• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حوثي وسله وال وايي چې امریکا او اسراییل په یمن هوایي بریدونه کړي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د یمن حوثي وسله وال وایي، چې متحده ایالاتو او اسراییل د دوشنبې په ورځ په حدیده بندر برید کړی دی. دا برید تر هغه وروسته شوی، چې حوثي وسله والو تېره ورځ د اسراییل هوايي ډګر په نښه کړ. په دغه تازه بریدونو کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

د حوثیانو له خوا اداره کېدونکي المسیره ټلویزیون وایي، چې امریکا او اسراییل د یمن په لوېدیځ ساحل کې د حدیده په بندر شپږ بریدونه کړي او همدا ډول د باجیل په ولسوالۍ کې هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي.

د اسراییل پوځ تایید کړې، چې دوی د دوشنبې په ورځ په حدیده کې د حوثیانو په اهدافو یې بریدونه ترسره کړي.

د اسراییل پوځ وایي: «جنګي جېټ الوتکو د یمن د ساحل په اوږدو او نورو داخلي سیمو کې د حوثي وسله والو رژیم پورې اړوند ترهګریز اهداف په نښه کړي.»

د دوی په وینا، حدیده بندر د ایراني وسلو، پوځي تجهیزاتو او نورو تجهیزاتو د لېږد او ترهګریزو موخو لپاره کارول کېږي.

د حوثیانو په رسنیو کې راپورونه وروسته له هغه راځي چې اسراییل وویل، چې د یکشنبې په ورځ له یمن څخه توغول شوی توغندی د لومړي ځل لپاره تل ابیب ته نږدې د بن ګوریون نړۍوال هوایی ډګر په احاطه کې ولګېد.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره لیدلي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د راولپېنډۍ ښار د پاکستاني پوځ په عمومي مرکز (جي‌اېچ‌کیو) کې د دغه پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره لیدلي دي.

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر د دوشنبې په ورځ (د مې ۵مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دواړو خواوو د دې لیدنې په ترڅ کې د سیمې د جیو-ستراتیژیک وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو امنیتي ننګونو په تړاو خبرې‌اترې کړې دي.

په بیان کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو چارواکو د ایران او پاکستان د ګډې پولې په اوږدو کې د همکارۍ پر اړتیا ټینګار شوی دی.

د پاکستان پوځ د رسنیز دفتر د بحث یوه مهمه برخه د دواړو هېوادونو د پولو خوندي کولو لپاره د شته میکانیزمونو ارزونه او د سرحدي ګواښونو کمښت بللی دی.

د پاکستان پوځ د رسنیز دفتر د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په حواله ویلي، چې ایران او پاکستان نه یوازې ګاونډیان دي، بلکې د دوو وروڼو هېوادونو په توګه، د ژورو مذهبي او تمدني اړیکو له لارې یو بل سره تړلي دي.

منیر د ګډو ننګونو د حل لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرواترو او اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.

بل‌خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په سیمه کې د تاوتریخوالي د مخنیوي او همکارۍ د ودې لپاره د سیمه‌ییزو نوښتونو په ملاتړ کې د پاکستان د رول هرکلی کړی دی.

په بیان کې ویل شوي، چې دواړو خواوو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو ګټو او سیمه‌ییز ثبات لپاره د لا ډېرې همکارۍ په موخه پر خپلو ګډو ژمنو ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي پاکستان ته داسې مهال سفر کوي، چې څه موده مخکې د هندي کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو د یوې ترهګرې ډلې د برید له امله د نوي ډیلي او اسلام‌اباد اړیکې ترینګلې شوې دي.

هند پاکستان په دغه برید کې ښېکل بولي، خو اسلام‌اباد بیا د نوي ډیلي دا ادعا رد کړې ده.

اسراییل د پوځي عملیاتو له لارې ټوله غزه نیسي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د اسراییلي چارواکو په وینا، اسراییل ښایي د غزې ټوله سیمه د حماس پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ونیسي، چې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امنیتي کابینې له‌خوا تایید شوي. یوه لوړپوړي دفاعي چارواکي ویلي چې دا عملیات به منځني ختیځ ته د ولسمشر ټرمپ له سفر وړاندې نه کیږي.

دغه پرېکړه وروسته له هغه کیږي، چې د اوربند هڅې له اونیو راهیسې بې‌نتیجې پاتې شوې دي.

د اسراییلي حکومت یو ویاند رسنیو ته ویلي، دا عملیات به د غزې د نیولو لپاره نه وي، بلکې د پراخو پوځي اقداماتو لپاره به احتیاطي سرتېري وربلل کېږي.

د اسراییلو ملي رسنۍ کان رپوټ ورکړی چې دا پلان به تدریجي وي، څو میاشتې وخت به ونیسي،او لومړی تمرکز به د غزې پر یوه برخه وي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، تر دې دمه اسراییلي پوځ د غزې شاوخوا یو پر درېیمه برخه نیولې، خلک یې بې‌ځایه کړي او هلته یې د څارنې لپاره امنیتي برځونه جوړ کړي دي.

نوی پلان دا دی چې ټوله غزه ونیول شي، ملکي خلک جنوب ته ولیږدول شي او حماس ته د بشري مرستود رسېدو مخنیوی وشي.

یوه چارواکی ویلي، د مرستو وېش به نور د ملګرو ملتونو یا نړیوالو موسسو پر ځای، خصوصي شرکتونه ترسره کوي او دا به یوازې د رفح په جنوبي برخه کې وي.

دفاعي چارواکي دا هم ویلي چې د ولسمشر ټرمپ د سفر پر مهال د اوربند او بندیانو د تبادلې لپاره یوه موقع برابره ده.

د حماس یو مشر محمود مرداوي دغه فشارونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیڅ معامله به ونه‌شي.

د پاکستان د دفاع وزیر: هند ګډ سرحد ته څېرمه پر هر ځای برید کولی شي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، داسې استخباراتي معلومات تر لاسه شوي چې هند ښايي د کنټرول کرښې شاوخوا په هر ځای برید وکړي. نوموړي وویل: « هند ته به، ان شاءالله، خوله ماتوونکی ځواب ورکړل شي».

د جیو نیوز د رپوټ له مخې، خواجه اصف زياته کړه چې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف له وړاندې غوښتنه کړې چې د پهلګام پېښې د پلټنو لپاره نړيوال کميسيون جوړ شي، چې دا څرګنده شي چې ايا «پخپله هند، يا هلته کومې ډلې» پکې ښکېلې دي، او دا هم روښانه شي چې پر پاکستان لګول شوي تورونه څومره رښتيني دي.

ده وويل: « فیصله دې وشي چې نريندرا مودي دروغ وايي که رښتيا، بیا به نړۍ ته ووايو چې مودي ته دروغجن يې، د ټولې نړۍ امن دې خراب کړی دی».

د پاکستان دفاع وزیر دا هم وویل چې مودي يوازې د ټاکنو لپاره دا لوبه کوي او هند د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په ناامنیو کې ښکېل دی.

نوموړي وويل چې پاکستان په۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې د ملګرو ملتونو سازمان ته داسې ویډیوګانې او ثبوتونه وړاندې کړي چې ښيي هند څنګه خلکو ته پیسې ورکوي چې په پاکستان کې ترهګري وکړي.

خواجه اصف زياته کړه: « اوس هم پر موږ چې کوم بریدونه کېږي، هغه د افغانستان له خاورې ترسره کېږي. که هغه بلوچستان کې وي یا خیبرپښتونخوا ، تر شا یې هند ولاړ دی».

د اصلاحاتو ژمنه؛ مېرڅ سبا د جرمني د نوي صدراعظم په توګه ټاکل کیږي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۲ GMT+۱

د جرمني راتلونکي صدراعظم او د مسیحي ډیموکرات اتحاد (CDU) مشر فریدریښ مېرڅ ژمنه وکړه چې د اروپا تر ټولو لوی اقتصاد ته به ژر اصلاحات راولي.

دا خبره هغه د دوشنبې په ورځ یوه ورځ وړاندې له دې وکړه چې دی د نوي ایتلافي حکومت مشر وټاکل شي.

میرڅ، چې د فبرورۍ د انتخاباتو ګټونکی و، د خپل محافظه‌کاره بلاک او د سوسیال دموکرات ګوندله مشرانو سره ایتلافي تړون لاسلیک کړ، چې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د حکومت پلانونه مشخصوي.

میرڅ وویل: « له سبا نه به تاسې یو داسې حکومت ولرئ چې جرمني ته به د اصلاحاتو او پانګونې له لارې پرمختګ ورکوي».

هغه زیاته کړه، چې د دوی حکومت به نه یوازې په اروپا، بلکې په ټوله نړۍ کې اورېدل کېږي.

د اېس پي ډي مشر لارز کلینګبایل، وویل: « راتلونکی حکومت باید د نړۍ د نوي نظم په جوړښت کې رول ولوبوي، که نه نو د نورو له خوا به شکل ورکول کېږي».

د دوشنبې ورځ، اېس پي ډي خپله نوې کابینه اعلان کړه، چې د نویو او تجربه‌لرونکو څېرو ګډ ترکیب پکې شامل دی.

تېره اونۍ لا اعلان شوی و چې کلینګبایل (۴۷ کلن) به د مالیې وزیر شي. د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس (۶۵ کلن) یوازینی وزیر دی چې خپل ځای ساتي. هغه له جنورۍ ۲۰۲۳ راهیسې دفاع وزیر پاتې شوی او د خپلې صریحې لهجې او قوي امنیتي دریځ له امله مشهور دی.

هغه ویلي، جرمني باید تر ۲۰۲۹ پورې د جګړې لپاره چمتو شي، ځکه د روسیې له خوا ګواښونه دوام لري.

په کابینه کې نور شامل کسان بربل باس (۵۷ کلنه) د کار وزیره او پخوانۍ د بوندستاګ مشره، کارسټن شنایدر (۴۹ کلن) د چاپېریال او اقلیم ساتنې وزیر، علابالي (۳۵ کلنه) د پراختیا وزیره شامل دي.

هند له پاکستان سره د اوبو تړون تر ځنډولو وروسته په کشمیر کې د برېښنا پروژو کار پيل کړی

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۱

هند په کشمير کې د اوبو د دوو سترو برېښنايي پروژو د ساتنې او زېرمو د ظرفیت لوړولو پټ کار پيل کړی، چې له پاکستان سره د اوبو له اوږدمهالي تړون «اندس» څخه د وتلو لومړی عملي ګام ګڼل کېږي. نوي ډېلي تېره مياشت د پهلګام له برید وروسته دغه تړون وځنډاوه.

درېو جګپوړو چارواکو چې له موضوع سره بلد دي، رویټرز ته وویل، چې د هند دولتي او تر ټولو سترې برېښنايي کمپنۍ این‌اېچ‌پي‌سي لمیټډ د مې پر لومړۍ نېټه د سالال او بګلیهار بندونو د زېرمو د خټو پاکولو عملیات پیل کړي دي.

يو چارواکی وايي: « دا لومړی ځل دی چې دغه ډول عمليات ترسره کېږي، چې د برېښنا توليد اغیز زیاتوي او توربینونو ته د زيان رسېدو مخه نيسي».

دا عملیات، چې درې ورځې يې دوام وکړ، دا معنا لري چې د بندونو له خټو سره اوبه لنډمهالې لاندې سیند ته خوشې کېږي، چې د اوبو بهیر کې ناڅاپي بدلون راوستلی شي. سرچینې وايي، هند د دې کار په اړه پاکستان ته معلومات نه دي ورکړي.

د اندس اوبو تړون، چې د نړيوال بانک په منځګړيتوب په ۱۹۶۰ز کال کې شوی، د دواړو اتومي وسله لرونکو ګاونډیانو ترمنځ د شپږو سيندونو د اوبو کارونه تنظیموي. د تړون له مخې، هند ته د دریو ختیزو سیندونو واک ورکړل شوی او پاکستان ته د درېو لوېدیزو چې چېناب هم پکې راځي، حق ورکړل شوی.

که څه هم هند ته یوازې د «رڼو اوبو» د برېښنا بندونو اجازه شته چې ډېره زېرمه نه لري، خو پاکستان تل اندېښنه ښودلې چې هند دا بندونه د اوبو کنټرول لپاره کارولی شي.

د نریندرا مودي حکومت هڅه کوي چې دا تړون بیا تنظیم کړي او له ډېرو محدودیتونو پرته د خپلو اوبو پروژې پراخې کړي.

د هند د اوبو وزیر تېره میاشت ویلي و، «موږ به یقیني کړو چې د اندس سيند يو څاڅکی اوبه هم پاکستان ته ونه رسي».

شنونکي وايي، سره له دې چې د تړون له ځنډولو سره هند سملاسي د اوبو بندولو واک نه لري، خو دا به ورته لاره هواره کړي چې د کشمير په سيمه کې نورې سترې پروژې هم عملي کړي.

په سيمه کې خلک وايي چې له تېرې پنجشنبې څخه تر شنبې پورې له سالال او بګلیهار بندونو څخه د اوبو خوشې کېدل يې ليدلي. ځايي ويډیوګانې ښيي چې د چېناب سيند ځينې برخې په بشپړ ډول بهېدلې، خو ځينې برخې د خټو له امله بندې شوې دي.

د هند، پاکستان حکومتونو او این‌اېچ‌پي‌سي شرکت له رویټرز سره د تبصرې لپاره اړیکو ته ځواب نه دی ویلی.

هند او پاکستان له ۱۹۴۷ راهیسې درې جګړې کړې دي چې دوه یې د کشمير پر سر وې او دا تازه پرمختګونه ښايي په سیمه کې تاوتریخوالی لا زیات کړي او نړيوالې اندېښنې را وپاروي.