• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وسله والو په بلوچستان کې د پاکستاني پولیسو یو افسر وژلی

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د بلوچستان د شمال لویدیزې پښین ولسوالۍ په باتزۍ سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو په یوه هدفي برید کې د پولیسو افسر زین‌الدین ترین ووژل شو.

سیمه‌ییزو پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ شوې ده، چې وسله‌والو کسانو د پولیسو پر افسر زین‌الدین ترین برید وکړ او هغه یې ځای پر ځای وواژه.

برید کوونکي تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

زین‌الدین ترین د پولیسو یو فعال افسر و، چې په چمن کې یې دنده ترسره کوله او د درې ورځني رخصت لپاره خپل پلرني ټاټوبي پښین ته تللی و.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی، خو پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې هم د نامعلومو وسله‌والو له خوا پر یوه موټر ډزې شوې چې له امله یې درې تنه وژل شوي دي.

پولیس وايي، دغه پیښه د کلي هزار خان په سیمه کې د تېري سړک پر سر شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ټي ټي پي د وزیرستان له خلکو وغوښتل چې نور له خپلو سیمو کډوال نه شي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۹ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان د جنوبي وزیرستان له خلکو نه په یوه اعلامیه کې د یووالي غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که د دوی په وینا، د بهرني دښمن پر ضد ګډ دریځ ونه نیول شي، سیمه به یو ځل بیا په شخړو کې ښکیله شي.

یاده اعلامیه، چې د طالبانو د «عمر میډیا» له لارې خپره شوې، ټینګار کوي چې جګړه یوازې د طالبانو نه، بلکې د سیمې د ټولو خلکو ده، ځکه د دوی په وینا،«هغه خاوره، عزت، کلتور او طبیعي سرچینې چې تر اشغال لاندې دي، د ټولو ګډ ملکیت دی».

د یادې ډلې ویاند محمد خراسانی وايي، « دا دښمن یوازې د مجاهدینو نه، بلکې د ټول ولس دښمن دی. دا هغه قوت دی چې زموږ پر خاوره یې زور راوړی، زموږ کلتور یې له منځه وړی، او زموږ ولس یې بې‌ځایه کړی دی».

خراساني وايي، د پخوا په څېر که علماء، مشران او ځوانان یو موټی شي، نو د دوی په وینا، دا « کرایه شوي پوځیان به ژر له سیمې وتښتي».

هغه ادعا کوي چې د تحریک تېرو ناکامیو یو لامل د عام ولس او «مجاهدینو» تر منځ واټن و، چې د دښمن له‌خوا جوړ شوی و، خو دا واټن باید نور ختم شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ولس نور د هجرتونو توان نه لري، « خلک نور له کډوالۍ ستړي شوي، دوی اوس خپل کورونه بیا اباد کړي دي. که دښمن یو ځل بیا د دوی ایستل غواړي، نو باید ټول مشران او علماء دا هڅې شنډې کړي».

دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې څو ورځې وړاندې د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې په زرګونو خلکو د امن لاریون وکړ او له ښکیلو اړخونو یې وغوښتل، چې ددوی سیمې ته جګړه ور نه وړي.

د پاکستان حکومت تر دې دمه په رسمي ډول د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د خپل افغان مېړه په خاطر؛ پېښور ستره محکمه کې یوې مېرمنې د افغانانو د شړلو پالیسي ننګولې

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۰:۰۹ GMT+۱

د پيښور سترې محکمې د افغان کډوالو د شړلو پاليسۍ پر ضد د یوې ځايي مېرمنې غوښتنلیک اورېدلی، چې غوښتنه پکې شوې ددې افغان خاوند ته دې د پاکستان پېژند کارت (POC) جاري شي. د نوموړې وکیل د افغانانو د شړلو اوسنۍ پالیسي غیر قانوني ګڼلې ده.

دغه عريضه د قاضي وقار احمد او قاضي اورنګزيب خان له خوا اورېدل شوې.

د غوښتنلیک ور کوونکې مېرمنې وکيل اجمل خان مومند محکمې ته وويل چې د هغه موکله د مردان د تخت بهایي اوسېدونکې ده او خاوند یې طارق خان افغان دی.

دغه جوړه څلور ماشومان لري او اوس د حکومت د شړلو پاليسۍ له مخې د عريضه کوونکې خاوند د ايستلو له خطر سره مخ دی.

وکيل دا هم وويل چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکو افغانانو شړل غير قانوني دي او د هغو لپاره روښانه قانوني تګلاره نشته.

نوموړي زياته کړه چې ډېر افغان کډوال په پاکستان کې له خلکو سره ژورې اړيکې لري، لکه ودونه، کاروبارونه او جایدادونه، چې د حکومت په اوسنۍ پالیسي کې ورته هيڅ پام نه کیږي.

وکيل خبرداری ورکړ چې که د عريضه کوونکې مېرمنې خاوند شړل کېږي، نو ماشومان به د خپل پلار له پاملرنې بې‌برخې شي.

د پاکستان د ایکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، په عريضه کې غوښتنه شوې چې محکمه دې نادرا یاد پاکستان د ثبت او احصایې ادارې ته امر وکړي چې د عريضه کوونکې خاوند ته د پاکستان اصل کارت (POC) جاري کړي او د شړلو پالیسي بې‌اعتباره اعلان کړي.

له لومړنيو استدلالونو وروسته، د پېښور محکمې له فدرالي حکومت او نادرا څخه د لیکلي ځواب غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د هرات والي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی دی

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۰۹:۴۲ GMT+۱

په هرات ولایت کې د طالبانو والي نور احمد اسلام جار د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په رسمي سفر تللی دی د هرات ولایت د رسنیو څانګه وایي، چې طالب والي به د خپل سفر په ترڅ کې د ترکمنستان له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د اقتصادي اړیکو په پراختیا به خبرې ورسره وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د ترکمنستان هېواد سره د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پراختیا او د ګډو پروژو عملي کول دي.

بلخوا په دغه ولایت کې د طالبانو ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي، چې د نورو موخه سربېره د دغه سفر اساسي موخه د ټاپې پروژې تعقبیول هم دي.

‏د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې ترکمنستان، قزاقستان او طالبانو په ګډه د هرات په ولایت کې د لوژستیکي مرکز د جوړولو لپاره هوکړه کړې وه، دا مرکز به د روسیې تېل اسیایي بازارونو ته د انتقال لپاره د افغانستان لارې کارولو په موخه جوړ شي.

د هند کورنیو چارو وزارت له یو شمېر ایالتونو غوښتي چې د ملکي دفاع لپاره تمرین ترسره کړي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۰۹:۰۸ GMT+۱

د هند کورنیو چارو وزارت یو شمېر ایالتونو ته امر کړی، چې د ملکي دفاع او وګړو د خوندیتوب لپاره تمرینونه او لازم اقدامات ترسره کړي.

د هندي رسنۍ بهارت ایکسپریس د راپور له مخې، د دې تمرین پر مهال به د هوایي برید خبرداریو لپاره سایرنونه غږول کېږي، او خلکو ته به دا ښودل کېږي چې د برید په صورت کې څنګه ځانونه خوندي کړي.

په دغه تمرین کې به زده‌کونکي، کلیوالي او ښاري وګړي هم شامل وي، چې د ملکي دفاع اړوند روزنه وګوري، ترڅو د بېړني حالت پر مهال د خوندي پاتې کېدو لارې چارې زده کړي.

دا اقدامات له هغه وروسته ترسره کېږي چې په پهلګام کې له ترهګریز برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ خورا ترینګلی شوی دی.

د پاکستان پوځ وايي، پښتونخوا کې یې د عملیاتو پر مهال اته وسله‌وال وژلي دي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۰۴:۰۰ GMT+۱

د پاکستان پوځ وایي، د پښتونخوا په بیلابیلو ولسوالیو کې یې د عملیاتو پر مهال اته وسله‌وال وژلي او د جګړې په لړ کې د دوی یو افسر هم وژل شوی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا عملیات یې په شمالي او سویلي وزیرستان، خیبر او بنو ولسوالیو کې ترسره کړي دي.

د ای ایس پي ار په اعلامیه کې راغلي، چې په سویلي وزیرستان او د شمالي وزیرستان په میرعلي کې یې پینځه وسلوال هغه مهال ووژل، چې امنیتي ځواکونو د دوی پر پټنځایونو برید وکړ او جګړه وشوه.

اعلامیه زیاتوي، چې له وسلوالو سره په دغه نښته کې د مجاهد خان په نامه یو پوځي افسر هم وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ د همدغه اعلامیې له مخې، درې نور وسلوال په خیبر او بنو ولسوالیو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوي او پوځ د دوی وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

د پاکستان امنیتي‌ادارو همداراز ویلي، چې د وسله والو د ځپلو په موخه یې عملیات تر هغه دوام کوي، ترڅو چې سیمه د وسله والو له ګواښونو خوندي شوې نه وي.