه بلوچستان کې وي یا خیبرپښتونخوا ، تر شا یې هند ولاړ دی».