احمد الشرع هڅه کوي له ټرمپ سره وګوري

وال سټریټ ژورنال د سوریې د دولتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دې هېواد د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع غواړي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

وال سټریټ ژورنال د سوریې د دولتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دې هېواد د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع غواړي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
د راپور له مخې، الشرع غواړي چې د سوریې د بیارغونې په اړه طرحه له امریکا سره شریکه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ په خپل لومړني اروپایي سفر کې د فرانسې په پاریس کې له امانویل مکرون سره وکتل.
ویل کېږي، چې په دې لیدنه کې به دواړه خواوې د سوریې د بیارغونې، د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول د برېښنا او هوانوردۍ او همداراز د سیمې پر موضوعاتو لکه د اسراییل هوایي بریدونه او د سوریې او لبنان ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې اترې وکړي.

فلسطیني چارواکي وايي چې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د ښځو ماشومانو او دوو خبریالانو په ګډون لږترلږه ۹۲ کسان وژل شوي دي.
د فلسطین روغتیايي چارواکو زیاته کړې، چې د چهارشنبې په ورځ په غزه کې پر یوه ښوونځي او بازار د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، دا ۴۸ کسان پر یوه ښوونځي، هوټل او بازار د برید په ترڅ کې وژل شوي دي. په دغه ښوونځي کې د غزې د روانې جګړې بې ځایه شوي اوسېدل.
چارواکو زیاته کړې، چې تېره ورځ د غزې په مرکزي برخه کې پر بوریج د کډوالو د اوسېدو پر یوه بل ښوونځي د برید په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۳۳ کسان وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان دي.
د اسراییل پوځ ویلي، هغه «ترهګر» یې هدف ګرځولي چې له دې ودانۍ څخه یې د قوماندې مرکز په توګه عملیات کول.
د غزې د رسنیو دفتر وايي، ازاد خبریال چې له څو سیمهییزو رسنیو سره یې کار کاوه، په وژل شویو کسانو کې شامل دی.
هغه په دې وروستیو کې د خپلې نوې زېږیدلې لور عکس پر انسټاګرام خپور کړی و.
دغه دفتر زیاته کړې، چې نور عبده یو بل سیمه ییز خبریال د چهارشنبې په سهار د غزې ښار پر یوه بل ښوونځي کې د برید د پوښښ پرمهال وژل شوی دی.
د غزې د روغتیا وزارت ویاند ظاهر الوحیدي اسوشېټیډپرېس ته ویلي، چې د بریدونو ټپیان د الشفا په نوم نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
په داسې حال کې چې د غزې جګړه ۲۰ میاشتې غځېږي، د پای ته رسېدو کومه روښانه هیله یې نه لیدل کېږي.
د یادونې ده، چې پر غزې د اسراییل د ځمکني او هوايي بریدونو په ترڅ کې تر دې دمه تر ۵۰زرو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.
څه موده مخکې د سور صلیب نړۍوالې کمېټې مشرې میرجانا سپولیاریچ ویلي و، چې په غزه کې بشري وضعیت په ډېرې چټکۍ سره ناوړه شوی او دا سیمه د ځمکې پر سر د انسانانو لپاره «دوزخ» ګرځېدلې ده.

د بشري حقونو فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په تړاو د اندېښنې ترڅنګ د دواړو هېوادونو له مشرانو غوښتي، چې روان کړکېچ کم او د ملکيانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو د ژوند خونديتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.
ملالې د خپلې اېکسپاڼې له لارې ټینګار کړی، «کرکه او تاوتریخوالی زموږ ګډ دوښمنان دي، نه یو بل» او پر نړۍوالې ټولنې یې غږ کړی چې د خبرواترو او ډېپلوماسۍ پیاوړتیا لپاره لاس په کار شي.
نوموړې د دواړو هېوادونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ زیاته کړې، چې په دې سختو شېبو کې خپلو ټولو ملګرو، کورنۍ، ښوونکو، فعالانو او هغو نجونو ته چې په پاکستان کې یې ورسره ګډ کار کړی، سخته اندېښمنه ده.
د بشري حقونو فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، چې سوله په سیمه کې د امنیت او ګډې سوکالۍ د ډاډمنتیا یوازینۍ ممکنه لاره ده.
نوموړې دا څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې هند د پاکستان پر خاوره هوایي بریدونه ترسره کړل.
د هند حکومت ادعا کوي، چې دغه بریدونه د ترهګریزو ډلو پر ضد ترسره شوي، خو پاکستان دا بریدونه «بزدلانه حملې» بولي او وايي، چې په مناسب وخت او ځای کې به ورته مناسب ځواب ورکړي.

د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد شرع منلې، چې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د اسراییل له حکومت سره یې غېرمستقیمې خبرېاترې کړې دي.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ په سوریه کې د اسراییل هوايي بریدونو ته په اشارې زیاته کړې، چې د دې خبرو موخه د وضعیت ارامول او د دغو بریدونو مخنیوی دی.
رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې متحده عربي اماراتو د اسراییل او د سوریې د نوي حکومت ترمنځ د خبرواترو هڅې پیل کړې دي.
سرچینو ویلي، چې د متحده عربي اماراتو د منځګړيتوب هڅې د سوریې د ولسمشر احمد شرع له سفر وروسته پیل شوې دي.
د سرچینې په وینا، دا خبرې د ترهګرۍ ضد اقداماتو په ګډون پر تخنیکي او امنیتي مسایلورانغاړي، خو نظامي مسایل، په ځانګړي ډول هغه څه چې د اسراییلي پوځ له فعالیتونو سره تړاو لري، د دې خبرو برخه نه ده.
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، د متحده عربي اماراتو امنیتي چارواکو، د سوریې استخباراتي چارواکو او د اسراییل پخوانیو استخباراتي چارواکو په دې خبرواترو کې برخه اخیستې ده.
د یوې سرچینې او د منځني ختیځ د یوه ډېپلومات په وینا، د اسراییل او سوریې ترمنځ غېررسمي منځګړيتوب چې موخه یې د وضعیت ارامول دي، په تېرو اوونیو کې د نورو چینلونو له لارې ترسره شوي، خو یادو سرچینو د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.
دا خبرېاترې وروسته تر هغې کېږي، چې په دې وروستیو کې چې پر سوریې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو پر خلاف د اسراییل هوايي بریدونو زور اخیستی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره د ویډيو کنفرانس له لارې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې په اړه خبرې کړي. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې دواړو خواوو په سیاسي او اقتصادي اړیکو هم بحث کړی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې امیرخان متقي د ترکمنستان د وزیرانو شورا د مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره د ویډیو کنفرانس له لارې د ډيپلوماتیکو اړیکو د لوړولو په اړه هم خبرې کړي دي.
طالبانو ویلي، چې متقي د دوه اړخېزو اړیکو پر پياوړتیا او د ګډو اقتصادي پروژو پر پلي کولو ټينګار کړی.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې رشید مردوف د ټاپي پروژې روانې چارې مثبتې وارزولې او په نږدې راتلونکي کې يې د رېل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا خبر ورکړ.
طالبانو ویلي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاو ژمنه هم کړې.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، دواړو لوريو هوکړه وکړه چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د رېل پټلۍ پراختیا، برېښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوو رامنځته کولو او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به ناستو او مشورو ته دوام ورکړي.
طالبانو تېر کال د ټاپي پروژې د پرانیست غونډې پر مهال ویلي و، چې دا پروژه د افغانستان او سیمې د اقتصادي اتصال په برخه کې ډېره ګټوره ده او د افغانستان په خاوره کې یې چارې پیل شوي.
ټاپي پروژه د پخواني جمهوري نظام پر مهال پیل شوې وه؛ خو اوس پرې طالبان وخت ناوخت تبلیغاتي شخوند هم وهي.
د دې پروژې د پلي کولو په چارو کې پخوا د طالبانو د وسلهوالو فعالیتونو له امله خنډونه او ځنډ هم رامنځته شوی و.

د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د يوه پلاوي په مشرۍ نوي ډیلي ته رسېدلی. ټاکل شوې، چې عراقچي له لوړوپوړو هندي چارواکو سره د دوه اړخیزو مسایلو، سیمه ييزو او نړۍوالو پرمختګونو او نورو مضوعاتو اړوند بېلابېلې ناستې ترسره کړي.
ایراني رسنيو د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) خبر ورکړی، چې د بهرنيو چارو وزیر سېدعباس عراقچي نن ماښام د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته رسېدلی دی.
د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ به د ډیلي او تهران ګډ اقتصادي کمېسیون ناسته هم تر سره شي.
ایراني رسنیو دا هم ویلي، چې په ناسته کې به د دواړو هېوادونو د اقتصادي تړونونو د پلي کولو پر وروستي حالت هم خبري وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې سېد عباس عراقچي تېره دوشنبه پاکستان ته هم سفر کړی و او د دواړو هېوادو د اړیکو پر پیاوړتیا يې ځانګړې ناستې وکړې.
پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې عراقچي به د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په تړاو هم خبرې وکړي.
د هند او پاکستان تر ترینګلتیا وروسته د ایران بهرنیو چارو وزير عباس عراقچي د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د منځګرتوب وړانديز کړی و.
نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي و: «د خپلو دواړو ګاونډیانو د پېړیو کلتوري او تمدنې اړيکې راته لومړیتوب لري.»
