د شهباز شریف خبرداری: د هند برید ته به پرېکنده ځواب ورکړو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هند بریدونو ته په غبرګون وویل، چې ددغه هېواد برید ته به پرېکنده ځواب ورکړي. نوموړي دغه بریدونه بزدلانه بللي او ویلي یې دي، چې د هند پوځ د پاکستان په خاوره کې په پنځو نقطو بریدونه کړي دي.